Jump to content

جېمز برنهم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
جېمز برنهم
د شخص مالومات
پيدايښت
شیکاګو   ويکيډاټا کې (P19) ځانګړنې بدلې کړئ
مړینه
د مړینې لامل سرطان   ويکيډاټا کې (P509) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
ګوند د امریکا سوسیالېست ګوند

جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات)   ويکيډاټا کې (P102) ځانګړنې بدلې کړئ

عملي ژوند
کار/مسلک
کاروونکي ژبه
کار ورکوونکی د نيويارک پوهنتون   ويکيډاټا کې (P108) ځانګړنې بدلې کړئ
مؤثر نېكولو مكياوېلې   ويکيډاټا کې (P737) ځانګړنې بدلې کړئ

جېمز برنهم (۱۹۰۵ نومبر ۲۲- ۱۹۸۷ز کال، د جولای ۲۸) يو امريکايي فيلسوف او د سياسي نظريو پوه و. نوموړي په نيويارک پوهنتون کې د فسلفې څانګې رياست وکړ. لومړنی کتاب يې په ۱۹۳۱ ز کال کې د «د فلسفي شننې پېژندنه:An Introduction to Philosophical Analysis» په نوم و. برنهم په ۱۹۳۰ ز لسيزه کې د تروتسکي  يو نامتو پلوی (Trotskyist) شو. نوموړي مارکسيزم ونه مانه او د امريکايي محافظه کار خوځښت د مشر په توګه د حق د نظرياتو يو خورا اغېزناک پوه شو. د «مديريتي اوښتون: Managerial Revolution» تر سرليک لاندې کتاب يې، چې په ۱۹۴۱ ز کال کې چاپ شوی دی، د پانګوالۍ پر راتلونکي باندې متمرکز دی. برنهم د يو لر مقالو په اړه د «ملي کتنې: National Reveiw» په نوم د William F. Buckley د محافظه کارې مجلې يو سمونکی او منظم مرستندوی و. نوموړي د شوروی اتحاد فشار ونه مانه او پر ټوله نړۍ يې د کمونيزم د بېرته راګرځېدلو غوښتنه وکړه. [۱][۲][۳]

ژوند ليک

[سمول]

لومړي وختونه

[سمول]

جيمز برنهم چې د ۱۹۰۵ ز کال د نومبر پر ۲۲ نېټه د شيکاګو په Illinios کې زېږېدلی دی، د Claude George Burnham زوی و. پلار يې يو انګرېز کډوال او له Burlington Railroad شرکت سره اجرائيه رئيس و. جېمز د رومن کاتوليک په توګه رالوی شو، مګر د پوهنځي د زده کوونکي په توګه يې کاتوليک اصالت ونه مانه او پر ځای يې د ژوند د ډېرې مودې لپاره بې دينۍ (الحاد) ته ژمن پاتې شو (که څه هم له مړينې څخه لږه موده مخکې بېرته کليسا (کاتوليک مذهب) ته راوګرځېد. نوموړی مخکې له دې چې د اکسفورد پوهنتون په Balliol College کې ګډون وکړي، په Princeton کې د خپل ټولګي د غوره زده کوونکي په توګه فارغ شو. په Billoil College کې يې پروفيسوران J. R. R. Tolkien او Martin D’Arcy وو. جېمز په ۱۹۲۹ ز کال نيويارک پوهنتون کې د فلسفې پروفيسور شو. [۴][۵][۶][۷]

په ۱۹۳۴ ز کال کې يې له Marcia Lightner سره واده وکړ. [۸]

د تروتسکي اصالت

[سمول]

برنهم په ۱۹۳۳ ز کال کې له Sidney Hook سره د امريکا د کارګرانو ګوند په جوړولو کې مرسته وکړه، چې د هالنډي زيږېدلي روغه خوښونکي وزير A. J. Muste له خوا يې مشري کېده. جېمز د امريکا له کمونيست تړون يا اتحاد سره د ۱۹۳۴ ز کال د يو ځای کېدنې ملاتړ وکړ، چې ياد تړون د متحده ايالتونو د کارګرانو ګوند يا ډله رامنځته کړه. نوموړی په ۱۹۳۵ کې د يادې ډلې د تروتسکي پلوي اړخ سره يو ځای شو او د امريکا له سوسياليستي ګوند سره د يو ځای کېدو لېوال شو. د دې دورې پر مهال هغه د Leon Trotsky ملګری شو. د «پلوې کتنې : Partisan Review» لپاره د لیکنې له امله نوموړی د Dwight Macdonald او Philip Rahv په ګډون پر ليکوالانو باندې د مهم نفوذ څښتن و. که څه هم له تروتسکي اصالت (Trotskyism) سره د برنهم بوختيا لنډ مهالې وه او له ۱۹۳۷ ز کال څخه وروسته يو شمېر اختلافونه مخې ته راغلل. [۹][۱۰]

په ۱۹۳۷ ز کال کې له سوسياليست ډلې څخه د تروتسکي پلويان وويستل شول، چې دا کړنه د کال په پای کې د سوسیالیست کارګرانو ګوند د رامنځته کېدلو لامل شوه. برنهم د ياد ګوند دننه د ګوند د ډېره کي (اکثريت) ډلې د دريځ پر سر له Max Shachtman سره د ګوند يا ډلې جګړه کې يو ځای شو، چې James P. Canon يې مشري او Leon Trotsky يې ملاتړ کاوه. يادې ډلې د امپرياليزم پر وړاندې د کارکوونکو د يو فاسد يا ټيټ شوي دولت په توګه د شوروي اتحاد ننګه کوله. Scachtman او برنهم په ځانګړګي ډول د ۱۹۳۹ ز کال کال د نازي او شوروي تر منځ د تړون، د جوزف ستالين د نظام له لورې پر پولينډ، ليتويا، ليتوانيا او استونيا باندې د بريدونو او همدرانګه د ۱۹۳۹ ز کال په نومبر کې پر فنلينډ باندې د شوروي يرغل له عيني کتنې څخه وروسته دې سيالۍ ته راغلل، چې د شوروي سوسياليستي جمهوريتونو اتحاد (USSR) د امپرياليستي ډلې ټولنې يوه نوې بڼه وه او د همدې له امله يې له سوسياليستي خوځښت څخه ان د کره کتنيز (انتقادي) ملاتړ ارزښت هم نه درلود.

نوموړي په ۱۹۴۰ ز کال کې «پوهه او ډول: ملګري تروتسکي ته يو ځواب: Science and Style: A Replay to Comrade Trotsky» [کتاب] وليکه، چې په استدلالي مادي اصالت سره په ټکر کې و. په دې متن کې نوموړی د تروتسکي غوښتنې ته هغو کارونو ته د هغه د پام ګرځولو په موخه ځواب وايي، چې د زيار کښو ډلې لپاره بايد د استدلالي مادي اصالت نظام ځايناستی شي. د برنهم په اند ياده چاره دې د Russel او Whitehead له لوري Pricipia Mathematica د هغو پوهانو، رياضيپوهانو او استدلال يا منطق پوهانو ته د ورګرځېدنې له لارې تر سره شي، چې د يوې (متحد) پوهې په نوي دايرة المعارف کې مرسته کوي. [۱۱]

د سوسياليست کارکوونکو ګوند په دننه کې له يو اوږد بحث څخه وروسته، چې يادو ډلو په کې د تود کورني بحث د وړو ورځپاڼو په يوه لړۍ کې د خپل حالت يا قضيې په اړه استدلال وکړ؛ د ۱۹۴۰ ز کال د اپرېل په لومړيو کې د سازمان ځانګړي درېيم ملي تړون يا کنوانسيون د (۳۱ – ۵۵) رايو له مخې د Canon ډېره کي (اکثريت) په ګټه پرېکړه وکړه. که څه هم ياد اکثريت غوښتل د ډلې د نه وېش په موخه بحث ته دوام ورکړي او تر څنګ يې د ګوند په واکمنه ملي کمېټه کې د لږه کيو متناسب استازيتوب ته اجازه ورکړي. Shachtman، ‌‌Burnham او د دوی پلويانو د خپلې ادارې د پيل کولو په موخه د سوسياليست کارګرانو ګوند څخه استعفا وکړه او ياد ګوند يې يو ځل بيا د کارګرانو ګوند وګڼه. [۱۲]

که څه هم، دې ماتېدنې په راډيکال خوځښت کې د برنهم د ګډون پای په نښه کړ. د ۱۹۴۰ ز کال د می پر ۲۱ نوموړي د کارکوونکو ګوند ملي کمېټې ته يو ليک واستاوه، چې له مخې يې له يادې ادارې څخه لاس واخيست. په دې ليک کې نوموړي له مارکسيزم څخه د خپل لرې والي واټن روښانه کړ:

لکه څرنګه چې تاسې پوهېږئ، زه «د مارکس اصالت فلسفه»، استدلالي مادي اصالت نه منم.

د «نړيوال تاريخ» عمومي مارکسي نظريه په دې برخه کې چې، ياده نظريه د سترواکۍ هر ډول منځپانګه لري؛ د معاصر تاريخي او انسان پېژندنې پلټنې له مخې ماته بې بنسټه ښکاري.

د مارکسي اقتصاد ډېره برخه زما لپاره ناسمه يا له دوده لوېدلې يا د معاصرې اقتصادې ښکارندې په کاريال کې بې معنا ښکاري. د مارکس د نظريې له مخې د اقتصاد هغه اړخونه، چې خپل اعتبار ساتي؛ زما په اند د اقتصاد نظرياتي جوړښت ريښتينی نه شي ثابتولی.

نه يوازې دا چې زما په باور دا بې معنا دي چې ووايو «له سوسياليزم پرته بله چاره يا لاره نه لرو» او دا ناسم دي چې سوسياليزم «د کاپيټليزم يا پانګوالۍ یوازينی ځايناستی دی»؛ زه د لاسرسي وړ يا شته دليل يا ثبوت پر بنسټ فکر کوم، چې د استثماري ټولنې (چې زه يې «اداري ټولنه» بولم) يوه نوي بڼه له شونتيا سره سره د سوسياليزم په پرتله د اوسمهال د باور وړ وتنۍ ده. ...

د هيڅ ايډيالوژيکي، نظرياتي يا سياسي بنسټ له مخې، چې زه يې پېژنم يا يې د کارکوونکو ګوند (يا بل هر مارکس پلوي ګوند سره)

دا په ساده ډول حالت قضيه ده او زه يې نور د ځان يا نورو لپاره نه شم انګېرلی. [۱۳]

برنهم په ۱۹۴۱ ز کال کې د «اداري اوښتون: په نړۍ کې څه پېښېږي: The Managerial Revolution: What is Happening in the World» تر سرلیک لاندې، د خپل اند او ليد له مخې د پرمختګ او اقتصاد د شننې يو کتاب وليکه. ياد کتاب د «ژوند:Life» مجلې د (۱۹۴۴۰۱۹۲۴ز  کلونو د ۱۰۰ غوره کتابونو په لښتليک کې شامل شو. [۱۳]

سرچينې

[سمول]
  1. Kelly, Daniel (2002). James Burnham and the Struggle for the World: A Life. Wilmington, Del.: ISI Books. ISBN 1-882926-76-5. OCLC 50158918.
  2. JAMES BURNHAM, 82, NATIONAL REVIEW EDITOR Archived 2018-06-29 at the Wayback Machine., Washington Post
  3. Burnham, James (1967). The War We Are In: The Last Decade and the Next (in انګليسي). New Rochelle, N.Y.: Arlington House. OCLC 654685307. OL 26318667M.
  4. "Sempa | James Burnham (I)". Unc.edu. 2000-12-03. خوندي شوی له اصلي څخه په 2012-10-04. بياځلي په 2012-11-25.
  5. Priscilla Buckley, "James Burnham 1905–1987." National Review, July 11, 1987, p. 35.
  6. Kimball, Roger (September 2002). "The power of James Burnham". The New Criterion (in انګليسي). خوندي شوی له اصلي څخه په 2019-10-14. بياځلي په 2020-06-03.
  7. Manfred Overesch, Friedrich Wilhelm Saal (1986). Chronik deutscher Zeitgeschichte: Politik, Wirtschaft, Kultur, Volume 3, Part 2. Droste. p. 791. ISBN 3-7700-0719-0.
  8. Burnham, James (November 25, 2014). Suicide of the West: An Essay on the Meaning and Destiny of Liberalism. Encounter Books. ISBN 9781594037849 – via Google Books.
  9. Diggins, Up From Communism, p. 180.
  10. John Patrick Diggins, Up From Communism, 1975, Columbia Univ. Press, pp. 169–70, and "The Cerebral Communist: James Burnham", pp. 160–201.
  11. Burhham J. (1940) Science and Style A Reply to Comrade Trotsky, in In Defence of Marxism by Leon Trotsky, London 1966, pp. 232–256.
  12. James P. Cannon, "The Convention of the Socialist Workers Party," The Fourth International, v. 1, no. 1 (May 1940), p. 16.
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ Canby, Henry Seidel. "The 100 Outstanding Books of 1924–1944". Life, 14 August 1944. Chosen in collaboration with the magazine's editors.