خان روشان خان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
خان روشان خان
خان روشان خان
خان روشان خان

د شخص معلومات
پيدايښت ۳۱ اکتوبر ۱۹۱۴
مړینه 19 نومبر 1988 (73–74 کاله)  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کاروونکي ژبه(ي) پښتو   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ځانګړي کړنې اسلام   د (P800) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

خان روشان خان یوسفزی (۱۹۱۴ نومبر – ۱۹۸۸ د نومبر ۱۹مه) یو تاریخ لیکونکی، د ښوونې او روزنې یو کارپوه او د پاکستان یو پښتون لیکونکی و. نوموړی زیاتره په صوابۍ کې د مسلم لیګ ګوند د ریاست او د پښتنو د تاریخ په اړه د ګڼو کتابونو د لیکلو له امله پېژندل شوی کس و. [۱][۲][۳]

ژوندلیک[سمول]

خان روشان خان په ۱۹۱۴ ز کې د صوابۍ په نوان کلي کې نړۍ ته راغی او د ۱۹۸۸ ز کال د نومبر په ۱۹مه یې ساه ورکړه. هغه د محمد زمان خان زوی و. خان د پښتنو د تاریخ په اړه ګڼ شمېر کتابونه ولیکل. نوموړی د پښتو په معاصرو ادبیاتو کې یو کلیدي شخصیت ګڼل کېږي. روشان خان د خدایي خدمتګارانو د خوځښت یو فعال غړی و. نوموړی د پاکستان په خوځښت کې یو له زیارکښو کسانو او د صوابۍ په سیمه کې د مسلم لیک مشر و. په صوابۍ کې د روشان پوره په نوم یوه سیمه چې د هغه په نوم سره نومول شوې هلته د نوموړې زیارت هم جوړ شوی دی.[۴][۵]

مسلک[سمول]

خان خپلې لومړنۍ زده کړې د چارسدې د عثمانزي په اسلامي ښوونځي کې تر سره کړي. وروسته هغه ونه شو کړای چې خپلې زده کړې د هغه وخت د بریتانوي هند د خرابې اوضاع له امله سر ته ورسوي. همدې ګډوډ حالت د هغه پام تاریخ ته را واړاوه. نوموړي د پښتنو د تاریخ په اړه کتابونه ولیکل. په دغو کتابونو کې تذکره، پټانو کې تاریخ او این کی اصلیت (تذکره، د پښتنو تاریخ او اصلیت) شامل ده، چې د پښتنو قبایلو د نژادونو او اصلیت په اړه معلومات ورکوي. سربېره پر دې، نوموړي همداشان د یوسفزی قوم کی سرګذشت (د یوسفزي قوم سرګذشت) ولیکه چې د پښتنو د بېلابېلو قومونو په اړه جزئیات ورکوي. خان همداشان د افغانو کی نسلی تاریخ (د افغانانو د نسلونو تاریخ) ولیکه چې د افغانانو (پښتنو) اصلیت له بني اسراییل څخه ګني (د همدې نظریې له مخې، پښتانه د بني اسراییلو له نسل څخه دي). ځینو نورو کتابونو کې یې د سواټ ملکه، د قوم بابا شیخ ملي (رح) هم شامل دي. د هغه تر ټولو مهم اثر تواریخ حافظ رحمت خانی دی چې پکې د پښتنو د مهمو مشرانو او رهبرانو په اړه جزئیات او ژوندلیکونه راغلي دي له هغې جملې حافظ رحمت خان، حافظ الپوري (عبدالصمد) د شنګله اوسېدونکی، احمدشاه ابدالي، سردار محمد خان، دوست محمد خان او ځینې نور شامل دي. نوموړي همداشان له سترواکیو سره د پښتنو د مهمو پیښو او جګړو او همداشان د ځینو قبیلو په اړه رڼا اچولې ده. سربېره پر دې، په دغه کتاب کې د پښتنو د ټولو قبایلو کورنۍ شجرې بیان شوي دي. همداشان نوموړي د پښتنو د شلماني په نوم د یوې قبیلې په اړه لنډ تاریخ لیکلی دی. [۶][۷][۸][۹]

د روشان خان له خوا لیکل شوي کتابونه[سمول]

  • تواریخ حافظ رحمت خاني، درېیم چاپ، ۱۹۷۷، د پیښور پښتو اکاډمي، د پیښور پوهنتون.
  • تذکره (پتانو کی تاریخ اور این کی اصلیت)، لومړی چاپ، ۱۹۸۰، کراچي، د روشان خان د زد کړې خیریه بنسټ.
  • افغانو کی نسلی تاریخ، لومړی چاپ، ۱۹۸۱، کراچۍ، روشان خان او کمپنۍ.
  • یوسف‌زی قوم کی سرگذشت، لومړی چاپ، ۱۹۸۶، کراچۍ، روشان خان او کمپنۍ.
  • ملکه سوات، لومړی چاپ، ۱۹۸۳، روشان خان، د نوان کلی، صوابۍ، پاکستان.
  • د قوم بابا شیخ ملي (رح)، لومړی چاپ، ۱۹۸۵، روشان خان او کمپنۍ، پول چوک، کراچۍ، پاکستان.

د سواټ ملکه[سمول]

د سواټ ملکه په نوم کتاب کې د ملک شاه منصور یوسفزي له لورې بې بې مبارکه یوسفزۍ سره د مغولو د پاچا بابر د واده داستان راغلی دی. دا کتاب همداشان ځینې پیښې په تیره بیا کله چې یوسفزي سواټ ته راغلل، بیانوي. د سواټ د پاچا سلطان ویس او یوسفزي پښتنو تر منځ جګړې او د پاچا ژوندلیک هم پکې راغلی دی. دا کتاب په اصل کې د ملک احمد د خور او د سواټ د پاچا سلطان ویس د مېرمن، شهیده بې بې د ژوند او شهادت په اړه لیکل شوی دی. نوموړې له سلطان ویس سره تر واده وروسته د سواټ د ملکې په نوم یادیده.  [۱۰]

سرچينې[سمول]

  1. "Swabi". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۱ نومبر ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ ډيسمبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Pashto Academy, University of Peshawar
  3. Yusufi, Tariq bin. Allah Bakhsh Yusufi. Allah Bakhsh Yusufi Research Council (Karachi). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Residence of Roshan Khan and family, Karnal Sher Killi, Swabi.
  5. "Government Primary School", Roshan Pura, Swabi.
  6. http://www.swatvalley.com/swat/articles/litrature_in_swat.shtml
  7. http://www.kakazai.com/
  8. "Da Qalam Khawandan", pp. 184, 524 by Hamesh Khalil, Pushto Academy, Peshawar.
  9. http://www.shalman.iwarp.com/whats_new.html
  10. Malika-e-Sawat by Khan Roshan Khan.