دوه دولتي حللار

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

دوه دولتي حللار د اسرائيلو او فلسطينيانو ترمنځ د شخړې د له منځه وړلو يو حل لار ده چې له مخې، د اسراییلو سره د دوښمنۍ پر ځای، د عربانو لخوا د "له سیمې څخه د هغوی د ایستلو" او یا د اسراییلو لخوا د "فلسطین د حقونو د تر پښو لاندې کولو" پرځای، د اسراییلو او فلسطین د دوو جلا دولتونو رامینځته کول دي. په عین وخت کې ، او په رسمي توګه دواړه د ټولو ښکیلو اړخونو او یو بل لخوا په رسمیت پېژندل دي.

دوه دولتی حل د یو دولتی حل مخالف دی، چې له مخې یې باید په اسرائیلو، لویدیځه غاړه او د غزې په تړانګه کې یو واحد حکومت جوړ شي او د دغو سیمو ټول اوسېدونکی باید خپل تابعیت ولري.

دوه دولتی حل د ملګرو ملتونو لخوا تصویب شوی دی. [۱] [۲] خو ځینې بیا دغه پلان ناکام ګڼي. [۳] [۴]

د ایران نظر[سمول]

د ایران اوسنی رژیم د سولې د دغه پلان مخالف دی او د اسرائیلو د دولت له منځه وړل او د فلسطین خپلواکي غواړي. [۵] خو ځینو ایراني سیاستوالو لکه محمد خاتمي لا دمخه له دې حل سره خپله موافقه اعلان کړې ده. [۶] [۷]