جوراسیک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

جوراسیک (/dʒʊˈræs.sɪk/ juu-RASS-ik) د ځمک‌پېژندنې یوه دوره او د ګچ پېژندنې یو سیسټم دی چې ۲۰۱.۳ میلیون کاله مخکې (Mya) د تریاسیک دورې له پای څخه تر ۱۴۵ میلیون کاله مخکې د کرېټیسوس دورې پیل پورې خپره شوې ده. جوراسیک د مېزوزوئیک دورې منځنۍ دوره جوړوي چې د جورا له غرونو څخه یې نوم اخیستل شوی دی، چېرته چې د لومړي ځل لپاره د هغې دورې د چونې ډبرې طبقه وپېژندل شوه.[۱]

د جوراسیک پیل د تریاسیي – جوراسیک ورکېدو پېښې سره چې د مرکزي اتلانتیک سمندر ماګماټیک ولایت چاود هم ورسره وو مشخص کېږي. د توارشیان مرحلې پیل کابو ۱۸۳ میلیون کاله مخکې پیل شوه او د ورکېدو یوې پېښې سره چې د سمندري پراخې انوکسیا، د سمندرونو اسیدي کېدل او د حرارت درجې زیاتوالی چې په لوړ ګومان لامل یې د کاروو-فېرار لویو آذري ولایتونو چاودنه وه، مشخصه شوې ده. په هرحال، د جوراسیک دورې پای له کرېټیسوس سره هیڅ کوم روښانه سرحد نلري او یوازینی سرحد د ځمک‌پېژندنې دورو په منځ کې ده چې په رسمي توګه لا هم نه تعریف شوې پاتې ده.

د جوراسیک دورې له پیل سره، د پانګایا لوی براعظم په دوه وچو د ویشل کېدو پیل وکړ: لوراسیا په شمال کې او ګوندوانا په سویل کې. د جوراسیک اقلیم له اوس څخه لا ګرم وو او هیڅ د یخ خولۍ شتون نه درلود. په ټیټو جغرافیوي عرضونو کې د لویو وچو پراختیا سره، قطب ته نږدې ځنګلونو وده کوله.

په وچه کې، ځناورو له تریاسیکې فونا څخه، چې په مشترک ډول د ډایناسورومورف او سوډوسوچیاني آرکوسارونو لخوا پرې تسلط وو، فونا ته، چې یوازې د ډایناسورانو تسلط پرې وو، بدلون وکړ. لومړني مرغان د جوراسیک په دوره کې راڅرګند شول او د ترپود ډایناسورانو له یوې برخې څخه یې تکامل وموند. بله مهمه پېښه د لومړنیو مارمولکانو څرګندېدل او د تریان تی لرونکو تکامل ده. کروکوډیلومورفان له ځمکني ژوند څخه اوبیز ژوند ته بدلون وکړ. سمندرونه د سمندري ژوو لکه ایکتیوساران او پلزیوسارانو څخه ډک شول، په داسې حال کې چې پتروساران غالب مهره لرونکي مرغان وو.

ریښه پېژنونه او تاریخ[سمول]

د «جوراسیک» کرونوستراتیګرافیک اصطلاح د جورا غرونو، د ځنګلي غرونو هغه لړۍ چې د فرانسې او سویس له پولې څخه راځي، پورې اړوند ده. د «جورا» نوم له سلتیکې ریښې *jor via gaulish *iuris «ځنګلي غر» څخه اخیستل شوې، چې د ځای نوم په توګه په لاتین پور واخیستل شوه، او په Juria او بلآخره په Jura بشپړه شوه.

آلماني طبیعت پېژندونکي، الکسانډر فون هومبولټ، په ۱۷۹۵ کال کې سیمې ته د یوه سفر په ترڅ کې، د جورا غرونو کاربنېټ زیرمې د ځمک پېژندنې له اړخه د سویلي آلمان له Muschelkalk څخه جلا تشخیص کړې، که څه هم هغه په غلطۍ سره دې پایلې ته ورسېد چې هغه لا پخواني دي. وروسته په ۱۷۹۹م کال کې یې هغو ته د Jura-Kalkstein («د جورا چونې ډبرې») نوم ورکړ.

دېرش کاله وروسته په ۱۸۲۹م کال کې، الکسانډر برونګنیارټ، فرانسوي طبیعت پېژندونکي، د هغو ځمکو تشریح چې د ځمکې پوټکی تشکیلوي، ترسرلیک لاندې یو کتاب یا د، د ځمکې پېژندل شویو سرزمینونو جوړښت په هکله یوه مقاله خپره کړه. په دې کتاب کې، برونګنیارت د terrains jurassiques عبارت څخه د هومبولت “Jura-Kalkstein” سره په بریتانیا کې د ورته پخوانیو اوولیټي چوڼې ډبرو په تړلو کې کار واخیست، له همدې کبله یې د «جوراسیک» اصطلاح کشف او خپره کړه.[۲][۳]

آلماني ځمک‌پېژندونکي، لئوپولډ فون بوخ، په ۱۸۳۹م کال کې د جوراسیک درې ګونی وېش، چې په لومړیو کې له ترټولو پخوا څخه تر ټولو ځوان په توګه نومول شوي وو، جوړ کړ: تور جوراسیک، نصواري جوراسیک او سپین جوراسیک. د «لیاس» اصطلاح د تور جوراسیک عمر په معادل په انګلستان کې د ویلیام کونیبر او ویلیام فیلیپس لخوا په ۱۸۲۲م کال کې کارول شوې وه.[۴]

فرانسوي لرغون‌پوه آلسید دوربیګني د ۱۸۴۲ او ۱۸۵۲ کلونو ترمنځ مقالو کې په فرانسه او انګلستان کې د آمونیټ او نورو فوسیلي ټولګو په اساس جوراسیک په لسو مرحلو وویشه چې اووه مرحلې تراوسه هم کارول کېږي، که څه هم هیڅ یوې یې خپل اصلي تعریف نه دی ساتلی. آلماني لرغون‌پوه او ځمک پېژندونکي په ۱۸۵۸م کال کې په سوابي جورا کې د وان بوخ درې لړۍ په شپږو فرعي ویشونو ووېشل چې د آمونیټ او نورو فوسیلونو په اساس تعریف شوي وو.

آلماني لرغون‌پوه آلبرټ اوپل د ۱۸۵۶ او ۱۸۵۸م کلونو په منځ کې په خپلو مطالعاتو کې د دوربیګني لومړنۍ طرحه بدله کړه او دا مراحل یې په بایوسټراټیګرافي سیمو، په عمده توګه د امونیټانو په اساس ووېشلې. د جوراسیک مډرنو مرحلو ډېری یې په ۱۹۶۲م کال کې په Colloque du Jurassique à Luxembourg کې رسمي شوې.[۵]

جیولوژي[سمول]

د جوراسیک دوره د لومړنۍ، منځنۍ او وروستنۍ دریو دورو وېشل کېږي. په ورته ډول، په ګچ پېژندنه کې، جوراسیک د ښکتني جوراسیک، منځني جوراسیک او پورتني جوراسیک لړیو ویشل کېږي. ځمک‌پېژندونکي د جوراسیک ډبرې د ګچ پېژندنې ټولنې واحدونو ته د مرحلو په نوم ویشي چې هر یو یې د سن په نوم د وخت متناظرې وقفې جوړې کړې دي.

جوراسیک ګچ پېژندنه په اساسي ډول د فوسیل شاخص په توګه د آمونیټ په کارونې ولاړه ده. د ځانګړو امونیټ بڼو تاکسا د څرګندېدو لومړنۍ نېټه د مراحلو د پیل مشخص کولو، او همدارنګه د مراحلو په منځ کې د کوچنیو زماني محدودو، چې د «امونیټ سیمو» په توګه پېژندل کېږي، لپاره کارول کېږي؛ دوی هم په خپل وار سره، کله کله په فرعي سیمو ویشل کېږي. نړیواله ګچ پېژندنه د اروپایي امونیټي سټانډارد سیمو په اساس ده، او نورې سیمې چې د اروپایي بریالیتوبونو پسې حساب شوي دي.[۶]

لومړنی جوراسیک[سمول]

له تاریخي پلوه د جوراسیک دورې ترټولو لرغونې برخه د لیاس یا لیاسیک په نوم نومول کېږي چې په پراختیا کې تقریباً د لومړني جوراسیک سره مساوي ده، خو د مخکېني رایټیان یوه برخه هم په کې شامله ده. د هټانګیاني مرحله د سویسي لرغون‌پوه اېوجن رنویر لخوا په ۱۸۶۴م کال کې د فرانسې په شمال ختیځ کې د هتانژ-ګراند په نوم ونومول شوه. د هټانګیان بنسټ لپاره GSSP د کوحجوچ په ګذرګاه، د کاروندل غرونو، شمالي کالکاریوس آلپ غرونه او اتریش کې واقع شوی دی؛ چې په ۲۰۱۰م کال کې تصویب شو. د هټانګیان پیل او په ټوله کې د جوراسیک پیل؛ په کندلباخ جوړښت کې چې په کوحجوچ کې افشا شو، د امونیټ Psiloceras spelae tirolicum لومړي څرګندېدو سره مشخص شوی دی. د جوراسیک بنسټ پخوا په ۱۸۵۸-۱۸۵۶ کلونو کې د آلبرټ اوپل لخوا د Psiloceras planorbis لومړني ظهور په توګه تعریف شوی وو، خو له هغه ځایه چې ظاهر یې د یوه نړیوال سرحد لپاره ډېر سیمه ییز ښکارېده، دې خبرې بدلون وکړ.[۷][۸]

د سینموریان مرحله د لومړي ځل لپاره په ۱۸۴۲م کال کې د آلسید دوربیګني لخوا تعریف او علمي ادبیاتو ته د ننه شوه. هغه خپل نوم دیژون ته نږدې له فرانسوي ښار Semur-en-Auxois څخه اخیستی دی. د سینموریان لومړنی تعریف کې هغه څه شامل وو چې اوس هتانګیان نومېږي. د سینموریان GSSP د ختیځ کوانټوکس‌هیډ کلي په شمال کې، د انګلستان سامرست، واچت ختیځ ته په ۶ کیلومټري کې د آبي لیاس په منځ کې په یوه ډبره کې شتون لري او په ۲۰۰۰م کال کې تصویب شو. د سینموریان پیل د Vermiceras quantoxense آمونیټ له لومړني ظهور سره تعریفېږي.[۹]

سرچينې[سمول]

  1. "Jurassic". Lexico Dictionaries (په انګلیسي ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر ۱۹ مارچ ۲۰۲۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Brongniart, Alexandre (1829). Tableau des terrains qui composent l'écorce du globe ou essai sur la structure de la partie connue de la terre [Description of the Terrains that Constitute the Crust of the Earth or Essay on the Structure of the Known Lands of the Earth] (په فرانسیسی ژبه کي). Strasbourg – عبر Gallica. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Ogg, J.G.; Hinnov, L.A.; Huang, C. (2012), "Jurassic", The Geologic Time Scale (په انګلیسي ژبه کي), Elsevier, د کتاب پاڼي 731–791, doi:10.1016/b978-0-444-59425-9.00026-3, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-444-59425-9, د لاسرسي‌نېټه ۰۵ ډيسمبر ۲۰۲۰ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. von Buch, L., 1839. Über den Jura in Deutschland. Der Königlich Preussischen Akademie der Wissenschaften, Berlin, p. 87.
  5. Ogg, J.G.; Hinnov, L.A.; Huang, C. (2012), "Jurassic", The Geologic Time Scale (په انګلیسي ژبه کي), Elsevier, د کتاب پاڼي 731–791, doi:10.1016/b978-0-444-59425-9.00026-3, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-444-59425-9, د لاسرسي‌نېټه ۰۵ ډيسمبر ۲۰۲۰ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Cohen, K.M., Finney, S.C., Gibbard, P.L. & Fan, J.-X. (2013; updated) The ICS International Chronostratigraphic Chart. Episodes 36: 199-204.
  7. Hillebrandt, A.v.; Krystyn, L.; Kürschner, W.M.; Bonis, N.R.; Ruhl, M.; Richoz, S.; Schobben, M. A. N.; Urlichs, M. et al. (2013-09-01). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The Global Stratotype Sections and Point (GSSP) for the base of the Jurassic System at Kuhjoch (Karwendel Mountains, Northern Calcareous Alps, Tyrol, Austria)"] (in en). Episodes 36 (3): 162–198. doi:10.18814/epiiugs/2013/v36i3/001. ISSN 0705-3797. 
  8. Ogg, J.G.; Hinnov, L.A.; Huang, C. (2012), "Jurassic", The Geologic Time Scale (په انګلیسي ژبه کي), Elsevier, د کتاب پاڼي 731–791, doi:10.1016/b978-0-444-59425-9.00026-3, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-444-59425-9, د لاسرسي‌نېټه ۰۵ ډيسمبر ۲۰۲۰ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Bloos, Gert; Page, Kevin N. (2002-03-01). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Global Stratotype Section and Point for base of the Sinemurian Stage (Lower Jurassic)"]. Episodes 25 (1): 22–28. doi:10.18814/epiiugs/2002/v25i1/003. ISSN 0705-3797.