جوزف سټيګليټز

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

جوزف يوجين سټيګليټز (د 1943 د فبرورۍ په 9 زېږېدلی) يو امریکايي نیو کينزين اقتصاد پوه، د عامه تګلارو تحليلګز او د کولمبيا پوهنتون يو پروفيسر دی. نوموړي په اقتصادي علومو کې د نوبل يادښتي جايزه (2001) او د جان بيټس کلارک جايزه (1979) تر لاسه کړي دي. نوموړی د نړيوال بانک پخوانی ارشد مرستيال رئيس او ارشد اقتصاد پوه دی. هغه همدا راز د (د متحده ايالاتو د ولسمشر) د اقتصادي سلاکارانو د شورا پخوانی غړی او رئيس دی. هغه د جوجيستي عمومي مالي تيورۍ، او نړيوال توب د مديريت په اړه د خپلې تنقيدي نظريې، د ازاد بازار اقتصاد پوهانو (څوک چې نوموړی د ازاد بازار بنسټپالي بولي)، او د پيسو نړيوال صندوق او نړيوال بانک په څېر نړيوالو ادارو څخه د خپل ملاتړ له امله شهرت لري.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]

په 2000ز کال کې، سټيګليټز د «Initiative for Policy Dialogue» (IPD) بنسټ کېښود، کوم چې د کولمبيا په پوهنتون کې د نړيوالې پراختيا په برخه کې يوه فکري مؤسسه ده. نوموړی له 2001ز کال راهيسې د کولمبيا پوهنځي غړی دی، او په 2003ز کال کې يې د دې پوهنتون تر ټولو لوړه رتبه (د پوهنتون پروفيسر) تر لاسه کړه. نوموړی د نړيوال فکر په اړه د پوهنتون د کميټې بنسټګر مشر همو. نوموړی همدا راز د مانچيسټر پوهنتون د بروکس نړيوالې بې وزلۍ انستيټوت مشر هم دی. هغه همدا راز د ټولنيزو علومو د اسقفي اکاډمۍ غړی هم دی. په 2009ز کال کې، د ملګرو متلونو د عمومي اسامبلۍ رئيس «Miguel d'Escoto Brockmann»، سټيګليټز د نړيوالو پيسو او مالي سيستم د اصلاحاتو لپاره د ملګرو ملتونو د کمیسيون د مشر په توګه وټاکه، چېرته چې نوموړي د وړاندې شويو وړانديزونو څارنه وکړه او په نړیوالو پيسو او مالي نظام کې د اصلاحاتو په اړه يې يو راپور چمتو کړ. نوموړي همدا راز د اقتصادي فعاليت او ټولنيز پرمختګ د اندازه کولو په اړه د نړيوال کميسيون د مشر په توګه هم خدمات وړاندې کړي، چې د فرانسې ولسمشر سرکوزي ټاکلی و، کوم چې په 2010ز کال کې خپل راپور خپور کړ، «زموږ د ژوند ناسم اندازه کول: ولې په ناخالص کورني تولید کې اضافه نه کېږي»، او اوس مهال د همدې د ځای ناستي د شریک مشر په توګه دنده تر سره کوي، کوم چې د اقتصادي فعاليت او ټولنيز پرمختګ د اندازه کولو په اړوند د لوړې کچې ماهره ډلګۍ ده. له 2011 څخه تر 2014ز کال پورې، سټيګليټز د نړيوال اقتصادي انجمن (IEA) رئيس و. نوموړي د 2014ز کال د جون په مياشت کې په اردن کې د مړه سمندر سره نږدې جوړ شوي د IEA د درې کلن نړيوال کانګريس د تنظيم مشري هم وکړه.[۹][۱۰][۱۱][۱۲]

سټيګليټز له څلوېښتو زيات افتخاري سندونه تر لاسه کړي، چې له کامبريج او هارورډ څخه تر لاسه کړي سندونه هم پکې شامل دي، او نوموړی د بوليويا، سويلی کوريا، کولمبيا، ايکواډور او په وروستيو کې د فرانسې په ګډون ګڼو دولتونو په وياړ سره ستايلی دی، په فرانسه کې نوموړی د «Legion of Honor» د افسر غړي په توګه ټاکل شوی و.

په 2011ز کال کې، د ټايمز مجلې له خوا، سټيګليټز د نړۍ په کچه د سلو تر ټولو اغېزناکو اشخاصو څخه د يو په توګه ونومول شو. د سټيګليټز کار د جارجسټي ليدلوري څخه د عايد پر وېش، د شتمنيو د خطر پر مديريت، شرکتي مديريت، او په نړيوالې سوداګرۍ متمرکز دی. نوموړی د ګڼو کتابونو ليکوال دی، «People, Power, and Profits» (2019) (خلک، ځواک او ګټې)، « The Euro: How a Common Currency Threatens the Future of Europe » (2016) (يورو: شريکه دودپيسه څه ډول د اروپا راتلونکی ګواښي)، « The Great Divide: Unequal Societies and What We Can Do About Them» (2015) (ستر وېش: نابرابرې ټولنې، او موږ د دوی په اړه څه کولای شو)، « Rewriting the Rules of the American Economy: An Agenda for Growth and Shared Prosperity » (2015) (د امریکايي اقتصاد د اصولو بيا ليکل: د ودې او شریکې نېمکمرغۍ لپاره يوه اجنډا)، او « and Creating a Learning Society: A New Approach to Growth Development and Social Progress » (2014) (د يوې زده کړه يالې ټولنې جوړول: د پرمختګ ودې او ټولنيز پرمختګ لپاره يو نوی ليدلوری)، يې نوي کتابونه دي. نوموړي همدا راز د معلوماتو او ديموکراسۍ د کميسيون په اړوند يو له پنځه ويشتو مخکښو اشخاصو څخه دی، کوم کميسيون چې د بې پولې خبريالانو له خوا پيل شوی دی. د پرانيستي نصاب پروژې تر مخې، سټيګليټز د کالج په نصاب کې د اقتصادياتو په درسونو کې پنځم هغه ليکوال دی چې زیاته حواله يې ورکول کېږي.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

ژوند او مسلک[سمول]

سټيګليټز د انډيانا په ګيري کې په يوه يهودي کورنۍ کې زېږېدلی دی. مور يې «شارلټ» نومېده چې د ښوونځي ښوونکې وه، او د پلار نوم يې «ناتينيل ډايويډ سټيګليټز» و، چې د بيمې پلورونکی و. سټيګليټز په ايمرسټ کالج کې زده کړې وکړې، نوموړی د ملي امتياز د بورسيې لرونکی و، چې د بحث په ټيم کې فعال و، او د محصلينو د مديريت رئيس و. په ایميرسټ کالج کې د خپل وروستي کال پر مهال، نوموړي د ماساچوسټ ټيکنالوژۍ په انستيتوت (MIT) کې زده کړې وکړې، چېرته چې نوموړي وروسته خپلې لوړې زده کړې هم تعقيب کړې. د 1965ز کال په دوبي کې، هغه د شيکاګو پوهنتون ته ولاړ، تر څو د «هيروفومي ازوا» تر څارنې لاندې څېړنې وکړي، چا چې د NSF مرسته تر لاسه کړې وه. نوموړي له 1966 څخه تر 1967ز کال پورې، په MIT کې د خپلې دوکتورا لپاره زده کړې پر مخ يوړې، په همدې موده کې نوموړي د MIT د مرستيال پروفيسر په توګه دنده هم تر لاسه کړه. سټيګليتز ويلي چې د MIT د اقتصادياتو ځانګړی انداز د نوموړي لپاره ډېر ښه و، او دا انداز يې په دې ډول تشريح کړی چې "د اړوندو او مهمو پوښتنو د ځوابولو لپاره ساده او واقعي نمونې".[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

له 1966 څخه تر 1970ز کال پورې، نوموړی د کامبريج په پوهنتون کې د څېړنې همکار و. سټيګليټز په لومړي سر کې په 1965ز کال کې د فولبرايټ د يو محقق په توګه د کامبريج فټز وليام کالج ته ورسېد، او نوموړي وروسته د کامبريج په «ګون ويل اينډ کيس کالج» کې د «ټيپ» ټيټ رتبه څېړنې همکاري تر لاسه کړه، کوم چې د «کيني» او ستر اقتصاد تيورۍ په اړه د هغه په پوهه کې مهمه ونډه درلوده. په راتلونکو کلونو کې هغه په ييل، سټنفورډ، اکسفورډ، او پريسټن کې علمي دندې تر سره کړې – په اکسفورډ کې نوموړی د سياسي اقتصاد «ډرمنډ» پروفيسر و. له 2001ز کال راهيسې، سټيګليټز د کولمبيا په پوهنتون کې پروفيسر دی، د سوداګرۍ په ښوونځي، د اقتصادياتو په ډيپارټمنټ او د نړيوالو او عامه چارو په ښوونځي (SIPA) کې يې دندې تر سره کړي، او له «جی بريډفورډ ډيلونګ» او «ارون ايډلين» سره د «The Economists' Voice » مجلې ليکوال/مصحح دی.[۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

نوموړی د «Sciences Po Paris» او «École Polytechnique in 'Economics» تر منځ په اقتصادياتو او عامه تګلارو کې د غبرګو سندونو زده کړه ييزو پروګرامونو کې درسي ټولګيو ته درس هم ورکوي. هغه له 2005ز کال راهيسې د مانچسټر په پوهنتون کې د بروکس نړيوالې بې وزلۍ انسټيټويټ مشري هم کوي. سټيګليټز په پراخه ګچه د نوي «کينينزي» اقتصاد پوه په توګه بلل کېږي، که څه هم لږ تر لږه يو اقتصادي ژورنالست وايي چې د هغه کار په روښانه ډول ډلبندي کېدای نه شي.[۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

سټيګليټز د خپل مسلک په اوږدو کې د پاليسيو یو شمېر دندې تر سره کړي دي. نوموړي د کلنټن په اداره کې د ولسمشر د اقتصادي سلاکارانو د مشر په توګه دنده تر سره کړې (1995-1997). په نړيوال بانک کې، نوموړي له 1997 څخه تر 2000ز کال پورې د مشر مرستيال رئیس او اقتصاد پوهانو د مشر په توګه دنده تر سره کړې ده. نوموړی د نړيوال بانک له خوا هغه مهال له دندې لېرې کړای شو، کله چې هغه د بانک له تګلارو سره مخالفت وښود.[۳۴][۳۵][۳۶]

سټيګليټز د امريکا د ولسمشر بارک اوباما د سلاکار په توګه کار کړی دی، خو د اوباما ادارې د مالي صنعت د ژغورنې پر پلان يې نيوکه درلوده. نوموړي وويل، هر چا چې د اوباما د ادارې د بانک د ژغورنې پلان جوړ کړی، يا خو د بانکونو په جيب کې دی، يا نا اهله دی.[۳۷][۳۸]

د 2008ز کال د اکتوبر په مياشت کې، د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ رئيس له نوموړي وغوښتل چې د مالي بحران د دلايلو او حل لارو په اړه د يو راپور د مسودې جوړولو د کميسيون مشري وکړي. په ځواب کې، دې کميسيون د سټيګليټز راپور وړاندې کړ.[۳۹]

د 2011ز کال د جولای په پنځه ويشتمه نېټه، سټيګليټز په «I Foro Social del 15M» کې ګډون وکړ، چې په مادريد کې جوړ شوی و، او د 15M خوځښت لاريونوالو ملاتړ يې څرګند کړ. [۴۰]

سټيګليټز له 2011 څخه تر 2014ز کال پورې د نړيوالې اقتصاد ټولنې رئيس و. [۴۱]

د 2015ز کال د سپتمبر په اوه ويشتمه نېټه، د انګلستان د مزدور ګوند اعلان وکړ چې سټيګليټز به د نړۍ د نورو پنځو مخښکو اقتصاد پوهانو سره د دې ګوند د اقتصادي سلاکارۍ په کمېټه کې کېني.[۴۲]

سرچينې[سمول]

  1. Free, Rhona C. (14 May 2010). 21st Century Economics: A Reference Handbook (په انګلیسي ژبه کي). SAGE Publications. د کتاب پاڼې 317. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4522-6631-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Joseph E. Stiglitz, Biographical. The Sveriges Riksbank Prize in Economic Sciences in Memory of Alfred Nobel 2001". NobelPrize.org (په انګلیسي ژبه کي). 2002. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Joseph Stiglitz, Clark Medalist 1979". American Economic Association. 2021. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Former Chief Economists". worldbank.org. World Bank. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ نومبر ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ نومبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Former Members of the Council". whitehouse.gov. مؤرشف من الأصل في ۲۱ جنوري ۲۰۱۷ – عبر National Archives. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Gochenour, Zachary, and Bryan Caplan. "An entrepreneurial critique of Georgism." The Review of Austrian Economics 26.4 (2013): 483–491.
  7. (په March 3, 2015 باندې). To Fight Inequality, Tax Land. Bloomberg View
  8. . Land-value tax: Why Henry George had a point.
  9. "The Commission of Experts of the President of the UN General Assembly on Reforms of the International Monetary and Financial System". un.org. United Nations. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Stiglitz, Joseph E.; Sen, Amartya; Fitoussi, Jean-Paul (2010-05-18). Mismeasuring Our Lives: Why GDP Doesn't Add Up (په انګلیسي ژبه کي). The New Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781595585196. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "The International Economics Association". International Economics Association. October 14, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "IEA World Congress 2014". International Economics Association. October 14, 2013. د اصلي آرشيف څخه پر October 17, 2013 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. (په April 21, 2011 باندې). The 2011 TIME 100. time.com
  14. . Best Sellers – The New York Times. The New York Times.
  15. "Open Syllabus Project". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۱ سپټمبر ۲۰۲۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اگسټ ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Joseph E. Stiglitz". Information and Democracy Commission, Reporters Without Borders (په انګلیسي ژبه کي). 2018-09-09. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Kern, Jamie (18 September 2003). "Interview with Professor Joseph Stiglitz". Columbia Business School (په انګلیسي ژبه کي). The Tamer Center for Social Enterprise. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۶ فبروري ۲۰۲۲ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Stiglitz's tweet about his heritage". Twitter (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۸ مارچ ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Publications, Europa Europa (2008). International Who's who of Authors and Writers. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781857434286. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Stiglitz, Joseph E. 1943– (Joseph Eugene Stiglitz)". encyclopedia.com. Cengage Learning. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Eight to receive honorary degrees". Harvard Gazette (په انګلیسي ژبه کي). 2014-05-29. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Aoki, Masahiko (2018). Transboundary Game of Life: Memoir of Masahiko Aoki. Springer. د کتاب پاڼې 59. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-9811327575. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Bowmaker, Simon W. (2019-09-20). When the President Calls: Conversations with Economic Policymakers (په انګلیسي ژبه کي). MIT Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-262-35552-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "Joseph E. Stiglitz, Biographical. The Sveriges Riksbank Prize in Economic Sciences in Memory of Alfred Nobel 2001". NobelPrize.org (په انګلیسي ژبه کي). 2002. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Bowmaker, Simon W. (2019-09-20). When the President Calls: Conversations with Economic Policymakers (په انګلیسي ژبه کي). MIT Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-262-35552-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Stiglitz, Joseph. CV (PDF). Columbia University. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۳ مې ۲۰۱۱ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "A shilling in the meter and a penny for your thoughts ... An Interview with Professor Joseph E Stiglitz" (PDF). Optima. 2005. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر October 14, 2011 باندې. د لاسرسي‌نېټه April 27, 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. (په 2001-07-21 باندې). Columbia University Hires Star Economist. The New York Times.
  29. "Staff: Professor Joseph E Stiglitz". manchester.ac.uk. University of Manchester. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۲ جنوري ۲۰۰۷ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. "Master Economics and Public Policy". sciences-po.fr. Edudier à Sciences Po. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۵ اکتوبر ۲۰۰۹ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Bruce C. Greenwald & Joseph E. Stiglitz: Examining Alternative Macroeconomic Theories. Brookings Papers on Economic Activity, No. 1, 1988, pp. 201–70. (PDF; 5.50 MB) Archived 2011-05-13 at the Wayback Machine.
  32. Bruce C. Greenwald & Joseph E. Stiglitz: Keynesian, New Keynesian and New Classical Economics. Oxford Economics Papers, 39, March 1987, pp. 119–33. (PDF; 1,62 MB) Archived 2011-05-13 at the Wayback Machine.
  33. (په 13 January 2017 باندې). [{{{url}}} Tribal warfare in economics a thing of the past]. Fairfax Media
  34. Bowmaker, Simon W. (2019-09-20). When the President Calls: Conversations with Economic Policymakers (په انګلیسي ژبه کي). MIT Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-262-35552-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. . Joe Stiglitz and the IMF have warmed to each other.
  36. Greg Palast (October 10, 2001). "multi-day interview with Greg Palast". Gregpalast.com. د لاسرسي‌نېټه October 29, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. (په 2010-01-18 باندې). Skepticism for Obama's Fiscal Policy (Published 2010). The New York Times.
  38. (په April 17, 2009 باندې). Stiglitz Says Ties to Wall Street Doom Bank Rescue. Bloomberg News.
  39. "Commission of Experts of the President of the UN General Assembly on Reforms of the International Monetary and Financial System". un.org. United Nations. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. "Joseph Stiglitz apoya el movimiento 15-M". YouTube. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۳ نومبر ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه July 26, 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. "International Economic Association (IEA)". Iea-world.com. د اصلي آرشيف څخه پر May 18, 2013 باندې. د لاسرسي‌نېټه October 29, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. (په 2015-09-27 باندې). U.K. Labour Names Stiglitz, Piketty to Economic Advisory Panel. Bloomberg.com.