دهاډرونو ستر تعجیل کوونکي ماشین

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د LHC مقناطيسونه

دهاډرونو ستر تعجیل کوونکي ماشین (په انگرېزي:Large Hadron Collider) د ذرو تعجيل کونکي ماشينونو څخه دي چی په سويس کی د ژنو ښار ته نژدې پروت دي. دهاډرونوتعجیل کوونکي ماشین دکارکولوشیماتیکي جوړښت ښوول شوی دی. نوموړی تعجیل کوونکی چې لنډیزیې په دهاډرونو ستر تعجیل کوونکي ماشین سره کېږي ،یودایروي شکل لری ، اوږدوالی یې اوه ویشت کیلومتره او قطر يې لږڅه اته متره دی. دپروټونودوه بنډلونه چې یويې دښی خوانه اوبل يې دکیڼ خوانه دهاډرونو تعجیل کوونکي ماشین ایروي مسیرته ورننوځی یوپه بل باندې مخامخ لگېږي د لارې په اوږدوکې پروتونوته د الکترومقناطیسي څپو په مرسته انرژي ورکول کېږی کله چې دپروټونوسرعت دنورسرعت ته ورنږدې کېږي نوپه دې ترځ کې دهغوی سرعت نورنه زیاتیږي بلکه گټل شوې انرژي یې په کتله اوړي.