د لوېدیځ روم د امپراتورۍ سقوط یا پرځېدا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

د لوېدیځ روم د امپراتورۍ یا سترواکۍ راپرځېدل (چې د روم د امپراتورۍ سقوط یا د روم سقوط هم بلل کېږي) د لوېدیځ روم په امپراتورۍ کې د مرکزي سیاسي کنټرول له لاسه ورکول وو، هغه بهیر چې دغه امپراتوري پکې د خپلې واکمنۍ په پلي کولو کې پاتې راغله او پراخې سیمې یې پر څو ځایناستو دولتونو ووېشل شوې. د روم امپراتورۍ هغه ځواک له لاسه ورکړ چې له مخې یې کولی شوای پر خپلو لوېدیځو ولایتونو خپل اغېزناک کنټرول وساتي. عصري تاریخپوهانو د اردو د اغېزناکتیا او شمېر، د روم د نفوس روغتیا او شمېر، اقتصادي پیاوړتیا، د امپراتورانو د وړتیا، د واک لپاره کورنیو مبارزو، د دغې دورې د مذهبي بدلونونو، او د مدني ادارې د اغېزناکتیا په ګډون د دغې پرځېدا بېلاببل لاملونه په ګوته کړي. له رومي کلتور هاخوا د بربریانو یا غیر رومیانو د یرغلونو فشار زیاتېدو هم له دغې پرځېدا سره ډېره مرسته وکړه. اقلیمي بدلونونو او دواړو کورنیو او ساري ناروغیو هم ډېری دا عوامل چټک کړل. د پرځېدو دغه لاملونه د لرغونې نړۍ د تاریخپوهنې مهمې موضوع‌ګانې دي او د دولتونو د ماتو او ناکامیو په اړه ډېری عصري بحثونه بیانوي.[۱][۲]

په ۳۷۶م کال کې د ګوتانو (Goths) او نورو غیر روميانو نه کنټرولېدونکی شمېر، چې له هونیانو یا تاتاریانو راتښتېدلي وو، دغې امپراتورۍ ته ننوتل. په ۳۹۵م کال کې د دوو ویجاړونکو کورنیو جګړو له ګټلو وروسته لومړی تیوډوسیس (Theodosius I) ومړ او یو پرځېدونکی پوځ یې پر ځای پرېښود او په دې توګه دغه امپراتوري، چې عملا ګوتانو ځپلې وه، د هغه د دوو بې کفایته زامنو د سره ښکېل وزیرانو ترمنځ ووېشل شوه. نورې بربري ډلې هم له راین (Rhine) او نورو پولو راتېرې شوې او د ګوتانو په څېر، نه له منځه یوړل شول، نه وایستل شول او نه هم تر کنټرول لاندې راغلل. د لویدیځې امپراتورۍ وسله وال ځواکونه لږ او بې اغیزې شول، او د توانمنو مشرانو تر مشرۍ لاندې له لنډې بیارغونې او ښه‌والي سره سره، مرکزي حکومت یا واکمني هېڅکله هم بیا په اغېزناکه توګه ټینګه نه شوه.

په ۴۷۶م کال کې د لویدیځ روم امپراتورۍ ډېر کم پوځي، سیاسي یا مالي ځواک درلود، او تر نفوذ لاندې تیت پرک لوېدیځو سیمو یې، چې لا هم رومي بلل کېدای شول، هېڅ اغېزناک کنټرول نه درلود. بربري شاهیو د لویدیځې امپراتورۍ په ډېرو برخو کې خپل واک ټینګ کړی و. په ۴۷۶م کال کې جرمن بربري پاچا اودواسر (Odoacer) په ایټالیا کې د لویدیځ روم امپراتورۍ وروستی امپراتور رومولوس اګسټولوس (Romulus Augustulus) ګوښه کړ او سنا مجلس یې د ختیځ روم امپراتور فلاویس زینو (Flavius Zeno) ته د امپراتورۍ نښان واستاوه.

په داسې حال کې چې د لویدیځ امپراتورۍ مشروعیت تر خپل حقیقي ځواک زیات د پېړیو لپاره دوام وکړ او کلتوري نفوذ یې تر نن ورځې پاتې دی، خو هېڅکله د بیا راپورته کېدو جوګه نه شوه. د ختیځ روم امپراتوري، یا هم بیزانس امپراتوري ژوندۍ پاتې شوې او که څه هم ځواک یې کم شو، خو د پیړیو لپاره د ختیځې مدیترانې یو اغېزناک ځواک پاتې شو.

که څه هم د سیاسي یووالي او نظامي کنټرول له لاسه ورکول یې په نړیواله کچه منل شوي، خو پرځېدا یې د دغو پېښو لپاره یوازېنی نښلوونکی مفهوم هم نه دی. دغه دوره د لرغونې زمانې وروستی پړاو ګڼل کېږي چې د سیاسي پرځېدا پر مهال او تر هغه ورهاخوا کلتوري دوام باندې ټینګار لري.

تاریخي چلندونه او عصري پیوندونه[سمول]

له ۱۷۷۶م کال راهیسې، کله چې اډوارډ ګیبون (Edward Gibbon) د رومي امپراتورۍ د زوال او پرځېدا د تاریخ لومړی ټوک خپور کړ، زوال او پرځېدا هغه موضوع وه چې اړوند یې د روم امپراتورۍ د تاریخ ډېره برخه جوړه شوې ده. تاریخپوه ګلین بوورساک (Glen Bowersock) لیکي: " له ۱۸مې پېړۍ راوروسته موږ په زوال کې ډوب یو: دا زوال د هر درک شوي زوال لپاره د لرغون پېژندنې په توګه ارزښت لري، او له همدې امله، زموږ د خپل ډار او وېرو لپاره د یوې نښې په توګه ارزښت ورکړل شوی."[۳]

زوال د دغې دورې د پېښو لپاره یوازېنی نښلوونکی مفهوم نه دی. دغه دوره د لرغونې زمانې وروستی پړاو ګڼل کېږي چې د سیاسي پرځېدا پر مهال او تر هغه ورهاخوا کلتوري دوام باندې ټینګار لري.

د ځواک اوج، کړکېچونه او بیارغېدنې[سمول]

د ځواک اوج، سیستماتیکې کمزورۍ[سمول]

د روم امپراتوري د تراجان (۹۸-۱۱۷) پر مهال خپل تر ټولو ستر جغرافیایي حد ته ورسېده او له ارمنستان نیولې تر اتلانتیک بحر پورې د یوه سوکاله دولت واکمني یې کوله. دغې امپراتورۍ لوی شمېر روزل شوي، اکمال شوي، او منظم سرتیري لرل، چې له یوه مخ پر ودې نفوس څخه راټول شوي وو. دغې امپراتورۍ په پرمختللو ښارونو کې مېشته یوه جامع ملکي اداره لرله چې پر عامه مالي چارو یې اغېزناک کنټرول درلود. دغې امپراتورۍ د تمدن د یوازېنۍ ارزښتناکې بڼې او له یوناني او رومي ادبیاتو او بیاناتو سره د هراړخیزې اشنایۍ پر بنسټ د کلتوري یووالي په توګه د خپلو باسواده نخبه‌ګانو ترمنځ ایډیالوژیکي مشروعیت درلود. د امپراتورۍ ځواک دا شونې کړې وه چې د شتمنۍ او حیثیت ټینګ توپیرونه وساتي (چې په لویه کچه غلامي هم پکې راتلله). د دغې امپراتورۍ پراخې سوداګریزې شبکې ان عادي کورنیو ته هم اجازه ورکړې وه چې د مسلکي کسانو له خوا جوړ شوي توکي وکاروي.[۴][۵]

د درېیمې پېړۍ بحران یا کړکېچ[سمول]

دا امپراتوري د درېیمې پېړۍ په اوږدو کې له سختو بحرانونو او ننګونو سره مخ شوه. راپورته کېدونکې ساساني امپراتورۍ د روم میداني لښکرو ته درې سختې ماتې ورکړې او د پیړیو لپاره یو جدي ګواښ پاتې شو. په نورو ناورینونو کې تکراري کورنۍ جګړې، بربري یرغلونه، او (له ۲۵۰م وروسته) د قبرس په وبا (Plague of Cyprian) کې پراخې ډله‌ییزې مړینې یې د یادولو وړ دي. د یوې لنډې دورې لپاره، دا امپراتوري په لویدیځ کې پر ګالیک امپراتورۍ (۲۶۰-۲۷۴)، په ختیځ کې د پالمیرین امپراتورۍ (۲۶۰-۲۷۳)، او د مرکزي روم وروستي دولت باندې ووېشل شوه؛ په ۲۷۱م کې، روم د دانیوب سیند (Danube) شمال ته د داکیا (Dacia) ولایت پریښود. د راین/دانیوب (Rhine/Danube) پوله هم د لویو بربري ډلو له خوا تر سختو ګواښونو لاندې راغله، چې کرنې ته یې وده ورکړه او خپل نفوس یې پکې زیات کړ. په لویدیځ کې د نفوس اوسطه کچه د دویمې پیړۍ په وروستیو کې له جدي کمښت سره مخ شوه. د شمال لوېدیځې اروپا په نفوس کې هم بېرته ښه‌والی رانغی، که څه هم د مدیترانې د سیمو نفوس بېرته ښه شو.[۶][۷][۲][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

میراث[سمول]

د روم امپراتوري نه یوازې دا چې یو سیاسي یووالی و چې د نظامي ځواک په کارولو سره ساتل شوی و، بلکې دا امپراتوري د مدیترانې حوزې او ترې هاخوا ترکیبي او پېچلی پراخ تمدن هم و. په دې امپراتورۍ کې تولید، تجارت معمارۍ، پراخ سېکولري سواد، لیکل شوی قانون، او د ساینس او ​​ادبیاتو نړیواله ژبه شامله وه. لویدیځو بربریانو د دغو لوړو کلتوري دودونو ډېره برخه له لاسه ورکړه، خو په منځنیو پېړیو کې د رومیانو پر لاسته راوړنو د پوه دولتونو له خوا د هغوی بیا رغونه د اروپا د ورستي پرمختګ بنسټ جوړ کړ.[۱۶][۱۷]

د سیاسي کنټرول له لاسه ورکولو د دورې پر مهال او تر هغه هاخوا د کلتوري او لرغون پېژندنې دوام ته په کتلو، دا بهیر د زوال پر ځای د یوه پیچلي کلتوري بدلون په توګه بیان شوی دی.[۱۸]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. Ward-Perkins 2007، ص. 1.
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Harper 2017.
  3. Glen Bowersock, "The Vanishing Paradigm of the Fall of Rome" Bulletin of the American Academy of Arts and Sciences 1996. vol. 49 no. 8 pp. 29–43.
  4. Ward-Perkins 2005، صص. 87–121.
  5. Harper 2011.
  6. Edward Gibbon Chapter 2. Fall In The West. The History of the Decline and Fall of the Roman Empire http://www.ccel.org/ccel/gibbon/decline/files/volume1/chap2.htm
  7. Through the Eye of a Needle: wealth, the Fall of Rome, and the making of Christianity in the West, 350–550 AD. pp. 220–21. Princeton University Press 2012. کينډۍ:ISBN.
  8. Heather, Peter (2007). The Fall of the Roman Empire: A New History of Rome and the Barbarians. Oxford University Press. د کتاب پاڼې 87. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0199978618. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جون ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Gibbon was right: The decline and fall of the roman economy". Crises and the Roman Empire. 2007. د کتاب پاڼي 183–199. doi:10.1163/ej.9789004160507.i-448.38. د کتاب نړيواله کره شمېره 9789047420903. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Aurelius Victor De Caesaribus. chapter XXXIII verse 34. "Et patres quidem praeter commune Romani malum orbis stimulabat proprii ordinis contumelia, 34 quia primus ipse metu socordiae suae, ne imperium ad optimos nobilium transferretur, senatum militia vetuit et adire exercitum. Huic novem annorum potentia fuit." http://www.thelatinlibrary.com/victor.caes.html (in Latin)
  11. Letki 2012، صص. 52–53.
  12. Heather 2005، ص. 123.
  13. Heather 2005، ص. 67.
  14. MacMullen 1988، ص. 110.
  15. Goldsworthy 2003، صص. 68–73.
  16. Halsall 2007، ص. 287.
  17. Ward-Perkins 2005، صص. 87–122.
  18. Bowersock 2001، صص. 87–122.