د بنګلدېش د خپلواکۍ جګړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د بنګلدېش د خپلواکۍ جګړه یا د بنګلدېش د ژغورنې جګړه هغه انقلاب او وسله واله جګړه وه چې د بنګلدېش د ملتپال او خودارادیت د خوزښت له را ولاړېدو سره د پاکستان په غرب کې را وپارېدله او د بنګلدېش په آزادې تمامه شوه. دا جګړه هغه وخت پیل شوه چې د جنتا په نامه پاکستاني ملیشې چې په غربي پاکستان کې مېشتې وې د کال ۱۹۷۱ د مارچ په پنځه ویشتمه شپه د پاکستان په غرب کې یې د نور اچوونکو عملیات تر سره کړل او په بنګلدېش کې نسل وژنه پېل شوه.  

د دې تشدد په وړاندې، موکتي بهیني چې یو چريکې خوزښت وه او د بنګالي ملیشیو له ، شبه نظامیانواو له خلکو چوړ شوی و د پاکستان د نظامیانو په مقابل کې حمله تر سره کړه چې یو شمېر ښارونه او ښارګوټي یې آزاد کړل. د جګړې په پیل کې د مونسون ( د بادونو او بارانونو موس) په مهال پاکستاني پوځ خپل ځواک بېرته تر لاسه کړ، خو بنګالي چریکانو د پراخو تخریبونو او د پاکستان د سمندري ځواکونو په وړاندې د جکپاټ د عملیاتو له لارې د حملو ضد حملې ترسره کړې او د بنګلدېش تازه تأسیس شوو هوایي ځواکونو د پاکستان په نظامي قواوو هوایي حملې وکړې. هند د کال ۱۹۷۱  د دسمبر په ۳ له جګړې سره یو ځای شو چې له امله یې پاکستان د هند په شمال کې وارله مخې هوایي  حمله تر سره کړه  له دې وروسته د هند او پاکستان جګړه وه چې په دوو جبهو کې پیل شوه، په شرقی جبهه کې دهند  هوایي برتري را منځ ته شوه او د موکتي باهینی متحدیینو قواوو او هندې نظامیانو د چټک پرمختګ په لړ کې پاکستاني قواوې په ډاکه کې تسلیم شوې  چې دا تسلیمي له دویمې نړیوالې جګړې څخه وروسته د وسله والو پرسونلو خورا لویه تسلیمي بلل کېږي. [۱][۲]

د پاکستان په شرق کې ښاري او کلیوال اوسېدونکې د سختو نظامي عملیاتو او هوایي حملو شاهدان و چې موخه یې د مدني نافرمانۍ ځپل وه چې د کال ۱۹۷۰ د ټاکنو د وقفې په مهال را منځ ته شوې وه. د پاکستان پوځ چې د اسلامپالو  له خوا یې ملاتړ کېده د رضا کار، البدر او الشمس په نامه مذهبي ملیشې جوړې کړې تر څو له دې پوځ سره په خلکو د حملې په مهال مرسته وکړي. د پاکستاني پوځ غړي اوملاتړې ملیشې يې په ټول وژنو، له هېواده شړلو، نسلي جنسي تجاوز، د بنګالي ملتپالو د وژلو په سیتماتیک کمپاین کې چې په هغو کې زده کوونکې، استخباراتي خلک، مذهبې لږکي او وسله وال پرسونل شامل و ښکېل و. پلازمېنه ډاکه د ګڼ شمېر ټول وژنو لکه د د ډاکې د پوهنتون ټول وژنه مرکز و. د بنګالیان او اردو ژبو بیحاریانو تر منځ فرقه تاو تریخوالی هم پراخ شو. د اټکل له مخې، ۱۰ میلیونه بنګالی مهاجر ګاونډي هېواد هند ته وتښتېدل او ۳۰ میلیونه یې د هیواد په داخل کې بې ځایه شول.[۳][۴][۵][۶][۷][۸]

جګړې د جنوبي آسیا سیاسي جغرافیایې لرليد تغیر کړ او بنګلدېش د اوم ډېر نفوس لرونکي هېواد په توګه ظهور وکړ. د پېچلو سمیه ایزو ائتلافونو د شتون له امله، دا جګړه د سړې جګړې د ترینګیلتیاوو یوه مهمه صحنه وه چې امریکا، شوروي اتحاد او د چین د خلکو جمهوریت په کې ښکېل و. د ملګرو ملتونو ډېری غړو هېوادونو په کال ۱۹۷۲ کې بنګلدېش د یوه تسلط لرونکي ملت په توګه په رسمیت وپېژانده.

مخینه[سمول]

د برتانوي هند له وېش څخه دمخه، د لاهور  قرارداد په پیل کې برتانوي هند د شرق او شمال غرب  ایالتونه چې ډېری اوسېدونکي یې مسلمانان و په جلا توګه پېشبینی کول. د یوه خپلواک متحد بنګال په اړوند وړاندیز په کال ۱۹۴۶د لومړي وزیر حسن شهید سهرورله خوا مطرح شو خو د استعماري چارواکو له خوا يې مخالفت وشو. د شرقي پاکستان د ادبي او فرهنګې تجدد ټولنې ( رسانس) د برتانوي هند په شرق کې د یوه حاکم ایالت له جوړېدو دفاع کوله. [۹]

سیاسي خبرې په کال ۱۹۴۷ کې  ددې لامل شوې چې د هند او پاکستان دوه دولتونه د رامنځ ته شي چې د مسلمانانو او هندوانو کورونه به وي په تیره له هغه وخت وروسته چې برتانیا ووځي. د پاکستان قلمرو له جغرافیایي او کلتوري اړخه له دوه  شرق او غرب برخو جوړ شوی و چې منځ کې هند پروت و. [۱۰][۱۱]

غربي زون په عامه اصطلاح او په رسمې اصطلاح غربي پاکستان یادېده او غربي زون ( اوسنی بنګلدېش) په پیل کې د شرقي بنګال اووروسته د شرقي پاکستان په نامه یادېده. که څه د دواړو زونونو د وګړو شمېر  نژدې مساوي وه خو سیاسي قدرت په غربي پاکستان کې متمرکز و او دا فکر کېده چې شرقي پاکستان له اقتصادي اړخه استثمارېږي چې د ډېرو غصو لامل کېده. د دواړو بې پاېښته ملکونو اداره هم یوه ننګونه وه.  [۱۲]

د کال ۱۹۷۱ د مارچ په ۲۵، له هغه وروسته چې په شرقي پاکستان کې ټاکنې عوامي لیګ ووړې د حاکم غربي پاکستان  د تشکیلاتو له خوا له پامه وغورځول شوې او  د پاکستان په شرق کې د سیاسي نارضایتۍ او فرهنګې نشنلزم لامل  شوې او ترڅنګ یې د شرقي پاکستان  د غربي پاکستان له لورې وحشي او ځپونکې حملې ولېدلې چې دا عملیات د نور اچوونکو عملیاتو په نامه ونومول شول.  د پاکستانې پوځ سخت تشدد د دې لامل شو چې د عوامي لیګ مشر شیخ مجیب الرحمن  د کال ۱۹۷۱ د مارچ په ۲۶ د شرقي پاکستان خپلواکې د بنګلدېش د دولت په نامه اعلان کړي. ډېریو بنګالیانو له دې حرکت څخه ملاتړ وکړخو اسلامپالو او بیحاریانو یې مخالفت وکړ او په ځای یې د پاکستان خوا ونیوه. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

پاکستانې ولسمشر اغا محمد یحی خان پاکستاني نظامیانو ته امر وکړ چې د پاکستاني دولت واک بیرته اعاده کړې چې همدا د کورنۍ جګړې پیل و. دا جګړه شوه چې د پام وړ شمېر مهاجرین ( چې په هغه وخت کې ۱۰ میلیونه اټکل شوي و) د هند شرقي ولایتونوته وتښتي. له بشري او اقتصادي بحران سره مخامخ هند د بنګلدېش د مقاومت پوځ موکتي بهینې سره په فعاله توګه مرسته وکړه.  [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

د ژبې په  سر جنجال[سمول]

په کال ۱۹۴۸ کې ګونر جنرال محمد علي جناح اعلان وکړ چې یواځې او یواځې اردو به د پاکستان فدرالي ژبه وي. خو له تاریخي اړخه اردو ژبه په شمالي، مرکزي او شرقي شبه قاره کې غالبه وه، په شرقي بنګال کې مورنۍ ژبه بنګالي وه چې د هندي اروپايي ژبو له  دوو څانګو څخه یوه ډېره شرقي بلل شوې ژبه وه. د بنګالي ژبه د پاکستان ۵۶  سنله وګړو ژبه وه . د دولت  موقف په پراخه ډول دا و چې د شرقي خوا کلتور وځپي. د شرقي بنګال خلکو غوښتل چې دهغوی ژبه د اردو او انګلیسي ژبې په څېر موقف بیداکړي د ژبې خوزښت په کال ۱۹۴۸ کې پیل شو، او مدني ټولنې له پیسو او مهرونو څخه بنګالي خط لرې کړي چې د برتانیا د راج له وخت څخه رایج و. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

دا خوزښت په کال ۱۹۵۲ کې خپل اوج ته ورسېد کله چې د همدې کال د فبرورۍ په ۲۱ پولیسو په همدې اړوند معترضو زده کوونکواو خلکو ډزې وکړې چې د څو تنو د مړېنې لامل شو. دط ورځې ته اوس هم د ژبې د ورځې په نامه درناوی کېږي او په دې مړوشوو خلکو د یاد په پار دا ورځ په کال ۱۹۹۹ کې د مورنۍ ژبې نړیوالې ورځې په نامه ونومول شوه.  [۲۶]

نابرابرۍ[سمول]

که څه هم شرقي پاکستان ډېر نفوس درلودل خو غربې پاکستان دا وېشل شوی هیواد له سیاسی اړخه  تر تسلط لاندې راووست او له عادې بودجې یې ډېرې پیسې لاس ته راوړې.

شرقي پاکستان لا له پخوا له اقتصادي اړخه د پاکستان د پیدا کېدو په مهال یوه محرومه سیمه وه او دا اقتصادې نا برابرې د پاکستان تر حاکمیت لاندې لا ډېره شوه. هغه عوامل چې د دې نابرابرۍ لامل دي یوازې په پرمختیايې پالیسیو کې دولتې مشورتي تبعیض نه دی بلکې په غرب کې پلازمېنه اود مهاجرو  کاروبارې خلکو شتون د حکومت له لورې سترو تخصیصاتولامل شوی دی. [۲۷][۲۸]

سرچينې[سمول]

  1. Jamal, Ahmed (5–17 October 2008). "Mukti Bahini and the liberation war of Bangladesh: A review of conflicting views" (PDF). Asian Affairs. 30. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۳ جنوري ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ اپرېل ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |archiveurl= و |archive-url= تكرر أكثر من مرة (مساعدة); الوسيط |archivedate= و |archive-date= تكرر أكثر من مرة (مساعدة)
  2. Srinivasaraju, Sugata (2021-12-21). "The Bangladeshi liberation has lessons for India today". The Times of India. مؤرشف من الأصل في ۲۲ ډيسمبر ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ ډيسمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Schneider, B.; Post, J.; Kindt, M. (2009). The World's Most Threatening Terrorist Networks and Criminal Gangs (په انګلیسي ژبه کي). Springer. د کتاب پاڼې 57. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780230623293. مؤرشف من الأصل في ۰۷ فبروري ۲۰۲۳. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ مارچ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Kalia, Ravi (2012). Pakistan: From the Rhetoric of Democracy to the Rise of Militancy (په انګلیسي ژبه کي). Routledge. د کتاب پاڼې 168. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781136516412. مؤرشف من الأصل في ۰۷ فبروري ۲۰۲۳. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ مارچ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Pg 600. Schmid, Alex, ed. (2011). The Routledge Handbook of Terrorism Research. Routledge. کينډۍ:ISBN.
  6. Pg. 240 Tomsen, Peter (2011). The Wars of Afghanistan: Messianic Terrorism, Tribal Conflicts, and the Failures of Great Powers. Public Affairs. کينډۍ:ISBN.
  7. Roy, Kaushik; Gates, Professor Scott (2014). Unconventional Warfare in South Asia: Shadow Warriors and Counterinsurgency (په انګلیسي ژبه کي). Ashgate Publishing, Ltd. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781472405791. مؤرشف من الأصل في ۰۷ فبروري ۲۰۲۳. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ اگسټ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Totten, Samuel; Bartrop, Paul Robert (2008). Dictionary of Genocide: A-L (په انګلیسي ژبه کي). ABC-CLIO. د کتاب پاڼې 34. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780313346422. مؤرشف من الأصل في ۱۱ جنوري ۲۰۲۳. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ نومبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. (په 8 June 1947 باندې). India Partition with Present Many Problems. Sarasota Herald-Tribune.
  10. (په 2 June 1947 باندې). Britain Proposes Indian Partition. The Leader-Post.
  11. (په 8 June 1947 باندې). India Partition with Present Many Problems. Sarasota Herald-Tribune.
  12. (په 14 June 1947 باندې). Problems of Partition. The Sydney Morning Herald.
  13. Bose 2005, p. 4465
  14. (په 29 September 2013 باندې). Nixon and Kissinger's Forgotten Shame. The New York Times.
  15. (په 27 March 1971 باندې). Civil War Rocks East Pakistan. Daytona Beach Morning Journal.
  16. Bose 2005, p. 4463
  17. (په 27 March 1971 باندې). Civil War Rocks East Pakistan. Daytona Beach Morning Journal.
  18. (په 20 June 2016 باندې). World Refugee Day: Five human influxes that have shaped India. The Indian Express.
  19. "The World: India and Pakistan: Over the Edge". Time. 13 December 1971. ISSN 0040-781X. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۳ مې ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ جون ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Crisis in South Asia – A report by Senator Edward Kennedy to the Subcommittee investigating the Problem of Refugees and Their Settlement, Submitted to U.S. Senate Judiciary Committee, 1 November 1971, U.S. Govt. Press.pp6-7
  21. کينډۍ:Cite Banglapedia
  22. Hornberger, Nancy H.; McKay, Sandra Lee (2010). Sociolinguistics and Language Education (په انګلیسي ژبه کي). Multilingual Matters. د کتاب پاڼې 158. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781847694010. مؤرشف من الأصل في ۰۷ فبروري ۲۰۲۳. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ نومبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "SOAS Language Centre – Bengali Language Courses". soas.ac.uk. مؤرشف من الأصل في ۲۱ مارچ ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ ډيسمبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. (په 20 February 2021 باندې). Language Movement paved way for independence: Hasina.
  25. (په 15 December 2018 باندې). From Dhaka to fall of Dhaka.
  26. "International Mother Language Day". United Nations. مؤرشف من الأصل في ۱۷ مې ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ فبروري ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. van Schendel 2009, p. 136
  28. "Library of Congress studies". Memory.loc.gov. 1 July 1947. مؤرشف من الأصل في ۰۵ جولای ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ جون ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)