د بشري حقونو کمپاین

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د بشري حقونو د کمپاین (Human Rights Campaign یا HRC) په نامه سازمان په متحده ایالاتو کې د همجنسګرایانو د خوځښت لوی ملاتړی او د هغو لپاره لابي کوونکی بنسټ دی. دغه سازمان چې مقر یې په واشنګټن ډي سي کې دی د همجنسګرایانو په ملاتړ او په ځانګړې توګه د همجنسګرایانو په واده او د هغوی لپاره د نورو حقونو په پراختیا، د تبعیض او کرکې ضد قوانینو او له اېډز ناروغۍ څخه د مخنیوي کوونکو هڅو په ملاتړ تمرکز لري. دغه سازمان ګڼ شمېر قانوني ابتکارات او همدارنګه له همجنسګرایانو څخه د ملاتړ په موخه منابع لري. [۱]

جوړښت[سمول]

HRC یوه چترۍ ډوله ډله ده چې له دوو جلا غیر انتفاعي سازمانونو او د سیاسي اقداماتو له یو کمېټې څخه جوړه شويده: د HRC بنسټ ، یا 501(c)(3) بنسټ چې د څېړونو، ملاتړ او په روزنې تمرکز لري؛ د بشري حقونو کمپاین، یا 501(c)(4) بنسټ چې د نارینه او ښځینه همجنسګرایانو، دوه جنسه وو، ترانسجنډرانو او دګرباشانو (LGBTQ) له حقونو دفاع کوي او په کانګرس، دولتي او ایالتي دفترونو کې د همجنسګرایانو د پلوي کوونکو لايحو څخه په ملاتړ تمرکز لري، همدارنګه د هغو د غړو ترمنځ د وګړیزو اقداماتو د بسیج کولو هڅه کوي؛ د HRC د سیاسي اقداماتو کمېټه، هغه مخکښه کمېټه چې له سیاسي نوماندانو ملاتړ او یا هم له هغوي سره مخالفت کوي. [۲][۳][۴]

مشري[سمول]

د بشري حقونو د کمپین په نامه ډلې په مشرتابه کې د هغوي موقت مشر جوني مډیسون شامل دی. د HRC د چارو ملاتړ د دریو پلاوو له خوا کېږي: مدیره پلاوی چې پر سازمان واکمن جوړښت دی. د HRC بنسټ پلاوی چې د دغه بنسټ مالي چارې مدیریت کوي او په سازمان باندې حاکم رسمي سیاستونه ټاکي او همدارنګه د احکامو شورا چې په ټول هېواد کې د سازمان سیمه ئیز مدیریت چاري پر غاړه لري. [۵][۶]

تاریخچه[سمول]

سټیو انډین چې په ۱۹۷۸ زکال کې تاسیس شوي Gay Rights National Lobby  په نامه بنسټ سره یې کار کاوه چې په ۱۹۸۰ زکال کې یې د HRC Academy بنسټ د سیاسي اقداماتو کمېټه تاسیس کړه. دغه دوه بنسټونه بالاخره له یو بل سره مدغم شول. په ۱۹۸۳ زکال کې ویک باسیل چې هغه مهال په واشنګټن کې د همجنسګرایانو د حقونو په برخه کې له مخکښو فعالینو څخه و د هغو د اجرایوي مدیر په توګه وټاکل شو. د ۱۹۸۶ زکال په اکټوبر میاشت کې د HRC بنسټ د یو غیر انتفاعي سازمان په توګه رامنځته شو. [۷][۸][۹]

د ۱۹۸۹ زکال په جنوري میاشت کې باسیل له دغه سازمان څخه خپل وتل اعلان کړل او HRC د سیاسي اقداماتو د کمېټې په توګه بیا ځلي خپل کار مدیریت کړ څو د لابي کولو، څېړنو، روزنې او رسنیزې اطلاع رسونې په برخه کې خپلې چارې پراخې کړي. HRC د نوې اساسنامې د جوړولو پرېکړه وکړه او څرګنده یې کړه چې دغه اساسنامه «د همجنسګرایانو د ټولنې د ټولنیزې هوساینې د ودې په موخه په فدرال، ایالتي او سیمه ئیزه کچه کې د قوانینو د جوړولو او پر سیاستونو باندې د اغېز په موخه» جوړوي. د هاروارډ د قانون د کالج فارغ، د بوسټون د نارینه او ښځینه همجسنګرایانو د اتحادیې بنسټ اېښودونکی او په نوي انګلينډ کې د HRC د کمېټې له بنسټ اېښودونکو څخه ټیم مک فیلي د نوي اجرایوي مدیر په توګه وټاکل شو. له دغه مهال وروسته د دغه ډلې د ټولو غړو شمېر نږدې ۲۵ زره تنو ته رسېد. [۱۰][۱۱]

په ۱۹۹۲ زکال د لومړي ځل لپاره HRC ولسمشرۍ ته د بېل کلینټون له نوماند کېدو ملاتړ وکړ. د ۱۹۹۳ زکال په مارچ میاشت کې HRC د ملي راوتو د ورځې (National Coming Out Day) تر نامه لاندې نوې پروژه پیل کړه. د ۱۹۹۵ زکال له جنوري میاشتې څخه د ۲۰۰۴ زکال تر جنوري میاشتې پورې الیزابت برچ د HRC د اجرایوي مشرې په توګه خدمت وکړ. د هغې تر رهبرۍ لاندې د دغه بنسټ د غړو شمېر څلور چنده شو او ۵۰۰ زره وګړو ته ورسېد. [۱۲]

په ۱۹۹۵ زکال کې دغه سازمان د «صندوق یا فنډ» نوم له ځانه لرې کړ او د بشري حقونو پر کمپاین واوښت. همدغه کال بیاځلي تنظیم کېدل بشپړ شول. د HRC فونډېشن د کار ځای او کورنیو د پروژو په څېر نوې پروژې په خپل کاري پروګرام کې زیاتې کړې؛ په داسې حال کې چې خپله HRC خپل څېړنیز، ارتباطي، د بازارموندنې/عمومي روابطو فعالیتونه پراخ کړل. دغه سازمان همدارنګه نوې لوګو، چې په یو آبي چهارکونجه مربع کې د مساوي ژېړ رنګې علامه وه؛ نندارې ته وړاندې کړه. [۱۳]

په واشنګټن کې د زريزې د مارش د فعاليتونو د يوې برخې په توګه، د HRC فونډېشن د ۲۰۰۰ زکال د اپرېل په ۲۹ مه د واشنګټن ډي سي په RFK سټوډیوم کې د مالي مرستو د راغونډولو په موخه یو کانسرت سپانسر کړ. د "Equality Rocks" په نامه دغه کنسرت چې له کرکې څخه سرچینه اخیستونکو جنایاتو ته د پای ورکوونکي کنسرت په توګه ویادول شو، د کرکې د جنایاتو د قربانیانو او د هغو د کورنیو لکه د متیو شپیرد د والدینو دنیس او جودي شپرد څخه چې مخکښ ویناوال و ستاینه یې وکړه. په دغه مورد کې ملیسا آتریج، ګارث بروکس، پټ شاپ بوایز، کې. ډي. لنګ، ناتان لین، روفس وین رایټ، الیبیټا روډریګوئز او چاکا کان شامل و.[۱۴][۱۵]

د الیزابت برچ ځای ناستي شریل ژاک د ۲۰۰۴ زکال په نومبر میاشت کې له ۱۱ میاشتې اجرایوي مدیریت وروسته استعفا ورکړه. ژاک وویل چې هغه د «مدیریت په فلسفه کې د توپیر» له امله استعفا ورکړې ده. [۱۶]

د ۲۰۰۵ زکال په مارچ میاشت کې HRC د عمومي مشر په توګه د جوسولمونز ټاکل اعلان کړل. هغه د ۲۰۱۲ زکال تر مۍ میاشتې پورې هغه مهال یې چې د بارک اوباما د ولسمشریزو ټاکنو د ټاکنیز کمپاین مرستیال مشري پیل کړه په دغه ځایګي کې خدمت وکړ. [۱۷]

HRC د همجنسګرایانو څخه د روحانیونو د ملاتړ په موخه په ۲۰۰۵ زکال کې د دین او ایمان تر نامه لاندې پروژه پیل کړه او د DC Clergy United for Marriage Equality  له جوړېدو سره یې مرسته وکړه چې د کولمبیا په سیمه کې یې د همجنسګرایانو د واده په قانوني کولو کې ونډه لرله. د ۲۰۱۰ زکال د مارچ په ۱۰ مه نېټه د کولمبیا سیمې لومړنۍ په رسمیت پېژندل شوی د همجنسګرایانو واده د بشري حقونو د کمپاین په عمومي مرکز کې ترسره شو. [۱۸][۱۹]

د ۲۰۰۷ زکال د اګست په ۹ مه نېټه HRC او لوګو تلویزیون د ۲۰۰۸ زکال په ولسمشریزو ټاکنو کې د دیموکراتو نوماندانو د بحث کوربه توب وکړ چې په ځانګړې توګه د همجنسګرایانو مسایلو ته ځانګړی شوی و. [۲۰]

په ۲۰۱۰ زکال کې HRC متحده ایالاتو ته په ایډز د ناروغو کسانو د سفر او کډوالۍ د ممنوعیت د لغو کولو په موخه لابي ګري وکړه. [۲۱][۲۲]

د ۲۰۱۱ زکال په سپټمبر میاشت کې اعلان و شو چې سولمونیز په ۲۰۱۲ زکال کې د خپل کاري قرارداد له پای ته رسېدو وروسته د دغه بنسټ له ریاست پر شاه کېږي. د دغو لومړیو انګېرنو سربېره چې د اتلانتا ښار د شورا پخوانۍ رئیسه کټي وولارډ به دغه ځایګي ته وټاکل شي، خو د ۲۰۱۲ زکال د مارچ تر ۲ مې نېټې پورې تر هغه مهاله چې د مساوي حقونو لپاره د امریکايي بنسټ بنسټګر چاد ګریفن د هغه ځای ونیو؛ د بل ځای ناستي خبره وه نه شوه. ګریفن د ۲۰۱۲ زکال د جون په ۱۱ مه نېټه په کار پیل وکړ.  [۲۳][۲۴]

په ۲۰۱۲ زکال کې HRC وویل چې ۲۰ میلیون ډالر یې په ټاکنو کې د بارک اوباما د بیاځلي بریالي کېدو او د همجنسګرایانو د ودونو د مخکې وړو په موخه راغونډ کړي دي. د اوباما په بیاځلي ټاکنیزو مبارزاتو کې د لګښت سربېره HRC په واشنګټن، مین، مریلینډ او مینيسوتا کې د واده اړوند رایو ورکولو د اقداماتو په موخه په ویسکانسین کې د دیموکرات سناتور تامي بالدوین په ټاکلو ولګولې. [۲۵][۲۶]

د کلنیو مالي مرستو راغونډول[سمول]

له ۱۹۹۷ زکال راهیسې، HRC هر کال د یوې ملي ماښامنۍ کوربه توب کوي چې د دغه سازمان د کلنۍ مرستې د مهم راغونډونکي په توګه عمل کوي. په ۲۰۰۹ زکال کې ولسمشر بارک اوباما د HRC په دیارلسم ملي ماښام کې وینا وکړه. ولسمشر اوباما په خپله وینا کې د «مه پوښته، مه وایه» قانون او د واده څخه د دفاع قانون (DOMA) د لغو کولو او همدارنګه یې په کاري ډګر کې د تبعیض څخه د مخنیوي د قانون (ENDA) د تصویب اړوند په خپلې ژمنې ټینګار وکړ. نوموړي په ۲۰۱۱ زکال کې هم مهمه وینا وکړه؛ د DOMA د لغو کولو او د ENDA د تصویب اړوند خپله ژمنه یې تکرار کړه او د همجنسګرایانو ځوانانو له قلدرۍ سره یې د مبارزې وویل. د نورو دغو ماښامانیو په مخکښو ویناوالو کې بېل کلینټون، ریچارډ جفارت، جان لوئیس، روزي اودانل، نانسي پلوسي، ټیمګان، سوز اورمان، سالي فیلډ، کوري بوکر، ټامي بالډوین او بټي ډي جنرس شاملېږي.[۲۷][۲۸]

سرچينې[سمول]

  1. (په August 10, 2007 باندې). Democratic hopefuls pressed on gay issues at forum. CNN.
  2. "HUMAN RIGHTS CAMPAIGN FOUNDATION". ProPublica. 9 May 2013. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ سپټمبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Human Rights Campaign". OpenSecrets. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. (په January 3, 2012 باندې). Human Rights Campaign creates super-PAC.
  5. "HRC Staff". hrc.org. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "The HRC Story: Boards". hrc.org. Human Rights Campaign. د اصلي آرشيف څخه پر November 14, 2015 باندې. د لاسرسي‌نېټه August 24, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. (په August 6, 1993 باندې). Stephen R. Endean, 44, Founder Of Largest Gay Political Group.
  8. "About HRC". Human Rights Campaign. د لاسرسي‌نېټه April 29, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Haggerty, George; Zimmerman, Bonnie (2003). Encyclopedia of Lesbian and Gay Histories and Cultures. Garland Science. د کتاب پاڼې 710. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781135578718. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "The Human Rights Campaign (HRC)". GLBTQ. د اصلي آرشيف څخه پر February 13, 2012 باندې. د لاسرسي‌نېټه April 27, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Bailey, Mark (2000). "Human Rights Campaign." Gay Histories and Cultures. New York: Garland. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۳ فبروري ۲۰۱۲ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Althafer, Emily. "Leading gay rights advocate to speak at UF". University of Florida News: source: Adelisse Fontanet, xxx-1665 ext. 326. د اصلي آرشيف څخه پر September 16, 2006 باندې. د لاسرسي‌نېټه February 22, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "The HRC Story: About Our Logo". Human Rights Campaign. د اصلي آرشيف څخه پر November 12, 2015 باندې. د لاسرسي‌نېټه February 22, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "More Artists Added to Equality Rocks: Michael Feinstein, Chaka Khan, Kathy Najimy and Rufus Wainwright Join Garth Brooks, Ellen DeGeneres, Melissa Etheridge, Anne Heche, Kristen Johnston, kd lang, Nathan Lane and Pet Shop Boys To Benefit the Human Rights Campaign Foundation". nyrock.com World Beat. د اصلي آرشيف څخه پر November 15, 2012 باندې. د لاسرسي‌نېټه February 22, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Resources: Hate Crimes Timeline". Human Rights Campaign. د لاسرسي‌نېټه February 22, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. (په December 1, 2004 باندې). Gay Advocacy Group Says Its President Is Resigning.
  17. (په March 9, 2005 باندې). Joe Solmonese Named Human Rights Campaign President: Leader with Unmatched Record to Embark on Heartland Tour during First Week on Job.
  18. (په December 18, 2009 باندې). Fenty to sign same-sex marriage bill at church in NW D.C.
  19. (په March 10, 2010 باندې). First gay marriages in District performed.
  20. ABC News. "Dems Court the Gay Vote". ABC News. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "After 22 Years, HIV Travel and Immigration Ban Lifted". Human Rights Campaign. د لاسرسي‌نېټه February 22, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "HRC: After 22 years, HIV travel and immigration ban lifted - Steve Rothaus' Gay South Florida". typepad.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Chris Geidner (August 27, 2011). "HRC's Solmonese to Step Down, Sources Say No Replacement Has Been Selected". Metro Weekly. د اصلي آرشيف څخه پر February 29, 2012 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Andrew Harmon (March 2, 2012). "Chad Griffin Named President of HRC". The Advocate. د اصلي آرشيف څخه پر March 4, 2012 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. (په November 8, 2012 باندې). Gay rights advocates welcome Election Day results for a change.
  26. "HRC 2012: Unprecedented Mobilization for Equality". د اصلي آرشيف څخه پر February 2, 2013 باندې. د لاسرسي‌نېټه March 8, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "About the Dinner: Previous Dinners". hrcnationaldinner.org. د اصلي آرشيف څخه پر August 10, 2020 باندې. د لاسرسي‌نېټه February 22, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. (په October 10, 2009 باندې). Obama HRC Speech: "I Will End Don't Ask, Don't Tell," Says President Obama. The Huffington Post.