د افغانستان او پاکستان ترمېنځ نښتې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د افغانستان او پاکستان ترمېنځ نښتې اوږد تاريخي پسمنظر لري. دا ډول نښتې د تاريخ په بېلابېلو پړاوونو کې د ډيورنډ کرښې په دواړو خواوو رامېنځ ته شوي. د پاکستان په نامه د هېواد جوړېدو وروسته لومړنۍ نښته په 1949 ز. کال کې د افغان ملي پوځ او پاکستاني ملېشو تر مېنځ پېښه شوې. تر ټولو تازه پېښه په 2013 او 2014 کالونو کې د افغانستان په کونړ ولايت د پاکستاني پوځونو د توغنديو ويشتلو پېښه ده چې افغانانو ته يې مرگ ژوبلې اړولي.