د استراليا اقتصاد

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د استراليا اقتصاد
څنګزنې وېشنيزېeconomy of Oceania
هېوادآسټراليا
ځایآسټراليا
CurrencyAustralian dollar

استراليا یو پرمختللی هېواد دی چې د مخلوط بازار اقتصاد لري. تر ۲۰۲۱ز کال پورې، استراليا د اسمي جي ډي پي (کورنی ناخالص تولید) له نظره ديارلسم ستر ملي اقتصاد و، د پي پي پي پر بنسټ تنظیم شوي جي ډي پي له نظره اتلسم ستر هېواد، د توکو د صادرولو پر بنسټ پنځه ويشتم ستر هېواد او د توکو د واردولو له نظره شلم ستر هېواد و. استراليا په پرمختللې نړۍ کې، د ۲۰۱۷ز کال د مارچ مياشتې په مالي ربعه کې د تر ټولو اږدې پرله پسې «جي ډي پي» ودې تاريخ لري. دا په استراليا کې دتخنيکي سوړبازارۍ (د منفي ودې دوه پرله پسې ربعې) څخه وروسته يو سل او درېيمه ربعه او شپږ ويشتم کال و. د ۲۰۲۱ز کال د جون تر مياشتې د دې هېواد «جي ډي پي» ۱.۹۸ تريليونه استراليايي ډالره اټکل شوې وه.[۱][۲][۳][۴][۵][۶]

د استراليا په اقتصاد کې د دې هېواد د چوپړتياوو برخه پياوړې ده، کومې برخې چې په ۲۰۱۷ز کال کې د دې هېواد ۶۲.۷٪ جي ډي پي جوړوله او د دې هېواد د کارګر ځواک ۷۸.۸٪ پکې په کار بوخت و. استراليا د طبيعي سرچينو د مجموعي اټکل له مخې لسم لوړه درجه ځای لري چې په ۲۰۱۷ز کال کې يې ارزښت ۱۹.۹۸ تريليونه امريکایي ډالرو ته رسېد. په ۲۰۰۹-۱۰ز کال کې د کان کيندنې د لوړې کچې پر مهال، د کان کيندنې صنعت اضافه شوی مجموعي ارزښت يې د جي ډي پي ۸.۴٪ و. سره له دې چې په وروستيو کې د کان کيندنې په برخه کې کمښت راغلی، د استراليا اقتصاد بيا هم پياوړی او ثابت پاتې شو او له ۱۹۹۱ څخه تر ۲۰۲۰ز کال يې کوم ډول سوړبازاري نه ده تجربه کړې.[۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

د کورني بازار پانګونې له اړخه په سيډني کې د استراليا د وثايقو بازار په نړۍ کې د ونډو شپاړسم ستر بازار دی او د اسيا پیسيفيک په سيمه کې د سود لوړې اندازې تر لاسه کوونکي بازارونو څخه يو دی. د استراليا په ځينو سترو شرکتونو کې «Commonwealth Bank, BHP, CSL, Westpac, NAB, ANZ, Fortescue Metals Group, Wesfarmers, Macquarie Group, Woolworths Group, Rio Tinto, Telstra, Woodside Energy» او «Transuban» شامل دي. د استراليا او د دې هېواد د اړوندو سيمو دودپيسه استراليايي ډالر دی، کومه دودپيسه چې د ګڼو پسيفيک هېوادونو سره شريکه ده.[۱۴][۱۵][۱۶]

د استراليا اقتصاد د ختيځې او سويل ختيځې اسيا له هېوادونو سره پياوړی تړاو لری، کوم چې د « ASEAN Plus Three» (APT) په نوم هم پېژندل کېږي، په ۲۰۱۶ز کال کې يې له دې هېوادونو سره د صادراتو کچه ۶۴٪ وه. په ځانګړي ډول چين په ستر توپير سره د استراليا د صادراتو او وارداتو شريک دی. دا هېواد همدا راز له ASEAN، کاناډا، چيلي، چين، سويلي کوريا، ماليزيا، نيوزيلينډ، پيرو، جاپان، سينګاپور، تايلينډ او متحده ايالاتو سره د ازادې سوداګرۍ تړونونه هم لري. له نيوزيلينډ سره « ANZCERTA » تړون د  نيوزلينډ له اقتصاد سره په ګډېدو کې زياتوالی راوستی او په ۲۰۱۱ز کال کې يوه طرحه موجوده وه چې تر ۲۰۱۵ز کال يو واحد استراليايي بازار جوړ کړي.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

تاريخ[سمول]

شلمه پېړۍ[سمول]

د ۱۹۰۱-۲۰۰۰ز کلونو مودې لپاره د استراليا په کلني ډول د منځنۍ کچې «جي ډي پي» اندازه ۳.۴٪ وه. د ډېرو ګاونډيو سويل ختيځ اسيايي هېوادونو په خلاف د خپلواکۍ پر لور جريان په پرتليز ډول سوله ييز و او په همدې بنسټ يې پر اقتصاد  او د ژوند پر معيار د پام وړ منفي اغېز نه درلود. د ۱۹۲۰ز لسيزې پر مهال وده خپل اوج ته ورسېده، ورپسې په ۱۹۵۰ او ۱۹۸۰ز لسيزو کې وده پر مخ ولاړه. خو له بلې خوا د ۱۹۲۰ز لسيزې وروستۍ د ۱۹۲۰ز، ۱۹۳۰ز لومړۍ، د ۱۹۷۰ز او ۱۹۹۰ز لسيزې د بحران ښکار وې.[۲۳]

اقتصادي ازادي[سمول]

د ۱۹۸۰ز لسيزې له لومړيو څخه راپدېخوا، د استراليا اقتصاد وخت په وخت له اقتصادي ازادۍ څخه تېر شوی. په ۱۹۸۳ز کال کې،  استراليايي ډالر عام کړای شو او مالي قيودات لرې کړای شول، دا مهال «باب هاک» لومړی وزير و، خو دا چاره په بنسټيز دول د خزانې د وزير «پال کيټنګ» له خوا پر مخ یوړل شوه.

د ۱۹۹۰ز لسيزې د لومړيو سوړبازاري[سمول]

د ۱۹۹۰ز لسيزې په لومړيو کې سوړبازاري د ۱۹۸۷ز کال د اکتوبر مياشتې له «بليک منډی» (په دې ورځ د ونډو بازار په ناڅاپي دول سقوط کړی و) وروسته په تېزۍ سره مخ په وړاندې راغله، لامل يې په غېر معمولي ډول د ونډو بازار سقوط و، د کوم له امله چې د «ډاو جونز» په صنعتي اوسط ۲۲.۶٪ وغورځېد. دا سقوط، کوم چې د ۱۹۲۹ز کال د ونډو بازار له سقوط څخه لوی و، نړيوال اقتصاد وکولای شول په غوره طريقې سره يې سمبال کړي او د ونډو بازار په تېزۍ سره بېرته ورغېد. خو په شمالي امريکا کې، د لرګيو سپما او د پورونو صنعت له زوال سره مخ شو، د کوم په پايله کې چې د سپما او پور بحران منځ ته راغی، کوم چې د متحده ايالاتو د ميلیونونه وګړو سوکالي له ګواښ سره مخ کړه. له دې وروسته سوړبازارۍ د استراليا په ګډون په ډېرو هغو هېوادونو اغېز وکړ چې له متحده ايالاتو سره په اړيکه کې وو. «پال کيټينګ»، څوک چې هغه مهال د خزانې مسئول و، مشهوره ده چې دې سوړبازارۍ ته يې په دې توګه اشاره وکړه چې «هغه سوړبازاري چې استراليا بايد ورسره مخ شوی وای». د سوړبازارۍ پر مهال، «جي ډي پي» کې ۱.۷٪، په روزګار کې ۳.۴٪ کمښت راغی او بې روزګارۍ کچه له ۱۰.۸٪ څخه لوړه شوه. په هر حال، سوړبازارۍ د اوږدمهالي پړسوب د اندازې د تمې په کمولو کې مرسته وکړه او استراليا په ۱۹۹۰ز لسيزې څخه تر اوسه پورې د تر ټولو کم پړسوب چاپيريال ساتلی دی (پړسوب يا د پيسو پړسوب چې انفلاسيون يې بولي، هغه حالت دی چې د پيسو ارزښت کم شي، په ډېرو پيسو کم توکي رانيول کېدای شي، په عادي اصطلاح کې يې د قيمتۍ يا ګرانۍ په توګه بللای شو).[۲۴][۲۵]

کان کيندنه[سمول]

د کانونو راسپړلو د استراليا په اقتصادي وده کې زياته ونډه درلودلې، په ۱۸۴۰ز کال کې د سرو زرو د لټون لپاره له زياتو هلو ځلو نيولې بيا تر نن ورځې پورې. د څارويو ساتنې او کان کيندنه کې د لوړې ګټې فرصتونو په زیاته اندازه برتانوي پانګې خپل ځان ته راجلب کړې، په داسې حال کې چې د ترانسپورت، مخابراتو، او ښاري زېربناوو لپاره له ډېرو دولتي لګښتونو څخه مرسته ورسېده، کوم چې همدا راز تر ډېره بريده په برتانوي مالي تمويل متکي و. څومره چې اقتصاد پراخېدو، په زیاته پيمانه کډوالۍ د مزدورانو مخ په زیاتېدو غوښتنه پوره کړه، په ځانګړي ډول په ۱۸۴۰ز کال کې په ختيځو سيمو کې د مجرمانو د نقل او حرکت له پای ته رسولو وروسته. د استراليا د کان کيندنې کارونو په پرله پسې ډول اقتصادي وده خوندي کړه او لويديځې استراليا په ۱۹۶۰ او ۱۹۷۰ز لسيزو کې د خامې وسپنې او سرو زرو له کانونو څخه زیاته ګټه پورته کړه، کوم چې د لوېديځې استراليا په مرکز او تر ټولو زيات نفوس لرونکي ښار «پرت» او همدا راز نورو سیمه يیزو مرکزونو کې د کليوالي ابادۍ او توکومصرفول زيات کړل.

نړيوال مالي بحران[سمول]

د استراليايي حکومت هڅونکې (په خوځښت راوستونکې) بستې (۱۱.۸ ميليارده ډالره) د سوړبازارۍ په مخنیوي کې مرسته وکړه.[۲۶]

نړيوال بانک تمه درلوده چې په ۲۰۱۱ز کال کې به د استرالیا د جي ډي پي وده ۳.۲٪ او په ۲۰۱۲ز کال کې ۳.۸٪ وي. د ۲۰۱۱ز کال په څلورمه ربعه کې اقتصاد ۰.۴٪ پراخه شو او د ۲۰۱۲ز کال په لومړۍ ربعه کې ۱.۳٪ پراخه شو. کال په کال د ۴.۳٪ ودې راپور ورکړل شوی و.[۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

د ۲۰۱۲ز کال کې د پيسو نړيوال صندوق وړاندوينه کړې وه چې په راتلونکو دوه کلونو کې به استراليا د نړۍ په کچه تر ټولو ښه فعاليت ښودونکو سترو پرمختللو اقتصادونو څخه وي؛ د استراليا د حکومت د خزانې وزارت وړاندوينه کړې وه چې «په ۲۰۱۲ کې د ۳.۰٪ او په ۲۰۱۳ کې د ۳.۵٪ ودې وړاندوينه کېدای شي»، د ۲۰۱۲ز کال د اپريل په مياشت کې د استراليا ملي بانک د استراليا لپاره د خپلې ودې وړاندوينه له ۳.۲٪ څخه کمه او ۲.۹٪ کړه، او «جی پي مورګن» د ۲۰۱۲ز کال د مۍ په مياشت کې د خپلې ودې وړاندوينه په ۲۰۱۲ کال کې د پخوانۍ وړاندوينې ۳.۰٪ څخه کمه او ۲.۷٪ کړه، همدا راز د ۲۰۱۳ز کال لپاره يې خپله وړاندوينه له ۳.۳٪ څخه کمه او ۳.۰٪ کړه. د ۲۰۱۲ز کال د اګست په مياشت کې « Deutsche Bank» او د ۲۰۱۲ز کال په اکتوبر کې « Société Générale»، خبرداری ورکړ چې په ۲۰۱۳ز کال کې په استراليا کې د سوړبازارۍ خطر شته.[۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]

په داسې حال کې چې په ټوليز ډول د استراليا ملي اقتصاد وده وکړه، ځينو هغو ايالتونو چې کان کيندونه يې نه درلوده او د استراليا ځېنې هغو اقتصادونو چې پر کان کېندنې نه و وړلا، له سوړبازارۍ سره مخ شول. [۳۶][۳۷][۳۸]

سرچينې[سمول]

  1. Nieuwenhuysen, John; Lloyd, Peter; Mead, Margaret (2001). Reshaping Australia's Economy: Growth with Equity and Sustainability. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 179. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0521011204. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "GDP ranking". World Bank Open Data. World Bank. April 2019. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ مې ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "GDP ranking, PPP based". World Bank Open Data. World Bank. 25 April 2019. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ مې ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "AUSTRALIA-OCEANIA :: AUSTRALIA". The World Factbook. CIA. 6 September 2017. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ سپټمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Bagshaw, Eryk; Massola, James (7 June 2017). "GDP: Australia grabs record for longest time without a recession". The Sydney Morning Herald. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ سپټمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Key economic indicators". Australian Bureau of Statistics. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Industry Insights". Office of the Chief Economist. Department of Industry, Innovation and Science. 22 May 2018. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۸ فبروري ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ جنوري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Anthony, Craig (25 June 2019). "10 Countries with the Most Natural Resources". Investopedia. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Mining Industry – Economic Contribution". ABS. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ اپرېل ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Aussie jumps on surprising economic strength". The Sydney Morning Herald. 2 March 2016. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۲ مارچ ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ مارچ ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Economy puts aside post-mining boom blues". Nine Network News. 2 March 2016. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ مارچ ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Australia goes 25 years with recession". BBC. 1 March 2017. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ جولای ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Australia suffers first recession in 29 years". CNN. 3 June 2020. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ جولای ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Australia is a top 20 country". Australian Government: Department of Foreign Affairs and Trade. 18 May 2017. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۶ سپټمبر ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ سپټمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Corporate Overview". Australian Securities Exchange. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۷ اپرېل ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ سپټمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "ASX Listed Companies (Full List) - Market Index". MarketIndex.com.au (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۴ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Thirlwell, Mark (16 June 2017). "Australia's export performance in 2016". Austrade. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۸ اپرېل ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ سپټمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Tan, Weizhen (29 December 2020). "Australia's growth may 'never return' to its pre-virus path after trade trouble with China, says economist". cnbc.com. CNBC. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ فبروري ۲۰۲۱. China is by far Australia’s largest trading partner, accounting for 39.4% of goods exports and 17.6% of services exports between 2019 and 2020, research firm Capital Economics said. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "International agreements on trade and investment". Austrade. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۵ جون ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ سپټمبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Free trade agreements – rules of origin". Australian Customs and Border Protection Services. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ فبروري ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Peru-Australia Free Trade Agreement". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "Australia New Zealand Closer Economic Agreement (ANZCERTA)". Austrade.gov.au. 1 January 2007. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ جون ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ سپټمبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Baten, Jörg (2016). A History of the Global Economy. From 1500 to the Present. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 288. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781107507180. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Paul Keating – Chronology Archived 26 September 2011 at the Wayback Machine. at australianpolitics.com
  25. "The real reasons why it was the 1990s recession we had to have". The Age. 2 December 2006. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۲ اپرېل ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ جنوري ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Junankar, P. (2013). "Australia: The Miracle Economy". IZA Discussion Papers 7505, Institute for the Study of Labor (IZA). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. (په 6 June 2012 باندې). GDP growth surges 1.3pc for first quarter. The Australian.
  28. (په 7 March 2012 باندې). Australia's economy expands 0.4% in the fourth-quarter. BBC News.
  29. "Australia Posts 1.3% GDP; Aussie Dollar Soars". International Business Times. 6 June 2012. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۸ جون ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ جولای ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. "World Bank expects Australian GDP growth of 3.2% in 2011 and 3.8% in 2012 | The Stump". Blogs.crikey.com.au. 13 January 2011. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۶ جنوري ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ جولای ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. (په 21 August 2012 باندې). Deutsche Bank Warns of Australian Recession Risk. The Wall Street Journal.
  32. "Dylan Price predicts an Australian recession in 2013". Business Insider. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. (په 24 May 2012 باندې). JP Morgan Cuts Australian 2012 GDP Forecast To 2.7% Vs 3.0%. The Wall Street Journal.
  34. "NAB Cuts Australia's Growth Forecast to 2.9%". International Business Times. 11 April 2012. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۳ اپرېل ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ جولای ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. "Australian economy to outperform the world: IMF". Special Broadcasting Service. Australian Associated Press. 18 April 2012. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۳ اپرېل ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ جولای ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. . National economy grows but some non-mining states in recession. The Conversation.
  37. Syvret, Paul (په 7 April 2012 باندې). Mining punches through recession. Courier Mail.
  38. . Non-mining states going backwards. ABC