جورج براون (کاناډايي سیاستوال)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
جورج براون (کاناډايي سیاستوال)
(انګلیسي: George Brown د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جورج براون (کاناډايي سیاستوال)
جورج براون (کاناډايي سیاستوال)

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۹ نومبر ۱۸۱۸[۱][۷][۸]
ایدینبرګ [۷][۹]  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 9 مې 1880 (62 کاله)[۷][۸]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ټورنټو   د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت کاناډا   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند د کاناډا لېبرال ګوند   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال
خبريال
سوداگر   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
جورج براون (کاناډايي سیاستوال)
جورج براون (کاناډايي سیاستوال)

جورج براون (۲۹ نومبر ۱۸۱۸ – ۹ می ۱۸۸۰ زکال) بریتانوي الاصله کاناډايي خبریال، سیاستوال او د کنفدریشن له پلرونو څخه و او د شارل ټاون (سپټمبر ۱۸۶۴ زکال) او کیوبیک (اکتوبر ۱۸۶۴ زکال) په کنفرانسونو کې یې ګډون درلود. نوموړی چې یو پام وړ اصلاح غوښتونکی سیاستوال و په هغه مهال کې د ټورنټو ګلوب په نامه د کاناډا د تر ټولو اغېزمن اخبار د بنسټ اېښودو او د هغه د مدیر مسئولیت او همدارنګه په ۱۸۶۷ زکال کې د لیبرال ګوند د بنسټ اېښودونکو د مشرۍ له امله په ښه توګه پېژندل کېږي. نوموړي د ملي یووالي په رامنځته کولو کې مهم رول درلود. په سیاست کې د هغه فعال والی له ۱۸۶۵ زکال راهیسې را کم شو، خو د لیبرال ګوند پیاوړی ویناوال پاتې شو. هغه لویدیځ پلو ته پراختیا ترویج کړه او د محافظه کار لومړي وزیر جان اې. مک ډونالډ له سیاستونو سره یې مخالفت وکړ. [۱۰]

لومړنۍ سیاسي چارې[سمول]

په ټاکنو کې بریا او د اپوزیسیون غړیتوب[سمول]

په ۱۸۴۸ زکال کې اصلاح غوښتونکو د کاناډا د مقننه قوې ډېری ایالتي څوکۍ ترلاسه کړې او د رابرت بالډوین په لومړي وزارت او د لویي هیپولیت لاپونتین پر مرستیالۍ سره یې دولت جوړ کړ. راتلونکی کال اصلاح غوښتونکي د روحانیونو د زخایرو د سکولرایز کېدو، دا چې د کاناډا ایالت له متحده ایالاتو سره ضیمه شي او که نه او هغو اصلاح غوښتونکو ته چې د پورتنۍ کاناډا په پاڅون کې یې ونډه لرله د واکونو د ورکړې پر  پر سر سره ووېشل شول. براون له اصلاح غوښتونکي ګوند سره متحد پاتې شو په داسې حال کې چې نور د کلیر ګرېټ (Clear Grit) خوځښت د جوړولو په موخې ترې جلا شول. نوموړي د ۱۸۵۰ زکال په مۍ میاشت کې په تورنټو کې د روحانیونو د زخایرو ضد ټولنې سره یوځای شو څو د روحانیونو د زخایرو له لغو کولو څخه دفاع وکړي. هغه فکر نه کاوه چې فرانسوي – کاناډايي اصلاح غوښتونکي به د ده له اقداماتو ملاتړ وکړي، خو فکر یې کاوه چې د دغې پالیسۍ ترویج به له کلیرګرېټ خوځښت سره د نورو اصلاح غوښتونکو د یوځای کېدو مخنیوی وکړي. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

د ۱۸۵۱ زکال په اپریل میاشت کې براون د کاناډا په پارلمان کې د هالډیماند ښار د څوکۍ ترلاسه کولو په موخه په منځنۍ دوره یي ټاکنو (د عمومي ټاکنو ترمنځ د خالي شوو څوکیو لپاره ترسره کېږي) ونډه واخیسته او ویلیام لیون مکنزي ته یې ماته ورکړه. د پارلمان په راتلونکې دوره کې بالدوین او لافونتن له سیاست څخه د خپل تقاعد/پر شا کېدو اعلان وکړ او هینکس د لویدیځ اصلاح غوښتونکي خوځښت مشري پر غاړه واخیسته. هینکس له براون سره خپله سیالي له سره پیل کړه او په ګلوب باندې یې له مذهبي بنسټونو څخه د دولت له ملاتړ سره په مخالفت کولو نیوکه وکړه. د ۱۸۵۱ زکال په مني کې براون د پورتنۍ کاناډا په کنټ ښار کې کرنیزه ځمکه واخیسته څو د یو بزګر په توګه په کار پیل وکړي. د همدغه کال په وروستیو کې د کنټ ښار اصلاح غوښتونکو له دې ډلې الکساندر مکنزي او ارچیبالډ مک کلار براون وهڅاوه څو د پارلمان کاناډا ته د کنټ ښار څخه ځان نوماند کړي. براون د هغوی وړاندیز ومانه او د اصلاح غوښتونکي نوماند په توګه یې ځان په داسې حال کې نوماند کړ چې پلان یې درلود له مذهبي بنسټونو څخه د دولت د اصلاحاتو د وزارت د ملاتړ په مخالفت مبارزه وکړي. نوموړي همدارنګه د وګړو د استازولۍ، له بریتانوي مستعمراتو او متحده ایالاتو سره د ازادۍ سوداګرۍ د هوکړو او همدارنګه د ټرانسپورټي زیربناو لکه د رېل کرښې او کانالونو جوړولو په موخه مبارزه وکړه. براون د یو خپلواک اصلاح غوښتونکي په توګه ټاکنې وګټلې او د اصلاح غوښتونکو د وزارت له خوا تائید شوي محافظه کار نوماند آرتور رانکین ته یې ماته ورکړه. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

براون؛ د بالدین – لافونتین د ځای ناستي حکومت په توګه د هینکس او اګوستین نوربرت مورین په مشرۍ حکومت څخه ملاتړ وکړ، په داسې حال کې چې هغه د دوی پر دولت باندې لیبرال ارمانونو ته د نه پام له امله نیوکه کوله. براون له مذهبي بنسټونو څخه د دولت د ملاتړ د پای ته رسولو په موخه هڅه وکړه، د دولت په بودیجه باندې یې د جلا مذهبي مدارسو له سیسټم سره مخالفت وکړ او په پارلمان کې یې د وګړو له استازولۍ دفاع وکړه. د ۱۸۵۴ زکال په عمومي ټاکنو کې له لمبټون ټاکنیزې حوزې څخه چې د کنټ ټاکنیزې حوزې له ویشل کېدو وروسته رامنځته شوې وه وټاکل شو. د ټاکنو په پای کې هینکس له آلن مکناب سره نوې لیبرال محافظه کاره اداره رامنځته کړه او همدا لامل وګرځېد چې براون د اپوزیسیون غړی شي. [۲۵][۲۶]

نوموړي په کلیرګرېټ خوځښت کې د رهبري غیررسمي ځایګی ترلاسه کړ او له سره ګوند (Parti Rouge) سره یې په ګډه کې د یو شمېر قانوني مقراراتو په مخالفت او همدارنګه د دولتي فساد اړوند څېړنو باندې کار وکړ. د همدغه کال په وروستیو کې کاناډايي مقننې قوې داسې لایحه تصویب کړه چې له مخې یې د کاناډا د مقننې قوې له اکثریت ملاتړ پرته په پورتنۍ کاناډا کې جلا مکتبي پلاوی رامنځته شو. په داسې حال کې چې کاناډايي وګړو د کاناډا د ایالت د منحل کېدو غوښتنه کوله ، خو براون له دغې موضوع څخه د وګړو پر بنسټ د استازولۍ په موخه ګټنه وکړه چې له مخې یې ټاکنیزې حوزې په داسې توګه ویشل کېدلی چې هرې یوې د ټاکونکو نږدې مساوي شمېر درلود. [۲۷][۲۸]

په ۱۸۵۶ زکال کې د هینکس – مکناب په اداره کې لیبرالان د اپوزیسیون لوري ته ولاړل او مکناب خپل ځای جان اې. مک ډونالډ ته پرېښود څو له هینکز سره د ایالت نوی لومړی وزارت رامنځته کړي. مک ډونالډ؛ براون په ۱۸۴۸ زکال کې د کینګسټون ایالت د بندخونې په سلطنتي کمیسیون کې د اسنادو په جعل او د شاهدي ورکولو په موخه د شاهدانو په مجبورولو تورن کړ. د څېړنو کمېټه جوړه شوه او هغه شواهد یې واورېدل چې براون ته یې برائت ورکاوه، خو د خپلو څېړنو څخه یې داسې راپور وړاندې کړ چې حقایقو ته ژمن نه و او د براون سیاسي شهرت ته یې زیان واړوه. دغه چاره د دې لامل وګرځېده څو د براون او مک ډونالډ ترمنځ سیاسي سیالي لا هم پسې پراخه شي. [۲۹]

د ۱۸۵۷ زکال ټاکنې او راتلونکې مقننه قوه[سمول]

براون د ۱۸۵۷ زکال د جنوري په اتمه نېټه یوه سیاسي کنوانسیون جوړ کړ څو خپل پلویان او هغه لیبرالان چې د هینکس اداره او کلیرګرېټ خوځښت یې پرېښی و سره یو موټي کړي. دغه کنوانسیون له راډیکالېزم څخه یوې داسې سیاسي ایډیالوژي ته د اصلاحاتو د ګوند اوښتل څرګند کړل چې په بریتانیا کې له لیبرال ایډیالوژي سره ورته وه. د کاناډا ایالت لپاره پارلماني ټاکنې د ۱۸۵۷ زکال په نومبر میاشت کې ترسره شوې. براون له دوه ټاکنیزو حوزو؛ ټورنټو او شمالي اکسفورډ څخه وټاکل شو. له دې سره د براون اصلاح غوښتونکو د لویدیځې کاناډا ډېرۍ څوکۍ وګټلې، خو په سره ګوند کې د هغه متحدین په ختیځه کاناډا کې پاتې راغلل او براون یوځل بیا د اپوزیسیون غړی شو. [۲۹]

د ۱۸۵۸ زکال د جولای په ۲۸ مه د مک ډونالډ – کارتیر کابینې له دې امله استعفا ورکړه چې مقننې قوې د دغه ایالت د دایمي نوې پلازمینې په توګه د اوتاوا ټاکل رد کړل. د کاناډا عمومي والي اډمونډ واکر هیډ له براون څخه وغوښتل نوې اداره جوړه کړي. په داسې حال کې چې براون په مقننه قوه کې د اکثریت ملاتړ له ځانه سره نه درلود خو له دې سره یې د انتوین ایم دوریون په لومړي وزارت کابینه وړاندې کړه. د براون – دوریون اداره د اګست په ۲ مه د مقننې قوې له خوا رد شوه. براون د اګست په څلورمه وروسته له هغه چې هیډ عمومي ټاکنې رد کړې استعفا یې ورکړه او مک ډونالډ او کارتیر وکولای شول د الکساندر تیلوش ګالت سره په ګډه نوی لومړی وزارت رامنځته کړي. [۳۰][۳۱]

په ۱۸۵۹ زکال کې ګلوب د براون د هڅونو تر اغېز لاندې د یو نوي فدرال دولت د رامنځته کولو اړوند مقالې خپرې کړې. دغې چارې د ختیځې او لویدیځې کاناډا هېوادونو ته اجازه ورکوله څو خپلې چارې د خپلو ایالتي مقننه قوو له لارې اداره کړي او فدرال مقننه قوه بیا د متقابلو اندېښنو اړوند لایجې تصویب کړي. دغه اخبار همدارنګه په وړاندیز کوونکي فدرال دولت کې د وګړو له استازولۍ هم ملاتړ کاوه. د ۱۸۶۰ زکال د اپرېل په ۳۰ مه براون ایالتي مقننې قوې ته د کنوانسیون جوړولو په موخه لایحه وړاندې کړه چې په هغو کې یې د فدرالېزم اړوند بحث کړی و. دغې لایحې ماته وخوړه خو په رایه ورکولو کې یې له فدرالېزم څخه د اصلاحاتو د ګوند ملاتړ مستند کړ. [۳۲]

سرچينې[سمول]

  1. پیوستون : 3538  — د نشر نېټه: ۲۴ اگسټ ۲۰۱۹
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ HathiTrust ID: https://catalog.hathitrust.org/Record/102364629 — د نشر نېټه: ۱۸ نومبر ۲۰۲۱
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ ۳٫۲ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/topic/Encyclopaedia-Britannica-English-language-reference-work/Eleventh-edition-and-its-supplements — د نشر نېټه: ۱۸ نومبر ۲۰۲۱ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ ۴٫۲ British Library system number: http://explore.bl.uk/BLVU1:LSCOP-ALL:BLL01001068773 — د نشر نېټه: ۱۸ نومبر ۲۰۲۱
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ ۵٫۲ https://lccn.loc.gov/11027773 — د نشر نېټه: ۱۸ نومبر ۲۰۲۱
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ ۶٫۲ OCLC control number: https://www.worldcat.org/oclc/266598 — د نشر نېټه: ۱۸ نومبر ۲۰۲۱
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ ۷٫۲ OCLC control number: https://www.worldcat.org/oclc/266598 — سمونګر: Hugh Chisholm — سرليک: Encyclopædia Britannica — نسخه 11[۲][۳][۴][۵][۶] — خپرونکی: Cambridge University Press
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=9741 — subject named as: George Brown — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  9. OCLC control number: https://www.worldcat.org/oclc/266598 — دوتنه: various authors — سمونګر: Ivan Andreyevsky ، Konstantin Arsenyev او Fedor Petrushevsky — سرليک: Энциклопедический словарь — خپرونکی: Brockhaus–Efron
  10. "BROWN, The Hon. George". Parliament of Canada. د لاسرسي‌نېټه October 7, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Careless 1959، ص. 117.
  12. Careless 1959، صص. 109-111.
  13. Careless 1959، ص. 109.
  14. Careless 1959، ص. 108.
  15. Careless 1959، ص. 107.
  16. Careless 1959، ص. 106.
  17. Careless 1959، ص. 152-153.
  18. Careless 1959، ص. 146-147.
  19. Careless 1959، ص. 150.
  20. Careless 1959، ص. 145.
  21. Careless 1959، ص. 144-145.
  22. Careless 1959، ص. 135.
  23. Careless 1959، صص. 134.
  24. Careless 1959، صص. 129, 132.
  25. کينډۍ:Cite DCB
  26. Careless 1959، ص. 158.
  27. Waite, P. B. (2001). The Life and Times of Confederation 1864-1867 (الطبعة 2nd). Toronto: University of Toronto Press. د کتاب پاڼي 98–99. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Gwyn, Richard (2009). [[[:کينډۍ:Google books]] John A: The Man Who Made Us] تحقق من قيمة |url= (مساعدة). Toronto: Random House Canada. د کتاب پاڼې 143. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-3073-7135-5. د لاسرسي‌نېټه August 5, 2015. What has French-Canadianism been denied? Nothing. It bars all it dislikes – it extorts all its demands – and it grows insolent over its victories. Letter from George Brown الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. ۲۹٫۰ ۲۹٫۱ کينډۍ:Cite DCB
  30. Careless, JMS (1967). The Union of the Canadas. Toronto: McClelland and Stewart Ltd. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. کينډۍ:Cite DCB
  32. کينډۍ:Cite DCB