جیمز فورمن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
جیمز فورمن
د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: James Rufus)[۱][۲]  د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۴ اکتوبر ۱۹۲۸[۳][۴][۱][۵][۲][۶]
شیکاګو [۱][۲]  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 10 جنوري 2005 (77 کاله)[۳][۴][۱][۵][۶]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واشنګټن ډي سي [۱][۲]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات [۵]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
تعلیمی اسناد د فلسفې ډاکتر [۲]  د (P512) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار/مسلک ليکوال [۲]
د بشري حقوقو فعال
خبريال [۵][۲]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۷]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
جګړه/جګړې د کوريا جګړه (–۱۹۵۲)[۲][۸]  د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

جیمز فورمن (انګلیسي: James Forman) (۱۹۲۸ ز، د اکتوبر ۴مه – ۲۰۰۵ ز، د جنوري ۱۰مه) د مدني حقونو په غورځنګ کې یو مشهور افریقایي-امریکایي رهبر و. نوموړی د محصلینو د عدم تشدد د همغږۍ کمېټه (SNCC)، د تور پړانګ ګوند او د انقلابي تورپوستو کارګرانو په ټولنه کې فعال و. ښاغلي فورمن له ۱۹۶۱ ز کال نه تر ۱۹۶۶ ز کال پورې د همغږۍ کمېټې (SNCC) د اجرائیوي منشي په توګه، د آزادۍ سپرلۍ، الباني غورځنګ، برمینګم کمپاین او له سېلما نه تر مونټګومري پورې مارشونو کې مهم رول لوبولی دی.

ښاغلي فورمن له ۱۹۶۰مې ز لسیزې وروسته د خپل ژوند پاتې برخه، د ټولنیزو او اقتصادي برابریو د قضایاوو اړوند برخو کې د تور پوستانو پر تنظیمولو تېره کړه. نوموړي په ​​امریکايي پوهنتون او نورو مهمو ښوونیزو بنسټونو کې هم تدریس کړی. هغه څو کتابونه لیکلي چې په کې یې د مدني حقونو په غورځنګ کې د خپلو تجربو او خپلې مخ پر ودې او تکاملي سیاسي فلسفې په اړه لیکل کړي. په دغو کتابونو کې "سامي یونګ جونیر: د کالج لومړنی تور پوستی محصل، چې د تور پوستانو د آزادۍ په غورځنګ کې مړ شوی (۱۹۶۹ز)"، "د تور پوستو انقلابیانو رامنځته کول (۱۹۷۲ او ۱۹۹۷ز)" او "خپلواکمني: د پوښتنې یوه ازموینه او پر افریقایي-امریکایانو د هغې تطبیق (۱۹۸۴ز)" یې د یادولو وړ دي.[۹]

نیویارک ټایمز، نوموړی د "مدني حقونو هغه مخکښ بللی و چې په ۱۹۶۰مه ز لسیزه کې یې د مدني حقونو د مبارزې په کابو ټولو ډګرونو کې خورا سخت انقلابي لیدلوری او په زړه پورې تنظیمي مهارتونه له ځان سره راوړل".[۱۰]

د ژوند لومړي وختونه او زده کړې[سمول]

فورمن د ۱۹۲۸ ز کال د اکتوبر په ۴مه د ایلینوی ایالت په شیکاګو ښار کې زېږېدلی. نوموړی د ۱۱ میاشتو ماشوم و چې له خپلې انا "ماما جین" سره د میسیسيپي ایالت په مارشال سیمه کې د هغې په فارم کې د ژوند کولو لپاره هغې ته ورولېږل شو. هغه په ​​یوه "چټل او بې‌وزله" چاپېریال کې لوی شوی و. دا د هغه لپاره غیر معمول نه وه چې کثافات او چټلۍ وخوري، ځکه هلته باور دا و چې دا خپل تغذیوي ارزښت لري. نوموړي په خپل ژوندلیک کې همغه د کثافاتو خوړل، د خپل غذایي رژیم "اصلي" برخه بللې ده. هغه یادونه کوي چې: "هر وخت به وږی" و. د هغه کورنۍ هېڅ ټټۍ(کناراب) (outhouse) او برېښنا نه لرله. دوی به د تشناب کاغذ لپاره پاڼې، ورځپاڼې او د جوارو ټنټې کارولې او لښتې به یې د غاښونو د بورس په توګه کارولې. له دې هر څه سره سره، فورمن وایي چې: هېڅکله د خپلې بې وزلۍ په اړه پوښتنه نه ده ورسره پپدا شوې او هغه مهال پر دې نه پوهېده. د هغه ترور تیلما یوځل جیمز په تیاره کې د پېرودنې د کتلاګ پر لوستلو ولید. نوموړې، چې د ښوونځي ښوونکې وه، د جیمز د زده کړو ګړندي کولو کې لېوالتیا وښوده او هغه ته به یې په کور کې درسونه ورکول. جیمز د خپلو وروستیو بریاوو کرېډېټ د هغه روزنې ته ورکوي او وايي چې: د هغه انا هغه ته د عدالت احساس ورکړی او ترور یې هغه ته "فکري اور" یعني فکري ځواکمني وربښلې ده.[۱۱]

د توکمپالنې په اړه پوهاوی[سمول]

جیمز ته له محاکمې پرته وژلو یا غرغره کولو (lynching) لومړۍ تجربه هغه وخت وشوه ،کله چې یو سپین پوستی سړی د هغه د ​​دروازې په مخکې راښکاره شو، د خوړو غوښتنه یې وکړه او ویې ویل چې: چا ته ونه وايي چې هغه چېرې دی. بله ورځ خبر خپور شو چې یو سپین پوستی سړی وژل شوی، خو فورمن هېڅ نه پوهېده چې ولې. کله چې فورمن شاوخوا شپږ کلن و، هغه ته د نژادي تبعیض یا توکمپالنې لومړنۍ تجربه وشوه. یو وخت هغه په ټینیسي ایالت کې د یوې ترور لیدو ته ور روان و، غوښتل یې چې له یوې سیمه ییزې مغازې نه کوکا کولا واخلي. هغه ته وویل شول چې: که غواړي وایې خلي، نو باید په شا ته ځای کې یې وڅښي، نه له کاونټر یا د خرڅلاو له مېز سره. فورمن په ډېره حیرانتیا د داسې کولو د لامل پوښتنه وکړه. ورته وویل شول: "هلکه، ته یو تور پوستی یې." دا د هغه په ​​ژوند کې لومړی ځل و چې هغه پوه شو، چې د پوستکي د رنګ له امله یې "داسې کارونه شته چې دی یې ترسره کولی شي یا یې نه شي ترسره کولی او هم نور خلک حق لري چې هغه ته ووایي چې، څه کولی شي او څه نه شي کولی." [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

د ژوند وروستي وختونه او مړینه[سمول]

ښاغلي فورمن د ۱۹۷۰ او ۱۹۸۰ ز کلونو په اوږدو کې په کارنیل پوهنتون کې د افریقایي او افریقایي-امریکايي مطالعاتو په برخه کې زده‌کړې وکړې او په ۱۹۸۲ ز کال کې یې د سیاسي مطالعاتو له انسټیټیوټ سره په همکارۍ د تجربوي کالجونو او پوهنتونونو له اتحادیې نه د دوکتورا سند ترلاسه کړ. [۱۹]

فورمن د خپل ژوند پاتې برخه د پرمختیایي اقتصادي او ټولنیزې ودې او مساواتو اړوند مسایلو کې د تور پوستانو او محرومو وګړو په تنظیمولو کې تېره کړه. هغه په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې هم تدریس کړی. هغه څو کتابونه لیکلي چې په کې یې د مدني حقونو په غورځنګ کې د خپلو تجربو او خپلې مخ پر ودې او تکاملي سیاسي فلسفې په اړه لیکل کړي. په دغو کتابونو کې "سامي یونګ جونیر: د کالج لومړنی تور پوستی محصل دی چې، د تور پوستانو د آزادۍ په غورځنګ کې مړ شوی (۱۹۶۹ز)"، "د تور پوستو انقلابیانو رامنځته کول (۱۹۷۲ او ۱۹۹۷ز)" او "خپلواکمني: د پوښتنې یوه ازموینه او پر افریقایي-امریکایانو د هغې تطبیق (۱۹۸۴ز)" یې د یادولو وړ دي.[۱۹]

فورمن د ۲۰۰۵ ز کال د جنورۍ په ۱۰مه د کولمو د سرطان له امله د ۷۶ کلونو په عمر په واشنګټن ډي سي کې، د واشنګټن هاوس په نامه یوه مرستون کې مړشو.[۱۹]

شخصي ژوند[سمول]

فورمن له ماري فورمن او میلډرډ تامپسن سره ودونه کړي او په طلاق سره پای ته رسېدلي دي. هغه له ۱۹۵۹ ز کال نه تر ۱۹۶۵ز  کال پورې د محصلینو د عدم تشدد د همغږۍ کمېټې (SNCC) ترټولو فعالې دورې پر مهال له میلډرډ تامپسن فورمن (اوس میلډرډ پېج) سره واده کړی و. میلډرډ فورمن له جیمز سره اتلانتا ته ولاړه او د SNCC په اتلانتا څانګه کې یې کار وکړ او هم یې د آزادۍ د سندرغاړو (The Freedom Singers) د سفرونو د همغږې کوونکې په توګه کار کاوه.

ښاغلي فورمن د ۱۹۶۰ او ۱۹۷۰ ز لسیزو په جریان کې له کانستانسیا "ډینکي" روملي سره ګډ ژوند وکړ، چې د بریتانوۍ ژورنالیستې، فاشیزم ضد فعالې او اشرافي کورنۍ غړې جیسیکا میټفورډ او د جیسیکا میټفورډ د لومړي مېړه "ایسمونډ روملي" چې د وینسټون چرچل وراره و، دویمه او یوازېنۍ ژوندۍ ماشومه وه. که څه هم د فورمن په اړه خپرو شوو د مړینې خبرتیاوو او نورو له مړینې وروسته مقالو ویلي دي چې: هغه او روملي واده کړی و، خو د روملي د مور او ترورګانو تر منځ تبادله شوي لیکونه وايي چې، دوی په قانوني توګه مېړه او ښځه نه وو. [۲۰]

فورمن او روملي دوه زامن لرل: چاکا فورمن او جیمز فورمن جونیر، چې د ییل پوهنتون حقوقو پوهنځي (Yale Law School) پروفیسور دی.[۲۱][۲۲]

الحاد یا بې‌دینواله[سمول]

فورمن په خپل ژوندلیک "د تور پوستو انقلابیانو رامنځته کول" تر نامه لاندې اثر په یوه بشپړ څپرکي کې د خپل الحاد یا بې دینۍ په اړه بحث کړی. د هغه باور دا و، چې: "پر خدای باور زموږ خلکو ته زیان رسوي." هغه په ​​۱۹۹۴ ز کال کې، افریقایي-امریکایي بشرپاله جایزه هم ترلاسه کړه.[۲۳]

سرچینې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ ۱٫۳ ۱٫۴ انټرنېټ موويز ډېټابېس آئ ډي: https://www.imdb.com/name/nm1417609/ — د نشر نېټه: ۲۲ مې ۲۰۲۲
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ ۲٫۳ ۲٫۴ ۲٫۵ ۲٫۶ BlackPast.org ID: https://www.blackpast.org/african-american-history/foreman-james-1928-2005/ — د نشر نېټه: ۲۲ مې ۲۰۲۲
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ پیوستون : 107646412  — د نشر نېټه: ۳ مې ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6708rr0 — subject named as: James Forman — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ ۵٫۲ ۵٫۳ RISM ID: https://rism.online/people/41020968 — د نشر نېټه: ۲۲ مې ۲۰۲۲
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Oxford Reference — د نشر نېټه: ۲۲ مې ۲۰۲۲ — خپرونکی: Oxford University Press — ISBN 978-0-19-960586-6
  7. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/65600099
  8. Kindred Britain ID: http://kindred.stanford.edu/#/kin/full/none/none/I6251 — د نشر نېټه: ۲۲ مې ۲۰۲۲ — سرليک: Kindred Britain
  9. . Civil Rights Leader James Forman Dies.
  10. (په 2005-01-12 باندې). James Forman Dies at 76; Was Pioneer in Civil Rights.
  11. Forman, James (1972). "Childhood and Coca-Cola". The Making of Black Revolutionaries. د کتاب پاڼي 11–14. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Forman, James (1972). "Childhood and Coca-Cola". The Making of Black Revolutionaries. د کتاب پاڼي 16–20. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Forman, James (1972). "Roots of the Black Manifesto". The Making of Black Revolutionaries. د کتاب پاڼي 20–27. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Forman, James (1972). "Roots of the Black Manifesto". The Making of Black Revolutionaries. د کتاب پاڼي 28–30. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Forman, James (1972). "Ready to Kill/A Family Fight". The Making of Black Revolutionaries. د کتاب پاڼي 31–45. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Forman, James (1972). "Dreams and a .38 Colt". The Making of Black Revolutionaries. د کتاب پاڼي 45–54. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Forman, James (1972). "Driven Insane/You're in the Army Now". The Making of Black Revolutionaries. د کتاب پاڼي 1–10/60–76. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Forman, James (1972). "Time For Action". The Making of Black Revolutionaries. د کتاب پاڼي 101–110. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. ۱۹٫۰ ۱۹٫۱ ۱۹٫۲ . Civil Rights Leader James Forman Dies.
  20. According to a 13 March 1967 letter written at the time of the birth of the couple's first child by Constancia's aunt Deborah, the Duchess of Devonshire, to her sister Nancy Mitford, Romilly and Forman remained unwed "because she is white & would be a handicap to him in his political career (he is the right-hand man of one of the leading Negro politicians from the South) & I suppose that is rather insulting ..." Shortly afterward, Romilly's mother wrote to Nancy Mitford on 6 April 1967, "I don't quite fathom why she doesn't get married (as the babe's father, Jim Foreman [sic], and her have been living together for ages); but she seems happy with her rum lot, so that's a comfort." The full text of the letters and other correspondence regarding Forman and Romilly's relationship and the births of their children appear in the following volume: Charlotte Mosley, editor, "The Mitfords: Letters Between Six Sisters", London: Fourth Estate, 2007, pp. 485-486 and 488.
  21. "James Forman, Activist (March 2008) - Library of Congress Information Bulletin". www.loc.gov. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ فبروري ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "James Forman Jr". Yale Law School (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۵ فبروري ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "Forman: Civil Rights Pioneer and Humanist". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)