درمندر
درمندر (۸ د ډسمبر، ۱۹۳۵ ز.) (هندي: धर्मेंद्र सिंह देओल ، پنجابي: ਧਰਮਿੰਦਰ ਸਿੰਘ ਦਿਉਲ)، چې پوره نوم يې درمېندرا سنگ ډیول دی، یو وتلي هندي فلم لوبغاړی دی. هغه تر ۲۰۱۱ ع کال پورې يې تر ۲۴۷ فلمونو کې کار کړی.
پخواني وختونه
درمندر د ۱۹۳۵ ع کال د ډسمبر په اتمه د هند د پنجاب ايالت په یوه جټ سیک کورنۍ کې زیږیدلی. د هغه پلار، کیوال کېشن سنگ ډیول نومیده چې یو سرښوونکی وو.
سياسي ژوند
درمندر په سیاست کې هم برخه اخیستې. هغه د ۲۰۰۴ ع کال په عمومي انتخاباتو کې د هند د خلق گوند له خوا د هند پارلمان ته کامیابه شو.
شخصي ژوند
درمندر په یوه وخت کې د خپلو دوو ښځو پرکاش کاور او هېما ماليني سره وخت تیر کړی. هغه لومړی واده په ۱۹ کلني کې په ۱۹۵۴ کال کې وکړ. هغه دوهم واده د هېما مالیني سره وروسته د شعلې فلم څخه وکړ. داسې ویل کیږي چي دوی دا واده د میني د خاطره وکړ.
د خپلي لومړنۍ ښځې څخه درمندر دوه زامن، سني ډيول او بوبي ډیول، لري چي دواړه وتلي فلمي لوبغاړي دي او دوي لوڼي چې یوه يې ویجیتا او بله یې اجیتا نومیږي لري. د خپل دوهم واده څخه درمندر دوي نوري لوڼي اېشا ډيول، چي دا هم په فلمونو کي کار کوي، او آهانا ډیول لري. د درمندر د عشق کیسې د هغه د پهول اور پتهر د فلم ښځینه لوبغاړي مینا کماري سره هم مشهوري وي.[۱]
فلموگرافي
داهم وگورئ
سرچينې
- ↑ Zaveri, Hanif (2005). Mehmood, a Man of Many Moods. Popular Prakashan. pp. 81–84. ISBN 8179912132.
{{cite book}}
: Cite has empty unknown parameter:|coauthors=
(help)
- تاند - درمندر څوک دی؟، محمد رحیم Archived 2011-08-11 at the Wayback Machine.