حسان بن ثابت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ابوعبدالرحمن حسان بن ثابت بن المنذر چي مشهوره په حسان بن ثابت (رض) دی دحضرت محمد(ص) له اصحابو (ملګرو) څخه وو چي په عربي اشعارو ویلو کي ځانګړی نوم لري . نوموړی په اصل کي دیمن له خزرج قبیلې څخه وو اودغه قبیله له هغه ځای څخه مدینې منوري ته تللې وه .

دحسان ژوند دجاهلیت په زمانه کي[سمول]

حسان بن ثابت(رض) ترحضرت محمد(ص) نژدې شل کاله مخکي پیداسوی دی چي په دې توګه نوموړي شپېته کاله دجاهلیت په زمانه کي تېرکړي دي اوپاته ژوندیې په اسلام کي پای ته ورساوه . دحسان بن ثابت پلار منذربن الحرام خزرجي دخپلي قبیلې له سردارانوڅخه وو اوموریې (فریعه خزرجي) هم دپلار په څېر دلوی شان څښتنه وه . څرنګه چی حسان بن ثابت پخپله زمانه کي ستر شاعر ووله همدې کبله یې دجاهلیت په زمانه کي دخپلي قبیلې (خزرج) لپاره شعرونه ویل اودغه اشعارو یې ترډېره پوري حماسي بڼه درلوده ځکه خزرج قبیله په مدینه منوره کي له خپلي سیالي قبیلې سره هروخت په جګړه وه اوحسان بن ثابت ددې لپاره چي خپله قبیله غیرت اوهمت ته وهڅوي حماسي اشعاربه یې ورته وړاندي کول . حسان بن ثابت دخپلي قبیلې څخه ماسېوا له غساني عربو سره هم اړیکي درلودې اوهغوی ته به یې خپل اشعاو ویل چي له همدې کبله ډېر مشهوره سو .

دحسان ژوند په اسلام کي[سمول]

ترشپېته کاله ژوند تېرولو وروسته حسان بن ثابت له حضرت محمد(ص) سره اشنا او داسلام په مبارک دین مشرفه سو[۱]. اسلام ته له داخلېدوسره سم حسان دخپل شعر بڼه واړول اوداځل یې نوي اشعار له اسلام اوحضرت محمد(ص) څخه په دفاع کي ټولني ته وړاندي کړه چي په دې کارسره یې دمسلمانانو په ځانګړي ډول دحضرت محمد(ص) زړه لاس ته راوړ . حضرت محمد(ص) چي دحسان بن ثابت له شعرونوڅخه ډېر خوښ وو نوموړي ته یې دسیرین بن شمعون په نوم یوه مینځه ډالۍ کړه اودغه مینځه دمصر واکمن مقوقس حضرت(ص) ته په ډالۍ کي ورکړې وه . حسان بن ثابت ددغه مینځي سره واده وکړ اوپه پایله کي یې دعبدالرحمن په نوم زوی ورڅخه پیداسو[۲].

ترواده وروسته دحسان بن ثابت ټول ژوند له حضرت محمد(ص) سره تیر سو اودهغه مبارک تر رحلت وروسته یې له خلفاء راشدینوسره هم راشه درشه درلوده چي په دې ترځ کي یې ټولني ته نور اشعار هم وړاندي کړه اوپه وروسته زمانه کي دغه اشعار دکتاب په بڼه راټول اوبیاپه معاصره زمانه کي دچاپ په ګاڼه وپسولل سوه .

دحسان وفات[سمول]

دحسان بن ثابت (رض) دمړیني نېټه په دقیقه توګه څرګنده نه ده خوپه دې باره اکثره تاریخ پوهان وايي چي حسان له ۳۵ څخه نیولې تر۴۰ هجري په شاوخوا کي کله چي په اسلامي نړۍ کي حضرت علي (رض) دخلافت موده وفات سوی دی . دویم قول دحسان په باره کي داسي راځي چي نوموړی دحضرت معاویه (رض) په زمانه کي وفات سوی دی . والله اعلم بالصواب

دحسان بن ثابت اشعار (کتاب)[سمول]

دحسان بن ثابت(رض) دیوان چي دنوموړي اشعار پکښي راټول سوي دي په ۱۹۷۴زیږدیزکال کي دبیروت د (دارالصدر) له لوري چاپ اوتصحیح یې دولید عرفات له لوري وسول .

  1. استشهاد فارغ (مساعدة)
  2. . {{{title}}}.