خبرې اترې:بشیر احمد ریان

Page contents not supported in other languages.
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

محترم پازوال صاحب ته السلام علیکم وبعد. دا لیکنه کې یو شمیر دوستان ضد و نقیض زیاتونې او مشارکتونه لري. له تاسو هیله ده چې د لیکنه د نا معلومه کارنانو پر مخ وتړئ او یواځې تایید شوي کارنانو ته یې پرېږدئ. همچنان هر ثبت کارن باید مستنده او کره معلومات اضافه کړي. والسلام --Akram.ghazi (خبرې اترې) 18:03, 2 می 2016 (UTC)

درنو ملګرو! سلامونه[سمول]

له یوې مودې راهیسې ځینې ملګري ستاسې په ګډون ددې لیکنې ځینې برخې ړنګوي چې هم سرچینه په کې ذکر ده. که چېرې تاسې په اړونده سرچینه اعراض لرئ یا یې د لیکوالۍ هاخوا بزار ژبه کارولي وي نو کولای شئ چې د اړوند شخص په باره کې همغه لیکنه کې خپل اعتراض او نیوکه څرګنده کړئ. مونږ ستاسې خدمت کې یو. له نورو ملګرو او ګډونوالو هم په درنښت هیله ده چې بې سرچینو او د تعصب یا سیاسي اختلاف پر بنسټ لیکنو کې ګوتې وهل ونه کړي. که غواړئ کوم معلومات دې لیکنې کې ځای پر ځایکړئ نو د همدې لیکنې په خبرې اترې څانګه کې یې ولیکئ. مونږ به یې درته اضافه کړو. په درنښت--عثمان منصور انصاري (خبرې اترې) 21:51, 2 می 2016 (UTC)

ګرانو ملګرو ته سلامونه او ښي چارې[سمول]

د بشیراحمد ریان په ژوند پاڼه کی ( له وسله والو ترهګرو سره قلمي همکاري)له دوهم پراګراف وروسته چی کومه لیکنه شوی هیڅ کره سر چینه نه لری . که مونږ جانب داره عمل وکړو نو دوه تاوانونه به مو کړی وی یو داچی خلک به په پښتو ویکی بی باوره سی او بل مو د پښتونو د علمی څیرو شخصیت ترور کړی وی . بشیر ریان که په هر سیاسی اړخ پوری تړا وو در لود هغه د ده شخصی کار دی خو هغه څه چی خپل ولس ته په میراث پریښوول هغه د ده علمی پانګه ده . کارن:رحمت الله فیضان