Jump to content

حاجي پیاده جومات

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د حاجي پیاده جومات یا Noh Gonbad Mosque " (د نهو ګنبدو جومات") د افغانستان په شمالي ولایت بلخ کي یوه تاریخي ودانۍ ده. داسې انګیرل کیږي چي دا په افغانستان کۍ ترټولو پخوانۍ اسلامي ودانۍ ده، چي د نهمي پیړۍ یا ممکن د اتمي پیړۍ په وروستیو پورې اړه ولري. [۱]

تاریخ[سمول]

د پیاده جومات جوړښت په دودیز ډول نهمه پیړۍ ته منسوب سوی دی، کوم چي د سامرا د عباسي طرز سره ورته والی لري. [۲] [۱] د لرغونپوه چاهریار عادل لخوا یوه تازه څیړنه په ډاګه کوي چي یاد جومات دمخه په 794 کي جوړ سوی وو. دغه څېړنه د تاریخي سرچینو د لوستلو، د رادیو کاربن تاریخ څخه ترلاسه سوي اټکلونو او د آرائشی طرز د بیا تحلیل په اساس سوې ده. د دې فرضیې له مخي جومات د خراسان د وخت د برمکید والي فضل بن یحیی په امر چي د عباسي خلیفه هارون الرشید لخوا ټاکل سوی وو، جوړ سوی دی. [۱] د عادل په وینا دغه جومات د نوبهار په نوم د بودایانو د یوې لویي مذهبي ودانۍ په څنډه کې جوړ سوی وو، او بیا د برمکي کورنۍ تر څارني لاندي وو. [۱]

په 2016 کي یو انځور

حاجی پیاده جومات د وخت په تیریدو سره د زلزلې له امله سخت زیانمن سوی دی. [۳]

په 2009 کي د جومات دساحي ساتنه د آغاخان د ټرسټ بنسټ په نوښت او په کابل کي د امریکا د سفارت لخوا پیل سوه. ددې کار لومړی پړاو په ۲۰۱۱ کال کي بشپړ سو، او د پروژې د یوې برخي په توګه د باران، باد او نورو طبیعي پیښو څخه د ودانۍ د ساتني لپاره یو لوی لنډمهاله فلزي چت جوړ سو.

تفصیل[سمول]

د جومات دننه د سټیکو سینګار بڼه

حاجي پیاده ودانۍ ۲۰ په ۲۰ متره کي اندازه لري. [۲] [۳] بهر دیوالونه یې د خټو خښتو جوړ سوي دي.

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ ۱٫۳ . 2011. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); Cite journal requires |journal= (لارښود); ورکه سرچينه |title= (لارښود)
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ تشه سرچينه (لارښود)
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ . 2018-07-01. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); Cite journal requires |journal= (لارښود); ورکه سرچينه |title= (لارښود)