جیمز ډي لنسي (سیاست پوه)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
جیمز ډي لنسي (سیاست پوه)
د شخص معلومات
پيدايښت ۱۷۳۲[۱][۲]
نيويارک   د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 8 اپرېل 1800 (67–68 کاله)  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

جیمز ډي لنسي کشر (۱۷۳۲ – د ۱۸۰۰ کال د اپریل۸) د استعماري دورې یوه سیاست پوه، د اسپ مربي او د ډګرمن والي جیمز ډي لنسي او ان هیثکوت زوی و.[۳]

د ژوند لومړي کلونه[سمول]

نوموړی په ۱۷۳۲ ز کال کې د نیویارک په ښار کې په هغه کور کې چې نیکه یې سټفیان ډي لنسي جوړ کړی و، نړۍ ته سترګې وغړولې. دغه کور وروسته مشهور شو او د فرانسیس د میکدې په نوم پیژندل کېده. هغه د مارتا او سوزان په نوم دوه خویندې درلودي.[۴][۵][۶]

جیمز د لوړو زده کړو لپاره له هېواد نه بهر واستول شو، لومړی ایټون او بیا په ۱۷۵۰ ز کال کې د خپل پلار کالج، د کمبریج د کورپوس کریسټي کالج ته ولاړ.[۷]

مسلک[سمول]

هغه په ۱۷۵۳ ز کال کې د خپل پلار نه په پیروي د لینکلن په ټولنه کې ومنل شو او هلته یې خپلې لوړې زده کړې د حقوقو په برخه کې له خپلو نورو هغو بډایو وطنوالو سره په ګده تر سره کړي، چې په استعماري دوره کې د یوه وکیل لپاره د حقوقي زده کړه چارې یې جالبه کولي. خو بیا هم، هغه هېڅ وخت د وکالت په کار کې دنده تر سره نه کړه.[۸]

د فرانسې او هند جګړه[سمول]

د فرانسې او هند جګړه امریکا ته د هغه له بېرته تګ نه وروسته سمدلاسه پیل شوه، خو دا چې پوهنتون یې پای ته ورساوه نو په پوځ کې شامل شو او د کاپټان تر درجې پورې په کې ورسېد. ویل کېږي چې هغه په ۱۷۵۸ ز کال کې د جورج د سیند په عملیاتو کې د جیمز ابرکرومبي مرستیال و او په ۱۷۵۹ ز کال کې د نیاګارا د کلا په نیولو کې یې هم ګډون کړی و. د هغه پوځي فعالیتونه د خپل پلار په مړینې سره پای ته ورسېد. د هغه د پلار د مړینې خبر د ۱۷۶۰ ز کال د جون په ۳۰مه هغه ته ورکړ. دا کار د دې لامل شو تر څو جیمز د خپل ولایت د یوه تر ټولو بډایه او اشرافي کورنۍ سرپرستي پر غاړه واخلي. ډي لنسي، له فریډریک فیلیپس پرته، په نیویارک کې تر ټولو ډېر بډایه کس و او خپل عمر یې د خپلو ملکیتونو پراختیا ته ځانګړی کړی و.[۹]

هغه په انګلستان کې د خپلې ځوانۍ په مهال، د هغې دورې له زړه پورو ورزشونو سره لېوالتیا ومونده. د خپل ستر ملکیت له تر لاسه کولو وروسته، ویل کېږي چې د انګریزې نژاد لومړنی اسپ یا اصیل اسپونه یې د لومړي ځل لپاره نیویارک ته را وارد کړل. له څو کلونو وروسته، نوموړي د ټولې امریکا په کډوال مېشتو ایالاتونو کې تر ټولو ستر او غوره د سیالۍ د اسانو ټولګه درلوده. ویل کېږي چې هغه په «نیویارک کې د اسپ ځغلونې پلار» و. په اسپ ځغلونه او سیاست کې د هغه اصلي سیال لویس موریس جونیور و، چې بیا وروسته د خپلواکۍ د اعلامیې یو لاسلیک کوونکی هم شو.[۱۰]

سیاسي مسلک[سمول]

د هغه مسوولیتونه نه یوازې د کورنۍ د سرپرست په توګه د ډي لنسي د پراخو املاکو او کورنۍ سوداګرۍ پراختیا له ځانه سره لرله، بلکې د ډي لنسي د ګټو په اړه د سیاسي نفوذ تداوم ته یې هم کار کاوه. په لومړي سر کې، د جیمز جونیور په وخت کې د ډي لنسي د کورنۍ سیاسي پانګه، چې د خپل پلار برخلاف په لندن کې یې ستر رسمي دریځ او ځواکمن نفوذ نه درلود، مخ پر ځوړیدو و. په ۱۷۶۱ ز کال کې د ولسي جرګې په ټولټاکنو کې، لیوینګسټونان بریالي شول، خو د لنډې دورې لپاره؛ ځکه چې په راتلونکو لسو کلونو کې، جیمز ډي لنسي وکولای شول چې په ماهرانه ډول د خپل ځان او ګوند نفوذ پياوړی کړي. [۱۱]

د ډي لنسي سیاسي ګوند[سمول]

که څه هم جیمز ډي لنسي د قضايي ګوند مشر و، خو د تمبر له قانون سره د مخالف له امله د عامه خلکو د پام وړ وګرځېد، خو هغه د بریتانیا د کړنو په اعتراض باندې د لنډه غرانو له زورزیاتي سره مخالف و او د رایې د نه ورکړې د کسانو د فعالیت زیاتوالی هغه اندېښمن کړی و. په ظاهره کې د تمبر د قانون د تصویب پر مهال د ډي لنسي دریځ د دې لامل وګرځېد چې هغه د خلکو په منځ کې ښه ځای ومومي. د ډي لنسي ګوند په ۱۷۶۸ ز کال کې د ښار استازولي ټوله تر لاسه کړه. جیمز د دې ډلې دویمه شمېره رایې تر لاسه کړي  او د وکیل ویګ ایتلاف یې مات کړ. ډي لنسي د بریتانیا له قانون سره د مخالف لپاره دودیز او مافظه کارانه لارو چارو ته ترجیح ورکوله: د وارداتو نشتوالی او د وارداتو د نشتوالي د تړون د سرغړونکو پریکون. له همدې امله، ډي لنسي له زیاترو هغو سوداګرو نه چې د تمبر د قانون په کړکېچ کې د صنعتګرو د نفوذ د زیاتوالی د مخنیوي غوښتونکي وو، ملاتړ وکړ.

سره له دې هم، د ۱۷۶۹ ز کال د اکټوبر په میاشت کې د ډي لنسي کمېټه د صنعتګرو د ټولنې تر برید لاندې راغله. کله چې د ډي لنسي تر کنټرول لاندې مجمع، د پناه غوښتلو د قانون (Quartering Act) د تر سره کولو د بودیجې د جوړولو لپاره ځانګړې مالیات تصویب کړل، نو له ډي لنسي نه ملاتړ مخ په کمېدو شو. ډي لنسي پوهېده چې د مالیاتو په تصویب سره، ښايي د پخوانیو صنعتګرو ملاتړ له لاسه ورکړي، خو سوداګري یې د خبرتیا تر بریده پورې راکمه شوې وه او پیسې یې هم کمې وي. جیمز ډي لنسي د نیویارک د مکاتباتو د کمېټې یو غړی و چې په ۱۷۷۴ ز کال کې یې د بریتانیا د دولت د کړنو په اعتراض اډمونډ بورک ته لیک ولیږه. ډي لنسي ادعا وکړه چې د پارلمان د کړنو صلاحیت د انګریزانو له حقونو سره په ټکر کې نه ده، خو له رضایت پرته د مالیاتو د تر لاسه کولو حق یې و نه مانه.

انګلستان ته پرواز[سمول]

د ۱۷۷۵ ز کال د اپریل په ۱، هغه په کمېټه کې له نورو مستعمرو سره په مکاتبه کې راغی، خو تر هغه وخته پورې عامه خلکو د ډي لنسي تر کنټرول لاندې مجمع باندې هومره اعتماد نه درلود. کله چې هغه پوه شو چې په ولایت کې یې نفوذ له منځه تللی دی، نو د هغه کال په اپریل میاشت کې یې د لکسینګټون له جګړې وروسته، مستعمره پرېښوده او د سټانویکس فورټ له لارې لومړی کاناډا او بیا په ۱۷۷۵ ز کال کې د مې په میاشت کې انګلستان ته ورسېد.[۱۲]

د ښار له خالي کېدو وړاندې، هغه بیا هم کولای شول چې د خپل کور د ختیځې برخې د کرایه نشینانو له خوا د ورکول کېدونکې کرایې په مټ خپل ژوند په هوسا سره تېر کړي. ډي لنسي ناڅاپه داسې کړنې تر سره کړي چې کله بریتانویانو له نیویارک په اختیار کې درلود، تر کومه ځایه چې یې کولای شول له خپلو شتمنیو نه یې عاید ټول کړ. په ۱۷۸۰ ز کال کې، هغه خپل ناسکه ورور او وکیلان په نیویارک کې د خپلو شتمنیو پر پلور باندې وګومارل. د توکو د مصادرې د قانون د تصویب له کال نه را وروسته، د ډي لنسي عاید چې اوس سخت را کم شوی و، د بریتانیا د خزانې وزارت له خوا د ۲۰۰ پونډي مالي مرستې په مټ بشپړ شو. د خسارې د جبران له ټولټال مطالباتو څخه چې ۵۶۷۸۱ پونډ ته رسېده، ډي لنسي بالاخره یوازې ۲۹۸۴۲ پونډه تر لاسه کړل او له فریډریک فیلیپس نه وروسته دویم کس و چې د خرچي مرستې ګټونکی شو کوم چې باید نیویارکیانو ته یې ورکړی وای. [۱۳]

د ډي لنسي د پام وړ ټولنیزو اړیکو هغه په انګلستان کې د وفادار پاتې کېدو په برخه کې پر یوه طبیعي مشر باندې بدل کړی و. د خپل ژوند په وروستیو ورځو کې، ډي لنسي له هېواد نه بهر په تر تولو سترو ټولنیزو غونډو کې ګډون درلود. په ۱۷۹۱ ز کال کې، جیمز ریوینګټون هغه ته «د ویسټ مینسټر د ساوټ امپټون لارډ» خطاب کاوه.[۱۴]

سرچينې[سمول]

  1. https://en.wikisource.org/wiki/Appletons%27_Cyclop%C3%A6dia_of_American_Biography/De_Lancey,_%C3%89tienne
  2. FAST ID: https://id.worldcat.org/fast/173246 — subject named as: James De Lancey — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. Lamb, Martha Joanna (1880). History of the City of New York: Its Origin, Rise, and Progress (په انګلیسي ژبه کي). A. S. Barnes. د کتاب پاڼي 296, 297, 300. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ مې ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Col. William Smith, "Tangier" > b. 2 FEB 1654/5 Newton near Higham Ferry, Northampton, England d. 18 FEB 1704/5 Setauket (St. George Manor), Brookhaven, Suffolk, NY: Brookhaven & South Haven Hamlets, Suffolk County, NY". brookhavensouthhaven.org. د اصلي آرشيف څخه پر ۳۰ اپرېل ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ مې ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Martha Tunstall, > b. d. 1 SEP 1709 Setauket (St. George Manor), Brookhaven, Suffolk, NY: Brookhaven & South Haven Hamlets, Suffolk County, NY". brookhavensouthhaven.org. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ مارچ ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ مې ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Reynolds, Cuyler (1914). Genealogical and Family History of Southern New York and the Hudson River Valley: A Record of the Achievements of Her People in the Making of a Commonwealth and the Building of a Nation (په انګلیسي ژبه کي). Lewis Historical Publishing Company. د کتاب پاڼې 1332. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ مې ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Lock, F. P.; Lock, Professor of English F. P. (1998). Edmund Burke: Volume I, 1730-1784 (په انګلیسي ژبه کي). Clarendon Press. د کتاب پاڼې 309. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780198206767. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ مې ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Reynolds, Cuyler (1914). Genealogical and Family History of Southern New York and the Hudson River Valley: A Record of the Achievements of Her People in the Making of a Commonwealth and the Building of a Nation (په انګلیسي ژبه کي). Lewis Historical Publishing Company. د کتاب پاڼې 1332. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ مې ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. The Magazine of History: With Notes and Queries, Volumes 3-4, page 189
  10. Flick page 198
  11. Reitano, Joanne (2015). New York State: Peoples, Places, and Priorities: A Concise History with Sources (په انګلیسي ژبه کي). Routledge. د کتاب پاڼې 48. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781136699979. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ مې ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Johnson and Brown. The Twentieth Century Biographical Dictionary of Notable Americans, 1904.
  13. Flick page 203.
  14. Flick, Alexander Clarence. New York History: Quarterly Journal of the New York State Historical Association, 1999, Volume 80; Volume 97, page 205