دیارلس مستعمرې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
دیارلس مستعمرې
Subclass ofadministrative territorial entity، former administrative territorial entity، human-geographic territorial entity، political territorial entity
برخه دد بریتانیا سترواکي، امپراتوري
بنسټ ايښودنه۱۴ی مې ۱۶۰۷
Facet ofcolonization of the United States
Native labelThirteen Colonies
Official languageانگليسي
لووچهشمالي امريکا
هېوادد لویې بریتانیا پاچاهي
د وگړو شمېر۲٬۴۰۰٬۰۰۰
ځايناستید امریکا متحده ایالات
Dissolved, abolished or demolished date۴ی جولای ۱۷۷۶

دیارلس مستعمرې چې د دیارلسو بریتانوي مستعمرو، د امریکا د دیارلسو مستعمرو یا هم د متحدو مستعمرو په نوم یاديږي، د شمالي امریکا په اتلانتیک سمندرغاړو کې د بریتانیا مستعمرې وې. هغوی په ۱۷مه او ۱۸مه پېړۍ کې رامنځته شوې، چې د ۱۷۷۵ کال په اپرېل کې يې د امریکا له انقلابي جګړې سره پيل وکړ او د ۱۷۷۶ کال په جولای کې يې د امریکا متحده ایالات رامنځته او د بشپړې خپلواکۍ اعلان یې وکړ. د استقلال له اعلام څخه لږ مخکې دیارلس مستعمرې په‌خپله دودیزه بسته‌بندۍ کې دا وې: نیوانګلنډ (نیوهمپشایر، ماساچوسېټ، روډ ایلنډ، کانکټيکاټ)؛ منځنۍ (نیویارک، نیوجرسي، پنسیلوانیا، ډېلاور)؛ سویلي (ماري‌لنډ؛ وېرجینیا؛ شمالي کارولینا؛ سویلي کارولینا او جورجیا). له دې سره چې دې ټولو مستعمرو اړتیا لرله تر څو له اقتصادي پلوه صرفه وکړي، د نیوانګلنډ او همدارنګه د ماري‌لنډ او پنسلوانیا مستعمرو رامنځه کېدل اساساً د مذهبي چارو په اړه د هغوی د بنسټ اېښودونکو د اندېښنې له امله وو. ګڼې نورې مستعمرې د اقتصادي او سوداګریزې پراختیا په موخه رامنځته شوې. منځنۍ مستعمرې په یوه پخوانۍ هالنډي مستعمره کې په هالنډ کې رامنځته شوې. ټولې دیارلس واړه مستعمرې په نوې نړۍ کې د بریتانیا نیول شوې ځمکې وې، چې کاناډا فلورېډا او د کارابین سیند هم په‌کې شاملېدل.[۱][۲][۳][۴]

د استعماري نفوس شمېر د ۱۶۲۵ او ۱۷۷۵ کلونو تر منځ نږدې له ۲۰۰۰ څخه تر ۲.۴ میلیون کسانو ته ورسېد او لرغوني امریکایان یې بې کوره کړل. په دې نفوس کې هغه کسان شامل وو چې د غلامۍ د یو سیستم په واسطه چې تر انقلابي جګړې مخکې د امریکا په ټولو مستعمرو کې قانوني و اداره کېدل. د بریتانیا دولت په اتلسمه پېړۍ کې خپل مستعمرات د مرکانتلیزم سیاست له مخې اداره کول، چې په هغه کې به مرکزي دولت خپلې شتمنۍ د مور هېواد د اقتصادي ګټو لپاره اداره کولې.[۵]

دیارلسو مستعمرو د خپلې – حکومت‌ولۍ او د فعالو سیمه‌ييزو ټاکنو لوړه درجه لرله او د ډېر کنترول لپاره د لندن د ډېرو غوښتنو پر وړاندې ودرېدې. د هند او د هغوی د هندي متحدینو خلاف د فرانسې او هند جګړه (۱۷۵۴-۱۷۶۳) د بریتانیا او دیارلسو مستعمرو تر منځ د مخ پر زیاتېدونکو فشارونو لامل شوه. د ۱۷۵۰مې لسیزې په بهیر کې مستعمرو له بریتانیا سره د مستقیمې معاملې پر ځای له یو بل سره همکاري پيل کړه. د استعماري چاپ‌‌ماشینونو او ورځپاڼو په مرسته دا د مستعمرې تر منځ فعالیتونه شریک شول او د امریکا د متحد هویت حس یې دود کړ چې د انګرېزانو په څېر استعماریانو د حقونو په ځانګړې ډول له استازي پرته د نه مالیې اصل د ژغورنې لامل شو. د حقوقو او مالیاتو پر سر د بریتانیا له دولت سره نښته د امریکا د انقلاب لامل شوه چې په ترڅ کې يې مستعمرو په ګډه د یو براعظمي ګانګرېس د جوړولو لپاره کار وکړ. استعماریان د امريکا د انقلاب په جګړه کې (۱۷۷۵-۱۷۸۳) د فرانسې پاچاهۍ او تر يوې کچې د هالنډ جمهوریت او د اسپانیې پاچاهۍ په مرسته وجنګېدل.[۶]

د بریتانیا مستعمرې[سمول]

په ۱۶۰۶ کال کې د انګلستان پاچا لومړي جېمز په امریکا کې د دايمې استوګنې په موخه پلېموث او لندن شرکتونو ته منشورونه وسپارل. د لندن کمپنۍ په ۱۶۰۷ کال کې د وېرجینیا مستعمره رامنځته کړه چې په دې براعظم کې د انګلیس لومړنۍ مستعمره وه. د پلېموث شرکت د کېنېبېک پر سیند د پوفام مستعمره جوړه کړه خو عمر یې کم و. د نیوانګلنډ لپاره د پليموث شورا له څو استعماري پروژو څخه ملاتړ وکړ چې په ۱۶۲۰ کال کې له پليموث مستعمرې سره خپلې اعظمي کچې ته ورسېدې د انکلیسي پيوریتان جلا غوښتونکو له‌خوا چې نن ورځ د پېل‌ګرم /زیارت‌کوونکو په نوم یاديږي مېشته شوه. هالنډیانو، سويډنیانو او فرانسویانو له انګلیسانو سره هم‌مهاله بریالۍ امریکايي مستعمرې جوړې کړې خو په پای کې د انګلیس د تاج او تخت تر واکمنۍ لاندې راغلې. دیارلس مستعمرې په ۱۷۳۲ کال کې د جورجیا ایالت له رامنځته کولو سره بشپړې شوې، که څه هم «د دیارلسو مستعمرو» اصطلاح د امریکا د انقلاب په محتوا کې دود شوه.

په لندن کې له ۱۶۶۰ کال څخه پيل شوې، ټولې مستعمرې د سویلي څانګې په نوم د یوې ایالتي او د کرنې او سوداکرۍ هیئت په نوم د یوې خصوصي شورا له‌خوا اداره کېدې. په ۱۷۶۸ کال کې د امریکا لپاره يوه ځانګړې ایالتي څانګه رامنځته شوه خو په ۱۷۸۲ کال کې کله یې چې مسؤلیت د کورنیو چارو وزارت پر غاړه واخیست منحل شوه.[۷]

د نیو انګلنډ مستعمرې[سمول]

  1. د ماساچوسېټ خلیج ولایت چې په ۱۶۹۱ کال کې د سلطنتي مستعمرې په توګه منصوب شو
    • د پاپهام مستعمره، چې په ۱۶۰۷ کال کې رامنځته او په ۱۶۰۸ کال کې پرېښودل شوه
    • د پليموث مستعمره، چې په ۱۶۲۰ کال کې رامنځته او په ۱۶۹۱ کال کې د ماساچوسېټ خلیج له مستعمرې سره یوځای شوه
    • د مېن ولایت، په ۱۶۲۲ کال کې د نیوانګلنډ شورا له‌خوا د اختراع حق ترلاسه کړ او په ۱۶۳۹ کال کې د لومړي چارلس له‌خوا بیاځلی دا حق ورکړل شو؛ په ۱۶۵۸ کال کې د پلیموث مستعمرې له‌خوا جذب شوه
    • د ماساچوسېت د خلیج مستعمره چې په ۱۶۲۸ کال کې رامنځته او په ۱۶۹۱ کال کې د پلیموث له مسعتمرې سره یوځای شوه
  2. د نیو همپشایر ولایت چې په ۱۶۲۹ کال کې رامنځته او په ۱۶۴۱ کال کې د ماساچوسېټ خليج له مستعمرې سره یوځای شو؛ په ۱۶۷۹ کال کې د سلطنتي مستعمرې په توګه منصوبه شوه. 3
  3. د کانیکتیکاټ مستعمره، په ۱۶۳۶ کال کې رامنځته او په ۱۶۶۲ کال کې د سلطنتي مستعمرې په توګه منصوبه شوه
    • د سې‌بروک مستعمره، په ۱۶۳۵ کال کې رامنځته او په ۱۶۴۴ کال کې له کانکتیکاټ مستعمرې سره یوځای شوه
    • د نیو هوېن مستعمره چې په ۱۶۳۸ کال کې رامنځته او په  ۱۶۶۴ کال کې له کانکتیکاټ مستعمرې سره یوځای شوه.
  4. د ایلنډ روډ مستعمره په ۱۶۶۳ کال کې د سلطنتي مستعمرې په توګه منصوبه شوه
    • د پرووېډینس پلنټېشن مستعمره په ۱۶۳۶ کال کې د راجر وېلیمز له‌خوا رامنځته شوه
    • پورتسموت د جان کلارک، وېلیم کډینګتون او نورو له‌خوا په ۱۶۳۸ کال کې رامنځته شوه
    • نیورپورت په ۱۶۳۹ کال کې د کډوالو تر منځ د وېش او اختلاف وروسته په پروتسموت کې رامنځته شوه
    • واروېک په ۱۶۴۲ کال کې د ساموئل ګورټون له‌خوا رامنځته شوه
    • دا څلور مېشت ځایونه په ۱۶۶۳ کال کې په یوه سلطنتي مستعمره کې ادغام شول

د پلیموث، ماساچوسېټ خلیج، کانکتیکاټ او نیوهوېن مستعمرو د (۱۶۴۳-۱۶۵۴؛ نږدې ۱۶۷۵-۱۶۸۰) کلونو تر منځ د نیو انګلنډ کنفېدراسیون جوړ کړ او د نیو انګلنډ ټولې مستعمرې د نیوانګلنډ په واک کې شوې (۱۶۸۹-۱۶۸۶).

منځنۍ مستعمرې[سمول]

  1. د ډېلاور مستعمره (تر ۱۷۷۶ کال مخکې په ډېلاور کې لږې کاونتۍ (تر ټولو کوچنی اداري واحد))، په ۱۶۶۴ کال کې د اختصاصي مستعمرې په توګه رامنځته شوه
  2. د نیویارک ولایت چې په ۱۶۶۴ کال کې د یوې اختصاصي مستعمرې په توګه رامنځته شو؛ په ۱۶۸۶ کال کې د سلطنتي مستعمرې په توګه منصوبه شوه؛ چې د نیوانګلنډ تر واکمنۍ لاندې وه (۱۶۸۶-۱۶۸۹)
  3. د نیوجرسي ولایت، په ۱۶۶۴ کال کې د یوې اختصاصي مستعمرې په توګه رامنځته شو؛ په ۱۷۰۲ کال کې د سلطنتي مستعمرې په توګه منصوب شو
    • ایست جرسي په ۱۶۷۴ کال کې رامنځته او په ۱۷۰۲ کال کې ویست جرسي سره یوځای شوه تر څو بیاځلي د نیوجرسي ولایت جوړ کړي؛ چې د نیوانګلنډ په خاوره کې ځای پرځای شوه
    • ویست جرسي، په ۱۶۷۴ کال کې رامنځته او په ۱۷۰۲ کال کې ویست جرسي سره یوځای شوه تر څو بیاځلي د نیوجرسي ولایت جوړ کړي؛ چې د نیوانګلنډ په خاوره کې ځای پرځای شوه
  4.   .8 د پنسلوانیا ولایت، په ۱۶۸۱ کال کې د یوې اختصاصي مستعمرې په توګه رامنځته شوه

سرچينې[سمول]

  1. Galloway, 1780, p. 57
  2. Gibbes, 1862, S.C. Journal, p. 461
  3. "The 13 Colonies". HISTORY (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه May 11, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Fradera, Josep M. (2020). "1780–1880: A Century of Imperial Transformation". In Tomich, Dale W. (المحرر). Atlantic Transformations: Empire, Politics, and Slavery during the Nineteenth Century. Albany, New York: SUNY Press. د کتاب پاڼي 1–19. LCCN 2019049099. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781438477848. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Rodriguez, 2007, p. 88
  6. Middleton, Richard; Lombard, Anne (2011). Colonial America: A History to 1763 (الطبعة 4th). Chichester, England: Wiley-Blackwell. OCLC 682892448. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4051-9004-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Foulds, Nancy Brown "Colonial Office". The Canadian Encyclopedia.   Archived March 4, 2016, at the Wayback Machine.