جوآن کولینز

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
جوآن کولینز
(انګلیسي: Joan Collins د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جوآن کولینز
جوآن کولینز

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: Joan Henrietta Collins د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۲۳ مې ۱۹۳۳[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]
لندن   د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
استوګنځای لندن
لاس انجلس
نيويارک   د (P551) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت برېتانيا   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک تلویزیون ستوري
فلم لوبګر
ماډل
لوبگر [۹]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۱۰]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
جوآن کولینز
جوآن کولینز

ويبپاڼه
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه (انگليسي )  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB مخونو  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

مېرمن جوآن هنریتا کولینز (زوکړه: د ۱۹۳۳ زکال د می ۲۳ مه) انګلیسي هنرمنده، لیکواله او کالم لیکونکې ده. کولینز ګڼ شمېر جایزې لکه د ګولډن ګلوب جایزه (Golden Globe Award)، د خلکو د انتخاب جایزه (People's Choice Award) او دوه سوپ اوپرا ډایجېسټ جایزې (Soap Opera Digest Awards) ګټلې؛ سربېره پر دې د پرایم ټایم ایمي جایزې لپاره نومانده شوې. په ۱۹۸۳ زکال کې د هالیوډ د مشاهیرو په پیاده روي (Hollywood Walk of Fame) کې ورته یو ستوری ورکړل شو. نوموړې د خپلو بشردوستانه په ځانګړې توګه د ماشومانو په برخه کې د فعالیتونو له امله پېژندل کېږي چې ګڼ شمېر ویاوړنه یې د هغو له امله ترلاسه کړي دي. په ۲۰۱۵ زکال کې ملکې دویمې الیزابت هغې ته د خپلو مرستندویه چارو له امله د مېرمنې (Dame) لقب ورکړ.

کولینز د لندن په پاډینګټون کې وزیږېده او د نوې ځوانۍ پر مهال یې د ډراماتیکو هنرونو په سلطنتي اکاډمۍ کې د لوبغاړې په توګه زده کړې وکړې. نوموړې په ۱۷ کلنۍ کې له رنک بنسټ (The Rank Organisation) سره هوکړه لاسلیک کړه چې له مخې یې نوموړې په وروستي قضاوت (Judgment Deferred) نومي فلم (۱۹۵۲ زکال) کې له بشپړ رول لرلو وړاندې؛ د آغلې ګوېډا بیا سیالي کوي (Lady Godiva Rides Again؛ ۱۹۵۱ زکال) او ښځینه ملایکې (The Woman's Angle؛ ۱۹۵۲ زکال) په نومونو باندې بریتانوي فلمونو کې ډېره لږ ونډه لرله. کولینز په ۱۹۵۵ زکال کې د شلمې پېړۍ د فاکس (20th Century Fox)  په نامه فلم جوړونکي شرکت سره قرارداد وکړ او په همدغه کال کې یې د اېولین نسبیت په توګه په سرې قالینې باندې د نجلۍ (The Girl in the Red Velvet Swing) په نوم فلم، د الیزابت رالي په توګه د باکرې ملکې (The Virgin Queen) په نوم فلم او همدارنګه یې د شهزادګۍ نیلیفر په توګه د فرعونانو د ځمکې (Land of the Pharaohs) په نامه فلم کې رول ولوباوه چې وروستني فلم یې فرقه یي پیروان ځانته را جلب کړل. کولینز د ۱۹۵۰ مې لسیزې په وروستیو کې خپل سینمايي رول ته دوام ورکړ او د مخالف جنس (The Opposite Sex؛ ۱۹۵۶ زکال)، سمندریزې ښځې (Sea Wife؛ ۱۹۵۷ زکال) او سرګردان بس (The Wayward Bus؛ ۱۹۵۷ زکال) په نامه فلمونو کې یې کار وکړ. نوموړې د ایستر او پاچا (Esther and the King؛۱۹۶۰ زکال) په نامه حماسي فلم کې له کار کولو وروسته په خپله غوښتنه له فاکس کمپنۍ سره خپل قرارداد ختم کړ.

کولینز په ۱۹۶۰مه لسیزه کې یوازې په څو سینمايي رولونو په ځانګړې توګه؛ هانګ کانګ ته د سړک (The Road to Hong Kong؛ ۱۹۶۲ زکال)، د خبردارۍ ډز (Warning Shot؛ ۱۹۶۷ زکال) او راپرځېدو (Subterfuge؛ ۱۹۶۸ زکال) په نامه فلمونو کې راڅرګنده شوه. کولنیز بیاځلي د ۱۹۷۰ مې لسیزې پر مهال په بریتانیا کې سیمه ئیز رول لوبولو ته مخه کړه چې د انتقام (Revenge؛ ۱۹۷۱ زکال)، د مینې هڅه (Quest for Love؛ ۱۹۷۱ زکال)، د خاموشې خونې کیسې (Tales from the Crypt؛ ۱۹۷۲ زکال)، په شپه کې وېره (Fear in the Night؛ ۱۹۷۲ زکال)، تیاره ځایونه (Dark Places؛ ۱۹۷۳ زکال)، د جنون د شاهدې کیسې (Tales That Witness Madness؛ ۱۹۷۳ زکال)، د مېږیانو سترواکي (Empire of the Ants؛ ۱۹۷۷ زکال) چې له امله یې د ساترون جایزې ته هم نومانده شوه، میخ (The Stud، ۱۹۷۸ زکال)، صفر تر شپېتو (Zero to Sixty؛ ۱۹۷۸ زکال)، د کرکسانو لپاره لوبه (Game for Vultures؛ ۱۹۷۹ زکال) او حرامي (The Bitch؛ ۱۹۷۹ زکال) په نومونو فلمونو کې راڅرګنده شوه. نوموړې له ۱۹۸۱ زکال څخه تر ۱۹۸۹ زکال پورې د الکسېز کولبې په مستعار نوم د ډینسټي په نامه اوپرا سریال کې کار وکړ چې له امله یې په نړیوالې لوبغاړې واوښته. هغې د فلمونو د منتقدینو ستاینه هم له ځان سره لرله چې له امله یې نوموړې په ۱۹۸۲زکال کې په تلویزیون ډرام یا سریال کې د غوره ښځینې لوبغاړې د ګولډن ګلوب جایزه ترلاسه کړه او همدارنګه په ۱۹۸۴ زکال کې په ډرام سریال کې د مخکښې ښځینه لوبغاړې پرایم ټایم ایمي جایزې ته نومانده شوه.

په ۱۹۹۰ مه او ۲۰۰۰ مه لسیزه کې نوموړې د فلمي رول لوبولو په برخه کې پرله پسې کار ونکړ. هغې په ډېرو لږو فلمونو کې کار وکړ چې تر ټولو پام وړ یې د الیزابت ټایلور، ډبي رینولډز او شرلی مک لېن په خوا کې په The Flintstones in Viva Rock Vegas (۲۰۰۰ زکال) او These Old Broads (۲۰۰۱ زکال) فلمونو کې رول لوبول و. نوموړې په ۲۰۱۰ مه لسیزه کې بیاځلي تلویزیوني چارو ته مخه کړه او د خوشاله طلاق شوو (Happily Divorced؛ ۲۰۱۱- ۲۰۱۳ زکال) او سلطنتي کورنۍ (The Royals؛ ۲۰۱۴- ۲۰۱۸ زکال) په نامه سریالونو کې اصلي او همدارنګه یې په بېنډورم (Benidorm؛ ۲۰۱۴ – ۲۰۱۷ زکال) او امریکایي ویرونکې کیسي: آخر زمان (American Horror Story: Apocalypse؛ ۲۰۱۸ زکال) کې تکراري رول درلود. په فلمونو کې د نوموړې لومړی اصلي رول په ۱۹۸۰مه لسیزه کې په The Time of Their Lives نومي فلم (۲۰۱۷ زکال) کې و او همدارنګه په نورو بېلابېلو مختلفو فلمونو کې راڅرګنده شوه چې د ګیري (Gerry؛ ۲۰۱۸ زکال) فلم هم په کې شاملېږي.

لومړی ژوند[سمول]

کولینز د ۱۹۳۳ زکال د می په ۲۳ مه د لندن په پاډینګټون کې وزېږېده او په مایدا وېل کې را لویه شوه؛ نوموړې د ګډا د ښوونکې ایلزا کولینز (کورنی نوم یې بیسانټ و؛ زوکړه: ۱۹۰۶ زکال – مړینه: ۱۹۶۲ زکال) او د تکړه کارکوونکي جوزف ویلیام کولینز (زوکړه: ۱۹۰۲- مړینه: ۱۹۸۸ زکال) لور وه چې شرلي باسي، د راک موسیقي د بیټلز ډلې غړي او ټام جونز یې وروسته د پلار کارمندان وو. پلار یې د سویلي افریقا یهودي و او مور یې بریتانوي انګلیکان وه. هغې د جکي (زوکړه: ۱۹۳۷ زکال – مړینه: ۲۰۱۵ زکال) په نوم یوه خور چې ناول لیکونکې وه او د بېل (زوکړه: ۱۹۴۵ زکال) په نوم یو ورور درلود چې د املاکو د برخې کارکوونکی و. نوموړې د فرانسېز هالنډ په نامه ښوونځي کې زده کړې وکړې چې په لندن کې د نجونو لپاره ځانګړی ورځنی ښوونځی و. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

هغه مهال چې کولینز ۹ کلنه وه د لومړي ځل لپاره یې د ګوډیو د کور (A Doll's House) په نامه د هنریک ایبسن په ډرامه کې ونډه واخیسته او د ۱۶ کلنۍ په عمر یې د ډراماتیکو هنرونو په برخه کې په سلطنتي اکاډمۍ کې د لوبغاړې په توګه زده کړه وکړه. د ۱۷ کلنۍ په عمر هغې د رنک بنسټ په نامه له بریتانوي فلم جوړونکي شرکت سره د کار هوکړه لاسلیک کړه.[۲۰]

د لوبغاړۍ مسلک[سمول]

۱۹۵۰ مه لسیزه[سمول]

له رنک بنسټ سره له هوکړې وروسته، کولینز په ډېری بریتانوي فلمونو کې راڅرګنده شوه. نوموړې د لومړي ځل لپاره په آغلې ګوېډا بیا سیالي کوي (Lady Godiva Rides Again؛ ۱۹۵۱ زکال) نومي فلم کې د ډیانا ډورز په رول لوبولو سره راڅرګنده شوه. له دې وروسته کولینز په ښځینه ملایکې (The Woman's Angle؛ ۱۹۵۲ زکال) نومي فلم کې د یوناني خدمتکارې په توګه ډېر کوچنی رول درلود. ورپسې یې د وروستي قضاوت (۱۹۵۲ زکال) په نامه فلم کې د بدماشې اصلي رول ولوباوه. [۲۱][۲۲]

کولینز په زه په تا باندې باور لرم (I Believe in You؛ ۱۹۵۲ زکال) نامه فلم کې د ځوانې سرغړونکې په توګه د خپل مهم تبلیغاتي رول په لرلو له امله شهرت ته ورسېده. په دغه فلم کې د هغې بریا د ستوري کېدو لامل وګرځېده چې د «بریتانیا د بدې نجلې» مطبوعاتي لقب یې ترلاسه کړ. له رنک سره د قرارداد پر مهال د نوموړې په نورو فلمونو کې له جوآن فونتین سره د دکامرون د شپو (Decameron Nights؛ ۱۹۵۳ زکال) فلم، د بالغو کسانو لپاره د انګلستان لومړنی ډارمه کوش بای (Cosh Boy؛ ۱۹۵۳ زکال) چی لیویس ګلبرت یې ډایرکټري پر غاړه لرله، د کراره کلي تاو کړه (Turn the Key Softly؛ ۱۹۵۳ زکال) په نامه هغه ډرامه چې په یوه ورځ له بند څخه د دریو ښځینه و د خوشي کېدو اړوند وه او همدارنګه د مربع ډوله رېنګ (The Square Ring؛ ۱۹۵۳ زکال) په نامه د بوکس سیالۍ ته اړوند فلم په کې شاملېږي.

نوموړې زموږ د جمعې د نجلۍ (Our Girl Friday؛ ۱۹۵۳ زکال) په بیاباني جزیروي کمیډي کې د کینټ مور په مرسته لومړی ځایګی خپل کړ. دغه کیسه بیاځلي د لویس ګلبرت له خوا په The Good Die Young (۱۹۵۴ زکال) فلم کې د لاورنس هاروی او ګلوریا ګراهم په ګډون انځوریزه شوه. د فیلمونو د جوړونې پر مهال نوموړې په لندن کې په څو نندارو کې راڅرګنده شوه چې اووم حجاب (The Seventh Veil؛ ۱۹۵۲ زکال)، جاسی (Jassy؛ ۱۹۵۲ زکال)، کلودیا او ډېوېډ (۱۹۵۴ زکال)، زموږ د غاښونو پوښ (The Skin of Our Teeth؛ ۱۹۵۴ زکال) او همدارنګه د لندن څخه د سیاحت اړوند The Praying Mantis  (۱۹۵۳ زکال) نمایشنامه په کې شاملېږي.

په ۱۹۵۴ زکال کې امریکايي ډایرکټر هاوارډ هاکس په خپل لومړني نړیوال تولید یا د فرعونانو د ځمکې په نامه فلم کې د شاهزادګۍ نیلیفر د رول لوبولو لپاره وټاکله. د وارنر وروڼو تاریخي حماسه له خپرېدو وروسته ناکامه وه، د مارتین سکورسیزي او فرانسوي منتقدینو له خوا د هغو د مولف نظریه چې د متعددو عناصرو له فزیکي تولید یې ملاتړ کاوه وستایل شوه. ډنی پیري دغه فلم د مذهبي فلمونو (Cult Movies؛ ۱۹۸۱ زکال) په نامه خپل کتاب کې د کلاسیکې مذهبي کیسې په توګه یاد کړ. په دغه فلم کې د کولینز غوره لوبېدو د ۲۰مې پېړۍ د فاکس شرکت مشر داریل زانوک تر دې کچې تر خپل اغېز لاندې راوست چې له دغې ځوانې لوبغاړې سره یې د هالیوډ په سټوډیو ګانو کې د کار کولو اووه کلن قرارداد لاسلیک کړ.  [۲۳]

سرچينې[سمول]

  1. انټرنېټ موويز ډېټابېس آئ ډي: https://www.imdb.com/name/nm0001058/ — د نشر نېټه: ۱۳ اکتوبر ۲۰۱۵
  2. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w66q2j43 — subject named as: Joan Collins — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. Internet Broadway Database person ID: https://www.ibdb.com/broadway-cast-staff/35898 — subject named as: Joan Collins — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Joan-Collins — subject named as: Joan Collins — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  5. subject named as: Joan Collins — Filmportal ID: https://www.filmportal.de/73278241abe84601a62cd93cf616928c — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. subject named as: Joan Collins — FemBio ID: https://www.fembio.org/biographie.php/frau/frauendatenbank?fem_id=6182 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. Discogs artist ID: https://www.discogs.com/artist/346295 — subject named as: Joan Collins — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  8. Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/15732 — subject named as: Joan Collins — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  9. https://www.acmi.net.au/creators/77423
  10. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb120584204 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  11. Joan Collins profile, FilmReference.com; retrieved 1 December 2008.
  12. (په 2 April 1988 باندې). Joan Collins profile. Newsbank.
  13. White, Francine (January 3, 2019). "Joan Collins: 'My father warned me not to trust showbiz men'". The Jewish Chronicle. د لاسرسي‌نېټه January 15, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Joan Collins: low cunning and high drama, Telegraph.co.uk; accessed 28 December 2014.
  15. "Queen of Hollywood gossip mill Jackie Collins's novels grow out of the best dirt", nl.newsbank.com; accessed 28 December 2014.
  16. "Collins returns to an early love, the stage", Nl.newsbank.com; accessed 28 December 2014.
  17. (په 21 September 2015 باندې). Jackie Collins. The Times. (subscription required)
  18. (په 19 September 2015 باندې). Best-Selling Novelist Jackie Collins Dies of Breast Cancer at Age 77.
  19. Francis Holland School, NW1 at Tatler Schools Guide Archived 2 January 2014 at the Wayback Machine., Tatler.com; retrieved 28 December 2014.
  20. Joan Collins bio, TCM.com; accessed 28 December 2014.
  21. "Worth A Watch". www.amazon.co.uk. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Piers Morgan's Life Stories - Dame Joan Collins 70 Years of Stardom (په انګلیسي ژبه کي), د لاسرسي‌نېټه ۲۳ جون ۲۰۲۱ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Peary, Danny. Cult Movies, Delta Books, 1981. کينډۍ:ISBN