خبرې اترې:ګوګل

Page contents not supported in other languages.
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له خبرې اترې:گووگل نه مخ گرځېدلی)

ددې سم نوم به گوگل ښه وي، گووگل تلفظ(pronounciation) ناسم جوړېږي--عثمان خان||خبرې اترې 04:52, 7 جون 2016 (UTC)

گوگل چې په لنډ واو وييل کېږي په پښتو ژبه کې د Midiastinum مانا لري. او گووگل چې په اوږد واو تلفظ کېږي د Google شرکت نوم دی. يو واو دلته د لنډ غږ او دوه واوه د اوږده غږ لپاره کښل شوی. همداراز که په Google کې وگورې نو دوه oo ليکل شوي. دا کار په املا کې د گووگل شرکت او د ټټر د گوگل تر مېنځ توپير هم ښه ښکاره کوي.--ANBI (خبرې اترې) 19:28, 9 جون 2016 (UTC)
ډېر ښه!--عثمان خان||خبرې اترې 19:45, 9 جون 2016 (UTC)
هسې که مونږ د یو ګوګل (ټټر) لپاره دا لفظ په اضافي واوو بیلول غواړو نو بیا (خوله) چې هم له ځانه بهېدونکې اوبو (خولو) په مانا ده، هم په سر کوونکي ټوپۍ په مانا، هم د خوراک خوړونکې خولې (خوله) په توګه لیکل کېږي؛ دلته به کوم واوونه او ه ګانې ورکوو!؟ که په انګلیسي کې دوه OO لیکل شوي دا مانا خو نه چې دوه ځلې یې راکاږئ، لکه په بوک، لوک وغیره کې! زما رایه خو دا ده چې په ساده ګوګل یې ولیکو نو سمه به وي. ځکه خلک به یې په لیکنه کې د استعمال په وجه پېژني چې دلته ترې ټټر موخه ده او بل ځای کې پلټن ماشین! والسلام--عثمان منصور انصاري (خبرې اترې) 19:17, 11 جون 2016 (UTC)
که د سرچ انجين والا گوگل او د ټټر والا گوگل د دواړو املا يو شان يي نو دا گووگل دې گوگل ته ولېږل شي ځکه چې دا ډېر عام نوم دی، او د ټټر والا گوگل باندې چې کوم ليکنه شوې ده د هغې نوم دې گوگل (جسم) کېښودی شي ، نو دا رنگ به دواړه ليکنې په سم نوم پاتي شي--عثمان خان||خبرې اترې 21:25, 11 جون 2016 (UTC)
@ عثمان منصور انصاري، د گوگل او گووگل تر مېنځ توپير په ويينگ کې هم شته. دا دوه نومونه Homophones (هم صدا) نه دي. د خوله او خوله چې دواړه يو د Sweat او بل د hat په مانا دی، په ويينگ کې يو ډول وييل کېږي. د مثال په توگه: کله چې د بدن تودوخه لوړه شي نو پر تندي خوله راشي، او يا هم د احمد خوله (په سمه توگه خولۍ ده، خو په عاميانه گړدود کې ځينې خلک خوله هم ورته وايي) سپين رنگ لري. کله چې د خوله (Mouth) په اړه خبرې کوو نو دلته بيا ويينگ په بشپړه توگه فرق کوي، دلته د ه غږ کې او واو غږ کې توپير ښکاري. يو د خوه-له چې د sweat په مانا او جمع يې خوه-لې او بل خوله چې د Mouth په مانا او خولې يې جمع دی وييل کېږي. زه فکر کوم د خوله او خولې تر مېنځ د توپير لپاره بايد د اضافي تورو څخه د متن د اسانه لوستنې په خاطر کار واخيستل شي. ژبه يو ډايناميک يا خوځنده پرمختگ کوي. هر هغه څه چې ۳۰ يا ۴۰ کاله پخوا په پښتو ژبه کې و هغه تل همداسې نه پاتې کېږي، په ماناو او مفاهيمو کې بدلون راځي، د خلکو د اسانۍ په خاطر متن کې هم بدلون راځي. پخوا به خلکو معلومات ليکل اوس خلک مالومات ليکي، د دې دليل دا هم دی چې په پښتو کې چې څنگه موږ يو څه وايو نو هماغسې يې ليکو هم. البته گړدودونه له دې قانون څخه تر يو حده پورې مستثنا دي. --ANBI (خبرې اترې) 07:35, 13 جون 2016 (UTC)