درې بعدي چاپگر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
درې بعدي چاپگر

درې بعدي چاپگر (په انگرېزي: 3D printer) یو ماشين دي چی د درو بعدو موضوعونو د چاپولو (جوړولو) لپاره ورڅخه کار اخيستل کېږي. دا موضوعونه د مناسبو موادو څخه د اصلي ماډل په مطابق جوړې شوې دي. درې بعدي چاپگر په بنیادي توگه صنعتي رابوټونه (Robot)دي. په اوس وخت کی په چاپونکي ماشینونو کی د درو بعدونو موضوعونو د جوړولو لپاره پلاستيک کارېږي. د هغو پلاستيکي موادو څخه Polylactic acid او Akrylonitrilbutadienstyren تر ټولو استعمالوړ مواد دي. PLA ډېره عصري پلاستکي توکه ده چی پر طبيعت باندي ښه آغېزه لري او په طبیعت کی د تجزيه کېدونکي توکه هم ده. ABS د صنعتي پلاستيکي توکو څخه دی چی د موټرونو او نورو موضوعونو د جوړولو لپاره ورڅخه کار اخيستل کېږي. خو پرته له پلاستيکي توکو نه ښيښه، شږه (ريگ)، کچ او موم هم کارېدلای شي. د فلزو مختلف ډولونه باید د پوډر په شکل واوسي. متخصصان هم وايي چی په راتلونکي کی د انسانانو د غړو چاپ ممکن واوسي.[۱]

د 3D-Printer لغتي ترکیب ته که غور وکړو، نو جوته به شي چې په دغه نړیوال نوم کې څو لغتونه شته; Printer یعنی د چاپ ماشین او د “3D” مشهوره کلیمه د دوو لغتونو څخه تشکیله شوې ده. D يې د dimensional یعنی بعدي یا اړخیز معنی لري چې د بعد یا اړخ د صفت بڼه ده او د 3 عدد د Three (= درې) څېړنيزه لړۍ : نوی صنعتي انقلاب او د 3D د چاپ ماشينپه معنی ده. دغه معلومات په ډاگه کوي چې د 3D د پرینټر په ذریعه چاپېدونکې توکې اوږدوالی، هسکوالی او عرض لري، د بیلگي په توگه لکه مېز. دغه راز د 3D څخه مخکې 2D ا (= Two-dimensional) وو، چې یوازي يې اوږدوالی او عرض لرل. د تيوري له مخې دا خبره پر حق ده چې د 3D-Printer په ذریعه هرڅه چاپېدائ شي، د بیلگي په توگه غذايي مواد، گیلاس، پاڼه، مېز، کېبل، زامه او ان دا چې د یوه کور د چاپېدو امکانات هم سته، خو د یو شمېر موادو د چاپ لپاره نورو اختراعاتو ته اړتیا لیدل کېږي. د 3D-Printer په وسیله که یو څه چاپوو، نو د هماغه څيز سرمشق ته ضرورت سته، یعني د چاپېدونکو موادو بېلگه یا ماډل باید په کمپیوټر کې چمتو وي او یا يې هم نمونه د 3D-Scanner په واسطه ثبت شوې وي. ساینسپوهانو د دغه ارزښتناک ماشین د چاپ لپاره بېلابيلي طريقې کشف کړي، چې بنسټيزه يې ((additive layering)) نوميږي. د چاپ د دغه بهير په ترڅ کې د یو څيز سرمشق طبقه پر طبقه (یا لای پر لای) جوړيږي او د جوړښت په جریان کې يې مواد د پوډر په بڼه د سریښناکو توکو سره گډيږي. څومره چې يې هره طبقه یا هر لای نرۍ وي، هغومره يې د چاپېدونکې توکې بڼه واقعي وي.

دا هم وگورئ[سمول]

سرچينې[سمول]