Jump to content

د بنګله دېش خپلواکۍ جګړې پرمهال د جنسي تېريو پېښې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د بنګله دېش خپلواکۍ جګړې پرمهال د جنسي تېريو پېښې
ټوليز مالومات
ځانګړې وېشنيزه
نور اړين مالومات
برخه د

په 1971 کي د بنګله دیش د خپلواکۍ د جګړې په جریان کی د پاکستان د پوځ او د رضاکار نیمه پوځي ځواک غړو د نسل وژنې په سیستماتیکي پیښي کي د 200,000 څخه نيولې تر 400,000 پوري بنګالي مېرمنو عزتونه لوټ او پر هغوی یې جنسي تېرئ وکړ. [۱] [۲] [۳] [۴] په دې جنسي تیري کي د بنګالي هندو میرمنو ترڅنګ د پاکستاني پوځ او د هغوی د متحدینو لخوا پر بنګالي مسلمانو میرمنو باندي هم تېرئ وسو. [۵] [۶] [۷] د ښځینه قربانیانو لوی شمېر غړو د پاکستاني پوځ ددغه کرغېړن عمل په پایله کي ځانوژني ترسره کړې او ځیني یې هم ګاونډي هیواد هندوستان ولاړلې. په یاده پېښه کي پاکستان پلوه ملایانو د پاکستاني پوځ دغه کرغېړن عمل روا وباله او قرباني ښځي یې د "جګړې غنيمت" ونومولې. [۸] [۹] د راپورونو پر بنسټ یو شمېر دغه کسانو او د ګوندونو فعالانو یې د پوځ ترڅنګ د ښځو په جنسي تیري او تښتولو کي هم رول ولوباوه. [۹]

پاکستاني واکمنان په دې باور وه چي د بنګله دېش د خپلواکۍ تر شا د هندوانو لاس دی، نو ځکه یې خپل عمل له هره اړخه سم ګاڼه. د پاکستان پوځ او ددوي ملاتړو ادعاء کول چي بنګالي مسلمانان د هندوانو د دودونو د ساتلو له امله بلکل ددې وړتیا لري، چي یاد ظلم ورسره ترسره سي. [۵] مسلمان پاکستاني نارینه بیا په دې باور وه چي د ملي ناخوالو د حل لپاره د هندو ښځو قرباني اړینه ده او باید چي پاکستانئ پوځ زورزیاتئ ورسره وکړي.

کره شواهد ښیي چي ځینو پاکستان پلوه امامانو او ملایانو د پاکستاني پوځ له خوا د جنسي تیري ملاتړ په بشپړه توګه کړی وو، او داسي فتواوې یې صادري کړي وې چي پر اساس یې بنګالۍ مېرمني د جګړې غنیمت او مینځي بلل کېدلې. [۹] د پاکستانیانو دغه جنسي تیرئ په تاریخي توګه د زرګونو ښځو د امیندوارۍ، ځان وژني، د جنګی ماشومانو د زیږون، سقط، د نوي پیدا سوو ماشومانو د وژني او د قربانیانو د تبعیض سبب وګرځېدی. یاده پېښه په نړیوال تاریخ کي د جګړې پر مهال د جنسي تیري یو له خورا زړه بوږوونکو پیښو څخه ګڼل کیږي. [۱۰] د ۱۹۷۱ کال د ډسمبر په میاشت کي د پاکستاني پوځ له تسلیمېدو وروسته ددوی دغه کرغېړن عمل پای ته ورسېد. [۱۱] [۱۲]

د بنګله دېش د پیښي په جریان کي بنګالي مسلمان ملتپالو پر هندي مسلمانو ښځو باندي هم ډله ایز جنسي تیرئ وکړ، دا ځکه چي هندي مسلمانو ټولنو د پاکستان ملاتړ کاوه. [۹]

په ۲۰۰۹ کال کي (د ۱۹۷۱ کال له پېښي نږدې ۴۰ کاله وروسته) د بنګله دېش د جنګي جرمونو د حقیقت موندنې کمېټې په یوه راپور کې ۱۵۹۷ کسان د جنسي تېري په ګډون په بېلابیلو جنګي جرمونو تورن کړل. د بنګله دېش د جنسي تیري د قربانیانو کیسې په بېلابیلو فلمونو او ادبیاتو کي ویل سوي او په هنر کي ښودل سوي دي.

د 1972 راهیسي د جګړې په جریان کي د جنسي تیري قربانیان د بنګله دېش د حکومت لخوا د بیرنګونا، یا "د جګړې اتلانو" په توګه وپېژندل سول. [۱۳] [۱۴]

سرچينې

[سمول]
  1. Sharlach 2000.
  2. Sajjad 2012.
  3. Ghadbian 2002.
  4. Mookherjee 2012.
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Shirazi, Faegheh (27 September 2009). Velvet Jihad: Muslim Women's Quiet Resistance to Islamic Fundamentalism. University Press of Florida. ISBN 978-0-8130-5910-5. Muslim Bengali women have been raped by Pakistani soldiers to "cleanse" them of their alleged tendencies to uphold their Hindu traditions.
  6. Misra, Amalendu (13 May 2013). Politics of Civil Wars: Conflict, Intervention & Resolution (in انګليسي). Routledge. p. 56. ISBN 978-1-134-14130-2. During the civil war in East Pakistan (Bangladesh, 1971), for instance, an estimated 200,000 Bengali Muslim women were raped by the West Pakistani Urdu-speaking Muslim soldiers. In addition, around 25,000 women were forcibly impregnated in order to crush the demand for a separate homeland for Bengalis.
  7. Bartrop, Paul R.; Jacobs, Steven Leonard, eds. (2014). Modern Genocide: The Definitive Resource and Document Collection. ABC-CLIO. p. 1866. ISBN 978-1-61069-364-6.
  8. Siddiqi 1998.
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ ۹٫۲ ۹٫۳ D'Costa 2011.
  10. Shafqat 2007.
  11. Kabia 2008.
  12. Wheeler 2000.
  13. Invalid <ref> tag; no text was provided for refs named :0
  14. . 2021-11-02. {{cite journal}}: |doi-access= requires |doi= (help); Cite journal requires |journal= (help); Missing or empty |title= (help)