جان-فرانسوا لايوتارد

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له جان – فرانسوا لايوتارد نه مخ گرځېدلی)
جان-فرانسوا لايوتارد
(فرانسیسی: Jean-François Lyotard د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جان-فرانسوا لايوتارد
جان-فرانسوا لايوتارد

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۰ اگسټ ۱۹۲۴[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]
مړینه 21 اپرېل 1998 (74 کاله)[۱۰][۱][۳][۱۱][۴][۵][۶][۷][۸][۹]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پاريس   د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل ليوکېمي   د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت فرانسه [۱۲]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
تعلیم پاریس پوهنتون   د (P69) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار/مسلک فیلسوف [۸]
ليکوال [۸]
ښوونکی [۸]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه فرانسوي   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) فرانسوي [۱۳][۱۴][۱۵]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه جمالیات
اخلاق
سياست   د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار ورکوونکی پاریس پوهنتون   د (P108) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مؤثر مارټین هایډېګر   د (P737) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

جان-فرانسوا لايوتارد (۱۰ اګست ۱۹۲۴ – ۲۱ اپريل ۱۹۹۸) يو فرانسوی فيلسوف، ټولنپېژندونکی او ادبي انديال و. د هغه ګڼ تخصصي ويناوې د معرفت نظريې او اړيکو، انسان د بدن، نوی هنر او نويتابه څخه وروسته هنر، ادبيات او تنقيدي تيوري، موسيقي، فلم، وخت او يادښت، فضا (تشه)، ښار او طبيعي مناظر، لوړوالی او د ښکلا او سياست تر منځ اړيکې په څېر موضوعات په ځان کې رانغاړي. نوموړی د ۱۹۷۰ز لسيزې له وروستيو وروسته له نويتابه وروسته په اړوند د خپلو واضحو څرګندونو او پر انساني وضعيت له نويتابه وروسته اغېزو د تحليل له امله شهرت موندلی. «لايوتارد» د معاصرې لويې وچې فلسفې (قاره يي فلسفې) يوه مهمه څېره او د ګڼو مضامينو د ۲۶ کتابونو لیکوال دی. نوموړی د فلسفې د نړيوال کالج رئيس و، د کوم بنسټ چې «جيکس ډيريډا، فرانسکويس شيټليټ، جين پيير فای» او «ډومينيک ليکورټ» ايښی و.[۱۶][۱۷][۱۸]

ژوندليک[سمول]

د ژوند لومړي کلونه، زده کړه ييز شاليد او کورنۍ[سمول]

جان – فرانسوا لايوتارد د ۱۹۲۴ز کال د اګست په لسمه نېټه د فرانسې په «وينسينس» سيمه کې زېږېدلی و، پلار يې «جان-پيري لايوتارد» د خرڅلاو يو استاز و، مور يې «ميډلين کيولي» نومېده. نوموړې د «بوفن» په ليسه (۱۹۳۵-۴۲) کې او همدا راز د پاريس په «لويس-لي-ګرانډ» کې زده کړې کړې وې. په ماشومتوب کې نوموړې ډېرې هېلې درلودې: چې يو هنرمند شي، يو تاريخ پوه شي، يو ډومينيکي راهب شي او يو ليکوال شي. کله چې هغه په پنځلس کلنۍ کې يو ناکام افسانوي ناول وليکه، نو د ليکوالۍ خوب يې پرېښود. په پايله کې «لايوتارد» دا احساس تشريح کړ چې هغه د «بخت» له امله له دې مسلکونو څخه يو هم نه شي خپلولای، لکه چې هغه د « Peregrinations» (سياحت) په نوم په خپل فکري ژوند ليک کې تشريح کړي، کوم چې په ۱۹۸۸ز کال کې خپور شوی و.[۱۹][۲۰]

د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال د پاريس د ازادۍ په پړاو کې «ليوتارډ» د طبيب په توګه کار وکړ او د ۱۹۴۰ز لسيزې په وروستيو کې يې ډېر ژر په «سوربون» کې د فلسفې زده کړه پيل کړه، له دې وړاندې دوه ځلې په ډېرې عالي « École normale supérieure» کې د داخلې په ازموینه کې ناکام شو. د هغه د ۱۹۴۷ز کال د DES رساله، د کومې نوم چې «د يو اخلاقي تصور په توګه بې حسي» (L'indifférence comme notion éthique) و، د « Zen Buddhism, Stoicism, Taoism» او « Epicureanism» کې د بې حسۍ او لا تعلقۍ د بڼو تحليل وړاندې کوي. په ۱۹۵۰ز کال کې، ليوتارد په فرانسوي الجزاير کې په «کستانتاين» کې د فلسفې د استاد په توګه دنده پيل کړه، خو په ۱۹۵۲ز کال کې بېرته اصلي فرانسې ته راستون شو، څو په «لافليچي» کې د «پرايټيني» په پوځي اکاډمۍ کې د ښوونکي په توګه کار وکړي، چېرته چې نوموړي په ۱۹۵۴ز کال کې خپور شوی د «فينومينولوجي» په اړوند يو لنډ اثر ولیکه. ليوتارد په ۱۹۵۹ز کال کې بېرته پاريس ته ولاړ، څو په «سوربون» کې د ښوونکي په توګه کار وکړي: له دې وخت (۱۹۶۴) د «ولې فلسفي شوی؟» په نوم د هغه تعارفي درسونه د هغه له مړيني وروسته خپاره شول. په ۱۹۶۶ز کال کې د «نانټيري» په نوي درسګاه کې د تدريس لپاره له تګ وروسته، «ليوتارد» د ۱۹۶۸ز کال د مارچ په دوه ويشتمه او د مۍ مياشتې له هنګامې څخه وروسته پېښو کې برخه واخسته. په ۱۹۷۱ز کال کې، ليوتارد د خپلې لیکنې «ډسکورس» په مټ دولتي دوکتورا تر لاسه کړه، کوم چې د «مايکل ډوفرين» لاندې شمېرل کېږي – دا اثر په همدې کال خپور شوی و. ليوتارد له « Gilles Deleuze» سره يو ځای د «وينسينيس» په تجرباتي پوهنتون کې چې وروسته د «پاريس ۸» په نوم يادېده، د ۱۹۷۰-۷۱ز کال په تعليمي کال کې، د فلسفې په څانګه کې داخله واخسته. نوموړي په ۱۹۴۸ز کال کې له خپلې لومړۍ مېرمنې «اينډری می» سره واده وکړ چې له هغې يې دوه بچيان هر يو «کورنين او لانس» درلودل، وروسته يې په ۱۹۹۳ز کال کې د دويم ځل لپاره له «ډولورس ډيزيک» سره واده وکړ چې هغه يې د «ډايويډ» په نوم زوی مور وه (څوک چې په ۱۹۸۶ز کال کې زېږېدلی و).[۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

سياسي ژوند[سمول]

په ۱۹۵۴ز کال کې نوموړی د « Socialisme ou Barbarie» (سوشليزم يا بربريت) غړيتوب تر لاسه کړ، کوم چې يو فرانسوي سیاسي سازمان و او په ۱۹۴۸ز کال کې په شوروي اتحاد کې د واکمنۍ د نويو بڼو د روښانه کولو لپاره «ټراټسکيسټ» (ټراټسکي يو مارکسي سياستوال و) تحليل د نامناسب والي په اړوند جوړ شوی و. د سوشليزم او بربريزم او په همدې نوم د خپرونې موخه د چپ اړخو په داخل کې پر مارکسيزم د نيوکې کول و، په کوم کې چې د فرانسوي کمونست ګوند په داخل کې د بيوروکراسي پر واکمنۍ او د شوروي اتحاد اوامرو ته پر غاړه ايښودلو نيوکې هم شاملې وې. په دې پړاو کې د هغه ليکنې تر ډېره بريده د چپ اړخي سياست په اړوند دي، کومې چې د الجزايز په حالت تمرکز لري – د کومو حالاتو چې هغه د لومړي شاهد په توګه هغه مهال لیدونکی و، کله چې هغه په «کستانتين» کې د فلسفې تدريس کاوه. د الجزاير د خپلواکۍ د هلو ځلو پر مهال «Socialisme ou Barbarie» ته د الجزاير کې د استازي په توګه، ليوتارډ د اقتصادي او سياسي حالاتو (۱۹۵۶-۶۳) په تحليل کولو سره يو درجن ليکنې وکړې، کومې چې وروسته (۱۹۸۹) په «La Guerre des Algeriens» کې يو ځل بيا خپرې شوې او په «سياسي لیکنې» (Political Writings) کې وژباړل شوې (۱۹۹۳). لیوتارد له فرانسې څخه د خپلواکۍ لپاره د الجزاير د جګړې او اقتصادي انقلاب لور ته هڅونه وکړه، په پټه يې د FLN فعال ملاتړ کاوه، په داسې حال کې چې د دې خوځښت په تګلاره يې نيوکې هم کولې. په ۱۹۶۴ز کال کې له «کارنيليس کاسټورياډيس» سره د اختلافاتو څخه وروسته، ليوتارد د «Socialisme ou Barbarie» ګوند خوشې کړ او له نوې جلا شوې ډلې «Pouvoir Ouvrier» (د کارګرو ځواک) سره يو ځای شو، وروسته په ۱۹۶۶ز کال کې يې له دې ګوند څخه هم استعفاء ورکړه. که څه مه «ليوتارد» د ۱۹۶۸ز کال په پاڅون کې فعاله ونډه درلوده، هغه د «Libidinal Economy» په نوم د خپل ۱۹۷۴ز کال د کتاب په مټ له انقلابي مارکسيزم څخه ځان لرې وساته. هغه له دې امله له مارکسيزم څخه ځان لرې کړ، ځکه هغه باور درلود چې مارکسيزم يو سخت جوړښتي نظر لري او  دوی د يو ځمکني کلتور په توګه په صنعتي محصولاتو پیاوړي کولو ټينګار کولو سره «د هيلو د نظام جوړولو» د مسلط کولو هڅه کوي.[۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]

اکاډميک (علمي) مسلک[سمول]

ليوتارد له ۱۹۵۰ز کال څخه تر ۱۹۵۲ز کال پورې د «کستانتين» په ليسه الجزاير کې د ښوونکي په توګه کار وکړ. په ۱۹۵۲ز کال کې، ليوتارد بېرته فرانسې ته راستون شو، څو د « Sarthe» ښار د « La Flèch» د «پرايټيني» په پوځي اکاډمۍ کې استادي وکړي. نوموړي په ۱۹۵۴ز کال کې د « La phénoménologie» (فينومونولوژي) په نوم کتاب خپور کړ او د « François Laborde» په تخلص (مستعار نوم) يې د « Socialisme ou Barbarie» جريدې لپاره په لیکنو پيل وکړ. په ۱۹۷۲ز کال کې، ليوتارډ د « Paris VIII» په پوهنتون کې په استادۍ پيل وکړ او دلته يې تر ۱۹۷۸ز کال پورې دنده تر سره کړه، تر هغه وخته چې نوموړی پروفيسر « Emeritus» شي. په ۱۹۸۲-۳ز کالونو کې، لیوتارد د پاريس د « Collège International de Philosophie» په بنسټ اېښودلو کې ښکېل و او په ۱۹۸۵ز کال کې يې د دې د دويم رئيس په توګه دنده تر سره کړه. ليوتارد له فرانسې څخه بهر د نورې نړۍ په پوهنتونونو کې د ميلمه فروفيسر په توګه درسونه ورکول. له ۱۹۷۴ز کال راهيسې، په دې کې له اتلانتيک ورهاخوا ليدنې شاملې وې، په دې پوهنتونونو کې دا شامل وو: د جان هاپکينز پوهنتون، د کلفورنيا پوهنتون، برکلي، يال پوهنتون، سټوني بوک پوهنتون او د کلفورنيا پوهنتون، په متحده ايالاتو کې د سن ډياګو پوهنتون، په کيبويک (کاناډا) کې د ډي مونټريال پوهنتون او په برازيل کې د ساو پالو پوهنتون. په ۱۹۸۷ز کال کې، نوموړي په «ارواين» کې د کلفورنيا په پوهنتون کې له وخت وروسته فروفيسري واخسته، چېرته چې هغه د تنقيدي تيورۍ په څانګه کې له «جيک ډيريډا» او «وولف ګينګ» سره يو ځای دنده اشغال کړې وه. له مړينې مخکې، هغه خپل وخت د پاريس او اتلانتا تر منځ وېشلی و، چېرته چې هغه په «ايموري» پوهنتون کې تر ۱۹۹۵-۸ پورې د ښوونکي په توګه دنده تر سره کړه. هغه همدا راز د اروپايي ګريجويټ پوهنځي کې د رسنيو فلسفې پروفيسر هم و.[۳۷][۳۸][۳۹][۴۰]

اثار[سمول]

د لیوټارډ اثار د نړيوال توب، ميټريکيټس (ميټيا روايت) او عموميت پرله پسې مخالفت ځانګړتیا لري. نوموړی د روڼ اندۍ د ډېرو «افاقي» ادعاوو سخت منتقد و او د هغه ډېر اثار د هغو بنسټيزو اصولو د کمزوري کولو کار کوي، کوم اصول چې دا پراخه ادعاوې منځ ته راوړي.[۴۱][۴۲][۴۳]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11913700q — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  2. پیوستون : 11913700q  — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — سرليک: BnF catalogue général — خپرونکی: Bibliothèque nationale de France
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6230f6j — subject named as: Jean-François Lyotard — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/lyotard-jean-francois — subject named as: Jean-François Lyotard — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Store norske leksikon ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4342&url_prefix=https://snl.no/&id=Jean-François_Lyotard — subject named as: Jean-François Lyotard — سرليک: Store norske leksikon
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ InPhO ID: https://www.inphoproject.org/thinker/3499 — subject named as: Jean-François Lyotard — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Internet Philosophy Ontology project
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=37685 — subject named as: Jean-François Lyotard — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ ۸٫۲ https://cs.isabart.org/person/17583 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000021233 — subject named as: Jean-Francois Lyotard — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  10. پیوستون : 118575589  — د نشر نېټه: ۲۷ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  11. Discogs artist ID: https://www.discogs.com/artist/2669169 — subject named as: Jean-François Lyotard — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  12. https://libris.kb.se/katalogisering/gdsvz80006rrld8 — د نشر نېټه: ۲۴ اگسټ ۲۰۱۸ — د خپرولو نیټه: ۲۶ مارچ ۲۰۱۸
  13. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11913700q — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  14. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/161077347
  15. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/6291555
  16. Wolin, Richard. "Jean-François Lyotard". britannica.com. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اکتوبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Caves, R. W. (2004). Encyclopedia of the City. Routledge. د کتاب پاڼې 441. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780415252256. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Benoit, Peeters (2013). Derrida: A Biography. London: Polity. د کتاب پاڼې 342. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780745656151. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Bamford, Kiff (2017). Jean-François Lyotard. London. د کتاب پاڼې 21. OCLC 966253014. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-78023-808-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Sica, Alan. 2005, "Jean Francois Lyotard." Social thought: from the Enlightenment to the present. Boston: Pearson/Allyn and Bacon, 682.
  21. Gratton, Peter (2018), "Jean François Lyotard", in Zalta, Edward N. (المحرر), The Stanford Encyclopedia of Philosophy (الطبعة Winter 2018), Metaphysics Research Lab, Stanford University, د لاسرسي‌نېټه ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۱ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Jacques Derrida, The Work of Mourning, ed. Pascale-Anne Brault and Michael Naas, Chicago: University of Chicago Press, p. 211.
  23. Bamford, Kiff (2017). Jean-Francois Lyotard. London: Reaktion. د کتاب پاڼې 44. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781780238081. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Lyotard, Jean-François (21 October 2013). Why philosophize?. تُرجم بواسطة Brown, Andrew (الطبعة English). Cambridge, UK. OCLC 837528252. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7456-7072-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Bamford, Kiff (2017). Jean-François Lyotard. London. OCLC 966253014. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-78023-808-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Jacques Derrida, The Work of Mourning, ed. Pascale-Anne Brault and Michael Naas, Chicago: University of Chicago Press, 2001, p. 211.
  27. Bamford, Kiff (2017). Jean-Francois Lyotard: Critical Lives. London: Reaktion. د کتاب پاڼي 64–7. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781780238081. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Jacques Derrida, The Work of Mourning, ed. Pascale-Anne Brault and Michael Naas, Chicago: University of Chicago Press, pp. 211–213.
  29. Lyotard, Jean-François (1993). "The Name of Algeria". Political Writings. UCL Press. د کتاب پاڼي 165–170. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Lyotard, Jean-François; Ramdani, Mohammed (1989). La guerre des Algériens: écrits, 1956-1963. Paris: Galilée. OCLC 21409668. د کتاب نړيواله کره شمېره 2-7186-0353-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Lyotard, Jean François (1993). Political writings. London: UCL Press. OCLC 51443880. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-203-49922-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Lyotard, Jean-François (2020). Bamford, Kiff (المحرر). Jean-François Lyotard: the interviews and debates. London: Bloomsbury. د کتاب پاڼي 129–135. OCLC 1152059668. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-350-08134-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Lyotard, Jean-François (2020). Bamford, Kiff (المحرر). Jean-François Lyotard: the interviews and debates. London: Bloomsbury. د کتاب پاڼي 129–135. OCLC 1152059668. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-350-08134-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. Lefort, Claude (1977). "An Interview". Telos (30): 177. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) Cf. http://www.iep.utm.edu/lyotard/.
  35. Geoffrey Bennington, Lyotard: Writing the Event, Manchester: Manchester University Press, 1988, p. 1.
  36. Mann, Doug. Understanding Society: A Survey of Modern Social Theory. Oxford University Press. 2008. pp. 257–258.
  37. "Jean-François LYOTARD | CIPh Paris". ciph.org. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۵ جنوري ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. Peeters, Benoît (2013). Derrida : a biography. Brown, Andrew (Literary translator) (الطبعة English). Cambridge, UK: Polity Press. د کتاب پاڼي 454–5. OCLC 795757034. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7456-5615-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. https://egs.edu/biography/jean-francois-lyotard%e2%80%a0/ Jean-François Lyotard Former Professor of Media Philosophy at The European Graduate School / EGS.
  40. Lyotard, Jean-François (1991). Phenomenology. Albany: State University of New York Press. OCLC 22596856. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-7914-0805-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. Hurley, Robert (1974). "Introduction to Lyotard". Telos. 1974 (19): 124–126. doi:10.3817/0374019124. S2CID 147017209. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. Lyotard, Jean-François (1974). "Adorno as the Devil". Telos (19): 126. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  43. Lyotard, Jean-François (1974). "Adorno as the Devil". Telos (19): 134–5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)