د بوټي ژونکه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ژونکه د ژوند جوړښتيز او وظیفوي واحد ته وېل کيږي چې د یو قابل نفو‌‌ذ دېوال پواسط احاط او د خپل مثل د جوړولو قابلیت لري . د راز راز ژوندیو ارگانیزمونو ژونکې ځان ته ځانگړې قابلیت لري . ټول ارگانییزمونه په د وه ډ لو وېشل شوي :

  1. Prokaryotes ، چې ژونکې يې منظمې هستې نه لري
  2. Eukaryotes ، چې ژونکې يې حتما دمنظمو هستو لرونکي دي .

د یو ارگانیزم په جوړښت کې د شاملو ژونکو تر منځ د پام وړ توپیرونه موجود وي . په کثیرالحجروي ارگانیزمونو کې لوړ ې اختصاصی شوې حجرې شتون لري چې ځانگرې دندې تر سره کوي د بېلگې په ډول د جرړو(Root ( د جرړو د وېښتو(Root hair) ژونکې د فلویم یا د پاڼې د مېزوفیل د ژونکو سره یو شان نه دي . په هر حال د ژونکو مطالعه نباید د هغو د توپیرونو په څرگندولو سره شروع کړو بلکه د هغو په ورته والي باید ځان پوه کړو . د ټولو ژونکو لپاره یوشان دندې ځانگړې شوي کوم چې د هغوپه واسط په ټولیز ډول ژوند مشخصېږي . ټولې ژونکې د خپل مثل په تولید،د انرژي په کارولو او بدلولو ، د سترو او پېچلو مالیکولونو په جوړولو قادر دي . ژونکه لکه ټول ژوندي موجودات د اوږد مهال د تکامل پايله ده چې د خپل لوړ انتظام لرونکې جوړښت له وجې مشخصېږي . د حجروي جوړښت کشف نېغ په نېغه د مایکروسکوپ د اختراع سره تړاو لري . په 1965 کال هالندي پوه روبرت گوک ساده مایکروسکوپ ته نوی شکل ور کړ او دهغه په مرسته يې د کاک ټوټه مطالعه کړه هغه ددې ټوټې پر مخ ځانگړی جوړښتونه تر سترگو کړل چې وروسته يې د ژونکې په نوم یاد کړل . د ډېرو څېړنو وروسته د م. .

شلېدن (1838) بوتانیک ، او زولوگ ت. شوان (1839) لخوا د ارگانیزم د حجريي جوړښت تیوري ترتیب شوه . د دې تیوري پر بنسټ ټول ژوندي موجودات د ژونکې او د هغه د مشتقاتو څخه جوړشوی . د ا رگانیزم د حجريي جوړښت تیوري څو اړخيز ارزښت لري . ددې تیوري په رڼا کې دهغو اندونه یووالې کوم چې د ژوندیو موجوداتو د منځ ته راتک په اړوند وړاندی شوي وه خپل سموالی تر لاسه کوي اود ژوندیو موجوداتو د مطالعې لپاره د ژونکې په کچه د څېړنو امکان برابروي . د کثیرالحجروی ارگانیزمو د مطالعې په وخت کې باید هېر نکړو چې هره ژونکه د بلې سره په ټینگ ،نیژدې او متقابل ارتباط کې عمل کوي یعنې ارگانیزم د مفرداتو کل دی نه دا چې د ژونکو مجموعه .

د وراثت ساتنې او دهغه دمعلوماتو د لېږد مالیکولي بنسټ

  • پروتینونه
  • DNA او دهغه رول د وراثت په لېږد کې
  • ارثي کود
  • د پروتینو بیوسنتز

د موادو د راکړی ورکړی د انتظام ځانکړتیا د اوبو لېږد نباتي ژونکې ته : 1) Diffusion and Osmosis خپرېدل او ازموس 2) ژونکه لکه ازموتیک سیستم

په نباتي ژونکه کې د موادو لېږد را لېږد :

1) اکتیف او پاسیف لېږد 2) د لېږد را لېږد پړاونه

د نباتي ژونکې جوړښت

ډېره موده داسی انگېرنه وه چې ژونکه د سیتوپلازم یوه کتله ده ، چې د حجري دېوال پواسط احاط او د هستې لرونکې ده . دا انگېرنې د میکروسکوپي مېتود د څېړنو د نوښت څخه د مخه شتون درلود. د نوري ځواکمن میکروسکوپ د لید ځواک 150ـ200 نانومتره ده چې نشي کولای ډېری برخې وښي او د هغو جوړښت را په گوته کړي دا امکانات د برېښنايي میکروسکوپ اختراع برابر کړل. ددې میکروسکوپ لید ځواک د نوري میکروسکوپ پر تله 2-3 برابره لوړ دی چې د0.1-1 نانومتره رسېږي .د برېښنايي میکروسکوپ په مټ وښودل شوه چې ژونکه د یو پېچلي جوړښتیز سازمان په دلودو سره داسی یو سیستم دی چې په ځانگړو غړو وېشل شوې .


د نباتي ژونکې انځور

Plant cell structure

د نباتی حجری اورگانیلونه

  1. حجري دېوال
  2. پلازمالېما
  3. پلازمودیم
  4. Microtubules
  5. هسته
  6. گلد جي اپارات
  7. واکول
  8. میتوکاندریا
  9. کلوروپلاست
  10. اندوپلازمیک ریتکولم


نباتي ژونکه د حجري ديوال او دهغې د محتویاتو څخه جوړه شوې . د ژوند اساسي ځانگړتیا په حجري محتویاتو یعنې پروتوپلاست پورې تړلې ده . یوه بالغه نباتي ژونکه د واکول ( vacuoles) یا تشې لرونکې ده چې په حجري عصاره یا شربت ډکه شوې . پروتوپلاست د هستې ،سیتوپلازم او په هغه کې د نغښتو غړو : پلاستید او میتوکاندریا څخه چې د نوري میکروسکوپ په واسط د لید وړتیا لري جوړشوی . مگر سیتوپلازم د يو پېچلي سیستم په درلودو سره په ځان کې یوشمېر ممبران لرونکې جوړښتونه لکه گولجي اپارات ،اندوپلازماتیک رېتیکولم ،لېزوزوم او غېر ممبران لرونکي جوړښتونه لکه میکروتروبلسونه،ریبوزوم او داسی نور رانغښتي ، دا ټول نومول شوی غړي د سیتوپلارم په ماتریکس یا په اساسي پلازما کې غوټه شوي . ټول دا یاد شوي غړي ځان ته جوړښتونه او اولتراسترکچرونه لري . اولتراسترکچر ـــ په فضا کې د هغو ما لیکولونو د ځای په ځای کېدو موقیعت ته وايي چې نوموړی غړې ورڅخه جوړ شوی . د ډېرو کوچنیو غړو(ریبوزوم) اولتراسترکچر ليدل هم د برېښنايي میکروسکوپ پواسط ممکن نه دي . د علم د تکامل سره سم نور نوي جوړښتونه په سیتوپلازم پېدا کېږي ، زمونږ اوسنې معلومات د ژونکې د جوړښت په اړوند په هېڅ ډول پوره نه دي . د ژونکې او دهغې د ځینو غړو تقریبي اندازې په لاندې ډول اټکل شويدي : ژونکه 10، هسته 5ــ30 ، کلوروپلاست 2ـ 6 ، میتوکاندریا 0،5ــ 5 میکرومترو او ريبوسوم 25 نانومتره اټکل شوي دي . د ژونکې د غړو( organelles ) په supramolecular Structures کې د ضعیفو کېمیايي اړیکو (weak chemical bonds) په نوم جوړښت تر ټولو ستر رول لوبوي . دلته تر ټولو مهم رول هاېدروجني ، وا ن دروالس (van der Waals) او ایوني اړیکي تر سره کوي . ددې اړیکو څخه د رامنځ ته شوې انرژي مهمه ځانگړتیا په دې کې ده چې هغه د مالیکول د حرارتي خوځښت کېنیتکې انرژي په لږه اندازه لوړوي . له همدې وجې ضعیف کېمیایې اړیکې ژر رامنځه ته کېږي او بېرته ژر له منځه ځي . ددې اړیکو د ژوند پاېښت یواځې یوه ثانیه ده . ددي اړیکو په څنگ کې hydrophobic interactions د ستر ارزښت لرونکي دي . دا په دې وجه چې په اوبلن چاپېریال کې هاېدروفوبیک مالیکول یا دهغه یوه برخه داسی ځای نیسي چې ونشي کولای د اوبو سره په تماس شي . په دې حالت کې د اوبو مالیکولونه داسې یو بل سره یوځای کېږي چې غېر قطبي گروپونه سره تمبوی او هغوی سره نژدې نژدې کوي . همدا weak chemical bonds تر ډېرې کچې د داسی ماکرومالیکولونو لکه پروتین او نیوکلیک اسید شکل ټاکي په همدا شان د مالیکولو د متقابل عمل او د subcellular جوړښت د self-assembly او جوړو منجمله د ژونکې د غړو په بنسټ کې قرار لری. سیتوپلازم د خپل پېچلي جوړښت د ساتنې لپاره انرژي ضرورت لري د ترموډېنامیک د دوهم قانون پر بنسټ ټول سیستمونه د ترتیب اوتنظیم د کمښت په لور مېلان کوي یعنی د انتروپيي په لور . Entropyــــ د سیستم بي نظمي ته وېل کيږي. له همدې وجې د مالیکول هر با ترتیبه موقیعت د انرژي یو باندني جریان ته ضرورت لري . د ځانگړو organelles د فیزیالوژیکو دندو تشریح د ژونکو څخه د هغو د بیلولو ( insulation ) د میتود په ودې پورې اړه لري . دا میتود د دیفرنسیال سا نتریفوژ(differential centrifugation) په نامه یادېږي چې د پروتوپلاست د ځانکړو برخو په وېشلو بنا شوی دی. د برېښنايي میکروسکوپي او دیفرنسیال سا نتریفوژ یوځای کارونې ددې امکان برابر کړ څو د ځانگړو organelles د جوړښت او دندو تر منځ اړیکي را وسپړو.

د نباتي ژونکې حجريي دېوال Cell wall of plant cells

په عمومی ډول سره نباتی حجری دیوی مستحکمی او کلکی غشاءْ لرونکی دی چی د غه غشا‌‌‌‌‌ء یا پرده د حجری دداخلی موادو د محافظت او کنترول وظیفه اجرآ کوی .همدارنگه دحجری داخل ته د تلوونکو موادو د تنظیم او هغه محیطی تاثیرات چه دحجری په داخل کی گ‌ډوډی رامینځته کوی مخنیوی کوی.

په حقیقت کی Cell wall دیوی نباتی حجری معین حجم احاطه کوی چه دخاصو کیمیاوی موادولرونکی دی. دنبات حجروی دیوال یوډبل اوکلک دیوال دی چی دڅو قیمته کاربوهایدریتونو(سلولوز )څخه جوړشویدی دا دیوال کوچنی سوری لری چی دهغی څخه اوبه اومنحله مواد دحجری داخل ته تیریږی .دحجروی دیوال سلولوز چه دo5 )n (C6H10 فورمول لرونکی دی دتجزئی څخه ئی گلوکوز جوړیږی.

نباتي ژونکه د یو کلک حجريي د ېوال په لرلو سره ځانگړې شوې ده . حجريي د ېوال د ژونکې شکل ټاکي ، نباتي ژونکو او انساجو ته میخانیکي ټینگوالی او اتکا ورکوې ،د ژونکې دننه د ډېرېدونکي هاېدروستاتیک فشار د تخریب څخه د سیتوپلازماتیک پوښ ساتنه کوي . په هر حال نشو کولای چې دا د ېوال ته یواځې د میخانیکي چوکاټ په سترگه وگورو . نوموړی د ېوال د داسې خواصو لرونکې دی چې کولای شي د حجري دننه د اوبو د فشار په وړاندې مقاومت وکړي اوپه عېن زمان کې د ودې او پراختیا د خاصیت لرونکې دی . هغه د یو انتي انفکشن د ېوال په شان د منرالي موادو په جذب کې برخه اخلي او د یو خاص ایون بدلونکي په څېر دنده سرته رسوي .

داولی دیوال مالیکولی جوړښت په نباتات کی.

داسی معلومات تر لاسه شوی ،چې د حجريي د ېوال د کاربوهایدریدي برخو تعامل د هارمونونو سره دیو لړ فیزیالوزیکو بدلونو د رامنځ ته کېدو سبب گرځي . د ځوانو وده کونکو ژونکو لپاره لمړنی حجریی د ېوال یوه ځانگړتیا ښودل شوې د هغو د زړېدو سره سم دوهم حجريي دېوال رامنځ ته کېږي . لمړنی حجريي دېوال د قاېده سره سم لږه اختصاصي شوې بڼه لري د دوهمي د ېوال په انډول ساده جوړښت او لږ پنډوالی لري . د حجريي د ېوال په جوړښت کې سلولوز ، هیموسلولوز ، پکتیني مواد ، شحمونه او یوه اندازه پروتینونه شامل دي . د حجريي د ېوال اجزاوې د ژونکې د حیاتی فعالیت محصولات شمېرل کېږي . هغوی د سیتوپلازم څخه ترشح کېږي او د پلازمالیم پر مخ بدلون مومي .د لمړنی حجريي د ېوال د موادو ترکیب په لاندی ډول سره ښودل وی:

25سلمه سلولوز ،25سلمه هیموسلولوز ، 35سلمه پېکتیني مواد د 1ــ8 سلمې جوړښتیز پروتینونه . په دوهمي حجریی دېوال کې د سلولوز اندازه ډېره ده اود حجريي د ېوال اسکلیټ له تړل شوو میکرو او ماکروفبریلونه څخه جوړ شوی . سلولوز (С6Н10О5)n د اوږد او غېر شاخ شاخ شوي ذ نځیر په شان جوړښت لري چې له 3ــ10 زره د ډی ــ گلوکوز له بقایاو څخه چې د b-1 ، 4 ــ glycosides په شان نښتي دی جوړشوی . د سلولوز مالیکولونه د micelle سره او هغه بیا له میکروفبریل سره او وروستی بیا له ماکروفبریل سره نښتی دی دا درې واړه د یوې هاېدروجني اړیکې پواسط یوځای شوي . د میسلونو قطر 5نانومتره،د میکروفبریلونو 25ــ30نانومتره او ماکروفبریلونو 0.5 میکرومتره ټاکل شوی دی. د میکروفبریلونو او ماکروفبریلونو جوړښت یو شان نه دی . د ښه کرستال شوو منظمو برخو په څنگ کې غېر کرستالي (امورف ) برخې هم شتون لري .

میکرو او ماکروفبریل سلولوزونه د حجريي غشا په ژلاتیني امورف کتله ـــ ماتریکس کې غوټه شوی دي . ماتریکس له هیموسلولوز ، پېکتیني موادو او پروتین څخه جوړ شوی دی . هیموسلولوز د پنتوزpentose او هکسوز hexose له مشتقاتو څخه شمېرل کېږي . د نوموړو مرکبونو د پولیمیریزشن درجه د سلولوز په انډول لږه ده (150ـ300 مونومېره د b-1,3 او b-1,4 گلوکوزید د اړیکو په شان ) . د هیموسلولوز له جملې څخه تر ټولو زیات اهمیت گلوکان اسید لري چې د لمړني حجريي د ېوال په جوړښت کې شامل دی. گلوکان اسید د ډيـی ــ گلوکوز بقایا او د b-1,4 گلوکوزید رابط لری چې د گلوکوز د شپږم کاربن څخه يي جانبي ذ نجیر راوځی په خاص ډول د ډي ــ کیسلوز له بقایاو څخه . د کیسلوز سره کولای شي د گلکتوز او فوکوز بقایاوې یو ځای شي . هیموسلولوز د سلولوز سره د نښتلو وړتیا لري نو له همدې وجې هغوی د میکروفبریل په شا اوخوا سلولوزي پوښ جوړوي او هغه په یو پېجلي ذ نځیر پورې تړي .


سلولوز

پېکتین

پېکتیني مواد د کاربن هاېدرید له ټیپ څخه پولیمري مرکباتو ته وېل کېږي . دا مرکبات د حجريي غشا د لوړ ې کچې د اوبو ساتنې وړتیا لري . د پېکتینی موادو تر ټولو مهم استازی ramnogalakturonan دی چې د oc-D-galacturonic acidد بقایا پر بنیاد منځ ته راغلې او ځنې وخت د هغو سره رامنوز یو ځای کېږي. رامنوز (С6Н1205) ــ گلوکوز دمشتقات شمېرل کېږي . د رامنوز د شاملېدو له وجې د نوموړي polysaccharide اساسي ذ نځیر ذیگزاکس شکل غوره کوي .ځنې وختونه د رامنوز د کاربن څلورم اتوم د گلاکتوز ځای نیسی. پېکتیني مواد په ډېره کچه د کاربوکسیل د گروپ لرونکي دي چې کولای شي د دوه ولا نسه فلزاتو ایونونه سره یوځای کړي د بېلگې په ډول Са+2 چې د حجريي دېوال د غړو په یو ځای کولو کې مهم رول لوبوي . Са+2 ایون کولای شي د К+ او Н+ ایون سره تعویض شي او په دې شان د کاتیون د تعویض وړتیا تامین کړي.حجريي دېوال تر10سلمې د protein extensions لرونکی دی . دا گلیکوپروتید دی چې تر 30سلمې يي ټوله امینو اسیدي برخه د پروتین په اوکسي پرولین تبدیله شوې . د اوکسي پرولین سره د کاربوهایدرید ذ نځیر چې د ارابینوز د مونو ساکارید له څلور بقایاو څخه جوړ شوی یو ځای کېږي . د D. Lamport د څېړنو پر بنیاد همدا د ارابینوز ذنځیر دی چې د extensin جوړښت ته ثبات وربښي . او په همداشان extensional چې د پولی ساکاریدونو تر منځ د اتصال د یوې کړۍ په شان دنده سر ته رسوي د حجريي دېوال په جوړښت کې شتون لري دا ټول په یو واحد اسکلیت سره یو ځای کوي . ددې په څنگ کې د حجريي دېوال په جوړښت کې ځانگړی کاربوهایدراید چې پروتین او پېکتین سره نښلوي شتون لري ، چې د معاصرو معلوماتو له مخې د ژونکو د متقابل عمل د پېژندنې په تامینولو ، اخستونکوو خواصو (receptor properties ) او له انفکشن څخه د ساتنې په برخه ونډه اخلی . په حجريي دېوال کې یو لړ انزایمونه په خاص ډول hydrolases (گلوکوزید ، گلیکوزید او نور ) ځای په ځای شوي . دا انزاېمونه اړونده اړیکي را خلاصوي او کولای شی حجريي دېوال تر فشار لاندې راولي .

حجريي دېوال د خپل پنډوالي او بڼې د بدلولو وړتیا لري،چې له همدې وجې د هغه دوهم جوړښت رامنځ ته کېږي .د حجريي د ېوال پنډوالی د لمړنی د ېوال پر مخ د نوو پوړونو(قشرونو) په راوتلو تر سره کېږي . په دې معـنی چې دا راوتل د یو کلک پوړ پر مخ رامنځ ته کېږي، سلولوزي فبریلونه(الیاف) په هر پوړ کې په موازي ډول ځای په ځای شوی او په گاونډي پوړ کې یوبل سره په یو زاویه کې موقیعت نیسی .داسی اټکل کېږی چې microtubules د سلولوزي الیافو د لوري دټاکلو دنده په غاړه لري ، چې تر ډېرې کچې دا حالت د دوهمي د ېوال د کلکوالي له وجې رامنخ ته کېږي . په هر اندازه چې د سلولوزي پوړونو تعداد ډېرېږي په هغه اندازه د ېوال پنډوالی زیاتېږي ، هغه خپله الاستیکي او د ودې وړتیا له لاسه ورکوي . په دوهمي حجريي دېوال کې د سلولوز اندازه زیاتېدونکې حالت غوره کوی ځنې وختونه تر 60 سلمې رسېږي . د حجريي دېوال ماتریکس د ژونکې په زړېدو سره د راز راز موادو لکه لیگنین او سوبرین Lignin, suberin پواسط ډکېږي .

Diagram of the plant cell, with the cell wall in green.

لیگنین

Lignin ــ دا هغه پولیمیر دی چې د معطرو الکولو دcondensation پواسط تر لاسه کيږي . د لیگنین منځ ته راتگ د لرگیکېدو د کلکوالي د زیاتېدو او د هغه د اوږدښت د کمېدو سره ملتیا لري. د سوبېرین مونومېرونه عبارت دي له مشبوع او غېر مشبوع oxo fatty acids څخه . په سوبېرین لړلې حجريي دېوالونه (د غشا کاک کېدل) د اوبو او محلولونو د نفوذ په وړاندې خپله وړتیا لږه وي . د حجریي دېوال پر مخ کېدای شي کوتین او شحم را پېدا شي .کوتین له oxo fatty acids او د هغه له مالگو څخه جوړه شوی ماده ده چې له حجريي دېوال څخه د اپیدرميس د ژونکو پر مخ راوزي او د کیوتیکل په جوړولو کې برخه اخلي .د کیوتیکل په جوړښت کې شحم ( wax) چې له سیتوپلازم څخه راوځي شامل دی . د کیوتیکل ماده د اوبو له تبخیر څخه مخنیوی کوي او د نباتي انساجو د اوبو او تودوخې رژیم تنظیموي . څېړنو په حجريي دېوال کې د ټولو پورته یادوشوو مواد متقابل موقیعت او اثر د یو احتمالي مودل په وړاندې کولو سره تثبت کړ. د دې مودل پربنسټ په لمړني حجريي دېوال کې سلولوزي الیاف په بې ترتیب ډول او یا خو اساساً عمود د ژونکې د اوږد محور . د سلولوزي الیافو تر منځ د هیموسلولوز مالیکولونه چې په خپل وار سره د پېکتیني مواد پواسط له پروتینو سره نښتي ځای پر ځای شوي . لدې ځايه کولای شو چې د دې موادو تسلسل په لاندی ډول وړاندې کړو :

سلولوزـــ هیموسلولوزــ پېکتیني مواد ــ پروتین ــ پېکتیني مواد ــ هیموسلولوزــ سلولوز .

سلولوزي الیاف او د حجريي غشا د ماتریکس مواد په خپل منځ کې سره اړیکې لري . د سلولوزي الیافو او هیموسلولوز تر منځ هایدروجني رابط یواځنې غېر کوولا نسي رابط شمېرل کېږي(تر ډېرې کچې ksiloglyukan ) . د کیسلوگلوکان او پېکتیني موادو او همداشان د پېکتیني موادو او پروتینی extensin تر منځ کووالا نسي رابط رامنخ ته کېږی .

1) سلولوزي میکروفبریل 2) هیموسلولوز 3) Ramnogalakturonan 4) پروتینی extensin 5) پېکتیني مواد

د نباتي ژونکې حجريی دېوال د پلاسمودسمونو پواسط د نفوذ وړتیا لري . هغوی په حجري دېوال کې په متساوي یا گروپي ډول موقیعت اختیاروی .پلاسمو د سمونه د نباتاتو د ټولو گروپونو په ژونکو کې پېدا شوي غېر له هغو چې reproductive ژونکې لري . په هر мкм2100د حجريي دېوال کې له 10ــ 30 پورې پلاسمودسمونه اټکل شوي . پلاسمودسم د یو کانال په شان چې 1MKM سور لري د پلازمالیما پواسط ډک شوی . د دې کانال په مرکز کې دسموتروبکا چې د اندوپلازماتیک جال د گاونډ یو ژونکو د ممبران څخه جوړ شوی شتون لري . دسموتروبکا د پروتینو او سیتوپلازم د پوړونو پواسط احاط شوې چې په خپل وار سره د گاونډیو ژونکو دسیتوپلازم سره یوځای کېږي . د پلاسمودسم له برکته ټول سیتوپلازم په یو واحد یعنې symplast کې را نغښتې دی . د حجريي دېوالونو د متقابلو اړیکو سیستم او بین الجروي خلا د apoplast (ازاده فضا ) په نامه یادوي . سیمپلاست او اپوپلاست د ژونکو تر منځ د اوبو او منرالي موادو د لېږد را لېږد مهمه لاره شمېرل کېږي . د اپوپلاست حجم او د پلاسمودسم خوځنده جوړښت (U. V Gamaley) د ترانسپورتي د ندو د انتظام لپاره مناسبه لار شمېرل کېږي . د حجريي دېوال پنډوالی په راز راز نباتاتو کې د یوې لسمې څخه تر 10 мкм پورې متغېر دی . د cortical parenchyma یا د پوټکي د پارنشیما ژونکو تر ډېرې کچې نري مگر د اپیدرمس د اختصاصي ژونکو ، xylem, phloem او نور یو اندازه پنډ دي . د ژونکې د حجريي دېوال اړخونه کېدای شي د پلاسمودسم د شمېر او پنډوالی له مخې یو شان نه وي . د اپیدرمس د ژونکې د حجريي دېوال باندنی اړخ د هغه د دننني (داخلي) اړخ پر تله پنډ او د لږ پلاسمودسم لرونکې دی . د دوو گاونډ یو ژونکو د حجریی دېوال ترمنځ د هغو د تماس په برخه کې د منځنۍ صفحې په نوم صفحه شتون لري چې د هغې په جوړښت کې پېکتیني مواد د کلسیم د pectates ( د پېکتین اسید کلسیمي مالگې ) په شان شامل دي . دا مواد وده کوونکي حجري کلک او سره جوته کوی . د کلسیم په کمښت سره پېکتیني مواد په slime (بلغم) بدلېږي او ددې سره جوخت د انساجو osliznenie او د ژونکو ټوټه کېدل tissue maceration تر سترگو کېږي . د مېوې د پخېد لو په صورت کې د ژونکو تر منځ د منځنۍ صفحې پېکتینی مواد چې ژونکې سره جوته وي ځان ته محلولي بڼه (مایع) نیسي له همدې وجې میوه نرمېږي . د ژونکې د انقسام په وخت کې لمړی د منخنې صفحې پوړ جوړېږی . حجريي دېوال د الاستیکي (بېرته گرځېدونکی) او پلاستېکي (بېرته نه گرځېدونکی) کشش وړتیا لري . الاستېکي کشش په ژونکه کې د اوبو د زیاتېدونکي فشا ر (د تورگر د فشار) له وجې را منخ ته کېږي .د سلولوز ماکروفېبریلونه په خپل منخ کې یو بل سره اړیکی نه لري هغه یواځې د ماتریکس سره نښتي دي .

دغه فبریلونه د فشار له وجې یو د بل څخه جلا کېږی او په دا شان حجريي د ېوال خان نری کوي .

پلاستیکي بېرته نه گرځېدونکی کشش په حقیقت کې د حجريي دېوال وده شمېرل کېږي . د حجريي د ېوال وده د هغه د نرمېدلو سره شروع کېږي . میکروفبریلونه عملاٌ په اوږدوالي کشش نه لري ، ددې لپاره چې د غشا کشش رامنځ ته شې هغوی باید د کشش د محور په شا او خوا وخوځي تر څو یو له بل څخه جلا شي .د میکروفبریلونه خوځښت د یو بل تر څنگ د کشش د ودې د تامین لپاره خورا مهم شمېرل کېږي . هر څومره چې دا خوځېد نه اسانه رامنځ ته شي هغومره د حجريي دېوال پلاستیکي وړتیا ډېرېږي . هایدروجني رابطې د میکروفبریلونو او د کیسلوگلوکان (پېکتیني مواد) تر منځ د خوخښت اسانتیا رامنځ ته کوي . ددغو رابطو ځانگړتیا د هغو په lability یعنې اسان تخریب او تعمیر کې ده چې د انرژي ډېره کارونه په کې نه پکارېږي . وروسته له هغه چې د حجري کشش رامنځ ته شو د نوو جوړو شوو سلولوزي میکروفبریلونو د ماتریکس د موادو تر منځ رابط رامنځ ته کېږي . تېزابیکېدل د ژونکو کشش زیاتوي ، دلته extension. مهم رول تر سره کوي دا څرگنده شوې چې دغه پروتین د حجريي دېوال د کشش مربوط рН کاتالیز کوي . د گلوکاناز glucanase enzymes انزایم چې د کیسلوگلوکان د تجزيې سبب گرځي د حجريي دېوال په نرمولو اغېزه کوی . حجريي دېوالونه غېر فعال او په پوره اندازه استوار دي چې د میخانیکي او دفاعي دندود سره ته رسولو په تامین کې ونډه اخلي . مگر د پاتوجنو د اغېزې په صورت کې هغوی کولای شي په یوه ثانیه کې نوې بڼه غوره کړي . غېر لدې د حجريي دېوال د مواد د تجزيې څخه لاسته راغلی مالیکول د یو سگنال رول لوبوي ، چې نباتی ارگان ته د انفکشن په وړاندې د دفاعي دندو د سرته رسولو معلومات رسوي . څرگنده شوې چې د حجريي دېوال تحریب کېدای شي د هغو الیگوساکاریدو د را ټولېدو سبب وگرځي ،کوم چې د سگنالي مالیکول (فیتو الېکسن ،اتلین اونور) د جوړولود تحریک وړتیا لري او د پاتوجن سره په گډه د ځنو نورو جلا شوو برخو د نورو سیگنالو، ودې او مورفوجنوس سبب گرځي A Tarchevsky ) I. ) .

د نباتي ژونکې سیتوپلازم

سیتوپلازم یو پېچلې څو برخه ایز ، شکل بدلونکی ، دېفرنسیال سیستم دی چې یو لړ ممبران لرونکي او غېر ممبران لرونکي جوړښتونه يي په ځان کې رانغښتي دي . د میتابولیزم ټول اساسي جریانات په سیتوپلازم کې تر سره کېږي . د سنتریفوگېشن په مرسته کولای شو سیتوپلازم په دوه برابرو برخو ووېشو . ټول یو اندازه درانده organelles د رسوب په شان په لاندنۍ برخه کې لیدل کېږي او د سیتوپلازم اساسي ماده hyaloplasm د یوې مایع په شان په پورتنې برخه کې تر سترگو کېږی . هیالوپلازم یا اساسي پلازما هغه برخه ده چې هلته د ژونکې ټول organelle ځای پر ځای شوي دي . د ژونکو ترمنځ د موادو د لېږد را لېږد او همدا شان د یو لړ organelles تر منځ داړیکو ټول بهیر په سیتوپلازم کې دننه او یا دهغه له طریقه تر سره کېږي. دلته ډېر مهم بیوشیمک جریانات تر سره کېږي او یو لړ انزایمونه هم شتون لري .

نباتی ژونکه دیوحجروی دیوال اوداخلی برخی سایتوپلازم پواسطه مشخصه شویده چی پروتوپلازم له سایتوپلازم اوهستی څخه مشتق شویده . چه دا پروتوپلازمی اجزاوی په عمومی ډول سره پروتوپلازم په نوم یادیږی.

سایتوپلازم د پروتوپلازم هغه برخه ده چه د هستی څخه دباندی واقع وی اودحجری دجسم دکتنی وړبرخه تشکیلوی.سایتوپلازم نیمه مایع صاف اوشفاف جسم دی چی غلظت ئی په مختلفو حجروکی مختلف دی .دسایتوپلازم اصطلاح ټوله هغه ژوندی برخه یوی حجری چی دهستی په اطراف کی واقع وی استعمالیږی.داحیاتی ماده دحجروی دیوال پواسطه احاطه شوی ده.اود حجری دضرورت له مخی په مختلفووختونوکی دهغی کیفی حالات تغیرکوی چه داتغیرات دغلظت(Gel)اورقیقوالی(Sol)له امله وی یعنی په غلیظ والی اورقیقوالی کی تغیرراځی.کله چی ژونکه په ابتدائی حالت کی وی نوسایتوپلازم دحجری ټولی خالیگاوی ډکوی.نوخپله حجروی شیره دسایتوپلازم څخه اخلی.په کامله اوبالغه ژونکه کی حجروی شیره یوه لویه خالیگاه (Vacuole)جوړه وی.که چیری سایتوپلازم دمعمولی مایکروسکوپ پواسطه ولیدل شی نو یواندازه پردی ئی پکی لیدل کیږی.همدرانگه هغه کوچنی اجزاوی چه دسایتوپلازم دمایع په محیط کی د تعلیق په حالت کی په نظرراځی په وضاحت سره لیدل کیږی.

دEndoplasmic Reticulumپه نوم جال ماننده ساختمانونه دسایتوپلازم په مینځ کی موجود وی چی یوه خوائی دحجروی غشاء سره اخروی برخه ئی حتی د هستوی غشاء سره ارتباط لری چی دانه داری برخی (Granular)او بی دانی برخی ئی (A granular) ددی جوړښت سره یودبل سره فرق یاتوپیرلری.چی انډوپلازمیک ریتکولم دجوړشوو غذائی موادو دانتقال یوسیستم دی.یعنی داسیستم دغذائی موادو دانتقال وظیفه په غاړه لری.اودحجری دپروتنی موادو په جوړیدوکی عمده رول لری.چه دانی په دانه لرونکی اندوپلازمیک ریتکولم کی وجود لری دریبوزمونویا سفیروزومونو یعنی(Ribosome’s or Spherosomes )په نومونو یادیږی.چی دجسامت له لحاظه دادانی یود بل سره فرق لری. اوامکان لری چی ځینی دهغوی پروتینونه جوړکړی.

ځینی وظیفه نلری اوځینی ئی ددی دانو څخه په سایتوپلازم کی په ازاد شکل قرار لری. د یوی نباتی حجری دسایتوپلازم کیمیاوی جوړښت په لاندی ډول دی.

۱- اوبه 80% ۲- وچ مواد 20 % ۳- پروتین 0,3% ۴- شحم 5% ۵- قندونه ،مالگی، اوداسی نور 2 % یا

۱- اوبه 80- 87 % ۲- پروتین 15 % ۳- شحمیات 13 % ۴- قندونه 1% ۵- معدنی مواد 4 %.

لوی اومغلق مالیکولونه دپروتینو اوشحمیاتو دسایتوپلازم په کیمیاوی جوړښت کی عمده اوحیاتی رول لری. دسایتوپلازم غیری ثابت جوړښت دحرارت 50C` تیزابو لکه الکول اوداسی نورکیمیاوی موادو پواسطه په اسانی سره متضرره کیږی. یعنی محیط ورته تیزابی کیږی اوتودوخه هم ورته زیاته شی نود سایتوپلازم جوړښت چی غیرثابت دی ډیر متضره کیږی په داسی حال کی چی حرارت درجه ورته لوړه شی او محیط روته تیزابی شی.

پروتینونه د امینواسیدومغلق کیمیاوی مرکبات دی اوشحمیات دشحمی تیزابو اوگلسرین د مرکباتو څخه عبارت دی چی داسټرپه گروپ ( Ester Group ) کی شامل دی. شحمیات په اوبوکی غیرمنحل دی اود اوبو جذبوونکی ندی، له همدی کبله شحمیاتو ته Hydrophob وائی.


==Hyaloplasm هیالوپلازم== دا یوه بې سترکچره کتله نه ده . هغه پېچلی دېفرنسیال مگر اسانه بیا رغوو نکی جوړښت لري چې د حیاتي فعالیت داسی جریانات لکه د vesicle او organelle بین الحجريي ترانسپورت ، د انزایمي جریاناتو ځواکمنتوب او دهغو مېشته کېدل دا ټول د هیالوپلازم د حالت سره تړاو لري .

سایتوپلازمی غشا

سایتوپلازمی غشاء یوه نیمه قابل نفوذ پرده ده ( Semi permeable ) چی دشحمیاتو اوپروتینو دطبقو څخه جوړشویدی. دسایتوپلازم محتویات ئی احاطه کړیدی. د غشاء په نباتی حجروکی دحجروی دیوال سره دومره ضخیم اونښتی وی چه په ډیر مشکل سره د تشخیص کیږی. دسایتوپلازمیک غشاء عمده وظیفه حجری ته دضرورت په اساس دداخلیدونکو اوخارجیدونکو موادو تنظیم دی . چی دانتخابی نفوذ (Selected Permeability ) په واسطه داکارصورت نیسی. انتخابی نفوذ په سایتوپلازمی غشاء کی په نورمال حالت کی صورت نیسی.مگرپه غیرنورمال اوغیرمتراقبه حالاتو کی دحجری دداخلی اوضاع اودمحیطی شرائطولاندی اجراء کیږی.

دمثال په ډول که چیری دیونبات پاڼی په گلدان کی په نظرکی ونیسو که گلدان ته اوبه ورکړل شی.

پاڼی تازه او شاداب کیږی په داسی حال کی چه که گلدان ته اوبه ورنکړل شی نود نبات پاڼی مری اورژیږی.

پلاستیدونه

Plant cells with visible chloroplasts.

پلاستيدونه د سايتوپلازم داساسی ساختما نونو له جملی څخه دی چه په خاص ډول دنباتاتو په شنو برخو کی پيدا کيږی.

پلاستيدونه کوچنی بيضوی شکله پروتينی اجسا م دیچه په نباتی ژونکو کی په وضاحت سره ليدل کيږی . پلاستيدونه نورته انعکاس ورکوی ا وشمير ئی زيات دی نوځکه په وضا حت سره ليدل کيږی. دپلاستيدونو مارفولوجيکی مطالعاتو ښودلی ده چه پلاستيدونه کروی اوپياله ډوله اويا بيضوی شکله غليظ جسمونه دی چی د خارجی غشاء پواسطه احاطه شويدی .

دپلاستيدونو طبقه بندی د مختلفو پگمنټونو Pigments په درلودلو سره کيږی . هغه پلاستيدونه چه دپگمنتو لرونکی دی ا و دهغوی رنگونه تعين کوی درنگه پلاستيدونه په نوم ياديږی . په داسی حال کی چه بی رنگه پلاستيدونه هم وجود لری . پاخه اورسيدلی پلاستيدونه د هغوی د اهميت او داداخلی محتوياتو په لحاظ په پينځه ډولونو ويشل شويدی .

کلوروپلاست

داپلاستيدونه په نباتی شنو ژونکو کی ليدل کيږی ، شين رنگ لری ا و ديوی شين رنگه مادی يعنی(Chlorophylls ) لرونکی دی .چی دشنو نباتاتو دژونکو په سايتوپلازم کی پيدا کيږی . دکلوروپلاستونو معمولی قطر 5µ ميکرون دی او دشمير د نقطی له نظره په 1mm2 ساحه کی د ۴۰۰۰۰۰ په اندازه کلوزوپلاستونه وجود لری. د کلوروپلاستونو مهمه وظيفه په نباتاتو کی د انرژی جذب او په کيمياوی انرژی باندی د نوری انرژی بدلون دی . دکلوروفېل ماليکولونه دلمر انرژی د جذب په اثر په حرکت راځی او دانرژی د ذخيره کولو عمليه يانوری عمليه چی دهغی وروسته درڼادترکيب لپاره عمل شروع کيږی . هغه حجرات چه دغذائی موادو دترکيب او جوړيدلو وظيفه لری.

Simplified structure of a chloroplast

نو کلوروپلاستونه دهغوی سره يو ځای وی د کلوروپلاست مقطع ښائی چی د کلوروپلاست جوړښت ډير مغلق دی ا وډير ی غشاوی لری چی هر يو ددی شبکی د Grana په نوم ياديږی د دوو گرانا و غير منظم ساختمانونه Stroma په نوم ياديږی . تجربو ښودلی ده چه کلورفيل سره Carotinoid په گرانا کی موقيعت لری . د کيمياوی جوړښت د نقطی له نظره کلورپلاست د کلورفيل ،پروتين شحميات ،کروتين او د RNA د يوی برخی څخه جوړشويدی. برسيره پر مگنيشيم چه د کلورفيل په سا ختمان کی شامل دی پوتا شيم کلسيم ،مگنيزم ، اوداسی نور هم پکی ليدل کيږی.

د وچ وزن په اساس کلوروپلاست 50 % پروتين ، 35 % شحم او پاتی برخه پگمينتونه دی . د الکترونی مايکروسکوپ څخه په استفادی سره دعالی نباتاتو کلوروپلاست تر مطالعی لاندی نيول شويدی. پرمخ تللی کلوروپلاست د يوی دوه طبقئ غشاء پواسطه احاطه شويدی. چه نيمه قابل نفوذ دی يا په بل عبارت چه نفوذ قابليت ئی انتخابی دی . دهغی په داخل کی بی رنگه پروتين جوړښت د Stroma په نوم موقيعت لری.په سټروما کی برسيره پر ډسک ډوله ساختمانونه چه د Grana په نوم ياديږی نازک جدارونه دنشايستی دانی RNA او DNA انزايمونه او داسی نور هم پيداکيږی .

دکلوروپلاست ساختمان:
1. outer membrane
2. intermembrane space
3. inner membrane (1+2+3: envelope)
4. stroma (aqueous fluid)
5. thylakoid lumen (inside of thylakoid)
6. thylakoid membrane
7. granum (stack of thylakoids)
8. thylakoid (lamella)
9. starch
10. ribosome
11. plastidial DNA
12. plastoglobule (drop of lipids)

ډسک ډوله ساختمانونه چه دوه طبقه ئی نازک جدارونه لری دشحم اوپروتين څخه جوړشويدی. اوکلوروفيل لری . هغه کلورفيل چه پدی ساختمانونوکی واقع وی دلمر رڼا جذبوی او ضيائی ترکيب ته امکانات برابروی .

کروموپلاست : Chromoplast

دکرموپلاسټونه د ضيائی ترکيب توانائی نلری سره اوژيړ رنگونه لری په هغوی کی مهم حياتی مواد چه د Carotinoid څخه عبارت دی ذخيره کيږی کروموپلاسټونه د مارفولوجی له لحاظه دکلوروپلاسټونو سره ورتوالی لری.


مگر دگلانو مختلف رنگونه دکروموپلاسټونو پواسطه تعين کيږی.يعنی کروموپلاسټونه مختلف رنگونه لری. اوهر رنگ چی تياری وکړی نوهمغه رنگ دگل وی.

يعنی د کروموپلاسټونو عمده وظيفه گلانوته رنگونه ورکول دی.

ليکو پلاسټونه يا لوکوپلاسټونه ( Leucoplasts )

دنشايستی د اجزاءو دتجمع په توگه دنبات په هغو برخو کی موجودوی چه شنی نه وی .لوکوپلاستونه په عمومی ډول دځمکی لاندی دريشو او ساقو په ژونکو کی چی په سيوری کی موقيعت لری پيدا کيږی .

لوکوپلاسټونه کرستلونه نلری اودهغوی په عوض دنشايستی دانی خپل ځان کی ذخيره کوی چه له همدی کبله لوکوپلاسټونه د (Amyloplasts ) په نوم ياديږی.

اميلوپلاستونه دنباتاتو په حجروکی ذخيره وی برخو کی لکه کچالوپه ضخيم ريشو اود ځمکی لاندی ساقو کی پيدا کيږی.

پروتينوپلاستونه يا (Proteinoplasts )

پدی نوع پلاسټونو کی معمولآ پروتين ذخيره کيږی .

اليوپلاستونه ( Alioplasts )

داپلاسټيدونه د شحمياتو د زيرمه ځائی په توگه عمل کوی عقيده پردی ده چه پورتنی ذکر شوی پلاستيدونه مشترکه مبدآ لری چه مبدآ د Proplastids په نوم ياديږی. ديو حالت څخه بل حالت ته د پلاستيدنو تبديليدل په تجربو ثابته شويدی او معلومه شويده چه داحالت د ژونکو د وخت په تيريدو سره ديوحالت څخه بل حالت ته تغير کوی. او بيا دوباره رجوع کولی شی .مثلآ رومی بانجان شين رنگ په سوررنگ اوکه کچالو لمرته کيښودل شی دوباره شين رنگ اختياره وی. په لمړنی تغيرکی د رومی بانجانو کلوروپلاسټونه په کروپلاستونو بدليږی . اوپه دوهم حالت کی د کچالو لوکوپلاستونه په کلوروپلاستونو تبديل شوه ځينی وختونه ليدل شويدی چه که چيری نارنج چه نارنجی رنگ لری که ديوکال لپاره په ونه يا بوټی کی پريښودل شی نو دنارنج نارنجی رنگ دوباره شين کيږی . يعنی دوباره خپل اولنی رنگ غوره کوی چه شين رنگ ئی درلوده.په دی معنی چه نارنج کروموپلاستونه دوباره په شين کلوروپلاستونو بدليږ/ی.

پروتينوپلاستونه يا (Proteinoplasts )

پدی نوع پلاسټونو کی معمولآ پروتين ذخيره کيږی .

اليوپلاستونه ( Alioplasts )

داپلاسټيدونه د شحمياتو د زيرمه ځائی په توگه عمل کوی عقيده پردی ده چه پورتنی ذکر شوی پلاستيدونه مشترکه مبدآ لری چه مبدآ د Proplastids په نوم ياديږی. ديو حالت څخه بل حالت ته د پلاستيدنو تبديليدل په تجربو ثابته شويدی او معلومه شويده چه داحالت د ژونکو د وخت په تيريدو سره ديوحالت څخه بل حالت ته تغير کوی. او بيا دوباره رجوع کولی شی .مثلآ رومی بانجان شين رنگ په سوررنگ اوکه کچالو لمرته کيښودل شی دوباره شين رنگ اختياره وی. په لمړنی تغيرکی د رومی بانجانو کلوروپلاسټونه په کروپلاستونو بدليږی . اوپه دوهم حالت کی د کچالو لوکوپلاستونه په کلوروپلاستونو تبديل شوه ځينی وختونه ليدل شويدی چه که چيری نارنج چه نارنجی رنگ لری که ديوکال لپاره په ونه يا بوټی کی پريښودل شی نو دنارنج نارنجی رنگ دوباره شين کيږی . يعنی دوباره خپل اولنی رنگ غوره کوی چه شين رنگ ئی درلوده.په دی معنی چه نارنج کروموپلاستونه دوباره په شين کلوروپلاستونو بدليږ/ی.


مايتو کاندريا (Mitochondria )

په حجروی بیولوژی کی مایتوکاندریا چی مفرد یی mitochondrion تر ځیړنی لاندی نیول کیږی. هغه اورگانیل دی چی د ډیرو غشا گانو پو‍سطه پوښل شوی دی.‌

د مایتوکاندریا تعداد په ژونکو تفاوت لری ،‌اکثرا یوازی یوه ژونکه لری او یو تعداد نوری یی په زرهاوو مایتوکاندریا لری.

دنباتی ژونکو په سايتوپلازم کی د ميلی او تار په شکل ساختمانونه ليدل کيږی.چه طول ئی 0,5 - 7 mm او عرض ئی د 0,5 – 1mm پوری رسيږی . دپروتين، شحمياتو،DNA او RNA څخه مايتو کاندريا جوړه شوی دی د وظيفی له لحاظه مايتوکاندريا دحجری د تنفس د مرکز په نوم ياديږی .

دموادو تبادله اودانرژی ذخيره هم په مايتوکاندريا کی صورت نيسی . په ما يتوکاندريا کی ATP جوړيږی له همدی امله مايتوکاندريا د انرژی د توليدونکی دستگاه په نوم باندی ياديږی. دوروستيو کلونو څيړونو ښودلی ده چه مايتوکاندريا او پلاستيدونه سره اړيکی لری اودپيدايښت مبدائی Proplatsids گڼل شوی دی.

مايتوکاندريا په ۱۹۰۰ ميلادی کال کی په نباتی او حيوانی حجروکی وليدل شوه . مايتوکاندريا د Chondriosome په نوم باندی هم ياديږی .دمايتوکاندريا په کيمياوی ترکيب کی 90 % فاسفوپيدونه وجود لری . مايتوکاندريا دحجری په سايتوپلازم کی پراگنده اود تعليق په شکل ليدل کيږی.

مایتو کاندریا ننی او باندنی غشا لری چی د دوه پوړیزه فاسفولیپدی طبقی او پروټین څخه جوړه شوی ده ، مایتوکاندریا دلانید برخو څخه جوړه شوی ده.

  1. باندنی غشا
  2. منځنی غشا ( د باندنی او ننۍ غشا تر منځ ځای یاو فضا)
  3. ننۍ غشا
  4. د کریسټا فضا ( چی د ننۍ غشا د قات او قات کیدو څخه منځ ته راځی)
  5. متریکس ( د ننۍ غشا داخلی فضا )

د مایتوکاندریا یوه ترټولو مهمه دنده دا ده چی انرژی تولید کړی. انرژی یی معمولا د ATP په شکل سره وی چی د حجری د تنفش په ترځ کی منځ‌ ته راځی.

هسته

گلجی باډی

ماخذونه

  1. http://en.wikipedia.org/wiki/Plant_cell
  2. http://en.wikipedia.org/wiki/Chloroplast
  3. http://en.wikipedia.org/wiki/Cell_membrane
  4. http://en.wikipedia.org/wiki/Cytoplasm