خالده ضيا
| خالده ضيا | |
|---|---|
| [[language|]]: খালেদা জিয়া | |
| د شخص معلومات | |
| پيدايښت | ۱۵ اگست ۱۹۴۶ |
| مړینه | 30 ډېسمبر 2025 (79 کاله)[۱][۲] |
| تابعیت |
|
| ګوند | بنګله دېش ملتپال ګوند |
| عملي ژوند | |
| کار/مسلک | سياستوال |
| مورنۍ ژبه | بنګالي ژبه |
| کاروونکې ژبه(ي) | بنګالي ژبه |
| لاسليک | |
| ويبپاڼه | |
| مخ پر IMDB مخونو | |
| سمول |
|
خالده ضیا ( بنګالي : খালেদা জিয়া) ( په ۱۵ اګست ۱۹۴۵ په بنګله دېش کې زېږېدلې) یوه بنګله دېشۍ سیاستواله ده. نوموړې له ۱۹۹۱ تر ۱۹۹۶ او بیا له ۲۰۰۱ تر ۲۰۰۶ پورې د بنګله دېش لومړۍ وزیره وه.
خالده ضيا د بنګله دېش د محافظه کار ګوند مشري کوله، چې د مرکزي ښي اړخ ګوند ګڼل کیږي، په داسې حال کې چې د هغې اصلي سیالې شيخ حسينه د مرکزي کیڼ ګوند عوامي لیګ مشري کوله، چې لېبرال او سیکولر نظرونه لري. [۳]
سياسي ژوند
[سمول]د جنرال ضیاء الرحمن له ترور سره سم په ۱۹۸۱ زېږديز کال، خالده ضيا د سياست ډګر ته راننوته او د بنګله دېش ملتپال ګوند مشري يې په لاس کې واخيسته. ټولټاکنو ته د زمينې برابرېدو سره سم يې د ۱۹۹۱زېږديز کال د فېبرورۍ مياشتې ټاکنو کې د بنګله دېش ملتپال ګوند له لوري ونډه واخيسته، چې د پارلمان زياتره څوکۍ د دوی ګوند وګټلې او د بنګله دېش په تاريخ کې د لومړنۍ ښځينه لومړۍ وزيرې په توګه يې د بنګله دېش له پارلمانه د باور رايه واخيسته.[۴]
دغه ګوند د ۱۹۹۶ کال د ټاکنو په بل پړاو کې د پام وړ بریا تر لاسه کړه او مېرمن ضیا بیا د لومړۍ وزيرې په توګه وګمارل شوه. [۵]
خالده ضیا د ۲۰۰۶ کال په ډېسمبر میاشت کې د دغه هېواد د ملتپال ګوند له مشرې لېرې شوه. دا اقدام په داسې حال کې وشو چې د بنګله دېش ملي ګوند کې د خالده ضیا د پلویانو او اصلاح غوښتونکو تر منځ سخت اختلافات رامنځ ته شول. د بنګله دېش د مالیې پخوانی وزیر چې د دغه هېواد د ملتپال ګوند له مخالفانو څخه دی، اعلان وکړ چې د خالده ضیا په غیاب کې د هغې د کفيل په توګه ټاکل شوی دی. په ورته وخت کې خالده ضیا او د هغې زوی عرفات رحمان د اختلاس په تور ونیول شول. [۶]
خالده ضيا د اختلاس، مالي فساد او له واکه د ناوړه استفادې په تور زندان ته ولېږل شوه، په داسې حال کې چې د عوامي ليګ ګوند مشره او د خالده ضيا سخته سياله مېرمن شيخ حسينه واجد هم له ورته برخليک سره مخ شوه. دواړو ادعا کوله چې تورونه يې سیاسي انګېزه لري او هیڅ قانوني بنسټ نه لري. [۷]
د دغو دوو ګوندونو ترمنځ شخړه چې د بنګله دېش په سیاسي ډګر کې تر ټولو معتبر ګوندونه ګڼل کېږي، د دې لامل شو چې پوځ د انتقالي حکومت ملاتړ وکړي او په بنګله دېش کې پر ټولو سیاسي فعالیتونو بندیز ولګوي. [۸]
سرچينې
[سمول]- ↑ সব চেষ্টা ব্যর্থ, চলে গেলেন সাবেক প্রধানমন্ত্রী — خپرېدونېټه: ۳۰ ډېسمبر ۲۰۲۵ — خپرولونېټه: ۳۰ ډېسمبر ۲۰۲۵
- ↑ Khaleda Zia, ancienne première ministre du Bangladesh et figure politique incontournable du pays, est morte à 80 ans — خپرېدونېټه: ۳۰ ډېسمبر ۲۰۲۵ — خپرولونېټه: ۳۰ ډېسمبر ۲۰۲۵
- ↑ غیبت سیاستمداران به سود سیاستمداران Archived 2013-11-12 at the Wayback Machine. دیپلماسی ایرانی، ۱۳ شهریور ۱۳۸۶. بازدید: اوت ۲۰۱۱.
- ↑ همشهری آنلاین، به نقل از بیبیسی: خالده ضیا[مړه لينکونه]. بازدید: سپتامبر ۲۰۱۱.
- ↑ همشهری آنلاین، به نقل از بیبیسی: خالده ضیا[مړه لينکونه]. بازدید: سپتامبر ۲۰۱۱.
- ↑ روزنامه کیهان> شماره ۱۸۹۳۷ ۹/۸/۸۶> صفحه ۱۶ (اخبار خارجی).
- ↑ دیپلماسی ایرانی[مړه لينکونه]، ۱۳ شهریور ۱۳۸۶. بازدید: اوت ۲۰۱۱.
- ↑ همان.
- هغه مخونه چې د کينډۍ په خبرتيا کې دوه اړخیزه استدلالونه کاروي
- ليکنې چې ويوکي په بنګالي
- ليکنې چې ويوکي په فرانسوي
- د وېبپاڼيزې کينډۍ لارښوونيز لینکونه
- ټول هغه مخونه چی مړه لينکونه لري
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1559
- 2025ز مړينې
- 30 ډېسمبر مړينې
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P570
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P102
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P106
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P103
- مخونه چي ځينې سرچينې يې شاید د منلو وړ نه وي
- 1946 زېږېدنې
- 1945 زېږېدنې

