خبرې اترې:د ورکړېنۍ ( مالیاتو) خاص رژیم

Page contents not supported in other languages.
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

خاشرودی وروره یوه یادونه! ډېر داسې اصطلاحات په افغاني ټولنه کې شته چې نه خو فارسي دي، نه هم پښتو لکه جرګه، مګر نن سبا له ټولو څخه زیات پرې پښتانه ولاړ دي، او د جرګې او جرګه مارۍ چارې پرمخ بیایي او د بل نوم په لټه کې نه دي شوي، نه یې بل څه ځایناستی پیدا شوی دی. مالیه، مالیات، مالیه ورکونه، مالیه تحویلونه، دا اصطلاحات که څه هم د عربۍ ژبې دي، مګر اوس د افغاني ټرمینالوجۍ برخه ګرځېدلي دي. دا به کامیابه هڅه نه وي چې مونږ هغه مروجه اصطلاحات چاڼ او پر ځای یې لرغوني پښتو وکاروو، ځکه کېدای شي ډېر خلک په دې موخه ویکي ته راشي چې د مالیاتو په باره کې یو څه سرچ کړي، مګر زمونږ له خوا به د ورکړېنې اصطلاح کارول شوې وي، چې هغوی به ډېر داسې لیکنو پسې سرګردانه کړئ!

نو ستاسو رایه څه ده چې د مالیاتو لپاره همدا مالیات او مالیه وکاروو!؟ --عثمان منصور انصاري (خبرې اترې) 16:49, 14 می 2015 (UTC)

 ملاتړ . زه همغږی یم ، ما د مالي په لیکنه کښی دغه کلمه ولید، خیال می وکړ دغه به سمه وی، زه خو د اقتصاد په پرخه کی په تحصیل بوخت یم، ډیر داسی اقتصادی کلمات شته چی باید ترینه مقالی جوړۍ شی، خو اساسی مشکل همدغه خبره ده، چی انشاالله دی نه وروسته به دا مشکل په مشوری سره حل کړو،ټول ړه ګډه توګه به ورته مناسب کلمات ولټوو--Ibrahim khashrowdi (خبرې اترې) 18:39, 14 می 2015 (UTC)