منځپانگې ته ورتلل

د اورتاتاګاي جګړه(۱۹۲۵-۱۹۲۶)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د اورتاتاګاي جګړه د ۱۹۲۰ لسیزي په نیمایي کي د شوروي اتحاد او د افغانستان د امارت تر منځ د اورتا تاګاي د ټاپو د کنټرول پر سر رامنځ ته سوه. یاده ټاپو چي د امو سیند پر غاړه د افغان خاوري اړوند سیمه ګڼل کیږي، له ۱۹۰۰ کال راهیسي ورباندي روسانو هر وخت خېټه اچول.[۱] [۱]

د اورتاتاګاي جګړه(۱۹۲۵-۱۹۲۶)
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
مرګ ژوبله
۱۲ پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
ځای
نور اړين مالومات
پيل موده
۲۷ نومبر ۱۹۲۵ پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
پای
۱۹۲۶ پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
ګډونوال

په ۱۹۲۰ کال کي وروسته له هغه کله چي په روسیه کي کورنئ انقلاب پیل سو، افغان ځواکونه وتوانېدل ترڅو په همدغه کال پرته له کوم مخالفته ټاپو بیرته ونیسي. د یادوني وړ ده چي افغان ځواکونو تر دې مخکي په ۱۹۱۳ کي هم یاده ټاپو نیولې وه، خو د روسانو د جبر له امله یې بیرته پرېښوده. [۱] د افغانستان له لوري تر نیولو وروسته د ۱۹۲۵ کال د نوامبر په ۲۷ مه د باسماچي یاغیانو لخوا د شوروي پر خاوره د پرله پسې یرغلونو له امله دغه ټاپو د یوې اډې په توګه کارول کېده، [۲] څو چي [۱] د نومبر په ۲۷ مه ۳۴۰ تنه شوروي سرتیري ټاپو ته ورسیدل، او د جزیرې د ګارنیزیون سره په نښته کي د دواړو خواوو څخه ۱۲ کسان قتل او ۵ افغانان ژوندي ونیول سوه. افغان ځواکونه په دې جګړه کي وتوانېدل ترڅو د ډسمبر په لومړۍ نیټه شورويان وځپي او له ټاپو څخه تیښتي ته یې اړ ایستل. [۱] د دسمبر په ۱۸ د افغانستان لومړي وزیر د شورویانو د برید له امله د احتجاج یو لیک خپور کړ چي څلور مهمي غوښتني یې پکښي وړاندي کړې: [۱]

  • شورویان باید نور له دغه ټاپو لاس واخلي.
  • جنګي بندیان باید بیرته خوشي کړل سي.
  • افغانانو ته دې د یادي جګړې تاوان ورکړل سي.
  • شورویان باید رسمي بخښنه وغواړي.

د ډسمبر په ۱۹مه نېټه وروسته له هغه چي شورویانو دغه لیک ته ځواب ورنه کړ، افغان حکومت شمال ته د سرتیرو په استولو پیل وکړ. [۱] د شوروي مشرتابه د وېرولو او فشار لپاره لویدیځو مطبوعاتو په دې جګړه کي زیاته دلچسپي ښکاره کړه او د افغان حکومت ملاتړ یې وکړ. [۱] شوروي مشرتابه ددې پیښي د خطرناکه پایلو له امله سمدستي پریکړه وکړه ترڅو یو ګډ کمیسیون جوړ او اجازه ورکړي چي د افغانستان په ګټه پریکړه ترسره کاندي. د ۱۹۲۶ کال د فبرورۍ په ۲۸ مه شورويانو د یو لړ مراسمو په ترڅ کي دغه ټاپو په رسمي ډول افغانستان ته وسپارل. افغان حکومت د شوروي اتحاد سره د خبرو په پایله کي موافقه وکړه چي د بسماچي غورځنګ د بریدونو مخه به نیسي ودروي، [۲] او د شوروي حکومت د ۱۹۲۶ کال د اګسټ په ۱۵ نیټه په رسمي توګه اورتاتاګای د افغان دولت د یوې برخي په توګه په رسمیت وپېژندل. [۱]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ ۱٫۳ ۱٫۴ ۱٫۵ ۱٫۶ ۱٫۷ ۱٫۸ . 1999-09-01. {{cite journal}}: Cite journal requires |journal= (help); Missing or empty |title= (help) Invalid <ref> tag; name ":0" defined multiple times with different content
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ . 1990. {{cite journal}}: Cite journal requires |journal= (help); Missing or empty |title= (help)