خبریال ویب پاڼه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

خبریال ویب پاڼه ددې ویب پاڼې نوم ځکه )خبریال( ښودل شوی دی چې په ټوله کې افغان خبریالان په رضاکارانه توګه کار ورته کوي . دخبریال نړۍ واله نوم (ژورنالېست) دی لوېدیځه نړۍ کې ورته راپورتر ، خبر لوڅ او خبر څېړونکی هم وایي، مالومات راټولوي،څېړنې کوي ، کیسې تیاروي، په ورځپاڼو، رادیو[مړه لينکونه] او تېلویزیون کې خبرونه وړاندې کوي.

خبریال ویب پاڼه هم هم دا ډول ورته دنده پر مخ وړي‌ او ولس په سیمه ییزو، ملي او نړیوالو پېښو خبروي . د دې تر څنگ پر ټولو پېښو تبصرې کوي، خلک په ټولیزو چارو خبروي او دوی د خپل نظر څرگندولو ته هڅوي .

خبریال ویب پاڼه د دولت او حکومت کړه وړه څاري، د سیاسي او دولتي کړیو کړه وړه او تصمیمونه ملت ته په روانه، ساده او څرگنده ژبه وړاندي‌کوي‌ او د ملت غږ دولت ته رسوي . دخبریال ویب پاڼې بنسټ ایښودونکې افغان ژورنالیست او لیکوال میرویس افغان دی . نوموړي‌ خبریال ویب پاڼه د دوه زره لس (۲۰۱۰) کال په جون کې په امتهاني‌ ډول پیل کړه ، د دوه زره یولس (۲۰۱۱) کال د دمارچ میاشتي پر ۲۱ نېټه خبریال ډاټ کام په رسمي ډول اعلان او په رسمي ډول یې خپرونې پیل کړې . خبريال ویبپاڼه په پښتو ژبه ليکلې، تصويري( ويډيواو عکس) اوپه غږ ( آډيو) کې خپرونې لري. دافغانستان اونړۍ خبرونه[مړه لينکونه]، تبصرې، مرکې او رپورټونه په بې پرې توگه خپروي. خبريال يوه ناپيلې اداره ده چې مرکزي دفتر يې په لندن کې دی، او څانگې يې د افغانستان په ټولو لويو ولايتونواو په پيښور او کويټه کې فعالې دي. خبریال ویبپاڼه خپلولوستونکو ته څلیرویشت ساعته اود اونۍ اووه ورځي تازه خبرونه خپروي ، او هڅه يې دا وي چې د پيښوپه اړه چټک خبرونه تر هر چا له وړاندې خپاره کړي. ددې ټولې خپرونې د يوې ډلې مسلکي ژورنالسټانواو ليکوالانوپررضاکارانه ونډې اوگډون پر مټ جوړيږي اوهيڅوک ورسره مالي مرسته نه کوي.

ددې ادارې مهم هدفونه دا دي[سمول]

  1. د انټرنيټ د لارې د افغانستان ، نړۍ او د گاونډيو هيوادونو په اړه تازه او بې پرې خبرونه خپرول.
  2. دنوي ميډيا او د ټيکنالوجي د لارې پښتو ژبې ته وده ورکول.
  3. هغه تبصرې چې د ژورنالزم په دريو اصولو، حقايق، توازن اوبې پرېتوب ولاړ وي، خپرول.
  4. د پښتوژبې دليکوالانونوې علمي څيړنې او په زړه پورې ليکنې خپرول.
  5. په پښتوژبې کې د نويو ليکونکو او ژورنالستانو تشويق او دوی ته موقع ورکول چې خپلې ليکنې په خبريال کې خپرې کړي.
  6. د علمي ليکنو د لارې په پښتو ژبې کې دولوستونکود پوهاوي لارې پرانستل.
  7. د روانو پيښو په اړه تحليل اود هرې غاړې نظرخپرول ( چې د چا توهين پکې نه وي شوی)
  8. د پښتنود دود او کلتور ته د درناوي سره سره دعصري نړۍ نويو مفکورو ته ځای ورکول.
  9. د وگړو د زهن د روښانه کولو لپاره د پوښتنو او د دلايلو کلتور ته وده ورکول.
  10. د جنگ او جگړې پر ځای د جرگو مرکودود ته درناوی کول.