د انګلستان څلورم اډوارډ
زېږونځای | |
---|---|
ښاروندتوب | |
زېږون نېټه | |
مړينې نېټه | |
مړينې ځای | |
ښخولو ځای | |
ژبې | |
دنده |
عمومي مالومات | |
---|---|
وروڼه او خويندې | لړۍ... |
دین |
جګړه |
|
---|
جایزې |
---|
څلورم اډوارډ (زوکړه: د ۱۴۴۲ زکال د اپرېل ۲۸ مه – مړینه: د ۱۴۸۳ زکال د اپرېل ۹ مه) د ۱۴۶۱ زکال د مارچ له څلورمې نېټې څخه د ۱۴۷۰ زکال د اکتوبر تر درېمې او بیاځلي د ۱۴۷۱ زکال د اپرېل له ۱۱ مې نیټې څخه په ۱۴۸۳ زکال کې د خپلې مړینې تر مهاله د انګلستان پاچا و. نوموړي له ۱۴۵۵ زکال څخه تر ۱۴۸۷ زکال پورې د ګلونو په جګړه کې کلیدي رول درلود چې د یورکېستانو او لنکستریانو د ډلو ترمنځ د انګلستان کورنۍ جګړه وه. [۲][۳]
اډوارډ د یورکېستانو په استازیتوب د واکمنۍ ادعا هغه مهال وکړه کله چې د نوموړي پلار ریچارډ چې د یورک دوک و د ۱۴۶۰ زکال په ډسمبر میاشت کې د ویکفیلډ په جګړه کې ووژل شو. د ۱۴۶۱ زکال په لومړیو کې په مورټیمر کراس او تاوتون کې د لنکستریانو د پوځونو له ماتولو وروسته هغه پاچا شپږم هنري له واکه راوپرځاوه او خپله د واک پر ګدۍ کښېناست. په ۱۴۶۴ زکال کې له الیزابت ووډوېل سره د نوموړي واده د وارویک له ارل ریچارډ نوېل سره د نوموړي ستونزې راوپارولې، هغه چې د «پاچا جوړونکي» په نوم پېژندل کېده. په ۱۴۷۰ زکال کې د هغه د ورور جورج چې د کلارنس دوک و او وارویک په مشرۍ پاڅون لامل وګرځېد څو شپږم هنري یوځل بیا د لنډ مهال لپاره واک ته ورسېږي.
اډوارډ فلانډرز ته وتښتېد، چېرې چې د نوموړي ملاتړ وشو او د ۱۴۷۱ زکال په مارچ میاشت کې یې په انګلستان برید وکړ؛ په بارنټ او توکسبري جګړو کې له بریا وروسته هغه یو ځل بیا واک ته ورسېد. لږ موده وروسته په ټاور اف لندن قلا کې د شپږم هنري جسد وموندل شو. له دې سره چې د لنکسټر د وروستي مدعي هنري ټوډور (وروسته اووم هنري) له خوا دوامداره ګواښونو شتون درلود، خو بیا هم اډوارډ په نسبي سوله کې دوولس کاله واکمني وکړه. هغه مهال چې نوموړی د ۱۴۸۳ زکال په اپرېل میاشت کې په ناڅاپي ډول ومړ، د هغه کوچنی زوی پنځم اډوارډ د هغه ځای ناستی شو، خو ډېر ژر یې ورور دریم ریچارډ واک ترې ونیو.
زوکړه او اجداد
[سمول]اډوارډ د ۱۴۴۲ زکال د اپرېل په ۲۸ مه د نورماندي په روئن کې وزېږېد؛ هغه د یورک د دریم دوک ریچارډ او سیسلي نېویل مشر ژوندی پاتې شوی زوی و. نوموړی د خپل پلار تر مړینې پورې د مارچ د ارل په توګه شهرت درلود. د هغه مور او پلار دواړه د پاچا دریم اډوارډ لمسیان و چې له امله یې اډوارډ د تاج او تخت اړوند پیاوړې ادعا کولای شوه. دغې ادعا په ۱۴۴۷ زکال کې د ګلاستر د دوک، همفري له مړینې وروسته هغه مهال زور واخیست کله چې یورک د بې اولاده شپږم هنري وارث وټاکل شو. [۴][۵][۶]
ورته مهال له سیاستونو څخه الهام اخیستونکي د نامشروعیت تورونه د تاریخ پوهانو له خوا رد شوې دي. اډوارډ له خپلې خور او ورور؛ د کلارنس له دوک جورج او د بورګوندي له دوشس مارګاریت سره له فزیکي پلوه ورته وو، دوی لوړ قد او سپین رنګ درلود، په داسې حال کې چې د یورک دوک بیا لنډی او تور رنګی و. د هغوی کوچنی ورور چې وروسته پاچا دریم ریچارډ شو، په نږدې بشپړه توګه خپل پلار ته ورته و. [۷][۸][۹]
لومړنی ژوند
[سمول]اډوارډ په کور دننه د اقتصادي ماتې او په بهر کې له نظامي ماتې سره په مخ هېواد کې را لوی شو چې د کمزوري او فاسد مرکزي دولت له امله یې ستونزې مخ پر زیاتېدو وې. هم دی او هم یې کوچنی ورور اډمونډ چې د روټلنډ ارل و په روئن کې زیږېدلي و، چېری چې د دوی پلار یا د یورک دوک تر ۱۴۴۵ زکال پورې په فرانسه کې د انګلیسي قلمرو د ګورنر په توګه خدمت کاوه؛ وروسته بیا د سامرسټ دریم دوک، هنري بوفورت د هغه د پلار ځای ناستی شو. په ډېر احتمال سره اډوارډ او اډمونډ د ولش مارچیز سیمې په لودلو قلا کې را لوی شوي؛ هغه سیمه چې ډېری املاک یې د یورک دوک ته اړوند و.[۱۰]
په ۱۴۴۷ زکال کې د یورک دوک د ایرلنډ د اعلی ګورنر په توګه وټاکل شو، په داسې حال کې چې هغه تر ۱۴۴۹ زکال پورې دغه مسئولیت پر غاړه وانخیست. له هغو ډېر لږ وروسته فرانسویانو برید وکړ او نورماندي یې بېرته ونیوله او انګلیسانو ته یې یوازې د فرانسې په شمال کې د کاله سیمه پرېښوده؛ د دغې ماتې د مسئولیت سربېره سامرسټ د پاچا هنري د سترسلاکار په توګه پاتې شو. انګلیسي سیاستوال په ځانګړې توګه د سامرسټ دوک، د سافولک لومړی دوک ویلیام د لاپول او د پاچا شپږم هنري مېرمن مارګاریت آنژو د یورکېستانو او د لنکستر کورنۍ د ملاتړو ترمنځ ووېشل شول. [۱۱]
د ۱۴۵۳ زکال په اګست میاشت کې هغه مهال چې پاچا شپږم هنري ته خبر ورسېد چې ګاسکوني یې له لاسه وتلی، هغه انګلیسي ملکیت چې له ۳۰۰ کلونو راهیسې د انګلیسانو په ولکه کې و؛ هغه حیران پاتې شو او په دې سره یې جنجالونه اوج ته ورسېدل. د یورک دوک چې اصلي ملاتړي یې د سالزبري پنځم ارل ریچارډ نویل او د هغه مشر زوی چې د واوریک شپاړلسم ارل ریچارډ نویل و؛ حکومت په واک کې واخیست. د ۱۴۵۴ زکال په جنوري میاشت کې یورک له خپل دولس کلن زوی سره لندن ته لاړ څو د انګلستان په عالي شورا کې ونډه واخلي. [۵]
د ۱۴۵۳ زکال په اکتوبر میاشت کې د پاچا شپږم هنري د زوی له زیږون سره، چې د ویسټ منېسټر اډوارډ یا د ولز شهزاده و؛ د لنکسټریانو لپاره بل پام وړ کس راپیدا شو او په دې سره ۱۴۵۰ مه لسیزه د دواړو خواوو ترمنځ د سیاسي کړکېچونو شاهده وه. د مارچ ارل (څلورم اډوارډ) د ۱۷ کلنۍ په عمر په یوازې ځان پیاوړی سیاسي او پوځي هبر و. د ۱۴۵۹ زکال پر مهال په لوډفورډ برېج جګړه کې له ماتې خوړولو وروسته نوموړی له خپل پلار او ورور اډمونډ سره ایرلنډ ته وتښتېد، په داسې حال چې د مارچ ارلان، سالزبري او وارویک کاله سیمې ته ستانه شول. د اډوارډ نوم د خپل پلار، وارویک او سالزبري په خوا کې په ډیری هغو ارمانونو کې څرګند و چې څرګندوله یې د دوی ستونزه یوازې د هنري له شرغوښتونکو سلاکارانو سره ده. [۱۲]
په ۱۴۶۰ زکال کې اډوارډ له وارویک او سالزبري سره یوځای له مانش کانال (د انګلیس له کانال) واوښتل او لندن ته ولاړل. په جولای میاشت کې نوموړي په نورث همپتون کې د هغو دریو پوځونو څخه د یوه مشري پر غاړه لرله چې له امله یې یورکېستان بریالي شول او شپږم هنري ونیول شو. یورک له ایرلنډ څخه انګلستان ته ولاړ او ویسټ منېسټر ماڼۍ ته په ننوتو یې ځان پاچا اعلان کړ؛ هغه ادعا چې په شورا کې د شته لارډانو له خوا یې په چوپتیا هرکلی وشو. د هوکړې قانون په داسې روغې باندې فیصله وکړه چې له مخې یې هنري پاچا پاتې شو، خو یورک او زامن یې د هغه ځای ناستي وټاکل شول. [۱۳][۱۴][۱۵]
له قانوني پلوه د پاچاهۍ د منل شوي وارث ګوښه کولو د یورکېستانو د دولت پر وړاندې پام وړ مخالفتونه راوپارول؛ د ۱۴۶۰ زکال په وروستیو کې اډوارډ خپله مستقله قومانداني رامنځته کړه او په ولز کې د لنکستریانو د پاڅون د ځپلو په موخه ولېږل شو. وارویک په لندن کې پاتې شو، په داسې حال کې چې یورک، سالزبري او اډموند په یورک شایر کې د بل پاڅون د ځپلو په موخه شمال لوري ته حرکت وکړ. درې واړه په ویکفیلډ جګړه کې د بریا په تمه د ډسمبر په ۳۰ مه ووژل شول او اډوارډ هم د یورکېستانو د ډلې نوی مشر شو. [۱۶]
واک ته رسېدل
[سمول]د اډوارډ د حرفوي ژوند په دغه پړاو کې د هغه یو شمېر معاصرینو لکه فیلیپ دو کومینز نوموړی د ښکلي، خوښې وړ او با انرژي کس په توګه توصیف کړی. هغه په خپل غیر معمول قد سره چې ۶ فوټه او ۴ انچه کېده (۱۹۳ سانتي متره) په زرهي جامو کې بل ډول ښکارېده او هغه هم تل د خپلو جامو اغوستلو ته ډېر پام کاوه. هغه دغه کار د پاچا هنري پر خلاف په عمدي توګه ترسره کاوه چې پاچا له فزیکي او رواني پلوه کمزوری و او دغې چارې د هغه ځایګی تضعیف کاوه. [۱۷][۱۸]
د ۱۴۶۱ زکال د فبروري په ۲ مه اډوارډ د هرفورډشایر د مورټیمور کراس سیمې له شدیدې جګړې وروسته بریا ته ورسېد. ورته مهال دغه بریا د فبروي په ۱۷ مه په سنت البانز جګړه کې د وارویک په ماتې سره جبران شوه او لنکستریانو بیاځلي د شپږم هنري خوا خپله کړه. دوی دواړو په لندن کې سره ولیدل چېرې چې اډوارډ ته په چټکۍ سره د پاچاهۍ تاج ور په سر کړای شو او له دې وروسته هغه د شمال په خوا ولاړ او په تاوتون جګړه کې دواړه ډلې له یوبل سره مخ شوې. د دوی ترمنځ جګړه د مارچ په ۲۹ مه د واورین طوفان پر مهال ونښته او دا د انګلیس په تاریخ کې تر نن ورځې پورې خونړۍ جګړه وه چې د یورکېستانو په پرېکندې بریا پای ته ورسېده. [۱۹][۲۰]
سرچينې
[سمول]- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ ۱٫۳ ۱٫۴ ذکر کېدنه: Kindred Britain.
- ↑ Alison, Weir (2008). Britain's Royal Family: the Complete Genealogy. p. 135. ISBN 9780099539735.
- ↑ "Edward IV". Archontology.org. 14 March 2010.
Set sail on 2 October 1470 from England and took refuge in Burgundy; deposed as King of England on 3 October 1470
- ↑ Ross 1974، مم. 3–7.
- ↑ ۵٫۰ ۵٫۱ Ross 1974، م. 14.
- ↑ Penn 2019، م. 8.
- ↑ Crawford 2008، مم. 173–178.
- ↑ Penn 2019، مم. 504–505.
- ↑ Wilson.
- ↑ Ross 1974، مم. 5,7.
- ↑ Penn 2019، م. 9.
- ↑ Gillingham 1981، م. 110.
- ↑ Ross 1974، مم. 25–27.
- ↑ Gillingham 1981، م. 117.
- ↑ Ross 1974، مم. 28–29.
- ↑ Ross 1974، مم. 29–30.
- ↑ Seward 1997، م. 97.
- ↑ Kleiman 2013، م. 83.
- ↑ Penn 2019، م. 4.
- ↑ Gravett 2003، مم. 85–89.
- هغه پاڼي چې د P1559 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P19 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P27 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P569 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P570 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P20 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P119 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P1412 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P106 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د ويکيډېټا مالومات کاروي
- هغه پاڼي چې د P3373 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P140 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P607 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P166 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چي بې پاراميټره مالوماتبکس کېټ کاروي
- هغه پاڼې چي مالوماتبکس کېټ کاروي
- Pages using the JsonConfig extension