د انګلستان دریم ریچارډ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د انګلستان دریم ریچارډ
(انګلیسي: Richard III د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د انګلستان دریم ریچارډ
د انګلستان دریم ریچارډ

د شخص معلومات
پيدايښت ۲ اکتوبر ۱۴۵۲
مړینه 22 اگسټ 1485 (33 کاله)  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
خور/ورور
عملي ژوند
دنده پاچا  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
د انګلستان دریم ریچارډ
د انګلستان دریم ریچارډ

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
دریم ریچارډ (زوکړه: د ۱۴۵۲ زکال د اکتوبر ۲ مه – مړینه: د ۱۴۵۸ زکال د اګست ۲۲ مه) د ۱۴۸۳ زکال د جون له ۲۶مې نېټې څخه په ۱۴۸۵ زکال کې د مړینې تر مهاله د انګلستان پاچا او د ایرلنډ لارډ/ارباب و. نوموړی د یورک کورنۍ او د پلانتاژنت لړۍ وروستۍ پاچا و. د ګلانو د جګړې په برخلیک ټاکونکې بازورث فیلډ جګړه کې د نوموړي ماتې او مړینې په انګلستان کې منځنیو پېړیو ته پای ټکی کېښود.

ریچارډ په ۱۴۶۱زکال کې وروسته له هغه چې ورور یې څلورم اډوارډ واک ته ورسېد د ګلاسټر دوک وټاکل شو. په ۱۴۷۲ زکال کې نوموړي د وارویک د شپاړلسم ارل ریچارډ نوېل له لور آن نوېل سره واده وکړ. هغه د اډوارډ د واکمنۍ پر مهال د انګلستان په شمال حکومت وکړ او په ۱۴۸۲ زکال کې یې په سکاټلنډ باندې په برید کې ونډه لرله. د ۱۴۸۳ زکال په اپرېل میاشت کې هغه مهال چې څلورم اډوارډ ومړ؛ ریچارډ د هغه د ۱۲ کلن زوی او ځای ناستي پنځم اډوارډ، نایب لارډ شو. د پنځم اډوارډ د تاج اېښودو د مراسمو تابیا د ۱۴۸۳ زکال د جون په ۲۲ مه ونیوله شوه. وړاندې له دې چې د هغه پر سر د پاچاهۍ تاج کېښودل شي، د هغه د پلار او مور واده د هغه د پلار د دوه ښځو لرلو له امله په رسمي توګه باطل اعلان شو؛ همدا و چې د هغوی نامشروع ماشومان هم د پاچاهۍ له میراث محروم شول. د جون په ۲۵ مه د لارډانو یوې ډلې او عادي وګړو اعلامیه خپره کړه او په دغه اعلامیه کې یې ریچارډ خپل قانوني پاچا اعلان کړ. نوموړي د ۱۴۸۳ زکال د جولای په شپږمه د تاج پر سر کولو مراسم ترسره کړل. اډوارډ او د هغه کوچنی ورور ریچارډ شروزبري چې د یورک دوک و او دواړو د «برج په شهزادګانو» شهرت درلود له اګست میاشتې وروسته نور د عامو خلکو ترمنځ وه نه لېدل شول؛ څو کاله وروسته هغه مهال چې د توډور لړۍ واک ته ورسېده داسې تورونه مطرح شول چې هغوی دواړه د ریچارډ په امر وژل شوي دي.

ریچارډ د خپلې واکمنۍ پر مهال له دوه شدیدو پاڅونونو سره مخ شو. لومړنی پاڅون د ۱۴۸۳ زکال په اکتوبر میاشت کې د باکېنګهام د دویم دوک هنري سټافورډ له خوا و چې د څلورم اډوارډ پیاوړی ملاتړی او همدارنګه د ریچارډ پخوانی ملاتړی و. بیاځلي د ۱۴۸۵ زکال په اګست میاشت کې هنري توډور او د هغه تره جاسپر توډور له یو شمېر فرانسوي ځواکونو سره د ولز سویل ته ننوتل او له پمبروکشایر څخه یې په حرکت کولو اضافي سرتېري هم استخدام کړل. د هنري ځواکونو د ریچارډ ځواکونو ته لستر شایر ته څېرمه په مارکت بازورث ښارګوټي کې ماته ورکړه. ریچارډ ووژل شو او په دې سره وروستی انګلیسي پاچا شو چې په جګړه کې یې ژوند له لاسه ورکړ. له هغه وروسته هنري ټوډور د اووم هنري په توګه د پاچاهۍ پر تخت کښېناست.

د ریچارډ مړی د لېسټر ښار تر نږدې یووړل شو او له کومو تشریفاتو پرته خښ کړای شو. باور پر دې دی چې د هغه د مقبرې ودانۍ د انګلیسي اصلاحاتو پر مهال نړول شوې او پاتې شوني یې په تېروتنې سره سوار سیند ته اچول شوي. په ۲۰۱۲ زکال کې د لرغون پوهنې د کنستنې یوه څېړنه، د دریم ریچارډ د ټولنې له خوا په هغه سیمه کې چې وړاندې د ګرې فریرز پریوري له خوا اشغال شوې وه ترسره شوه. د لستر پوهنتون په دغه کنستنه کې ترلاسه شوی اسکلېټ د هغو د راډیو کاربونونو د تاریخ ټاکنې، د نوموړي د څېرې د معاصرو راپورونو، په بازورث جګړه کې په هغه باندې د واردې شوې تروما/ضربې او همدارنګه د مورني نسب له مخې د هغه د خور آن له دوه کړوسیانو سره د مایتوکاندریايي ډي ان اې ازموینو له مخې څرګنده کړه چې کشف شوی اسکلېټ دریم ریچارډ ته اړوند دی. نوموړی د ۲۰۱۵ زکال د مارچ په ۲۶ مه د لستر په کلیسا کې بیاځلي خښ کړای شو. 

لومړنی ژوند[سمول]

ریچارډ د ۱۴۵۲زکال د اکتوبر په ۲ مه د نورث همپتون شایر په فوټورینګهای قلا کې وزېږېد؛ نوموړی د یورک د دریم دوک ریچارډ او سیسلي نوېل له ۱۲ ماشومانو څخه یوولسم و خو له ماشومتوب څخه د هغوی د پاتې شوو ژوندیو ماشومانو تر ټولو کوچنی و. د نوموړي د ماشومتوب دوره د هغو جګړو له پیل سره برابره وه چې په سنتي بڼه ورته د «ګلانو جګړه» ویل کېږي؛ په انګلستان کې د سیاسي بې ثباتي او کورنۍ جګړې هغه دوره چې د پنځلسمې پېړۍ په دویمه نیمايي کې پیل شوه. یورکېستانو د ریچارډ د پلار (چې له زیږون را وروسته په بالقوه توګه د پاچا شپږم هنري د تاج او تخت مدعي و) ملاتړ او د شپږم هنري او د هغه د مېرمنې مارګاریت آنژو د واکمنۍ مخالفت یې کاوه چې لنکستریانو بیا له واکمن څخه ملاتړ کاوه. په ۱۴۵۹ زکال کې د هغه پلار او یورکېستان له انګلستان څخه تېښتې ته اړ شول؛ له همدې امله ریچارډ او د هغه مشر ورور جورج د خپلې خاله آن نویل چې د باکېنګهام دوشس وه او احتمالا د کانټربری د لوی کشیش کارډینال توماس بورشیر سرپرستۍ ته پاتې شول.

هغه مهال چې د ۱۴۶۰ زکال د ډسمبر په ۳۰ مه د نوموړي پلار او مشر ورور اډمونډ چې د روټلنډ ارل و د ویکفیلډ په جګړه کې ووژل شول، مور یې ریچارډ او جورج لاندنیو هېوادونو ته ولېږل. دوی په تاوتون جګړه کې د لنکستریانو له ماتې وروسته بېرته انګلستان ته راوګرځېدل. ریچارډ د ۱۴۶۱ زکال د جون په ۲۸ مه د څلورم اداورډ په توګه د خپل مشر ورور د تاج پر سر اېښودو په مراسمو کې ونډه واخیسته؛ په دغو مراسمو کې ریچارډ د ګلاوسټر دوک وټاکل شو او همدارنګه د ګارتر او ځوانمردۍ نښانونه ورکړل شول. اډوارډ په ۱۴۶۴ زکال کې هغه مهال چې یوازې ۱۱ کلن و نوموړی یې د لویدیځو سیمو لپاره آرای کمېشنر وټاکه. د ۱۷ کلنۍ په عمر هغه خپلواکه قومانداني لرله.

ریچارډ د خپل ماشومتوب څو کلونه د یورک شایر د ونسلېډل په مېډلهام قلا کې د خپل خاله زوی ریچارډ نوېل تر روزنې لاندې چې د وارویک شپاړلسم ارل و او وروسته د ګلانو په جګړه کې د خپلې ونډې له امله د «پاچا جوړونکي» په توګه پېژندل کېده؛ تېر کړل. وارویک د یو شوالیه په توګه د ریچارډ په روزنې نظارت درلود؛ د ۱۴۶۵ زکال په مني کې څلورم اډوارډ وارویک ته ۱۰۰۰ پونډه د خپل کوچني ورور په روزنه باندې د لګښتونو له امله ورکړل.

دا احتمال هم شتون لري چې په دغه پړاو کې وارویک، د پاچا وروڼه د خپلو لوڼو ایزابل او آن لپاره د ستراتیژیکي لوبې په توګه په پام کې نیولي و ځکه هغه مهال ځوان اشرافیان لېږل کېدل څو د خپل ژوند د راتلونکو شریکانو په کورنیو کې را لوی شي؛ هماغه ډول چې د دوی د پلار، ځوان دوک یا د یورک د ریچارډ سره شوي و. د وارویک او پاچا ترمنځ د اړیکو له خرابېدو وروسته څلورم اډوارډ له دغې موضوع سره مخالفت وکړ. د وارویک د ژوندانه پر مهال، جورج د پاچا له وروڼو څخه یوازنی ورور و چې د ۱۴۶۹ زکال د جولای په ۱۲ مه یې د پاچا له اجازې پرته د وارویک له مشرې لور ایزابل سره واده وکړ. جورج د پاچا پر وړاندې په پاڅون کې له خپل خصر سره لاس یو کړ، په داسې حال کې چې ریچارډ، اډوارډ ته ژمن پاتې شو آن دا ګنګوسې هم وې چې هغه له آن سره څملاستلی.

ریچارډ او اډوارډ وروسته له هغه چې وارویک د لنکستر د پخوانۍ ملکې مارګاریت انژو لوري ته ولاړ؛ اړشول د ۱۴۷۰ زکال په اکتوبر میاشت کې بورګوندي ته وتښتي. د ریچارډ خور مارګاریت په ۱۴۶۸ زکال کې د بورګوندي له دوک چارلز د بولوډ سره واده کړی او دغو وروڼو دلته د هرکلي تمه لرله. اډوارډ د ۱۴۷۱ زکال په پسرلي کې د بارنټ او توکسبري له جګړو وروسته چې ۱۸ کلن ریچارډ په کې مهمه ونډه لرله بېرته واک ته ورسېد.

ریچارډ په نوې ځوانۍ کې د نامعلوم لامل له امله د ملا په تېر کې کوږوالی (سکولیوز) پیدا کړ. په ۲۰۱۴ زکال کې د نوموړي د اسکلېټ له موندلو وروسته د لستر پوهنتون د لرغون پوهنې د پوهنځي هډوکي پېژندونکي ډاکټر جو اپلبي د هغه د ملا له تیر څخه انځورونه واخیستل او له درې اړخیز چاپ څخه په ګټنې یې د هغو موډل رامنځته کړ؛ نوموړي دا پایله ترلاسه کړه په داسې حال کې چې د هغه د ملا د تیر سکولویز پام وړ و خو د شکل هېڅ داسي فزیکي بدلون یې نه و رامنځته کړی چی په جامو کې دې د پټېدو وړتیا وه نه لري. [۲][۳][۴]

سرچينې[سمول]

  1. سرليک: Kindred Britain
  2. "Spine". The Discovery of Richard III. University of Leicester. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ فبروري ۲۰۱۳. A very pronounced curve in the spine was visible when the body was first uncovered, evidence of scoliosis which may have meant that Richard's right shoulder was noticeably higher than his left....The type of scoliosis seen here is known as idiopathic adolescent onset scoliosis. The word idiopathic means that the reason for its development is not entirely clear, although there is probably a genetic component. The term adolescent onset indicates that the deformity wasn't present at birth, but developed after the age of ten. It is quite possible that the scoliosis was progressive... الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. (په 29 May 2014 باندې). Richard III: Team rebuilds 'most famous spine'.
  4. (په 17 August 2014 باندې). Richard III, the 'hunchback king', really could have been a formidable warrior... and his body double can prove it.کينډۍ:Cbignore