گوگل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
گوگل

گوگل (په انگرېزي: Mediastinum) د ټټر هغه مرکزي برخه ده چې زړه پکې ځای پر ځای شوی. دا د ټټر هغه تشه ده چې په کونېکټيف ووب (نسج) پوښلې ده او د زړه تر څنگ د زړه لوی رگونه او شريانونه، ټراکيا، فرېنېک وژی (عصبي رشته)، توراسيک ډکټ، تايموس او د ټټر لېمفاوي غدې پکې ځای پر ځای شوي.