د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
تاجیکستانتاجيکستان د هېوادني وېش د قانون له مخې تاجکستان په لاندې واحدونو وېشل شوی دی: - د بدخشان خپلواک غرنی ولايت چې مرکز يې خاروغ دی.
- د سغد ولایت چې مرکز يې خجند دی.
- د ختلان ولایت مرکز په قرغانتپه ده.
د جمهوریت واک لاندې ولسوالۍ چې یو اداري واحد تشکیلوي او هیڅ ولایت پورې تړلې نه وي او په مستقیم ډول د هېواد له پلازمېنې څخه اداره کیږي. په تاجيکستان کې، هر ولایت (لکه د افغانستان د یوه ولایت سره مساوي) په څو ولسوالیو وېشل شوی او هره ولسوالۍ په څو کلیو وېشل شوې ده. د 2008 کال په پسرلي کې د وروستیو ملي وېشونو له مخې، د تاجيکستان هېواد یو خپلواکه ولایت، دوه ولایتونه، 17 ښارونه، 58 ولسوالۍ (د پلازمینې لاندې د 13 ولسواليو په ګډون) او 54 ښارګي لري:
| شمېر |
پښتو نوم |
تاجيکي |
آيسو |
پلازمېنه |
مساحت (کیلومتر مربع) |
نفوس (2000) |
سرشمېرنه (۲۰۱۰) |
| 1 |
سغد ولایت |
Вилояти Суғд |
TJ-SU |
خوجند |
25,400 |
1,872,000 |
2,233,500 |
| 2 |
جمهوریت واک لاندې ولسوالۍ |
Ноҳияҳои тобеи ҷумҳурӣ |
TJ-RR |
دوشنبه |
۲۸۶۰۰ |
1,337,500 |
1,722,900 |
| 3 |
ختلان ولايت |
Вилояти Хатлон |
TJ-KT |
قرغانتپه |
24,800 |
2,150,100 |
2,677,300 |
| 4 |
بدخشان ګورنو خپلواک ولایت |
Вилояти Мухтори Кӯҳистони Бадахшон * |
TJ-GB |
خاروغ |
64,200 |
206,000 |
206,000 |
| – |
دوشنبه |
Душанбе |
– |
دوشنبه |
100 |
561,900 |
724,800 |
د آسيايي هېوادونو د لومړۍ درجې اداري وېش |
|---|
| 1 هغه هېوادونه چې په ډېرو لويو وچو پراته دي |
|