جېمز کې پالک
| جېمز کې پالک | |
|---|---|
| [[language|]]: James K. Polk | |
| د شخص مالومات | |
| زېږون نوم | [[language|]]: James Knox Polk |
| پيدايښت | ۲ نومبر ۱۷۹۵[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲] |
| مړینه | 15 جون 1849 (54 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱] |
| د مړینې لامل | کولرا [۱۳] |
| تابعیت | |
| قد | 173 سانتي متره |
| ګوند | ديموکراتيک ګوند |
| واک | |
| عملي ژوند | |
| کار/مسلک | سياستوال [۱۴]، قانونپوه ، د کروندګرو ډله |
| مورنۍ ژبه | انګليسي ژبه |
| کاروونکې ژبه | انګليسي ژبه [۲]، لاتيني ژبه ، يوناني ژبه |
| لاسليک | |
| سمول |
|
جېمز ناکس پالک (نومبر ۲، ۱۷۹۵ – جون ۱۵، ۱۸۴۹ ز) د امریکا ۱۱ ام ولسمشر و چې له ۱۸۴۵ نه تر ۱۸۴۹ ز پورې يې خدمت کړی دی. وړاندې له دې چې هغه د امریکا د استازو جرګې ۱۳ ام مشر (۱۸۳۵-۱۸۳۹) او د ټينیسي آیالت نهم والي (۱۸۳۹-۱۸۴۱) و. دی د انډریو جکسن شاګرد تېر شوی، د ډموکراټیک ګوند غړی او د جکسوني دموکراسۍ حق غوښتونکی و. پالک تر ډېره د مکسیکو-امریکا په جګړه کې د امریکا خاورې ته په پراختیا ورکولو سره پېژندل کېږي. د هغه د ولسمشرۍ په دوره کې د امریکا خاوره په پام وړ کچه پراخه شوه، ځکه د تګزاس جمهوریت، د اورېګون خاوره، له امریکا سره یوځای کړل شوه او د مکسیکو-امریکا جګړې نه وروسته د مکسیکو لېږد (Mexican Cession).
په ټېنیسي ایالت کې د بریالي حقوقي کاروبار نه وروسته، پالک په ۱۸۲۳ ام کال کې د یاد ایالت قانون جوړوونکی وټاکل شو او وروسته په ۱۸۲۵ ام کال کې د امریکا په استازو جرګه کې د خلکو وکیل وټاکل شو، چې هلته بیا د انډریو جکسن ټینګ ملاتړی شو. د پیسو او پانګې د تأمین د لاروچارو (Ways and Means) کمېټې د رئیس په توګه له خدمت نه وروسته، دی په ۱۸۳۵ ام ز کال کې د استازو جرګې مشر شو او یوازنی کس و چې دواړه دندې يې پرمخ بېولې. پالک د ټېنیسي ایالت د والي کېدو لپاره په ټاکنو کې د ګډون په موخه کانګرس پرېښود او د ۱۸۳۹ ام کال ټاکنې یې وګټلې، خو د ۱۸۴۱ او ۱۸۴۳ ز ټاکنې يې وبایللې.هغه د ۱۸۴۴ ام کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د دموکراټ ګوند یوغیرمنظره نوماند شو او داسې چې دی لومړی د مرستیال ولسمشرۍ لپاره نوماند و، خو چې بیا وروسته د ولسمشرۍ هېڅ نوماند اړینې دوه پر درې رايې ونه ګټلې، نو ګوند يې بیا دی د ولسمشرۍ لپاره مخکښ نوماند کړ. په عمومي ټاکنو کې، پالک خپل سیال هېنري کلې ته چې د وېګ ګوند نوماند و، ماتې ورکړه.
تاریخپوهان پالک په دې ستایي چې کورني او بهرني ټول هغه ستر هدفونه يې ترلاسه کړل، چې د خپلې یوې دورې په اوږدو کې يې ټاکلي وو. د بریتانیې سره یې د اورېګون هېواد پر سر هغه مذاکرات په سوله ییزه توګه حل کړل چې، د جګړې بوی ترې راته. هغه له مکسیکو سره جګړې ته لمن ووهله، ځکه غوښتل يې چې د امریکا خاوره پراخه کړي. همدا وجه وه چې،جګړه يې وګټله او په پایله کې يې د متحده ایالتونو د جنوب لویدیځ سره نږدې ټولې مکسیکويي ځمکې له خپل هېواد امریکا سره یوځای کړې. هغه په ۱۸۴۶ز کال کې د واکر تعرفو پروګرام پر بنسټ د تعرفو نرخونه په ستره کچه راټیټ کړل. په همدې کال کې، هغه یو بل ستر هدف ترلاسه کړ او هغه د خپلواکې مالیې سیستم و. لکه څرنګه چې هغه په ټاکنیز کمپاین کې ژمنه کړې وه، چې یوازې یوه دوره به ولسمشري کوي، نو هماغه و چې په ۱۸۴۹ز کال کې يې ولسمشري پرېښوده او ټېنېسي ایالت ته ستون شو. پالک په یاد ایالت کې د سپینې ماڼۍ له پرېښودو درې میاشتې وروسته مړ شو.
که څه هم، نن د پالک نوم تت دی، خو پوهان يې د خپلې ولسمشرۍ پر مهال د سترو هدفونو د ټاکلو او ترلاسه کولو له امله مثبت اروزي. دا هم باید په پام کې ونیول شي چې، ده یوازې د یوې دورې لپاره ولسمشري کول غوښتل. پر هغه له مکسیکو سره د جګړې ترسره کولو له امله نیوکه هم شته، چې د ده دا کار د غلامۍ ضد او غلامۍ پلوه ایالتونو تر منځ د سختو اختلافونو لامل شو. لکه څرنګه چې پالک ځمکوال و او په ځوانۍ کې يې تل له غلامانو نه د کارګرو په توګه کار اخیستی و، نو ځکه یې په میسیسیپي کې خپلې ځمکې وساتلې او کله چې ولسمشر شو، نو د غلامانو شمېر يې نور هم ډېر کړ. که څه هم د پالک د ځمکې پراخولو میراث له امریکا سره مرسته وکړه، چې د ارام سمندر سواحلو ته ځان ورسوي او دا پولې د دې لامل شي، چې امریکا په نړیوال ځواک واوړي، خو دې چارې فرقه يي اختلافانونه ډېر سخت کړل او د کورنۍ جګړې مقدمات يې برابر کړل.

ماشومتوب او ځواني
[سمول]جېمز ناکس پالک، د ۱۷۹۵ز کال د نومبر میاشتې په دویمه نېټه، د شمالي کارولینا ایالت په پینه ویلله سیمه کې زېږېدلی دی. هغه په یوه بزګره کورنۍ کې په یوه جونګړه کې زېږېدلی او د کورنۍ مشر بچی دی. ده لس وروڼه او خویندې درلودې. مور يې جېن، پر هغه د خپل پلار نوم اېښی و، جېمز ناکس. د جېمز پلار سموېل پالک نومېده، په خټه سکاټلنډۍ-ایرلنډۍ بزګر و، غلامان يې لرل او سرشمېرونکی و. د پالک کورنۍ د ۱۶مې میلادې پېړۍ په وروستیو کې امریکا ته راکډه شوه، لومړی د ماریلنډ په ایسټرن شور (Eastern Shore) کې مېشت شول، خو بیا جنوب-مرکزي پنسلوانیا ته کډه شول او له هغه ځایه کارولینا ته وکوچېدل.[۱۵][۱۶]
د ناکس او پالک کورنۍ، د پریزبټېریان فرقې عیسویان وو. د پالک مور ټینګه پرېزبټېریانۍ وه، خو نیکه يې ایزیکیل پالک یو پوه سړی و، چې وچ کلک مذهبي پریزبیټېریانیزم يې نه مانه. هغه د خپل زوی د تعمید غسل په مراسمو کې وویل چې، په عیسویت باور نه لري او همدا و چې کشیش د ځوان جېمز د تعمیل له غسل نه ډډه وکړه. د جېمز مور پر ده د ټینګ ارتودوکس ټاپه ولګوله، خو په امریکايي ملي بیوګرافۍ خپرونه کې د جېمز اې راولې مقاله کاږي چې، پالک تل د کالوینیزم له ځانګړتیاوو پیروي وکړه، لکه: شخصي نظم، سخت کار، تقوی، انفرادیت او دا چې انسان کامل نه دی. [۱۷]
په ۱۸۰۳ز کال کې، ایزکېل پالک خپل څلور لوی بچیان او د هغوی کورنۍ ډاک رېور سیمې ته بوتلې، چې نن ورځ د ټيینیسي ایالت د ماوري کونټۍ برخه ده. سموېل پالک او د هغه کورنۍ په ۱۸۰۶ز کال ورپسې ورغله. د پالک خاندان په ماوري کاوڼټي او د کلمبیا په نوي ښار کې پر سیاست ولکه وکړه. سموېل د کاونټۍ قاضي وټاکل شو او د هغوی په مېلمنو کې انډریو جکسن هم و، چې له وړاندې يې دقاضي او د امریکا د کانګرس غړي په توګه خدمت کړی و. جیمز پر دسترخوان سیاست زده کړ او دواړه سموېل او ایزیکیل د ولسمشر توماس جیفری سرسخت ملاتړي او د فډرالیسټ ګوند مخالفین وو. [۱۸][۱۹]
پالک د ماشومتوب راهیسې روغتیايي کمزورۍ درلودې. د هغه پلارد فلاډلفیا ایالت مخکښ ډاکټر فیلیپ سیانګ فیسیک ته بوت، تر څو يې د ادراري تیږو معاینه وکړي. جېمز له سختو دردونو سره مخامخ شو او د کېنټکي ایالت د ډانویلله سیمې ډاکټر افراییم مک ډووېل يې عملیات وکړل او تېږي یې ترې لرې کړې. هغه مهال له شرابو نه پرته کومه انیستیزي (بېهوشي) نه وه. عملیات بریالي وو، خو جېمزوچ(عقیم)شو او تر پایه يې بچی ونه شو. پالک ژر جوړ شو او قوت يې ترلاسه کړ. د هغه پلار وړاندیز ورته وکړ چې راشه زما په کاروبار کې یو کار پیل کړه، خو هغه ورته وویل چې نه. زه غواړم درس ووایم او همدا و چې، په ۱۸۱۳ز کال کې په پرېزبیټارین اکاډمۍ کې شامل شو. هغه په ۱۸۱۳ز کال کې له خپل کور سره لنډ د زیون کلیسا غړی شو او د زیون کلیسا په اکاډمۍ کې شامل شو. هغه وروسته د ټېنیسي ایالت د مرفریسبورو په براډلي اکاډمۍ کې شامل شو او ځان یې ثابت کړ چې لایق شاګرد دی. [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]
د ۱۸۱۶ز کال په جنورۍ میاشت کې، پالک د چاپل هېل په نارت کارولینا پوهنتون کې شامل شو او مستقیم يې دویم ټولګی دویم سمستر پیل کړ. د پالک کورنۍ له یاد پوهنتون سره اړیکې درلودې، هغه مهال دا یو وړوکی ښوونځی و، چې ۸۰ تنه زده کوونکي يې درلودل، ځمکه يې په ټينیسي کې د سموېل وه او د هغه د تره زوی ویلیام پالک يې د متولي پلاوي غړی و. د پالک دکوټې ملګری ویلیام ډن موزېلي و، چې وروسته د فلوریډا ایالت لومړی والی شو. [۲۴][۲۵][۲۶]
سرچينې
[سمول]- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118792733 — خپرېدونېټه: ۹ اپريل ۲۰۱۴ — سرليک: Gemeinsame Normdatei — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb12069387k — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ او ashıq maǵlıwmatlar platforması — منښتلیک: Licence Ouverte
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6rn36cr — subject named as: James K. Polk — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/21986940 — subject named as: James Knox Polk — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۵٫۰ ۵٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/823 — subject named as: James Knox Polk — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۶٫۰ ۶٫۱ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p32325.htm#i323243 — subject named as: James Knox Polk — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — ليکوال: Darryl Roger Lundy — پنځوونکی: Darryl Roger Lundy
- ↑ ۷٫۰ ۷٫۱ NCpedia ID: https://www.ncpedia.org/biography/polk-james-knox — subject named as: James Knox Polk — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: NCpedia
- ↑ ۸٫۰ ۸٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/polk-james-knox — subject named as: James Knox Polk — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۹٫۰ ۹٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0051808.xml — subject named as: James Knox Polk — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپروونکی: Grup Enciclopèdia
- ↑ ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=jamesknoxpolkj — subject named as: James K. Polk
- ↑ ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=james+knox;n=polk — subject named as: James Knox Polk
- ↑ Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=49253 — subject named as: James Knox Polk — ليکوال: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپروونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute
- ↑ د ټولټال کار کتنه په: http://www.questia.com/read/103963137/slavemaster-president-the-double-career-of-james/ — ليکوال: William Dusinberre — پاڼه: 3 — خپروونکی: Oxford University Press — ISBN 978-0-19-515735-2 — وينا: When Polk unexpectedly died of cholera in 1849, only a few months after completing his four-year term as president, he left revealing records about his interaction with his Mississippi slaves
- ↑ او http://hdl.handle.net/10427/005073 A New Nation Votes: American Electoral Returns, 1788-1825 — خپرېدونېټه: ۲۳ ډېسمبر ۲۰۲۰ — خپروونکی: American Astronomical Society او Tufts University
- ↑ Rawley, James A. (February 2000). "Polk, James K.". American National Biography Online. doi:10.1093/anb/9780198606697.article.0400795.
- ↑ Borneman, pp. 4–6
- ↑ Haynes, pp. 4–6.
- ↑ Borneman, pp. 6–7
- ↑ Seigenthaler, p. 11
- ↑ Borneman, p. 13
- ↑ Leonard, p. 6
- ↑ The American Journal of the Medical Sciences. 1875.
- ↑ Borneman, p. 8
- ↑ Haynes, p. 11
- ↑ Borneman, pp. 8–9
- ↑ Seigenthaler, p. 22
- سکريپټ تېروتنې لرونکي مخونه
- ليکنې چې ويوکي په انګليسي
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1559
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1477
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- 1849ز مړينې
- 15 جون مړينې
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P570
- د وفات کيدو سببونه د ويکيډاټا څخه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P2048
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P102
- په ويکيډاټا کې تيروتنې
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P106
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P103
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P935
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P227
- ليکنې چې ويوکي په جرمني
- ليکنې چې ويوکي په اوردو
- ليکنې چې ويوکي په اوکرايني
- ليکنې چې ويوکي په روسي
- ليکنې چې ويوکي په فرانسوي
- ليکنې چې ويوکي په اېټاليايي
- ليکنې چې ويوکي په چېکي
- ليکنې چې ويوکي په ډېنمارکي
- ليکنې چې ويوکي په ارمني
- ليکنې چې ويوکي په سلووېنيايي
- ليکنې چې ويوکي په اسپانيايي
- ليکنې چې ويوکي په پرتګالي
- ليکنې چې ويوکي په بېلاروسي
- ليکنې چې ويوکي په بلغاريايي
- ليکنې چې ويوکي په پولينډي
- تېروتنې ژبکينډۍ
- ليکنې چې ويوکي په قرغزي
- ليکنې چې ويوکي په ازربايجاني
- ليکنې چې ويوکي په اوزبکي
- ليکنې چې ويوکي په تورکي
- ليکنې چې ويوکي په سربيايي
- ليکنې چې ويوکي په کرواسيايي
- ليکنې چې ويوکي په بوسنيايي
- ليکنې چې ويوکي په سلوواکي
- ليکنې چې ويوکي په يوناني
- ليکنې چې ويوکي په لاتويايي
- ليکنې چې ويوکي په ليتوانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېستونيايي
- ليکنې چې ويوکي په فينلينډي
- ليکنې چې ويوکي په هنګري
- ليکنې چې ويوکي په ګورجي
- ليکنې چې ويوکي په مکدونيايي
- ليکنې چې ويوکي په مغولي
- ليکنې چې ويوکي په رومانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېسپرانتو
- ليکنې چې ويوکي په اودمورت
- ليکنې چې ويوکي په باشکيري
- ليکنې چې ويوکي په تاتاری کریمهای
- ليکنې چې ويوکي په سویډني
- ليکنې چې ويوکي په تاجيکي
- ليکنې چې ويوکي په التايي
- ليکنې چې ويوکي په اسي
- ليکنې چې ويوکي په کره کولپاکي
- ليکنې چې ويوکي په کتلونيايي
- مخونه د اي اس بي ان جادوګر لينکونو سره

