دولت احمدزی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
دولت احمدزی

دولت احمدزی (په انگرېزي: Dawlat Ahmadzai) (زېږېدنه: ۵ د سېپتمبر، ۱۹۸۴ ز.ک) د افغانستان د کرکېټ د ملي لوبډلې يو ښي لاسی توپ وهونکی او توپ اچوونکی دی. وروسته له دې چې په سوېلي افريقا کې د افغانستان د کرکېټ ملي لوبډلې په ۲۰۰۹ ز. کال کې د آی سي سي د نړېوالو لوبو غوراوي ته لارې وموندله او د همدې هېواد لوبډلې شپږم مقام خپل کړ. نوموړي په ۱۹ د اپرېل، ۲۰۰۹ ز. کال کې د سکاټلنډ د هېواد گاوين هامېلټون په سوځولو سره د افغان لوبډلې لومړنۍ بالر ؤ چې د نړېوالو يو ورځينيو لوبو په ترڅ کې يې وېکيټه واخيستله. د ملي لوبډلې ښى لاسى تيز بالر دى

مخينه

د ١٩٨٤ کال د سپتمبر په پنځمه نېټه په لوگر کې زيږيدلى دى

دولت احمدزى عمومآ د بالينگ پر وخت د افغانستان له خوا لوبه پيلوي .

دى په ساعت کې تر ١٣٠ کيلومترو پورې بالينگ کوي . د دۀ د بالينگ بل خصوصيت دا دى چې توپ ښوروي يا سوينگ کوي .

تر اوسه دولت خان احمدزي د ٢١.٣٣ په اوسط کې ٢٤ لوبغاړي سوځولي د دۀ تر ټولو ښه بالينگ د ١٨ منډو په بدل کې د درو لوبغاړو سوځول و .