خواړه ساتنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

دخوړو محفوظیت یو علمی دیسپلین دی او د خوړو د تیارولو ،‌ پروسس کولو او ذخیره کول لپاره داسی لاری چاری لټوی چی د خوړو څخه پیږیدونکی کمی کړی او یا د هغه مخنیوی وکړی او ددی تر ځنگ د نورو فزیکی ،‌کیمیاوی او بیولوژیکی خطرونو څخه هم په یو مناسبه توگه مخنیوی وشی تر ځو مصرف کوونکی تری په امن کی وی.

دخوړو څخه پیږیدونکی ناروغی

په ۲۰۰۳ کی د د روغتیا نړیوال سازمان د یو راپور له مخی ویل کیده چی یوازی په اوروپا ۳۰ سلنه د څخه پیږیدونکی ناروغی وی او په معمولا د خلکو په کورونو کی چی په کافی اندازه خاوړه پاک یا یخ نشی ساتلی نو په نارغیو اخته شوی وو او یا هم د خوړ څخه مثموم شوی وو.

د روغتیا د نړیوال سازمان او د امریکی د ناروغۍ د کنترول دفتر وایی چی یوازی په امریکا کی هر کال کابو ۷۶ ملیونه د خوړو څخه پیږیدونکی ناروغۍ تشخیص کیږی. ددی ډلی څخه ۳۲۵۰۰۰ خلک درملتونونو او شفاخانو ته رسیږی او ۵۰۰۰ نفر یی مړه کیږی.

عوامل

د خوړو څخه ناروغۍ معمولا هغه منځ‌ ته راځی چی خواړه په ناپاکه ډول سره تیار شی او یا ناپاکه لاسونه باندی لمس شی او یا هم د خراب کیفیت ابتدایی مواد ورسره گډ شی.‌ پدی ټولو حالاتو کی ناروغۍ د ژوندیو موجوداتو په مرسته پیږیږی،‌ پدی ډله کی بکتریا ، فنگوسونه ،‌ ویروس ،‌ پرازیت ،‌پریون څخه پیږیږی،‌ علاوه ددی فزیکی او کیمیاوی عوامل هم شته چی د خوړو څخه د پیږیدونکو ناروغیو لامل کییږی.

بکتریا

بکتریا د خوړو څخه د پیږیدونکو ناروغیو ستر عامل بلل کیږی. مهمی بکتریا عبارت دی له Campylobacter jejuni ،‌ Salmonella ، Escherichia coli O157:H7 ،‌ Clostridium perfringens ،‌ Bacillus cereus ،‌ Clostridium botulinum او نور.

فنگوسونه

فنگسونه هم د خوړو څخه پیږیدونکو ناروغیو کی ډیر مهم رول لری. فنگسونه په مستقیم ډول سره په انسان حمله نه بلکه دهغه د زهرو د تولید له امله چی په خوړو کی یی د مخه تولید کړی وی د انسان د مثمومیت او ځینی وخت د مړینی عامل کیږی. مهم فنگسی زهرونه په لاندی ډول دی.

  1. افلاټاکسین
  2. التروټاکسین
  3. سترینین
  4. ایرگاټامین
  5. فومونوزین

وایرس

دخوړو څخه هغه ناروغۍ چی منځ ته راځی ، ویروسی ناروغۍ دی او دریم مقام لری. دا ناروغۍ معمولا په پرمخ تللو هیوادونو کی ډیر لیدل کیږی.‌ کابو ۵۰ سلنه قضیی په امریکا کی لیدل شوی دی. مهم ویروسونه چی د ناروغیو لامل کیږی د ننووایرس په نامه سره یادیږی.‌ دی ورته نور وایرسونه هم وجود لری چی د روټاوایرس ،‌ هیپاتایت ای په نامه سره یادیږی.

د خوړو د محفوظیت سازمانونه او اداری

د نړ‍ۍ په هر هیواد کی یوه اداره وړه ،‌ یا لویه د خوړو د ساتنی لپاره وجود لری. د ځینی هیوادونو د خوړو د ساتنی یا محفوظیت اداری په لاندی ډول دی.

دخوړو ساتنی اوروپایی چارواکی

دخوړو ساتنی استرالیایی چارواکی

د جرمنی د خوړو،‌ کرهڼی‌ ،‌ او د مصرف کوونکو د ساتنی فدرالی وزارت

د خوړو د ساتنی او معیارونو هندی اداره

د کوریا د خوړو او کیمیاوی توکو اداره

د امریکی د خوړو او کیمیاوی توکو اداره

دخوړو دمحفوظیت معیاونه

د خوړو د ساتنی لپاره په هر هیواد کی معیار یا هم یو کاری پروسیجر شتون لری. مگر په نړیواله کچه ځینی معیارونه شته چی د خوړو د ساتنی په برخه کی جوړ شوی دی. ځینی یی په لاندی ډول دی.‌

  1. HACCP
  2. BRC
  3. ISO 22000
  4. IFS

په افغانستان کی دخوړو محفوظیت

په افغانستان کی د خوړ ساتنه یا محفوظیت د روغتیا د وزرات دنده ده او ددی تر ځنگ د کرهڼی په وازرت کی هم یوه د خوړو د کنترول او تفتش اداره شته چی کله ناکله په مختلفو ځایونو کی د خوړو کنترول کوی.‌ مگر د نورو هیوادونو په پرتله په افغانستان کی دخوړو محفوظیت ډیر کم دی او تر اوسه دقیق او قابل باور احصایی نشته چی هر کال څومره نفر د خوړو له مری او یا هم روغتونونو ته ځی.‌

علاوه ددی په افغانستان کی د ملی معیارونو یوه اداره موجود ده مگر تر اوسه یی هیځ قانون د خوړو د ساتنی په برخه کی نه دی جوړ کړی.‌

مآخذونه