هسپ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له HACCP نه مخ گرځېدلی)

هسپ (په انگرېزي کی:HACCP یا Hazard analysis and critical control points) د لمړی ځل لپاره د ناسا لخوا په 1959 کی د ناسا لخوا استعمال شو او رسته بیا د نړیوال معیار په توگه باندی قبول شو. چی نن ورځ د codex اوBRC]] ، ISO 22000 ، IFS]] او Global GAP په معیارونو کی ورڅخه استفاده کیږی. دا یوه وسیله (tool) ده چی د غذایی توکو د مصؤنیت په برخه کی ورڅخه استفاده کیږی. بیا هم د غذایی توکو د مصؤنیت د ټول سیستم نمایندگی نه شی کولی. هسپ یوازی د غذایی توکو دمصؤنیت په برخه کی خاصه نتیجه نلری نو ځکه باید لاندی پروگرامونه هم پکښی شامل وی[۱]

تاریخچه

هسپ د ناسا لخوا په ۱۹۵۹ کی د لمړی ځل لپاره بنسټ کیښودل شو.

د هسپ څخه مخکی اړتیاوی

د هسپ پروسه چی ۱۲ مرحلی لری لمړی ۵ مرحلی یی ډیری مهمی دی . نو اول باید دا پا کافی اندازه سره چمتو شوی وی او بیا امکان لری چی د هسپ اساساتو باندی، شروع وکړل شی. دا اړتیاوی چی ډیر ضروری دی په انگریزی کی ورته Prerequisites وایی.

۱.ښه تولیدی عملیات - یعنی په کافی اندازه پاکی اوبه موجودی وی. په کافی اندازه برق یا رڼا موجوده وی، دیوالونه او څمکه په آسانۍ سره د پاکولو وړتیا ولری، د حشراتو او نورو آفاتو په مقابل کی باید مجادله وشی.

۲.حفظ الصحوی معیارونه - لاسونه باید ووینځل شی، د خوړو په سر باندی باید ټوخی صورت ونه نیسی، ټول خایونه باید د پاکولو د پلان مطابق پاک شی، د هواو د ایستلو لپاره باید مناسب تخلیوی سیستم وجود ولری.

۳.عملیاتی طرزلعملونه - پدی برخه باید ووایاست چی زه دا مو موخه ده، دا کارونه فعلا کوو او دا اسناد به یی په خپل لاس کی ولرو.

۴.او د کارکوونکو حفظ الصحه باید د هسپ سره جوغت په پام کی ونیول شی - نوکان باید قطع شی، ویښتان باید پټ وی، ساعت او لښتۍ ، غواړکۍ او چارگل باید د کار په وخت کی په لاس باندی نه وی.

د هسپ پروسه

۱. د هسپ ټیم باید تشکل شی - دا ټیم باید د کمپنۍ د هری برخه څخه وی ، څکه چی یوازی د هسپ مسؤل په ټولو شیانو بندی نه پوهیږی.

۲. ټول هغه محصولات چی کمپنۍ جوړوی باید ولیکل شی - د محصولا معرفی چی څنکه ، د څه شی څخه د چا لپاره او په کوم وخت او په څومره مقدار سره جوړیږی ، ولیکل شی.

۳. د مستهلک یا مصرف کوونکی شرح - پدی برخه باید تاسی دا واضح کړی چی خپل محصول مو چاته جوړ کړی دی او د YOPI اصطلاح په پام کی و نیسی چی تنکی ځوانان، زاړه ، حامله داری ښځی او د معافتی سیستم څخه ضعیف خلک باید ورپکښی شرح شی.

۴. د هر محصول هغه جوړیدو مراحل باید د یو چارت په شکل سره واضح شی - پدی برخه کی باید ځینی خاص د اندازی وړ تکی لکه حرارت ، وخت، پی اچ او داسی نور په پام کی ونیول شی.

۵. د جوړ شوی چارت تصدیق کول - کوم چارتونه چی په څلورمه مرحله کی جوړ شوی دی ، هغه باید په ساحه د تولید کی عملی شی او کوم تغیرات چی اړین وی هغه پکښی رواستل شی.

د هسپ اساسات

۶.دخطر تحلیل او تجزیه کول ( پدی برخه کی باید فزیکی، بیولوژیکی او کیمیاوی خطرونه د 5M میتود یا خامو مواد تحلیل، د ماشین آلاتو تحلیل، د چاپیریال تحلیل، د افرادو تحلیل تر سره شی). او ورسته د هغه د هغه لپاره د مخنیوی ټکی تعین شی.

۷.د انتقادی کنترولیدونکو نقطو تعینول (critical control point) ددی برخی لپاره باید د CCP د تصمیم نیونی د ونی په اساس چی د ۴ سوالو څځه جوړ شوی دی، استفاده وشی او د هغه له لاری هغه تعین شی.

۸.د انتقادی محدودی تشکیلول - پدی برخی کی باید داسی ټکی وټاکل شی که چیری د هغه رعایت ونشی نو ددی امکان شته چی د فزیکی، کیمیاوی او مایکروبیولوژیکی خطرونو زیاتیدل صورت ونیسی. د بیلگی توگی د حرارت -وخت کنترول. د پی اچ کنترول او یا د اوبو د فعالیت کنترول.

۹. د تشکیل شوو انتقادی نقطو مانیتورینک - دا هغه برخه ده چی باید د جوړ شویو انتقادی ټکیو د ځارنی لپاره باید پروسیجر جوړ کړی. د بیلکی په توگه د د ظرفونو د وینځلو او تعقیم کولو د پروسی د مقدیت برسی د نظری کنترول او مایکروبیولوژیکی ټیسټ کول دی. چی پدی طریقه کولو شو هغه کنترول کړو.

۱۰.داصلاحی فعالیتونه تشکیلول - په هغه صورت کی چیری مشکل او یاستونزی سره د کار په جریان کی مخامخ شو نو ځه باید وکړو. د بیلگی په توگه که چیری دمنفی یخی خونی د حرارت درجه د منفی ۱۵ څخه کښته شی نو څه باید وکړو؟ پدی صورت کی باید د یخ ورکونی منبع چک شی، او که چیری خرابه وی نو باید ذر تر زره جوړ شی او یا باید ټول یخ شوی خواړیزه توگه بلی منفی یخی خونی د ۲ ساعتو څخه کم وخت کی انتقال ومومی.

۱۱.د اسنادو ساتنه - ټول هغه اسناد چی د هسپ اړوند وی باید ذخیره او د یو معین وخت لپاره وساتل شی . د بیگلی په توگه د چیپسو د غوړیو د حرارت د درجی فورم، د مثبتی او منفی یخو خونو د حرارت فورم او داسی نور.

۱۲.تایید - دا هغه مرحله ده چی ټول پورته ذکر شوی کارونه تر سره شی نو دا باید د یوی واکمنی او باصلاحیته داخلی او یا باندنی اداری لخوا صورت ومومی تر څو و پوهیږو چی زموږ د هسپ میتود مفید او موثر دی.

مآخذونه

http://en.wikipedia.org/wiki/HACCP

  1. Philippe & Eliane Fonta. (1995). Démarche HACCP en restauration. Paris. Pp 71