د سينې سرطان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د سينې سرطان په انګرېزي: (Breast cancer) په ښځو کې د زړه حملې وروسته دويمه خطرناکه او وژونکې ناروغي ده. دا ناروغي پنځه پړاونه لري، په لومړيو پړاوونو کې يې نښې ناڅرګنده وي او د سرطان حجره د راشنه کېدو په حال کې وي، په وروستيو پړاوونو کې يې اغېزه څرګندېږي. دا ناروغي هر کال د ډېرو مېرمنو ژوند اخلي. د څېړونو پر بنسټ دا ناروغي په ښځو کې دويمه لويه وژونکې ناروغي ده. د دې ناروغۍ درملنه تر ډېره حده ناشوني ده.

په ښځو کې د سينې سرطان

پېژندنه[سمول]

هغه سرطان چې په ميرمنو او ښځو کې د سينو په نسجونو کې را پيدا کيږي او هلته تکمل کوي، د سينې د سرطان په نوم ياديږي. د سينې سرطان په ښځو کې د سرطان ډېر عام ډول دی او په ښځو کې د سږو له سرطان وروسته دويم تر ټولو وژنکی سرطان دی.

د سينې سرطان نښې[سمول]

1: په سينه کې غوټه پیدا کېدل (lump in the breast): کله چې د سينې دننه د سرطان نسجونه تر بريد لاندې راشي، نو په سينه کې غوټه يا غده پیدا کېږي.

2: د سينې/تي په شکل او بڼې کې بدلون: هر کله چې په سينه کې رامنځته شوې غوټه غټه شي، نو په دې سره د سينې په شکل او بڼه کې بدلون راځي، او د اغېزمن شوي تي حجم ورسره زياتېږي.

3: د تي له سر څخه اوبه يا وينه بهېدل: کله چې د تي د سر څخه د شيدو پر ځای اوبه يا وينه وڅڅېږي، نو دا تر ډېره حده امکان لري چې د تي سرطان اغېزه ده.

4: سينه او په ځانګړي ډول، د سينې د سر خارښت


ځينې نورې نښې:

په سينه او بغل کې دردونه: خو داسې درد چې د ښځې په مياشتني عادت باندې کومه اغېزه نه کوي..

د سينې سرطان پړاوونه[سمول]

په ښځو کې د سينې سرطان په اړه ډېر پړاوونه شتون لري چې تر درملنې لاندې راځي، خو دلته تاسو ته په ښځو کې د سينې سرطان پنځه پړاونه په ګوته کوو:

د صفر پړاو: دا هغه پړاو دی چې په ښځو کې د سينې د سرطان نښې پټې وي، په ډېرې ستونزې سره څرګندېږي.

لومړی پړاو: په دغه پړاو کې د سرطان حجره د يو سانت څخه تر دوه سانتو پورې غټېږي، په لومړي سر کې د تي د سر څخه مایع يا چرک نه راوزي.

دويم پړاو: په دغه پړاو کې د سرطان د حجرې اندازه په بشپړه توګه دوه سانتي متره وي، خو د سينې دننه نورې حجرې ورڅخه نه وي اغېزمنې شوي.

درېيم پړاو: په دغه پړاو کې د سرطان د حجرې اندازه پنځه سانتي متره وي، په دې حالت کې سرطان د نفوذ په حال کې وي او د سينې نورې برخې هم تر بريد لاندې نيسي.

څلورم پړاو: دغه پړاو د سينې سرطان کې ترټولو خطرناک پړاو وي، په دې حالت کې د سينې سرطان نفوذ کړی وي او سينه ډېره لويه شوې وي ، د سرطان حجرې د سينې نورې برخې په بشپړه توګه تر حملې لاندې راوستې وي.


د سینې سرطان ډولونه[سمول]

په ښځو کې د سينې سرطان په لویه کچه پر دوه ډوله دی،:

Ductal Carcinoma: دا يې هغه ډول دی چې، د حجرې د کار او تمرکز ځای يو ځای نقطه ولري، او نورو انساجو ته خورېږي.

Lobular Carcinoma: د سينې سرطان په دې ډول کې ، د ناروغۍ په وروستيو پړاوونو کې ناروغي د وجود نورې برخې او نسجونه هم تر بريد لاندې نيسي، دا په ښځو کې د سرطان پيچلی ډول بلل کېږي.

د سينې سرطان لاملونه[سمول]

په ښځو کې د سينې سرطان عمده لاملونه په لانډې ډول دي:

ډېر عمر: څېړنو په ګوته کړې چې په ښځو کې د شل کلنۍ څخه پورته عمر کې د سينې د سرطان امکان 0,6 سلنه وي، خو د اويا کلنۍ څخه پورته دغه سلنه 3,84% ته پورته کېږي.


پيدايښتي خواص: د بېلابېلو څېړنو پر بنسټ پيدايښتي خواص او کورنۍ ناروغۍ هم کولای شي د سينې د سرطان لامل شي، که چېرته د يوې مېرمنې مور يا کورنۍ کې يو چا د تي سرطان درلودلی وي، ښايي دا ښځه هم پرې اخته شي.


ماشوم ته تی نه ورکول: څېړنو ښودلې هغه ښځې چې د ماشوم زېږولو وروسته خپل ماشوم ته د تي پر ځای پوډري شيدې ورکوي، احتمال يې شته چې دا ښځه د تي په سرطان اخته شي.


الکول يا شراب څښل: څیړنو په ګوته کړې هغه ښځې چې شراب يا الکول څښي، ځان ته د سينې سرطان په قصداً اخلي. د شرابو څښل د وخت په تېرېدو په ښځو کې د سينې سرطان لامل ګرځي.

ډېر وزن: څېړنو دا هم ښودلې چې ډېر وزن په ښځو کې د سينې د سرطان لامل کېږي. نو هغه ښځې چې ډېر وزن لري بايد د وزن کمولو فکر وکړي.

د سينې سرطان درملنه[سمول]

په ښځو کې د سينې سرطان درملنه:

د سينې سرطان د هغې په ډول او پړاونو پورې اړه لري، چې درملنه يې ترسره شي، که چېرې د سينې سرطان په لومړيو پړاوونو کې وي، د شعاع او درملو په وسيله يې درملنه شونې ده.

خو که چېرې د سينې سرطان تر وروستيو پړاوونو پورې رسېدلی وي، نو بيا يې درملنه د جراحي عملياتو په وسیله ترسره کېږي. هغه هم په ډېر کم احتمال د برياليتوب لپاره هيله شته.

سرچينې[سمول]

Https://facebook.com/Safi19official