دیارلسم پاپ لیو
نوموړی د خپل عقلپاله لید او د عصري تفکر په اړه د کاتولیکې کلیسا د دریځ د تعریف د هڅو له امله شهرت لري. د ۱۸۹۱ کال د Rerum novarum (په نړۍ کې انقلابي بدلون) تر نوم لاندې په خپل مشهور لیک کې نوموړي د کارګرانو حقونه د عادلانه مزد، خوندي کاري شرایطو، او د سوداګریزو اتحادیو د جوړولو په برخه کې بیان کړل، پداسې حال کې چې د مالکیت او آزاد کار حقونه یې تاییدوي، د سوسیالیزم او آزاد کپیتالیزم مخالفت و. د دې لیک له امله، نوموړي د "سوسیال پاپ" او "د کارګرانو پاپ" په نوم مشهور شو، د کلیسا په ټولنیز لیدلوري کې یې د عصري فکر بنسټونه هم رامنځ ته کړل، چې د خپلو ځایناسو افکار یې تر اغېز لاندې راوستل. نوموړي د کاتولیکې کلیسا مریم پوهنه (ماریولوژي) تر اغېز لاندې راوسته او تسبېح او چپنې ته یې وده ورکړه. له ټاکل کېدو سره سم، نوموړي سمدلاسه د تومیزم (توماس اکویناس پلوي یا د توماس اکویناس خدای پېژندنه) د بېرته ژوندي کولو هڅه وکړه، او غوښتل یې چې دا د کاتولیکې کلیسا لپاره د رسمي دیني او فلسفي بنسټ په توګه راوړي. په پایله کې، نوموړي په ۱۸۷۹ کال کې د ایډیټیو لیونینا (Editio Leonina) چې د توماس اکویناس اثر دی، مالي ملاتړ کړ. دیارلسم لیو په ځانګړې توګه د خپل د باور له امله شهرت لري چې په ټولنیز - سیاسي ډګر کې د کلیسا فعالیت هم د ټولنیز عدالت د وسیلې په توګه د کلیسا حیاتي ماموریت او د انسان د حقونو او عزت ساتل دي. دیارلسم لیو په تسبېحو باندې د یوولسو پاپي لیکنو ریکارډ خپور کړ، چې نوموړي ته یې د "تسبېحو پاپ" لقب ورکړ. د دې تر څنګ، نوموړي دوه نوي مریمي چپنې تصویب کړې او لومړی پاپ و چې مریم یې د شفاعت کوونکی په توګه په بشپړه توګه و منله. هغه لومړنی پاپ و چې په پاپي ایالاتونو، چې په ۱۸۷۰ کلونو کې منحل شول، هېڅکله کوم کنټرول نه درلود. همدارنګه، د هغه زیاتره سیاستونه د پاپي ایالتونو د له لاسه ورکولو د مخنیوي په لور وو تر څو د غیر روحاني واک له لاسه ورکول حل کړي، خو بیا یې هم رومي ستونزې (د پاپ د غیر روحاني قدرت په اړه شخړه) ته دوام ورکړ. په ۱۹۰۳ کال کې له مړینې وروسته، نوموړی د سینټ پیټر کلیسا په یوه لاندې کوټه کې ښخ شو چې ورسته په ۱۹۲۴ کال کې د هغه پاتې شوني د سینټ جان لیټران کلیسا ته ولېږدول شو. لومړۍ ژوند او زده کړې، ۱۸۱۰ – ۱۸۳۶[سمول]نوموړي چې روم ته نږدې په کارپینټو رومانو کې نړۍ ته سترګې پرانیستې، د اشرافي لودوویکو پیکي او د هغې د مېرمې، انا پراسپري بوتزي د اوو اولادونو له ډلې شپږم و. جوزپ او جیواني بټیستا پیسي د هغه په وروڼه وو. تر ۱۸۱۸ کال پورې، هغه د خپلې کورنۍ سره په کور کې ژوند کاوه " چې دین په کې په ځمکه کې ترټولو لویه نېکمرغې ګڼل کېده، لکه څنګه چې د هغې له لارې، بښنه او خلاصون د تل لپاره ترلاسه کېدای شي." نوموړي جوزپ سره یوځای، تر ۱۸۲۴ کال پور د ویټربو په جیسوټ کالج کې زده کړه وکړه. هغه د لاتیني ژبې سره مینه درلوده او په یولس کلنۍ کې په لاتیني ژبه کې د شعرونو په لیکلو یې شهرت درلود. [۱۵][۱۶] د هغه خوندي-وروڼه: [۱۷]
هغه او جوسپ په ۱۸۲۴ کال کې روم ته وبلل شول، چې هلته یې مور د مړینې په حال کې وه. اشراف پیکي غوښتل خپل ماشومان د خپلې میرمنې له لاسه ورکولو وروسته ځان ته نږدې کړي او له همدې امله دوی په روم کې د هغه سره پاتې شول او د روم په کالېج کې یې ګډون وکړ. په ۱۸۲۸ کال کې ۱۸ کلن وینسنزو د سیکولر روحانیونو په ګټه پرېکړه وکړه، او جوسپ د جیسوټ لیکې ته ننوتل. وینسنزو د نوبیلي په اکاډمي کې ډیپلوماسي او قانون ولوست. نوموړي په ۱۸۳۴ کال کې د پاپي فتواوو په اړه د زده کونکو پریزنټشن وړاندې کړ، چې د کلیسا زیاتو مشرانو پکې برخه اخیستې وه. نوموړي د خپل پریزنټشن په خاطر، د علمي غوره والي جایزې ترلاسه کړې او د واتیکان د چارواکو پام یې ځانته راواړو. د کلیسا د مشرتابه د چارو سکرتر لامبروشینی هغه د واتیکان غونډو ته معرفي کړ. په روم کې د کولرا د ناروغۍ پر مهال، نوموړی د کلیسا د مشر سالا سره د ښار د ټولو روغتونونو د څارونکي په توګه په دندو کې مرسته وکړه. نوموړی په ۱۸۳۶ کال کې په روم کې د خدای پېژندنې دکتورا او د مدني او کلیسایي قانون دوکتورا ترلاسه کړه. [۱۸][۱۹][۲۰] سرچينې[سمول] |
- ↑ پاڼه: http://webdept.fiu.edu/~mirandas/bios1853-ii.htm#Pecci
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ پیوستون : 118727508 — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: CC0
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Leo-XIII — subject named as: Leo XIII — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
- ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6m90s1g — subject named as: Pope Leo XIII — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۵٫۰ ۵٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/8812531 — subject named as: Leo — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۶٫۰ ۶٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/leo-leo-xiii — subject named as: Leo (Leo XIII.) — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
- ↑ ODIS ID: https://www.odis.be/lnk/PS_10473 — subject named as: Vincenzo Pecci
- ↑ ۸٫۰ ۸٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID: https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0037696.xml — subject named as: Lleó XIII — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
- ↑ ۹٫۰ ۹٫۱ Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/134648 — subject named as: pape sous le nom de Léon Gioachino Vincenzo Pecci
- ↑ ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ ۱۰٫۲ Archivio Storico Ricordi person ID: https://www.digitalarchivioricordi.com/it/people/display/2348 — د نشر نېټه: ۳ ډيسمبر ۲۰۲۰
- ↑ ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ BeWeb person ID: https://www.beweb.chiesacattolica.it/persone/persona/39/ — د نشر نېټه: ۱۴ فبروري ۲۰۲۱
- ↑ ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ ۱۲٫۲ https://www.odis.be/lnk/PS_10473
- ↑ Discogs artist ID: https://www.discogs.com/artist/2723467 — subject named as: Pope Leo XIII
- ↑ Catholic Hierarchy person ID: https://www.catholic-hierarchy.org/bishop/bpecci.html — د نشر نېټه: ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۰ — سرليک: Catholic-Hierarchy.org — پیدا کوونکی: David Michael Cheney
- ↑ Kühne 1880، ص. 7.
- ↑ Kühne 1880، ص. 12.
- ↑ James Martin Miller (1908). "The life of Pope Leo XIII: containing a full and authentic account of the illustrious pontiff's life and work". د لاسرسينېټه ۲۱ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "CATHOLIC ENCYCLOPEDIA: Pope Leo XIII". www.newadvent.org. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Kühne 1880، ص. 23.
- ↑ Kühne 1880، ص. 20.
- Pages with script errors
- ليکنې په کومو کې چي د لاطینی ژبې توري موجود دي
- د خاصيت کارولو پاڼې P1559
- د ويکيډاټا توکو کارونکي مخونه
- ليکنې په کومو کې چي د اطالوی ژبې توري موجود دي
- مخونه د ويکيډاټا د سرچينو سره
- د خاصيت کارولو پاڼې P1477
- 1903م وفاتونه
- 20 جولای وفاتونه
- د خاصيت کارولو پاڼې P570
- د خاصيت کارولو پاڼې P20
- د خاصيت کارولو پاڼې P27
- د خاصيت کارولو پاڼې P140
- په ويکيډاټا کې تيروتنې
- د خاصيت کارولو پاڼې P106
- ويونکي ژبې د ويکيډاټا څخه
- دستخط ویکی ڈیٹا سے ماخوذ
- د خاصيت کارولو پاڼې P345
- د خاصيت کارولو پاڼې P935
- د خاصيت کارولو پاڼې P227
- په ويکيډاټا کې غير پښتو نښانونه
- ليکنې په کومو کې چي د كتالونیه ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د انګلیسي ژبې توري موجود دي