د اسټرالیا د اساسي قانون کړکېچ (۱۹۷۵ زکال)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د اسټرالیا د اساسي قانون کړکېچ (۱۹۷۵ زکال)
هېوادآسټراليا
ځایکانبیرا
Point in time۱ی جنوري ۱۹۷۵
Participantګوف وایتلام، John Kerr، Malcolm Fraser
Has effect1975 Australian federal election

په ۱۹۷۵ زکال کې د اسټرالیا د اساسي قانون کړکېچ چې په ساده توګه د اخراج یا ګوښه کولو په نوم یادېږي هغه مهال اوج ته ورسېد چې د اسټرالیا ګورنر جنرال جان کر د اسټرالیا د کارګر ګوند غړی ګاف ویتلم د ۱۹۷۵ زکال د نومبر په ۱۱مه نېټه د لومړي وزارت له څوکۍ ګوښه او پر ځای یې د اپوزیسیون رهبر او د لیبرال ګوند غړی مالکوم فریزر د لنډ مهالي لومړي وزیر په توګه وټاکه. دغه چاره د اسټرالیا په تاریخ کې د تر ټولو لوی سیاسي کړکېچ او همدارنګه د اساسي قانون د کړکېچ په توګه توصیف کېږي.

د ګاف ویتلم تر مشرۍ لاندې کارګر ګوند د ۱۹۷۲ زکال په ټاکنو کې واک ته ورسېد او د دغه هېواد ۲۳ کلن د لیبرال - کونټري ګوندونو ایتلافي حکومت ته یې پای ټکی کېښود. کارګر ګوند د استازو د جرګې ۶۷ څوکۍ او ایتلاف ۵۸ څوکۍ خپلې کړې، خو له مخالفې سنا سره مخ شو چې نیمايي غړي یې په ۱۹۶۷ زکال او نیم نور یې د ۱۹۷۰ زکال په ټاکنو کې ټاکل شوي و؛ په دغه جرګه کې دیموکراتیک کارګر ګوند چې په معمول ډول یې له لیبرال ایتلافي حکومت ملاتړ کاوه د واک بېلانس په واک درلود. د ۱۹۷۴ زکال په مۍ میاشت کې هغه مهال چې سنا د کارګر ګوند غیر تامیناتي شپږ لایحې رد کړې، ویتلم د وخت ګورنر پاول هاسلک ته مشوره ورکړه چې د پارلمان دواړه جرګې منحل او ټاکنې ترسره کړي. په دغه ټاکنو کې کارګر ګوند د مطلق اکثریت په له لاسه ورکولو سره د استازو د جرګې له ۹ څوکیو ۵ خپلې کړې، په داسې حال کې چې په سنا کې یې هم ۵ څوکۍ ترلاسه کړې. دې ته پام چې د پارلمان دواړې جګرې بن بست ته رسېدلې وې؛ ویتلم وکولای شول د استرالیا د اساسي قانون د ۵۷ مې مادې پر بنسټ د ۱۹۷۴ زکال د اګست په شپږمه او اوومه نېټه د پارلمان په ګډه ناسته کې د وړاندني انحلال د ټاکنو اړوند د «خپلو غیر قابل اجرا» لایحو تصویب تضمین کړي، دغه ناسته د اسټرالیا په تاریخ کې یوازنۍ ناسته ده چې په دې ډول ترسره شوې.

د ویتلم د واکمنۍ مهال په شدید ډول له ستونزو ډک او بحث پارونکی و؛ د ۱۹۷۵ زکال په اکتوبر میاشت کې د مالکوم فریزر تر مشرۍ لاندې اپوزیسیون په سنا باندې له خپل کنټرول څخه د دولت د مالي اړتیاو د پوره کولو لپاره د تخصصي لوایحو د تصویب د ځنډولو په برخه کې کار واخیست هغه لوایح چې وړاندې د استازو جرګې تصویب کړې وې. فریزر او اپوزیسیون څرګنده کړه چې سنا ته د دغو طرحو له وړاندې کولو څخه د مخنیوي په برخه کې خپلو هڅو دوام ورکوي؛ خو که چېرې ویتلم د استازو د جرګې لپاره بیاځلي ټاکنې وکړي؛ هغوی د ګورنر جنرال جان کر پر وړاندې چې د ۱۹۷۴ زکال په جولای میاشت کې د ویتلم په مشوره ګمارل شوی و، استدلال وکړ او له هغه یې وغوښتل یا ویتلم له دندې ګوښه کړي او یا هم پر هغه د دوی غوښتنې ومني. ویتلم باور درلود چې کر هغه د لومړي وزارت له څوکۍ نه لرې کوي؛ کر هم هېڅ داسې کار ونکړ چې ویتلم دې باور وکړي چې دی دې له لومړي وزارت ګوښه شي.

د ۱۹۷۵ زکال د نومبر په ۱۱ مه د دوی ترمنځ کړکېچ اوج ته ورسېد؛ ځکه ویتلم په دې تمه و چې د پارلماني بن بست د پای ته رسېدو په موخه به کر یوازې د سنا د ټاکنو ترسره کول تائید کړي. کر د ویتلم وړاندیز رد کړ او پر ځای یې هغه د لومړي وزارت له څوکۍ ګوښه او د اپوزیسیون رهبر مالکوم فریزر یې د لنډ مهال لپاره لومړی وزیر وټاکه، خو په دې شرط چې فریزر به په چټکۍ سره عمومي ټاکنې ترسره کوي. فریزر او پارلماني متحدینو یې په چټکۍ سره وړاندې له دې چې د کارګر ګوند نور پارلماني غړي د دولت له بدلون خبر شي وه یې شو کولای یاد تامیناني لوایح په سنا کې تصویب کړي او کر ته یې مشوره ورکړه چې د ټاکنو په موخه د پارلمان دواړې جرګې منحل کړي. فریزر او د هغه لیبرال ائتلاف په فدرال ټاکنو کې چې راتلونکې میاشت ترسره شوې مطلق اکثریت ترلاسه کړ.

د ګوښه کولو وقایع په اساسي قانون کې د جزیي تغیراتو لامل وګرځېدل. سنا له عرضه کولو څخه د مخنیوي په برخه کې خپل واک او ګورنر جنرال هم د دولت د وزیرانو په ګوښه کولو کې خپل واک وساته. له دې سره له دغه مهال وروسته دغه واکونه د یو دولت د ګوښه کولو لپاره نه دي کارول شوي. کر د خپلو اقداماتو له امله د کارګر ګوند د ملاتړو له پراخو نیوکو سره مخ شو، او ډېر ژر یې د ګورنر جنرالۍ له ځایګي څخه استعفا ورکړه او د خپل ژوند پاتې برخه یې په بهر کې تېره کړه.

د سي آی اې د لاسوهنې ادعا[سمول]

د کړکېچ پر مهال ویتلم ادعا وکړه چې د کونټري ګونډ (د ائتلاف غړی ګوند) مشر دوګ انتوني د متحده ایالاتو د مرکزي اطلاعاتو له ادارې سره نږدې اړیکې لري. وروسته بیا دا ادعا وشوه چې کر د متحده ایالاتو د دولت په مشوره د ویتلم د ګوښه کولو په برخه کې اقدام کړی. تر ټولو مشهوره ادعا ده چې د مرکزي اطلاعاتو ادارې (CIA) د کر په پرېکړې اغېز لرلی. په ۱۹۶۶ زکال کې کر د کلتوري آزادۍ د کانګرس په نامه له محافظه کارې ډلې سره یوځای شو چې په پټه یې له CIA بودیجه ترلاسه کوله. کریسټوفربویس چې شوروي اتحاد ته په جاسوسۍ محکوم شوی و، وویل چې CIA د ویتلم د ګوښه کولو غوښتونکې وه ځکه هغه ګواښ کړی و چې په اسټرالیا کې به د متحده ایالاتو پوځي اډې له دې ډلې الیس سپرینګز ته نږدې د CIA پین ګپ پوځي اډه به تړي. بویس د ویتلم د ګوښه کولو پر مهال د متحده ایالاتو د دفاعي صنعت قراردادي کارکوونکی و چې ۲۲ کاله عمر یې درلود. هغه څرګنده کړه چې CIA به کر «زموږ د سړي؛ کر» په توصیف کاوه. [۱][۲][۳]

له وال سټریټ ژورنال څخه د جاناتان کویټني په خبره CIA «د کر د سفر لګښت ورکړ، د هغه شخصیت یې جوړ کړ... کر همدارنګه له CIA سره خپله اړیکه د پیسو لپاره ساتله». په ۱۹۷۴ زکال کې سپینې ماڼۍ مارشال ګرین د سفیر په توګه اسټرالیا ته ولېږه هغه چې په ۱۹۶۵ زکال کې د اندونیزیا د ولسمشر سوکارنو پر وړاندې په کودتاه کې د اصلي رول لرلو له امله د «کودتاچي» په نوم پېژندل کېده. ویتلم وروسته ولیکل چې کر د CIA هېڅ ډول تشویق ته اړتیا نه لرله. له دې سره هغه همدارنګه څرګنده کړه چې په ۱۹۷۷ زکال کې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال، وارن کریسټوفر، له هغه سره د لیدنې په موخه سیډني ته سفر وکړ او د متحده ایالاتو د ولسمشر جیمي کارتر په استازولۍ یې هغه ته وویل چې لیواله دی له هر هغه دولت څخه چې اسټرالیايي وګړي یې ټاکي، مرسته وکړي او متحده ایالات به هېڅکله د اسټرالیا په دیموکراتیکو بهیرونو کې لاسوهنه وه نه کړي. کر هم د CIA لاسوهنه رد کړ او د هغه په خصوصي مکاتباتو کې پر هغو شاهدي ورکونکی هېڅ مدرک وه نه موندل شو. همدارنګه د اسټرالیا د استخباراتو د ادارې پخواني ریس اډوارډ ووډوارډ هم د CIA لاسوهنه رد کړې. قاضي رابرټ هوپ چې دوه ځله یې د سلطنتي کمیسار په توګه د اسټرالیا د استخباراتي بنسټونو اړوند څېړنه کړې په ۱۹۹۸ زکال کې یې هڅه وکړه داسې شاهد پیدا او له هغه سره مرکه وکړي چې د کلیسا په کمرو کې د ویتلم د ګوښه کولو اړوند د CIA د لاسوهنې د شواهدو اړوند شاهدي ورکړي خو وه یې نشو کولای دغسې شاهد او یا شواهدو ته لاسرسی ومومي. په ۲۰۱۵ زکال کې اسټرالیایي تاریخ لیکونکي پیټر اډوارډز دغه ادعا چې نوموړي «د توطئې تل پاتې تیوري» بلله رد کړه. [۴][۵][۶][۷][۸][۹]

د کر او د ملکې د ځانګړي سکرتر مارتین چارتریس تر منځ محرمانه مکاتبات چې د ۲۰۲۰ زکال په جولای میاشت کې خپاره شول ښيي چې کر ویلي چې د CIA د لاسوهنې ادعا بې اساسه ده او په دوامداره توګه یې ولیعهد ته په خپلې وفاداراۍ ټینګار کړی. [۱۰]

عامه کلتور[سمول]

په ۱۹۸۳ زکال کې د ګوښه کولو (The Dismissal) په نوم لنډ سریال د ۱۹۷۵ زکال د اسټرالیا د اساسي قانون د بحران وقایع نندارې ته وړاندې کړل. په دغه سریال کې مکس فیپس د ویتلم، جان میلون د کر او جان سټانټون د فریزر په توګه رول لوبولی دی. [۱۱]

سرچينې[سمول]

  1. (په 23 October 2014 باندې). The British-American coup that ended Australian independence. The Guardian.
  2. Whitlam dismissal: Queen, CIA played no role in 1975, Paul Kelly and Troy Bramston, The Australian, 26 December 2015
  3. (په 23 October 2014 باندې). The British-American coup that ended Australian independence. The Guardian.
  4. (په 23 October 2014 باندې). The British-American coup that ended Australian independence. The Guardian.
  5. Whitlam dismissal: Queen, CIA played no role in 1975, Paul Kelly and Troy Bramston, The Australian, 26 December 2015
  6. (په 22 December 2015 باندې). Arthur Tange, the CIA and the Dismissal. The Strategist. Australian Strategic Policy Institute
  7. Hope, Robert (10 July 1998). "Robert Marsden Hope interviewed by John Farquharson in the Law in Australian society oral history project [sound recording]". Trove (National Library of Australia). د لاسرسي‌نېټه ۱۶ جولای ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Terrorist threat heightened, former spy boss says, Australian Broadcasting Corporation, 7.30 Report, 11 October 2005. Accessed 23 July 2009. Archived 25 July 2009.
  9. Whitlam 1997، صص. 49–50.
  10. "'Don't ever write and preach to me again': One missive in the Palace letters broke all the rules". www.abc.net.au (په انګلیسي ژبه کي). 18 July 2020. مؤرشف من الأصل في ۲۱ جولای ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ جولای ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Best Australian miniseries of the 1980s to rediscover (په انګلیسي ژبه کي), 2019-08-23, د لاسرسي‌نېټه ۰۸ اپرېل ۲۰۲۱ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)