میزوزوئیک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی
میزوزوئیک
Geologisk tid 01.jpg
برخه دPhanerozoic
Named byJohn Phillips
ځایځمکه
FollowsPaleozoic
Followed byCenozoic
د پيل موده٢٥١٩٠٢. millennium BCE
د پاي موده٦٦ million years BCE

د میزوزوئیک دوره (/ˌmɛz.əˈzoʊ.ɪk, ˌmɛz.oʊ-, ˌmɛs-, ˌmiː.zə-, -zoʊ-, ˌmiː.sə-, -soʊ-/ mez-ə-ZOH-ik, mez-oh-, mess-, mee-zə-, -⁠zoh-, mee-sə-, -⁠soh-)، چې د خزندګانو عصر او مخروطیانو عصر په نوم هم یادېږي، د ځمکې د جیولوجیکي تاریخ دوهمۍ او وروستنۍ دوره ده چې له ۲۵۲ تر ۶۶ میلیون کاله مخکې څخه دوام لري او د تریاسیک، جوراسیک او کرېټیسوس دورې په کې شاملې دي. دا دوره د آرکوسوري خزندګانو لکه ډایناسورانو په تسلط؛ د مخروطي او فرني ونو ډېروالي؛ ګلخانه‌یي ګرم اقلیم؛ او د پانګایا تکتونیکي ماتېدو سره مشخصه شوې ده. میزوزوئیک د پېچلي ژوند تکامل راهیسې د درې دورو منځنۍ دوره ده: پالیوزوئیک، میزوزوئیک او سینوزوئیک.[۱][۲][۳]

دا دوره د پرمیان-تریاسیک ورکېدو پېښې، د ځمکې په تاریخ کې ترټولو لویه ډله‌ییزه مستند شوې ورکېدنې، پسې پیل شوه او د کرېټیسوس-پالیوجېن ورکېدو پېښې سره پای ته ورسېده، بله ډله‌ییزه ورکېدنه چې قربانیانو کې یې نه الوتونکي ډایناسوران، پتروسوران، موزاسوران او پلزیوساران شامل وو. میزوزوئیک د پام وړ تکتونیکی، اقلیمي او تکاملي فعالیتونو وخت وو. په دې دوره کې بېلابېلو وچو ته د پانګایا لوی براعظم د تدریجي غورځېدو شاهد وو چې په وروستنیو دورو کې خپلو اوسنیو موقعیتونو ته تللې. د میزوزوئیک اقلیم متنوع وو او د ګرمېدو او سړېدو دورو په منځ کې بدلېده. په هرحال، په ټوله کې، ځمکه له اوسني حالت څخه لا ګرمه وه. ډایناسوران د لومړي ځل لپاره په منځنۍ ټریاسیک کې راڅرګند شول او په وروستنۍ ټریاسیک یا لومړني جوراسیک کې په غالبو ځمکني مهره دارانو بدل شول او دا موقعیت یې کابو ۱۵۰ یا ۱۳۵ میلیون کاله د کرېټیسوس پای کې د خپلې مړینې وخت پورې وساته. لرغوني مرغان په جوراسیک کې څرګند شول چې د ټروپوډ ډایناسورانو له یوې څانګې څخه یې تکامل کړی وو، وروسته واقعي بې غاښو مرغان په کرېټیسوس کې څرګند شول. لومړني تی لرونکي هم د میزوزوئیک په اوږدو کې څرګند شول، خو تر سینوزوئیک پورې یې وزن یوازې ۱۵ کیلوګرامه (۳۳ پونډه) پاتې شو. ګل لرونکي بوټي د کرېټیسوس په لومړیو کې څرګند شول او په چټکۍ سره یې د دې دورې په پای کې تنوع وموندله او د مخروطي ونو او نورو جیمنوسپرمانو ځای یې د غالبو بوټو په توګه ونیوه.

نوم ورکول[سمول]

د «خزندګانو عصر» عبارت د نولسمې پېړۍ لرغون‌پوه، ګیډئون مانټل لخوا معرفي شو چې هغه یې د ایګوانودون، مګالوسوروس، پلسیوساروس او پتروداکتیلوس په شان ډیاسپیډانو تر سلطې لاندې ګاڼه.

اوسنی نوم یې په ۱۸۴۰م کال کې د بریټانیایي ځمک‌پېژندونکي جان فیلیپس (زوکړه ۱۸۰۰ – مړینه ۱۸۷۴م کال) لخوا سپارښت شو. میزوزوئیک د کلمې په واقعي معنا سره د «منځني ژوند» په معنا ده چې له یوناني مختاړي meso-  (μεσο- ' منځ) او zōon  (ζῷον، حیوان یا ژوندی موجود) څخه اخیستل شوی. په دې ترتیب، میزوزوئیک د سینوزوئیک دورې (روښانه «نوی ژوند») او پالئوزوئیک («پخوانی ژوند») او همدارنګه د پروتروزوئیک («لومړنی ژوند») سره د پرتلې وړ دی.[۴][۵]

د میزوزوئیک دوره په لومړیو کې د «ثانوي» عصر په توګه، له «لومړني» (پالئوزوئیک) څخه وروسته او د دریمې دورې څخه مخکې توصیف شوې وه.[۶]

جیولوژیکي دورې[سمول]

له پالئوزوئیک وروسته، میزوزوئیک دوره کابو ۱۸۶ میلیون سال پراخه شوه، له ۲۵۱.۹۰۲ تر ۶۶ میلیون کاله پخوا چې د سینوزوئیک دوره پیل شوه. د وخت دا چوکاټ د ځمک‌پېژندنې درې دورو باندې وېشل کېږي. له ترټولو زړې څخه ترټولو نوې پورې:

  • ټریاسیک (۲۵۱.۹۰۲ تر ۲۰۱.۳ میلیون کاله مخکې)
  • جوراسیک (۲۰۱.۳ تر ۱۴۵ میلیون کاله مخکې)
  • کرېټیسوس (۱۴۵ تر ۶۶ میلیون کاله مخکې)

د میزوزوئیک لاندېنی سرحد د پرمیان-ټریاسیک ورکېدو پېښې له لورې تعیین شوی دی، چې اټکل شوی په هغه کې ۹۰-۹۶ سلنه سمندري بڼې له منځه تللې دي، که څه هم دا تقریبي عددونه د ځینې لرغون‌پوهانو لخوا چې واقعي عددونه اټکل کوي تر ۸۱ سلنې پورې راټیټ شوي دي. همدارنګه د «لویې مړینې» په توګه پېژندل کېږي ځکه چې د ځمکې په تاریخ کې ترټولو لویه ډله‌ییزه ورکېدنه ګڼل کېږي. د میزوزوئیک پورتنی سرحد د کرېټیسوس-پالیوجېن ورکېدنې (یا د K-Pg ورکېدنې) پېښه کې تعیین شوی دی، چې کېدای شي د یوه اسټروییډ د برخورد له کبله رامنځته شوې وي چې د یوکاټان په ټاپو کې یې د Chicxulub کنده جوړه کړې ده. د کرېټیسوس په پای کې، لویو آتشفشاني چاودنو هم د کرېټیسوس-پالیوجېن ورکېدو پېښه کې مرسته کړې ده. د نه الوتونکو ډایناسورانو په ګډون، کابو ۵۰٪ سلنه ټول ډولونه له منځه لاړل.[۷][۸][۹]

ټریاسیک[سمول]

د ټریاسیک دوره کابو له ۲۵۲ میلیونو تر ۲۰۱ میلیون کاله پخوا، له جوراسیک دورې څخه مخکې ده. دا دوره د پرمین-ټریاسیک ورکېدو پېښې او د ټریاسیک-جوراسیک ورکېدو پېښې؛ «پنځو لویو» پېښو څخه دوه وو؛ په منځ کې قرار لري او درې اصلي دورو باندې وېشل کېږي: لومړنی، منځنی او وروستنی ټریاسیک.[۱۰]

لومړنی ټریاسیک، کابو ۲۵۲ تر ۲۴۷ میلیون کاله پخوا، د پانګایا لوی براعظم په منځ کې د دښتو تر سلطې لاندې وو. ځمکه نوې د یوې لویې مړینې شاهده وه چې په هغه کې د ټول ژوند ۹۵ سلنه له منځه لاړ او په وچه کې د مهره لرونکو ژوند ترټولو ډېر رایج موجودات لیسټروساروس، لابیرینټوډونټان او ایوپارکریا له ډېرو نورو موجوداتو سره وو چې بریالي شول د پرمین ورکېدو پېښې څخه ځانونه وژغوري. تمنواسپونډیلانو په دې وخت کې تکامل وکړ او د ټریاسیک دورې ډېر وخت لپاره د غالب ښکاریانو په توګه پاتې شول.[۱۱]

منځنی ټریاسیک، له ۲۴۷ تر ۲۳۷ میلیون کاله پخوا، د پانګایا د ویجاړېدو پیل او د تېتیس سمندر پرانیستل کېدو ښکارندویي وکړه. د پرمین ورکېدو څخه وروسته ایکوسیسټمونو وده کړې وه. الجي، سفنج، مرجان او کرسټاسیانو ټولو وده کړې وه او د اوبو نوي خزندګان لکه ایکتیوسورانو او نوتوسورانو وده کړې وه. په وچه کې، د انارو ځنګلونه او د حشراتو ډلې لکه غوماشو او د مېوو مچانو وده وکړه. خزندګانو په لا لویېدو پیل وکړ او لومړنیو کروکوډیلانو او ډایناسورانو وده وکړه، چې د لویو ذوحیاتین ژوو سره د سیالۍ لامل شول چې پخوا یې د خوږو اوبو په نړۍ حکومت کاوه، هغه ژوي چې په وچه کې تی لرونکو خزندګانو ترتیب جوړوي.[۱۲]

د منځني ټریاسیک له ګل کولو وروسته، وروستنی ټریاسیک، له ۲۳۷ تر ۲۰۱ میلیون کاله پخوا څخه، د مکررې تودوخې منترونو او متوسط باران (په کال کې ۱۰ تر ۲۰ انچه) شاهد وو. وروستۍ تودوخه په وچه کې د ډایناسورانو د تکامل ګل کولو لامل شوه ځکه هغوی له یوبل څخه په جلا کېدو پیل وکړ (نیاسوروس له ۲۴۳ تر ۲۱۰ میلیون کاله پخوا، کابو ۲۳۰ یا ۲۳۵ میلیون کاله پخوا، له هغوی څخه ځینې یې ساوروپوډومورفانو، ټېروپوډانو او هېرېراساوریډانو ته جلا شول)، او همدارنګه لومړنیو پټروسورانو ته جلا شول. د وروستنۍ ټریاسیک په اوږدو کې، ځینې پرمختللي سینوډونټان د لومړنیو mammaliaformes پیدا کېدو لامل شول. په هرحال، دا ټول اقلیمي بدلون د ټریاسیک-جوراسیک ورکېدو پېښې په نوم د یوې لویې مړینې لامل شو چې په هغه کې ډېری آرکوسوران (د پتروسورانو، ډایناسورانو او کروکوډیلومورفانو نه بغیر)، ډېری سیناپسیډان او کابو ټول لوی ذوحیاتین له منځه لاړل، او همدارنګه د ځمکې څلورمې لویې ورکېدنې پېښه کې د ۳۴ سلنه سمندري ژوو له منځه لاړل. لامل یې د بحث وړ دی؛ ګومان کېږي د مرکزي اطلس سمندر په ماګمایي ولایت کې د بازالټ سیلابونو راپورته کېدل یې یو لامل وي.[۱۳][۱۴]

سرچينې[سمول]

  1. Dean, Dennis R. (1999). Gideon Mantell and the Discovery of Dinosaurs. Cambridge University Press. د کتاب پاڼي 97–98. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0521420488. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. کينډۍ:Dictionary.com
  3. Jones, Daniel (2003) [1917], Peter Roach; James Hartmann; Jane Setter (المحررون), English Pronouncing Dictionary, Cambridge: Cambridge University Press, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-12-539683-8 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. کينډۍ:Cite dictionary
  5. See:
  6. Tang, Carol Marie. "Mesozoic Era". Encyclopædia Britannica. Encyclopædia Britannica. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ سپټمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Benton M J (2005). "Chapter 8: Life's Biggest Challenge". When life nearly died: the greatest mass extinction of all time. London: Thames & Hudson. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-500-28573-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Page needed
  8. Stanley, Steven M. (3 October 2016). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Estimates of the magnitudes of major marine mass extinctions in earth history"]. Proceedings of the National Academy of Sciences (National Academy of Sciences) 113 (42): E6325–E6334. doi:10.1073/pnas.1613094113. ISSN 1091-6490. PMID 27698119. Bibcode2016PNAS..113E6325S. 
  9. Gradstein F, Ogg J, Smith A. A Geologic Time Scale 2004. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Alan Logan "Triassic Period". britannica.com.  
  11. Ruta, Marcello; Benton, Michael J. (November 2008). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "CALIBRATED DIVERSITY, TREE TOPOLOGY AND THE MOTHER OF MASS EXTINCTIONS: THE LESSON OF TEMNOSPONDYLS"]. Palaeontology 51 (6): 1261–1288. doi:10.1111/j.1475-4983.2008.00808.x. 
  12. Rubidge. "Middle Triassic". palaeos.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Impact Crises and Mass Extinctions: A Working Hypothesis". The Cretaceous-Tertiary event and other catastrophes in earth history. (1996). Geological Society of America. ISBN 978-0813723075. 
  14. Enchanted Learning. "Late Triassic life". Enchanted Learning. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)