Jump to content

جورج کلنټن (د ولسمشر مرستیال)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
جورج کلنټن (د ولسمشر مرستیال)
George Clinton (انګليسي) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
زېږونځای
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۲۶ جولای ۱۷۳۹[۱][۲][۳] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې نېټه
۲۰ اپرېل ۱۸۱۲[۱][۲][۳] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې لامل
مړينې ځای
مړينې لامل
ښخولو ځای
ژبې
ګوند
دنده
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
وروڼه او خويندې
دین
اړين مالومات
جګړه

جورج کلنټن (د ۱۷۳۹ کال د جولای له ۲۶ مې – د ۱۸۱۲ ز کال د اپریل تر ۲۰ مې) یو امریکایی سرتېری او سیاستوال و، چې د متحده ایالاتو له بنسټ اېښودونکو نه دی. نوموړي له ۱۸۰۵ کال نه تر ۱۸۱۲ ز کال پورې( د خپلې مړینې تر وخته) د امریکا د متحده ایالاتو د و لسمشر د څلورم مرستیال په توګه دنده ترسره کړه. هغه له  ۱۷۷۷ کال نه تر ۱۷۹۵ ز کال پورې او له ۱۸۰۱ کال نه تر ۱۸۰۴ ز کال پورې د نیویارک د والي په توګه وظیفه سر ته رسولې ده. نوموړی او جان سي کالهون یوازني دوه کسان دي چې د دوو ولسمشرانو تر واک لاندې د ولسمشر د مرستیال په توګه پاتې شوي دي.   [۵]

کلنټن د فرانسې او هند په جګړه کې خدمت وکړ او په استعماري اربکي ځواکونو کې د تورن رتبې ته ورسېد. له جګړې وروسته، نوموړي حقوقي کار پیل کړ او د نیویارک په ښار کې یې د حوزې د څارنوال په توګه دنده ترسره کړه. په ۱۷۷۷ ز کال کې د نیویارک والي شو او تر ۱۷۹۵ ز کال پورې په دې دنده کې پاتې شو. د امریکا د انقلابي جګړې په ترڅ کې، کلنټن د خپلواکۍ له خوځښت نه ملاتړ وکړ او د والي د دندې تر څنګ یې  په براعظمي پوځ کې دنده ترسره کړه. د جګړې په اوږدو کې او له هغه وروسته، کلنټن د خاورې پر سر د واک د شخړو له امله اتحادیې ته د ورمونټ د غړیتوب لوی مخالف و.

نوموړی د متحده ایالاتو د اساسي قانون له تصویب سره د مخالفت تر څنګ، د فدرالي نظام د یوې مشهورې ضد څېرې په توګه را څرګند شو او د متحده ایالاتو د حقوقو د قانون د اضافه کولو نه یې ملاتړ وکړ. د ۱۷۹۰ ز کلونو په پیل کې، هغه د نوي دیموکراتیک جمهوري غوښتونکي ګوند د مشر په توګه راڅرګند شو او د ۱۷۹۲ ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د ګوند په استازيتوب د مرستیال ولسمشر په توګه ډګر ته راغئ. کلنټن په ټاکنو کې درېیم ځای خپل کړ، ځکه چې ولسمشر جورج واشنګټن او مرستیال ولسمشر جان اډمز دواړو بیا ټاکنې وګټلې. په ۱۷۹۵ز کال کې نوموړی د بیا ټاکنو په لټه کې نه و، خو د ۱۸۰۱ز کال نه تر ۱۸۰۴ ز کال پورې یې بېرته د والي په توګه دنده ترسره کړه. کلنټن د والي په توګه د متحده ایالاتو په تاریخ کې تر ټولو اوږد خدمت ترسره کړی دی، تر هغه چې په ۲۰۱۵ ز کال کې تیري برانستاد(Terry Branstad  ) له خوا دا ریکارډ مات شو.  

د ۱۸۰۴ ز کال په ټاکنو کې، کلنټن بیا د د ډیموکراتیک - جمهوري غوښتونکي ګوند په استازیتوب د مرستیال نوماند په توګه ډګر ته را و دانګل، ځکه چې ولسمشر توماس جیفرسن خپل ټکټ نه هارون برر و ایست. د ۱۸۰۸ ز کال په ټاکنو کې، کلنټن د خپل ګوند له خوا د  د ولسمشرۍ د نوماندۍ غوښتنه وکړه، خو د ګوند د کانګریس د نوماندۍ کمېټې، د نوموړي پر ځای جیمز مدیسن نوماند کړ. نوموړی له مدیسن سره د مخالفت تر څنګ، کلنټن بیا د مرستیال په توګه وټاکل شو. نوموړي په ۱۸۱۲ ز کال کې له نړۍ سترګې پټې کړې او د لومړي ځل لپاره د امریکا په تاریخ کې د مرستیال ولسمشر دفتر تش شو. د هغه وراره، دی ویت کلنټن، د خپل تره له مړینې وروسته، د کلنټن نیویارک سیاسي کورنۍ ته دوام ورکړ. دا کورنۍ په بل کلنټن پورې، چې له ۱۹۹۳ نه تر ۲۰۰۱ ز کال پورې ولسمشر و، اړه نه لري.

د  ژوند لومړي کلونه

[سمول]

کلنټن په ۱۷۳۹ ز کال کې د نیویارک ولایت په لېټل بریتېن (Little Britain) کې دې نړۍ ته سترګې خلاصې کړې. مور او پلار یې ډګرمن چارلس کلنټن او الیزابیت دینسټن کلنټن وو چې پریسبتریان مذهبه پروتستانت کډوال وو چې په ۱۷۲۹ز کال کې د انګلیسانو له خوا د مذهبي ځورونې نه د ژغورنې له امله چې په غیر انګلیسي پروتستانتانتو او کاتولیکانو باندې سخت ممنوعیت د وضع شوی ؤ، د ایرلند له لانګفورډ ښار نه تښتېدلي وو. د نوموړۍ سیاسي لېوالتیا د هغه له پلار نه الهام اخیستې و، چې یو کروندګر، سروې کوونکی او د ځمکې سوداګر او د نیویارک د استعماري شورا غړی و. جورج کلنټن د جنرال جیمز کلنټن ورور او د نیویارک د راتلونکي والي دیویټ کلینټن تره و. جورج کلنټن د یوه ځایي سکاټلنډي روحاني له خوا تر ښوونې لاندې نیول شوی و. [۶][۷]

د فرانسې او هند په جګړه کې خدمت

[سمول]

د فرانسې او هند د جګړې په اوږدو کې، نوموړی مخکې له دې چې په ولایتي اربکیو کې ګډون وکړي چې په دې ځای کې یې پلار د ډګرمن رتبه درلوده، لومړی په کارابین کې د جنګې بېړیو د سرغړونې په برخه کې دنده ترسره کوله. جورج د فرانسې او هند د جګړې په اوږدو کې د تورن رتبه ترلاسه کړه، چې په ۱۷۵۸ کال کې  د خپل پلار سره د جنرال برادستریټ تر مشرۍ لاندې د ۱۷۵۸ کال د فورت فرانټینیک په نیولو کې یې د مونتریال او کیوبیک ښار د ختیځ مرکزونو او د فرانسې د لوېدیځو سیمو ترمنځ د اړیکو او اکمالاتو یوه لویه لاره پرې کړه. د فرانسوي کښتیو په نیولو کې د هغه او د هغه ورور جیمز ارزښتنامه ونډه درلوده. [۸][۹]

سیاسي تجربه

[سمول]

د نوموړي پلار د نیویارک د پولو سروې د نیویارک والي (چې هغه هم جورج کلنټن نومېده او د دوی "یو لرې خپلوان" و) په داسې بڼه تر اغېز لاندې راوست، چې په ۱۷۴۸ کال کې یې هغه ته د نیویارک په ښار او شاوخوا شاوخوا سیمو کې د پولیسو د مشر په توګه د دندې وړاندیز کړه. وروسته له هغه چې مشر کلنټن دا وياړ رد کړ، والي نوموړی د السټر ناحیې د عامه دعواوو د محکمې د کاتب د ځای ناستي په توګه وټاکه، دا هغه دنده وه چې نوموړي د ۵۲ راتلونکو کلونو لپاره تر ۱۷۵۹ کال پورې په غاړه درلوده. [۱۰][۱۱]

نوموړي له جګړې نه وروسته، په نیویارک ښار کې د څارنوال ویلیم سمیټ تر نظر لاندې قانون ولوست. هغه کور ته راستون شو (چې په هغه وخت کې د السټر د ناحیې برخه وه) او خپل حقوقي کار یې په ۱۷۶۴ ز کال  کې پیل کړ. په ​​راتلونکي کال کې د ناحیې څارنوال شو او  د السټر ناحیې په استازیتوب له ۱۷۶۸ نه تر ۱۷۷۵ ز پورې د نیویارک د عمومي شورا غړی و، چې د بریتانوي-ضد لیوینسټون ضد ډله وه. د نوموړی ورور جیمز د نیویارک د ولایتي کانګرس غړی و چې د ۱۷۷۵ ز کال د اپریل په ۲۰ مه ڼېته په لاره واچول شو. [۱۲]

انقلابي جګړه

[سمول]

کلنټن د نیویارک د عمومي شورا د غړې په توګه، د بریتانیا د پالیسیو سخت ضد و. نوموړي د ۱۷۷۵ ز کال د جنوري په میاشت کې د شورا لپاره یو خوځښت معرفي کړ، تر څو د لومړي کانټینینټل کانګرس پرېکړه لیکونه تصویب کړي. دا خوځښت له ماتې سره مخامخ شو او  کلنټن یې دې ته وهڅاوه چې د مستعمیرې له خوا د وسلې د پورته کولو خبرداری ورکړي. نوموړي د ۱۷۷۵ز کال د مارچ په میاشت کې، د دویم ځل لپاره خوځښت معرفي کړ او په ډاګه یې کړه چې د بریتانیا پارلمان په امریکایي مستعمیرو باندې د مالیې لګولو حق نه لري. د هغه هڅو د ولایتي کانګرس پام ځانته راواړوه، چې د دویم کانټیننټل کانګرس لپاره یې، هغه د نیویارک د استازي په توګه وټاکه. کلنټن د ۱۷۷۵ ز کال د می په ۱۵ مه نېټه په فلاډلفیا کې، په کانګرس کې خپله چوکۍ ترلاسه کړه او د ۱۷۷۶ ز کال د جولای تر ۸ مې نېټې پورې د استازي په توګه پاتې شو، خو ولایتي کانګرس د ۱۷۷۵ کال دسمبر په میاشت کې نوموړی د نیویارک په دولتي اربکیو کې د برید جنرال په توګه وټاکه، چې د بریتانوي برید پر وړاندې یې د هډسن سیند د لوړو سیمو د دفاع دنده درلوده. دا دنده د دې لامل شوه چې هغه د کانټینینټل کانګرس په ډېرو غونډو کې شتون و نه لري. که څه هم نوموړي مخکې له دې چې د نیویارک استازو ته د خپلواکۍ د اعلامیې په اړه د رایې ورکولو یا لاسلیک اجازه ورکړل شي، له خپلې چوکۍ استعفا ورکړې وه، خو بیا هم د امریکا د خپلواکۍ یو لېواله ملاتړی و، ان په یوه وینا کې یې کانګرس ته وړاندیز وکړ چې د درېیم پاچا جورج د وژنې لپاره باید انعام ورکړل شي. نوموړي د نیویارک ایالت د اربکي ځواکونو د قومانداني پر مهال، د هډسن سیند په اوږدو کې دوه سنګرونه جوړ کړل او د سیند په اوږدو کې یې یو لوی ځنځیر وغځاوه، چې د نیویارک په ښار کې د شمال پر لور د بریتانوي ځواکونو د بېړیو مخه ونیسي.    [۱۳][۱۴][۱۵]

سرچینې

[سمول]
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ذکر کېدنه: Encyclopædia Britannica Online. د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: biography/George-Clinton-vice-president-of-United-States. Subject named as: George Clinton. Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګرېزي ژبه.
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ذکر کېدنه: SNAC. SNAC ARK ID: w6qr4v8c. Subject named as: George Clinton (vice president). Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګرېزي ژبه.
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ ذکر کېدنه: Find a Grave. Find a Grave memorial ID: 209. Subject named as: George Clinton. Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګرېزي ژبه.
  4. "A New Nation Votes: American Electoral Returns, 1788-1825". American Astronomical Society. نه اخيستل شوی 23 ډيسمبر 2020.
  5. Old style: born July 15, 1739.
  6. Murphy, Victor (2015). A History of Corboy Presbyterian Church and School. Longford. pp. 13–28.
  7. "U.S. Senate: George Clinton, 4th Vice President (1805-1812)". www.senate.gov.
  8. Lee (2010), pp. 1–2
  9. Campbell, William W. (1849), The Life and Writings of De Witt Clinton, Baker and Scribner, pp. xv–xvii, ISBN 9780795010972, نه اخيستل شوی February 9, 2008
  10. Lee (2010), pp. 1–2
  11. "A Revolutionary Day Along Historic US Route 9W". Revolutionaryday.com. May 30, 1908. Archived from the original on June 18, 2012. نه اخيستل شوی February 27, 2013.
  12. "U.S. Senate: George Clinton, 4th Vice President (1805-1812)". www.senate.gov.
  13. Kaminski, John P. (1993). George Clinton: Yeoman Politician of the New Republic. p. 17.
  14. "Biographical Directory of the U.S. Congress - Retro Member details". bioguideretro.congress.gov. نه اخيستل شوی 2020-09-16.
  15. Kaminski, John P. (1993). George Clinton: Yeoman Politician of the New Republic. p. 18.