جورج میفلین دالاس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
جورج میفلین دالاس
(انګلیسي: George M. Dallas د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جورج میفلین دالاس
جورج میفلین دالاس

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۰ جولای ۱۷۹۲[۱][۲][۳][۴][۵]
مړینه 31 ډيسمبر 1864 (72 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند ديموکراتيک ګوند  د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د اولادو شمېر 8   د (P1971) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده سياستوال
ډیپلوماټ  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه انگليسي  د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
جورج میفلین دالاس
جورج میفلین دالاس

جورج میفلن دالاس (د ۱۷۹۲ ز کال د جولای له ۱۰ مې – د ۱۸۶۴ ز کال د ډسمبر تر ۳۱ مې) یو امریکایی سیاستوال او ډیپلومات و، چې له ۱۸۲۸ ز کال نه تر ۱۸۲۹ ز کال پورې یې د فلاډلفیا د ښاروال او له ۱۸۴۵ ز کال نه تر ۱۸۴۹ ز کال پورې د متحده ایالاتو د یوولسم مرستیال ولسمشر په توګه دنده پر مخ وړې ده. 

جورج دالاس د خزانې د رئیس الکساندر جې دالاس زوی و چې د حقوقي مسلک له پیل نه وړاندې یې د چمتووالي په غوره ښوونځیو کې ګډون وکړ. نوموړي د البرټ ګالاتین د ځانګړي منشي په توګه دنده پر مخ یووړه او د متحده ایالاتو د خزاني په اداره او د متحده ایالاتو په دویم بانک کې یې دنده ترسره کړه. نوموړی د پنسلوانیا دیموکرات ګوند د "کورنۍ ګوند" د ډلې د مشر په توګه راڅرګند شو او د "امالګماتر یا یووالي کوونکې" ډلې مشر جېمز بوکانان سره یې خپله سیالي پراخه کړه. نوموړي د ۱۸۲۸ ز او ۱۸۳۵ ز کلونو تر منځ د فلاډلفیا د ښاروال، د پنسلوانیا د ختیځې ناحیې په چارو کې د فدرالي حکومت د څارنوال او د پنسلوانیا د لوی څارنوال په توګه چوپړ کړی دی. دالاس د ۱۸۳۱ز کال نه تر ۱۸۳۳ ز پورې د متحده ایالاتو په سنا مجلس کې د پنسلوانیا په استازیتوب هم خدمت وکړ او له دویم ځل ټاکنې نه په شا شو. ولسمشر مارتین وان بورین دالاس د روسیې په چارو کې د وزیر په توګه وګوماره او نوموړي دا چوکۍ، له  ۱۸۳۷ ز نه تر ۱۸۳۹ ز کال په واک کې درلوده. 

نوموړی ته په ۱۸۴۰ ز کال کې د امریکا د فلسفي ټولنې غړیتوب ورکړل شو.  [۶]

د ۱۸۴۴ ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د دویمې دورې لپاره دالاس د وان بورېن له سیالۍ نه ملاتړ وکړ، خو د ګوند ولسمشریزه نوماندي جېمز کی پولک وګټله. د ۱۸۴۴ ز کال ملي ډیموکرات کنوانسیون دالاس د پولک د مرستیال په توګه وټاکه او دوی په ټول ټاکنو کې د ویګ ټکټ له ماتې سره مخامخ کړ. دالاس چې د پراختیا او ولسي واکمنۍ ملاتړی و، د مکسیکو – امریکا د جګړې په اوږدو کې یې د مکسیکو د ټولې خاورې د یوځای کېدو غوښتنه وکړه. نوموړي د ۱۸۴۸ ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې هڅه وکړه چې د دې شخړې په اړه د ځان لپاره موقف و لټوي، خو د ټیټو تعرفو په ملاتړ د هغه رایې په خپل ایالت کې د نوموړي د ملاتړ بنسټ وران کړ. دالاس له دولتي چوکیونه تر تقاعد وړاندې د ۱۸۵۶ ز کال نه تر ۱۸۸۱ ز کال پورې د انګلستان په چارو کې د وزیر په توګه دنده پر مخ یووړه.  

د ژوند لومړي کلونه او کورنۍ[سمول]

جورج دالاس د ۱۷۹۲ ز کال د جولای په ۱۰مه نېټه په فلاډلفیا کې د الکساندر جېمز دالاس او ارابیلا ماریا سمېت دالاس (چې د انګلستان په ډیون کې زېږېدلی وه) په کورنۍ کې نړۍ ته سترګې پرانیستې. پلار یې چې د جامیکا په کنگستان کې د ډاکټر رابرت دالاس په کورنۍ کې زېږېدلی او په اډینبورګ کې یې زده کړې کړې وې، د متحده ایالاتو د ولسمشر جېمز مدیسن په واکمنۍ کې د خزانې وزیر او د لنډې مودې لپاره د جګړې د وزیر په توګه دنده ترسره کړې وه. ډاکتر دالاس په ۱۷۶۴ ز کال کې جمیکا پرېښوده او جایداد، د دالاس مانۍ، چې ۹۰۰ جرېبه ځمکه او ۹۱ غلامان وو، په امانت په ګرو پرېښودل. جورج دالاس ته خپل منځنی نوم د توماس میفلین له نامه نه اخیستل شوی چې یو سیاستوال او د هغه د خپل پلار ښه ملګری و. [۷][۸][۹][۱۰]

دالاس د شپږو ماشومانو په لړۍ کې دویم و، چې یو بل ورور یې الکساندر د پینساکولا د سمندري ځواکونو د لنګر قوماندان شو. د دالاس کورنۍ د هغه د ماشومتوب په اوږدو کې، په فورټ ستریټ کې په یوه لوی کور کې ژوند کاوه او دویم کور یې د شولکیل سیند پر غاړه په کلیوالي سیمه کې موقعیت درلود. نوموړي د نیو جرسي په کالج کې (چې اوس د پرنستون پوهنتون دی) د زده کړو نه وړاندې، د کوېکر پروتستانت مذهبو تر ادارې لاندې د چمتووالي په ښونځیو کې په خصوصي توګه زده کړې کړې وې. هغه په ۱۸۱۰ ز کال کې د نیو جرسي له کالج نه په لوړو ویاړونو فارغ شو. د کالج په اوږدو کې هغه په ​​ډېرو فعالیتونو کې، لکه: د امریکایی ویګ کلیوسفیک د بحثونو په ټولنه کې ګډون کاوه. له هغه وروسته، نوموړي د خپل پلار په دفتر کې د حقوقو په برخه کې مطالعه وکړه او په ۱۸۱۳ ز کال کې یې د مدافع وکالت جواز ترلاسه کړ.  [۷][۱۰][۱۱]

په حقوقي، دیپلوماتیکه او مالي برخه کې لومړنی خدمت[سمول]

کله چې دلاس نوي فارغ شو، له حقوقي کار سره یې لږ لېوالتیا درلوده. نوموړي غوښتل چې د ۱۸۱۲ ز کال په جګړه کې برخه واخلي، خو د پلار له نیوکې وروسته له دې هوډ نه په شا شو. دالاس له دې لږ وروسته د خصوصي سکرتر په توګه د البرت ګالاتین وړاندیز ومانه او له ګالاتین سره روسیې ته ولاړ، چې هلته یې د بریتانیا او امریکا تر منځ د سولې په خبرو کې د اسانتیا لپاره لېږل شوی و. دالاس روسیې ته له تګ سره له وړاندیز شوې موکې نه خوند واخیست، خو شپږ میاشتې وروسته هغه ته لارښوونه وشوه چې لندن ته لاړ شي، ترڅو له ډېپلوماتیک اړخه د ۱۸۱۲ز کال د جګړې حل لاره په ګوته کړي. نوموړي د ۱۸۱۴ ز کال په اګست کې واشنګټن ډي سي ته راستون شو او د بریتانیا د سولې د شرایطو لومړنۍ مسوده یې وړاندې کړه. په دې ځایې کې، نوموړی د جېمز مډیسن له خوا په خزانه کې دپیسو د لېږد په برخه کې وټاکل شو چې یوه "آسانه دنده" وه. پلار یې په دې وخت کې د دې څانګې د مشر په توګه دنده ترسره کوله. لکه څنګه چې په دې ځای کې د کار فشار کم و، دالاس د سیاست په برخه ګې، چې د نوموړي مسلکي لېوالتیا وه، د پوهې پراختیا ته وخت وموند. نوموړی وروسته د متحده ایالاتو د دویم بانک سلاکار شو. د دالاس پلار په ۱۸۱۷ ز کال کې مړ شو او د کورنۍ د حقوقو په برخه کې یې د هغه کاري پلان لغوه کړ او هغه د متحده ایالاتو په دویم بانک کې دنده پرېښوده او په فلاډیلفیا کې د لوی څارنوال مرستیال شو، چې په دې چوکۍ کې هغه تر ۱۸۲۰ ز کال پورې کار وکړ.  [۷]

سرچینې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/George-Mifflin-Dallas — subject named as: George Mifflin Dallas — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6wh2sp9 — subject named as: George M. Dallas — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/2844 — subject named as: George Mifflin Dallas — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p32627.htm#i326265 — subject named as: George Mifflin Dallas — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=dallasg — subject named as: George M. Dallas
  6. "APS Member History". search.amphilsoc.org. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ ۷٫۲ "George Mifflin Dallas, 11th Vice President (1845–1849)". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Ashcroft, Michael (1975). "Robert Charles Dalles identified as the author of an anonymous book about Jamaica". Jamaica Journal. 9 (1): 94–101.
  9. University College London, Legacies of British Slave-Ownership https://www.ucl.ac.uk/lbs/person/view/2146651101 Retrieved 10 November 2020.
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Belohlavek. "George Mifflin Dallas", p. 109.
  11. "Daily Princetonian – Special Class of 1979 Issue 25 July 1975 — Princeton Periodicals". Theprince.princeton.edu. 1975-07-25. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اپرېل ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)