د براعظمونو تر منځ لومړنۍ د رېل پټلۍ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د براعظمونو تر منځ لومړنۍ د رېل پټلۍ
لويه وچهشمالي امريکا
هېوادد امریکا متحده ایالات
کوارډينېټي موقعيت۳۹°۱۹′۳″N ۱۲۰°۲۱′۳۰″W
خاوندد متحده ایالاتو فدرالي حکومت
OperatorCentral Pacific Railroad
Date of official opening۱ی جنوري ۱۸۶۹
Track gauge1435 mm track gauge
Map

د لویو وچو تر منځ د شمالي امریکا لومړنۍ د رېل پټلۍ (چې په لومړیو کې د پاسافیک/ارام سمندر د لارې او وروسته د «د ځمکنۍ لارې» په نوم پېژندل کېده) یوه د رېل پټلۍ وه چې د ۱۸۶۳ او ۱۸۶۹ کلونو تر منځ له ۱۹۱۱ مایل (۳۰۷۵ کیلو متر) اوږدوالي سره جوړه شوه او د متحده ایالاتو د رېل پټلۍ شبکه يې د کانسېل بلف په ښار کې د سانفرانسیسکو پر خليج په اوکلانډ لانګ ورف کې د ارام سمندر له سمندغاړې سره ونښلوله. د رېل دا کرښه د درېیو خصوصي شرکتونو له‌خوا د متحده ایالاتو د ځمکو د وېش د پراخې مرستې د وړاندې‌کوونې پر بنسټ پر عمومي ځمکو جوړه شوه. د ساختمان مالي مرسته د دواړو ایالت او متحده ایالاتو د دولت د اسهامو له بسپنې او د مطرح کمپنۍ د ګروي اسهامو له طریقه وشوه. د وېسټرن پاسافیک درېل پټلۍ جوړونې شرکت په الامېډا/اوکلنډ کې ۱۳۲ مایله (۲۱۲ کیلو متر) پټلۍ د لارې له لويديځ پای څخه د کلفورېنیا تر ساکرامنټو پورې جوړه کړه. د کلفورېنیا د مرکزي پاسافیک د رېل جوړونې کمپنۍ (CPRR) د اوټا په خاوره کې ۶۹۰ مایله (۱۱۱۰ کیلو متر) پټلۍ په ختيځ کې له ساکرامانتو څخه تر پرمونتوري سامېت پورې جوړه کړه. د متحد پاسافیک د رېل پټلۍ جوړونې کمپنۍ (UPRR) ۱۰۸۵ مایله (۱۷۴۶ کیلو متر) د رېل پټلۍ له ختيځ پای ټکي څخه د میسوري سیند د نبراسکا د بلف کونسېل او اوماها څخه د لویدیځ پر لور تر پورمونټوري سامېت پورې جوړه کړه.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]

د ساکرامنتو او اوماها تر منځ د پټلۍ لار د ۱۸۶۹ کال د مې په ۱۰مه هغه مهال د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه، کله چې د CPRR رییس لېلانډ سټنفورډ په پرومونتوري يوتا کې په تشریفاتي توګه له وروستي وږي سره چې وروسته د زرین وږي په نوم ونومول شو (Golden Spike) د سپينو زرو له څټک سره وواهه. په راتلونکو شپږو میاشتو کې سانفرانسیسکو ته د ساکرامنټو وروستی پړاو بشپړ شو. په پایله کې له سمندر غاړې – څخه – سمندرغاړې ته د پټلۍ اړيکې د سیمې او لوديځې امريکا په اقتصاد کې د بنسټېزو بدلونو لامل شوې. دې چارې لویديځ قلمرونو/خاورې د شمالې ټولنې له ایالتونو سره هم‌غږې کړې او له یوې سمند غاړې څخه يې بلې ته د مسافرانو او توکو لېږد رالېږد ډېر چټک، خوندي او له لږ لګښت سره کړ.[۹][۱۰]

د لویو وچو تر منځ پټلۍ لومړني مسافران د ۱۸۶۹ کال د سېپټمبر په ۶مه  د پاسافیک پټلۍ اصلي لویديځ پای کې الامېډ ترمینال ته ورسېدل. او له هغه ځایه د الامېډا د بخار بېړۍ په واسطه له خلیج څخه سانفرانسیسکو ته ولېږدول شول. د پټلۍ پای دوه میاشتې وروسته د اوکلنډ لانګ وارف ته نږدې یو مایل د شمال لور ته ولېږدول شو، د ۱۸۶۹ کال د نوامبر په ۸مه د پراختیا تر بشپړېدو وروسته د مسافرانو پر مخ پرانیستل شوه.[۱۱][۱۲]

CPRR په پای کې د اوتاوا خاورې په اوګدن کې د ۵۳ مایله (۸۵ کیلومتر) د UPRR د رغونې چارې له پرومونټري سومېټ (MP 828) څخه واخیستې چې د دوو پټلیو تر منځ د تبادلې پر ټکي بدلې شوې. د لویو وچو تر منځ دا کرښه وروسته له‌دې چې شیکاګو ته د پټلۍ د مسافري لارې په نوم چې په ۱۹۶۲ کال کې يې خدمت کاوه مشهوره شوه د ځمکنۍ لارې په توګه وپېژندل شوه.[۱۳]

سرچينې[سمول]

د رېل پټلۍ د جوړونې له لومړنیو پلویانو څخه یو هم ډاکتر هارټول و چې په ۱۸۴۷ کال کې يې د متحده ایالاتو د سمندرغاړو د نښلولو لپاره له مشیګان سیند څخه پاسافیک سمندر ته د متحده ایالاتو کانګرېس ته د پټلۍ جوړونې د منشور وړاندیز وکړ. هغه د خپلې نظریې د تائید لپاره د کنګرې د منشور په لټه کې و.[۱۴][۱۵]

لومړنۍ پلټنه[سمول]

کانګرېس د دې نظریې له ملاتړ سره هوکړه وکړه او د جګړې څانګې تر څار او مشرۍ لاندې له ۱۸۵۳ کال څخه تر ۱۸۵۵ کال پورې د پاسافیک سمندر د پټلۍ ارزونې وشوې. په دې کې د امریکا د لويديځ لپاره د لېږنې د ممکنو لارو د موندنې پراخه لړۍ شامله وه. د اکتشافاتو په اړه يو راپور ځای‌ناستې لارې تشرېح کړې چې د امريکا د لوديځ په اړه ډېر معلومات په‌کې نغښتي وو او لږ تر لږه ۴۰۰۰۰۰ مایل مربع (۱۰۰۰۰۰۰ کیلومتره مربع) سیمه یې پوښله. په دې کې د سیمې طبعي تاريخ او د خزنده‌ګانو، دوه‌ژواکو/ذوالحیاتینو، الوتونکو او تي‌لرونکو شکلونه شامل و.[۱۶]

په هر حال په دې راپور کې د اړتیا وړ بالقوه لارو د امکاناتو، لګښت او د تر ټولو غوره لارې ټاکلو د ارزونې لپاره د توپوګرافۍ کره نقشه شامله وه. سروې په بشپړ ډول کره وه تر څو دا مشخصه کړي چې تر ټولو غوره سویلي لار د ارېزونا او نیومکسیکو د راتلونکو خاورو له لارې له مکسیکو سره د ګېلا سیند پر سویلي کرښه په ډېره تشه بېدیا کې ځای لري. دې چارې تر یوې کچې د ګاډسډېن پرچېس (د ننۍ ارېزونا او سویل لویدیځې نوې مکسیکو یوه سیمه چې امریکا اخیستې وه، ژباړن) د بشپړولو لپاره امریکا وهڅوله.[۱۷]

په ۱۸۵۶ کال کې د متحده ایالاتو د مشرانو جرګې د پاسافیک پټلۍ او تلګراف منتخبې کمېټې یو راپور خپور کړ چې په هغه کې يې د ارام سمندر د پټلۍ د وړاندیز له لایحې څخه ملاتړ کاوه:

هغه اړتیا چې اوس‌مهال د اتلانتیک او پاسافیک سمندرونو تر منځ د رېل پټلۍ جوړونې او د تلګراف نښلونې لپاره شته، هر چا منلې؛ نور بحث ته اړتیا نه‌شته. په پاسافیک/ارام سمندر کې د خپل اوسني موقف د خوندیتوب لپاره موږ باید د یو خارجي ځواک په واک کې تر شته وسایلو لا چټک او لا مستقیم ارتباطي وسایل ولرو.[۱۸]

ممکنه ټاکلې لارې[سمول]

د امریکا کانګرېس پر دې موضوع په شدید ډول وېشل شوی و چې د پټلي ختيځ پای باید چېرته وې- په یو سویلي او یا که په شمالي ښار کې. درې لارې په پام کې نیول شوې وې:[۱۹]

  • اورګان خاورې ته د اوسنۍ مونتانا له شمال څخه نږدې د میسوري سیند په اوږدو کې یوه شمالي لاره. دا لار د ناهوارو ځمکو او درنو ژمنیو واورو له امله نه‌پلې کېدونکې برېښېده.
  • یوه مرکزي لار چې په نېبراسکا کې يې د پلاټ سیند څاره او په وایومېنګ کې د سویلي تېرېدنې پر لور چې د اورګان لارې ډېره برخه څاري. په دې لاره کې هم د واورې وورښت د اندېښنې وړ و.
  • د تکزاس او د نیو مکسیکو له خاورې څخه یوه سویلي لار چې د سونورا دښته له لاس‌انجلس سره ونښلوي. د ۱۸۴۸ کال په سروې کې سروې کوونکو ومونده چې تر ټولو غوره لار د متحده ایالاتو او مکسیکو پر سویلي کرښه کې پروت دی. دا په ۱۸۵۳ کال کې د ګاډسډېن له پېرلو سره حل شوه.[۲۰]

یو ځل مرکزي مسیر وټاکل شو، خو ډېر ژر دا روښانه شوه چې لویديځ پای باید په ساکرامنټو کې وې. خو د ختيځ پای په اړه د پام‌وړ د نظر اختلاف شته‌ و. د میسوري سیند په ۲۵۰ مایله (۴۰۰ کیلو متر) اوږدو کې درې لارې په پام کې ونیول شوې:

  • سېنټ جوزوف، میسوري، چې د هانیبال او سېڼت جوزوف د پټلۍ له لارې د لاس‌رسي وړ وه. 
  • کانزاس سيټي، کانزاس/ لوينورټ، کانزاس، چې د پانوي او سویلي پټلۍ له لارې د لاس‌رسي وړ وه، چې لومړی د ټوماس اوېنګ جونیر او وروسته د جان سي. فريمونټ له‌خوا کنټرولېده.
  • کانسېل بلوف، لووا/ د بېبراسکا په اوهاما کې د پاسافیک ټولنې د تمويلوونکي ټوماس سي. ډورانټ د تړون مودې اوږدونې له لارې د مي سي سي پي او میسوري پټلۍ د وړاندیز تر څنګ د نوي متحد پاسافیک د پټلۍ وړاندیز هم وکړ چې دا هم د ډورنټ له‌خوا کنترولېده.

د بلوف کانسېل څو ګټې لرلې: د میسوري په شمال کې د کورنۍ جګړې لپاره ښه وه؛ دا په وایومېنګ کې د راکي سویلې تېرېدنې ته تر ټولو لنډه لار وه؛ چې یو حاصلخېز سیند یې څاره او استوګنه يې هڅوله. ډوراڼت په ۱۸۵۷ کال کې راتلونکی ولسمشر ابراهام لېنکن وګماره چې هغه مهال يې د میسوري د پل په اړه په یوه سوداګریزه مسئله کې د هغه وکالت کاوه. دا مهال لېنکن د ختيځ پای د ټاکنې مسؤل و او هغه د ډوراڼت پر مشوره باور وکړ. ډوراڼت له اوهاما څخه ملاتړ کاوه او هغه له خپلې دې ټاکنې څخه دومره ډاډه و چې د نبراسکا د ځمکو پر پېرلو يې پيل وکړ.

سرچينې[سمول]

  1. Vernon, Edward (Ed) "Travelers' Official Railway Guide of the United States and Canada" Philadelphia: The National General Ticket Agents' Association. June, 1870, Tables 215, 216
  2. Pacific Railroad Act of 1862, §2 & §3
  3. Pacific Railroad Act of 1862, §5 & §6
  4. "First Mortgage Bonds of the Central Pacific Railroad, 1867". www.cprr.org. مؤرشف من الأصل في ۲۵ جنوري ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ جنوري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "CPRR Ephemera and Collectibles - $1,000 Pacific Railroad Bond, City and County of San Francisco, June 24, 1864". www.cprr.org. مؤرشف من الأصل في ۲۶ جنوري ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ جنوري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Executive Order of Abraham Lincoln, President of the United States, Fixing the Point of Commencement of the Union Pacific Railroad at Council Bluffs, Iowa, dated March 7, 1864 (38th Congress, 1st Session SENATE Ex. Doc. No. 27).
  7. Cooper, Bruce C., "Riding the Transcontinental Rails: Overland Travel on the Pacific Railroad 1865–1881" (2005), Polyglot Press, Philadelphia, کينډۍ:ISBN. p. 11.
  8. "Appleton's Railway and Steam Navigation Guide". New York: D. Appleton & Co., December 1870. p. 236.
  9. Bowman, J. N. "Driving the Last Spike at Promontory, 1869 California Historical Society Quarterly, Vol. XXXVI, No. 2, June 1957, pp. 96–106, and Vol. XXXVI, No. 3, September 1957, pp. 263–274.
  10. Hill, Thomas "The Last Spike" San Francisco: Thomas Hill (privately published). January 1881.
  11. Works Progress Administration (2001). San Francisco in the 1930s: The WPA Guide to the City by the Bay. Berkeley, California: University of California Press. د کتاب پاڼې 32. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780520948877. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Scott, Mel (1985). The San Francisco Bay Area: A Metropolis in Perspective (الطبعة second). Berkeley, California: University of California Press. د کتاب پاڼې 50. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780520055124. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Cooper, Bruce Clement (Ed), The Classic Western American Railroad Routes. New York: Chartwell Books(US) / Bassingbourn: Worth Press (UK); 2010. کينډۍ:ISBN; کينډۍ:ISBN; BINC: 3099794. pp. 44–45.
  14. Carver, Dr. Hartwell "Proposal for a Charter to Build a Railroad from Lake Michigan to the Pacific Ocean" Washington, DC, January 18, 1847 Centpacrr.com
  15. "Dr. Hartwell Carver's Proposal to Build a Railroad from Lake Michigan to the Pacific Ocean" CPRR.org
  16. "Reports of Explorations and Surveys, to ascertain the most practicable and economical route for a railroad from the Mississippi River to the Pacific Ocean, made under the direction of the Secretary of War, in 1853-4." 12 Volumes. Washington, DC: US Government Printing Office, 1855–61
  17. Woodward, C. Vann "Reunion and Reaction: The Compromise of 1877 and the End of Reconstruction". Oxford: Oxford University Press (1991) p. 92
  18. "Report of the Select Committee on the Pacific Railroad and Telegraph" US House of Representatives, 34th Congress, 1st Session, No. 358. August 16, 1856.
  19. Zelizer, Julian E. (Ed) "The American Congress: The Building of Democracy". Kerr, K. Austin, Chapter 17: Railroad Policy (pp. 286–297). New York: Houghton Mifflin Co. (2004). p. 288
  20. Gadsden Purchase, 1853–1854 U.S. Department of State, Office of the Historian.