خان روشن خان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

خان روشن خان (زوکړه ۱۹۱۴ زیږدي کال، پښتونخوا - مړینه ۱۹۸۸ زیږدي کال) د لوی افغانستان يو پښتو ژبی ليکوال وو.


مخينه[سمول]

د کوزې پښتونخوا او لوی افغانستان تاریخپوه خان روشن خان د ۱۹۱۴ زیږدي کال په نوامبر میاشت کې د پښتونخوا په سوابۍ کلي کې زیږیدلی وو. د هغه د پلار نوم محمد زمان خان وو.

خان روشن خان د پښتنو په پېښليک (تاریخ) او د پښتنو په اوسمهالي ادب ډیر کتابونه لیکلي دي. هغه د خدایی خد متگارو د غورځنگ یو تکړه او کارند غړی و، خو وروسته بیا په سوابۍ کې د مسلم لیگ مشر شو. په شوابۍ کې د روشن پوره سیمه د هغه د نامه په وجه په (روشن پوره) سره شهرت لري.

نوموړي خپلې لومړۍ زده کړې د پښتونخوا د سوابۍ د چارسدې په اسلامیه ښوونځي کې ترسره کړې دي او وروسته بیا د برتانوي هند پر مهال د خرابو حالاتو له کبله ونه شو کړای چې خپلې لوړې زده کړې پر مخ بوزي.

مړينه[سمول]

خان روشن خان د ۱۹۸۸ زیږدي کال د نوامبر میاشتې پر ۱۹ نېټه به دې نړۍ سترگې پټې کړې.

چاپ شوی نښيرونه يې[سمول]

۱- د پښتنو تذکره چې د پښتنو د اصلیت په اړوند لیکل شوی تاریخ دی.

۲- تواریخ حافظ رحمت خاني چې ليکوال یې پیر معظم شاه دی، خو خان روشن خان پرې لمنليکونه کښلي دي.

۳- د یوسپزیو د قوم سرگذشت.

۴- د افغانانو نسلي تاریخ.

۵- د شنگلې حافظ الپوري.

۶- بابای قوم شیخ ملي.

۷- ملکه سوات. په دې کتاب کې د یوسفزیو د ملک شاه منصور د لور بي بي مبارکې واده له بابر پاچا سره او همدا راز د سوات سیمې ته د یوسفزیو پښتنو ورتگ او له ملک اویس سواتي سره د یوسفزیو پر جگړو هم بحث شوی دی. همدا راز د یوسفزیو د ملک احمد د خور شهیده بي بي حالات، چې د سوات د سلطان اویس سواتي سره واده وه او د سوات ملکه یې بلله، په دې کتاب کې راغلي دي.

۸- احمد شاه ابدالي.

۹- سردار محمد خان.

۱۰ –دوست محمد خان.

اخځليک[سمول]

۱- https://tatobaynews.com/archives/88113 Archived 2020-10-19 at the Wayback Machine.

۲-