Jump to content

جرمانیا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

جرمانيا چي په انګلیسي ژبه د ( Germanic barbaricum ) په بشپړ نوم سره هم پېژندل کیږي، د منځنۍ اروپا په شمال کي یو تاریخي سترواکي وه، چي د لرغوني رومي سلطنت پر مهال د جرمني توکمه خلکو له لوري اداره کېدل. د رومي جغرافیه پوهانو په وینا دا سیمه په لویدیځ کي د راین، په ختیځ کي د ویسټولا، په سویل کي د ډینیوب سیند پورتنۍ برخي او په شمال کي د سویلي سکینډینیویا تر برخو پوري غځېدلې وه. د لرغون پېژندنې له پلوه د جرمانیا خلک د یادو سیمو د روم د اوسپنې دورې سره نږدې اړیکي لري.

په 1849 کي د لرغوني جرمني نقشه

په لاتیني ژبه کي د جرمنیا نوم د " جرمني ځمکه" مانا ورکوي، خو د الماني نوم ایتمولوژي پخپله ناڅرګنده ده. د تاریخونو پر بنسټ په لومړۍ پیړۍ کي د ګالیک جګړو په ترڅ کي رومي جنرال جولیوس سیزر د جرمني سره چي د راین هاخوا څخه یې سرچینه اخیستل، مخامخ سوی وو. نوموړي د راین څخه هاخوا ځمکه په هغه وخت کي د "جرمانیا" په نوم ونومول. د نړیوالو تاریخونو پر اساس د روم امپراتورانو هڅه کول ترڅو د راین ختیځ ایلب ته خپل نفوذ وغځوي، خو دا هڅي په 9 مخکي تر زیږد کي د تیوتبورګ ځنګل په جګړه کي د ارمینیوس د بریا له امله له خنډ سره مخ سوې.

تر یادي پیښي ډېر عمر وروسته له دریمې پیړۍ راهیسي آلماني خلکو د میګنا آلمانیا څخه وتل پیل او د رومي جرمني ځیني برخي یې ونیولې. یادي پیښي په پنځمه پیړۍ کۍ د لویدیځ رومن امپراتورۍ له سقوط سره پراخه مرسته وکړه، او د آلماني خلکو د مهاجرت له لارې د رومي آلمان سیمې هم ونیول سوې. د آلمان لویي برخي په وروسته کي د فرانکش امپراتورۍ او ورپسېد ختیځ فرانسیا برخه وګرځېدل.

په رومي سترواکۍ کي بیلابیلی سیمي چي د جرمانیا په نوم یادېدلې.