جان ګلن
ګلن له ناسا سره له یوځای کېدو وړاندې په دویمه نړیواله جګړه، د چین په کورنۍ جګړه او د کوریا په جګړه کې د جنګي الوتکې پیلوټ و. نوموړي درې میګ – ۱۵ الوتکې راغورځولې دي؛ د غوره پرواز کولو شپږ صلیبونه او هوايي فعالیت ته اړوند ۱۸ مډالونه یې ترلاسه کړي دي. په ۱۹۵۷ زکال کې نوموړي د لومړي ځل لپاره په متحده ایالاتو کې له غږ څخه چټکه الوتنه ترسره کړه. د هغه په الوتکه کې نصبې کمرې د متحده ایالاتو لومړنی دوامداره پانورما انځور واخیست. هغه د ازمېښت کېدونکو پوځي پیلوټانو د مرکیوري ۷ ډلې غړی و چې په ۱۹۵۹ زکال کې د ناسا له خوا د هېواد د لومړني ستورمزلي په توګه وټاکل شو. د ۱۹۶۲ زکال د فبروي په ۲۰ مه ګلن د فرینډشېپ ۷ ماموریت ترسره کړ او لومړنی امریکايي و چې د ځمکې په مدار کې وڅرخېد او همدارنګه فضا ته تللی دریم امریکایي او فضا ته د ټولو تللو په ډله کې پنځم و. نوموړي په ۱۹۶۲ زکال کې د ناسا لپاره د غوره خدماتو او په ۱۹۷۸ زکال کې د کانګرس له خوا د فضایي ویاړ مډالونه ترلاسه کړل. ګلن په ۱۹۹۰ زکال کې د متحده ایالاتو د فضانوردانو د مشاهیرو په تالار کې ثبت شو او په ۲۰۱۲ زکال کې یې د آزادۍ ولسمشریز مډال ترلاسه کړ. ګلن د ۱۹۶۴ زکال په جنوري میاشت کې له ناسا استعفا ورکړه. نوموړی چې د دیموکرات ګوند غړی و په ۱۹۷۴ زکال کې یې د متحده ایالاتو سنا ته لار ومونده او په دې سره یې د ۲۴ کلونو لپاره د ۱۹۹۹ زکال تر جنوري میاشتې پورې هلته خدمت وکړ. ګلن د ۷۷ کلونو په عمر په STS-95 فضایي شاتل ډیسکوري ماموریت کې فضا ته ولاړ، له همدې امله تر ټولو زیات عمر لرونکی کس وبلل شو چې د ځمکې مدار ته یې سفر کړی؛ همدارنګه یوازنی کس شو چې په مرکیوري او فضایي شاتل دواړو پروګرامونو کې یې فضا ته سفر وکړ. ګلن د مرکیوري اووه سفر څخه پاتې وروستی کس و چې د ۲۰۱۶ زکال د ډسمبر په ۸مه د ۹۵ کلونو په عمر ومړ. لومړنی ژوند او زده کړې[سمول]جان هرشل ګلن جونیر د ۱۹۲۱ زکال د جولای په ۱۸ مه د اوهایو په کمبرېج کې وزېږېد. نوموړی د لوله کشۍ د شرکت د کارکوونکي جان هرشل ګلن (۱۸۹۵- ۱۹۶۶ زکال) او د ښوونکې کلارا ترزا ګلن (کورنی نوم یې سپروات: ۱۸۹۷-۱۹۷۱ زکال) زوی و. مور او پلار یې ډېر لږ وړاندې له دې چې پلار یې د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال لویدیځې جبهې ته د امریکایي ځواکونو په ډله کې ولاړ شي واده کړی و. د نوموړي له زیږون ډېر ژر وروسته کورنۍ یې د اوهایو کانکورډ ته کډه شوه او پلار یې خپله سوداګري د ګلن لوله کشۍ د شرکت تر نامه لاندې پیل کړه. ځوان ګلن له آنا مارګاریت کاستور سره چې بیا یې وروسته ورسره واده وکړ هغه مهال ولیدل چې لا ماشوم و. دوی دواړو نشو کولای هغه وخت په یاد راوړي چې دوی یو بل نه پېژندل. نوموړی اته کلن و چې د لومړي ځل لپاره یې له خپل پلار سره په الوتکه کې سفر وکړ. هغه له الوتکې سره لیوالتیا پیدا کړه او د بلزا ونې له لرګیو څخه یې ګڼ شمېر د لوبو الوتکې جوړې کړې. نوموړي له خپلې خور بللې، ژان سره د نیوکانکورډ په ابتدايي ښوونځي کې زده کړې وکړې. هغه موټر وینځل او رواش یې خرڅول څو د بایسکل پېرلو پیسې ځانته غونډې کړي؛ له دې وروسته یې د ډیسپیچ کلمبوس اخبار د ویشلو دنده پر غاړه واخیسته. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵] ګلن د نیوکنکورډ عالي لیسې ته ولاړ چېرې چې نوموړي د ښوونځي په فوټبال ټیم کې د مرکزي دفاع کوونکي او کرښې ساتونکي په توګه لوبه کوله. نوموړي همدارنګه د ښوونځي د باسکټبال او ټینس لوبډلې جوړې کړې او د ځوانو عیسویانو له ټولنې سره یې هم اړیکې ساتلې. په ۱۹۳۹ زکال کې له فراغت وروسته ګلن ماسکینګوم کالج ته ولاړ (اوس مهال د ماسکینګوم پوهنتون دی) هلته د کیمیا په څانګه کې زده کړې وکړې؛ د سټج کلب (Stag Club) اتحادیې سره مل شو او همدارنګه یې د کالج په فوټبال لوبډله کې لوبه کوله. ګلن په ۱۹۴۱ زکال کې د ملکي پیلوټانو له روزنیز پروګرام څخه د خصوصي پیلوټۍ جواز او د فزیک د دورې سند په وړیا توګه ترلاسه کړ. هغه د خپلو لوړو زده کړو په وروستي کال کې ونډه وا نه خیستله او نه یې هم د لیاقت امتحان ورکړ چې دواړه د لیسانس درجې ترلاسه کولو لپاره ضرور و. [۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲] پوځي خدمت[سمول]دویمه نړیواله جګړه[سمول]هغه مهال چې متحده ایالات په دویمه نړیواله جګړه کې ښکېل شول، ګلن کالج پرېښود څو د متحده ایالاتو په هوايي ځواک کې نوم ثبت کړي. نوموړی د پوځ له خوا خدمت ته نه وغوښتل شوی او هغه خپله د ۱۹۴۲ زکال په مارچ میاشت کې د متحده ایالاتو د سمندریز ځواک د هوايي برخې روزنیز مرکز ته ولاړ او نوم یې ثبت کړ. ګلن له پرواز وړاندې روزنیزو چارو لپاره په لوا ښار کې د لوا پوهنتون ته ولاړ او خپل لومړنی انفرادي پرواز یې د یوې پوځي الوتکې پر مټ په تکزاس کې د سمندریز ځواک له کورپوس کریسټي هوايي اډې څخه ترسره کړ او په سمندریز ځواک کې یې د شاملېدو وړاندیز ومانه. ګلن د ۱۹۴۳ زکال په مارچ میاشت کې د هوايي زده کړو له بشپړولو وروسته د دوهم بریدمن په رتبه وګمارل شو. نوموړي د ۱۹۴۳ زکال د اپرېل په شپږمه د پروتستانتي مراسمو په ترڅ کې د اوهایو ایالت د نیوکانګورډ سیمې په کالج ډرایو کلیسا کې له آني سره واده وکړ. د کالیفورنیا په کرني کمپ کې له پرمختللې روزنې وروسته هغه د سمندریز ځواب د هوايي برخې په VMJ-353 ډلګۍ کې وګمارل شو او له دغه ځایه یې د R4D ټرانسپورټي الوتکو پیلوټي کوله. [۳۳][۳۴][۳۵][۳۶] د جنګي الوتکو واحد VMO-155 هم په کرني کمپ کې و چې له ګرومن اف ۴ اف وایلډ کټ(Grumman F4F Wildcat) الوتکو څخه یې کار اخیست. ګلن د دغه واحد قوماندان جنرال جې. پي هاینز ته وړاندیز وکړ چې هغه جنګي برخې ته تبدیل کړي. دغه غوښتنه ومنل شوه او ګلن دوه ورځې وړاندې له هغه چې دغه واحد په کالیفورنیا کې د سمندریزو ځواکونو هوايي اډې ایل سنټرو ته ولېږدول شي د ۱۹۴۳ زکال د جولای په ۲مه VMO-155 ته تبدیل شو. دغه مهال له وایلډکټ الوتکو ګټنه ودرول شوه او VMO-155 واحد د ۱۹۴۳ زکال په سپټمبر میاشت کې په اف۴ یو کرسر (F4U Corsair) الوتکو سمبال شو. نوموړي د ۱۹۴۳ زکال په اکتوبر میاشت کې د لومړي بریدمن رتبه واخیسته او د ۱۹۴۴ زکال په جنوري میاشت کې هاوايی ته ولېږل. VMO-155 د فبروري په ۲۱مه د میډوې په مرجاني جزیره کې د مستقرو ځواکونو برخه وګرځېد او ورپسې د ۱۹۴۴ زکال په جون میاشت کې مارشال جزایرو ته ولاړل او هلته یې ۵۷ تهاجمي ماموریتونه ترسره کړل. نوموړي دغه مهال د غوره الوتنې دوه صلیبونه او ۱۰ هوايي مډالونه ترلاسه کړل. [۳۵][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲] ګلن د ۱۹۴۵ زکال په فبروري میاشت کې هغه مهال چې د نوموړي د پوځي ماموریت یو کلن سفر په بشپړېدو و په شمالي کارولینا کې د سمندریز ځواک په چري پاینټ هوايي اډه او وروسته د مریلنډ په پاټوکسنټ سیند کې د سمندریز ځواک په هوايي مرکز کې وګمارل شو. نوموړي د ۱۹۴۵ زکال په جولای میاشت کې د تورن رتبه ترلاسه کړه او بېرته چري پاینټ ته راوګرځېد. په دغه ځای کې نوموړی یوځل بیا د هوايي کروسر ځواک له بل واحد VMF-913 سره یوځای شو او وه یې لیدل چې د یو منظمې ډلګۍ مشرۍ ته چمتو دی. د ۱۹۴۶ زکال په مارچ میاشت کې نوموړی په سویلي کالیفورنیا کې د سمندریز ځواک په ال ټورو هوايي اډه کې وګمارل شو. هغه دواطلب شو چې د شمالي چین د نیولو په عملیاتو کې ګډون کوي، په دې باور چې دا به یو لنډ سفر وي. نوموړی د ۱۹۴۶ زکال په ډسمبر میاشت د کورسر واحدونو له بل واحد VMF-218 سره یوځای شو چې بیجنګ ته څېرمه په نانیوان هوايي ډګر کې یې موقعیت درلود؛ هغه د ګزمه کولو په ماموریتونو کې ونډه اخیسته تر هغه چې دغه واحد د ۱۹۴۷ زکال په مارچ میاشت کې ګوام ته ولېږدول شو. [۳۵][۴۳][۴۴][۴۵] سرچينې[سمول] |
- ↑ سمونګر: Alexander Prokhorov — سرليک: Большая советская энциклопедия — نسخهدريم — موضوع: Гленн Джон — خپرونکی: The Great Russian Encyclopedia
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/John-H-Glenn-Jr — subject named as: John Glenn — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
- ↑ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6m049q2 — subject named as: John Glenn — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/173642966 — subject named as: John Glenn — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۵٫۰ ۵٫۱ Internet Speculative Fiction Database author ID: https://www.isfdb.org/cgi-bin/ea.cgi?150710 — subject named as: John Glenn — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۶٫۰ ۶٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/glenn-john-herschel — subject named as: John Herschel Glenn — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
- ↑ ۷٫۰ ۷٫۱ Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb15790998z — subject named as: John Glenn — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، ашық деректер платформасы، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы او гом бæрæггæнæнты платформæ — منښتلیک: Open License
- ↑ ۸٫۰ ۸٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=johnherschelglennj — subject named as: John Glenn
- ↑ ۹٫۰ ۹٫۱ Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=http://roglo.eu/roglo?&id=p=john;n=glenn;oc=5 — subject named as: John Glenn
- ↑ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/23661 — subject named as: John Herschel Glenn — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
- ↑ ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=22266 — subject named as: John Glenn — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
- ↑ ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000009764 — subject named as: John H. Glenn — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ http://www.dispatch.com/content/stories/local/2016/12/john-glenn/john-glenn.html
- ↑ NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=js20090120006 — د نشر نېټه: ۱۵ ډيسمبر ۲۰۲۲
- ↑ NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=js20090120006 — د نشر نېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۲
- ↑ "John Glenn's parents". Geneanet.org. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "John Glenn's parents". John F. Kennedy Presidential Library and Museum. د اصلي آرشيف څخه پر December 21, 2016 باندې. د لاسرسينېټه January 30, 2017. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "John Glenn Archives, Audiovisuals Subgroup, Series 3: Certificates". Ohio State University. د اصلي آرشيف څخه پر December 21, 2014 باندې. د لاسرسينېټه August 30, 2013. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Burgess 2015، صص. 43–46.
- ↑ (په June 11, 2008 باندې). John Glenn Boyhood Home and Museum.
- ↑ Glenn او Taylor 1999، صص. 24–29.
- ↑ Burgess 2015، صص. 46–47.
- ↑ Glenn او Taylor 1999، ص. 25.
- ↑ Glenn او Taylor 1999، صص. 13–16.
- ↑ Kupperberg 2003، صص. 15, 35.
- ↑ (په October 4, 1983 باندې). Off-Campus Credits for Glenn.
- ↑ (په March 29, 1983 باندې). Glenn Plans Launch Of Big Venture Where It All Began.
- ↑ (په October 16, 1998 باندې). Muskingum Grad to Conduct Solar Experiments Aboard Oct. 29 Shuttle Flight with Muskie John Glenn on Board. Muskingum College
- ↑ "College says Glenn degree was deserved". The Day. New London, Ohio. October 4, 1983. د لاسرسينېټه March 27, 2017. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Glenn او Taylor 1999، ص. 60.
- ↑ Glenn او Taylor 1999، صص. 58–59.
- ↑ Glenn او Taylor 1999، ص. 47.
- ↑ "John Glenn Dead at 95 | Remembering the First American To Orbit Earth". ABC News. December 8, 2016. د اصلي آرشيف څخه پر October 30, 2021 باندې – عبر YouTube. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Cbignore - ↑ "John Glenn: Biographical Sketch". Ohio State University. 2009. د اصلي آرشيف څخه پر October 17, 2009 باندې. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ ۳۵٫۰ ۳۵٫۱ ۳۵٫۲ Burgess 2015، صص. 51–55.
- ↑ Burgess 2015، ص. 50.
- ↑ "The Man". Ohio State University. د اصلي آرشيف څخه پر February 2, 2017 باندې. د لاسرسينېټه January 28, 2017. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Valor awards for John Herschel Glenn". Military Times. د لاسرسينېټه February 28, 2018. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Glenn او Taylor 1999، صص. 111–117.
- ↑ Carpenter et al. 2010، ص. 31.
- ↑ Glenn او Taylor 1999، صص. 103–107.
- ↑ Glenn او Taylor 1999، صص. 93–96.
- ↑ "#VeteranOfTheDay Marine Corps Veteran John Glenn". U.S. Department of Veteran Affairs. December 8, 2016. مؤرشف من الأصل في February 2, 2017. د لاسرسينېټه January 28, 2017. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Glenn او Taylor 1999، ص. 147.
- ↑ Glenn او Taylor 1999، صص. 135–141.
- ليکنې په کومو کې چي د انګلیسي ژبې توري موجود دي
- د خاصيت کارولو پاڼې P1559
- د ويکيډاټا توکو کارونکي مخونه
- د خاصيت کارولو پاڼې P1477
- مخونه د ويکيډاټا د سرچينو سره
- 2016م وفاتونه
- 8 ډيسمبر وفاتونه
- د خاصيت کارولو پاڼې P570
- د خاصيت کارولو پاڼې P27
- د خاصيت کارولو پاڼې P102
- د خاصيت کارولو پاڼې P106
- د خاصيت کارولو پاڼې P103
- ويونکي ژبې د ويکيډاټا څخه
- د خاصيت کارولو پاڼې P108
- د عسکري خدمتونو لړليک د ويکيډاټا څخه
- د خاصيت کارولو پاڼې P607
- دستخط ویکی ڈیٹا سے ماخوذ
- د خاصيت کارولو پاڼې P345
- د خاصيت کارولو پاڼې P935
- په ويکيډاټا کې غير پښتو نښانونه
- ليکنې په کومو کې چي د روسي ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د لاطینی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د اردو ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د یوکرائني ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د فرانسیسی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د اطالوی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د الماني ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د چیک ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د ډېنمارکي ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د آرمینیائی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د سلووین ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د هسپانوي ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د پرتگیزی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د بیلا روسي ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د بلغارين ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د پولش ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د قازق سيريلية ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د کرغیز ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د آذربائیجانی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د ازبکي ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د ترکی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د صربیه سیریلیه ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د کروشیائی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د بوسنیايي ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د سلوواک ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د یوناني ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د لاتفیه ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د لیتوانیه ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د استونیائی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د فنی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د مجارستانی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د جارجیائی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د مقدونیائی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د منگولی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د رومانیائی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د اسپرانتو ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د be-tarask ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د udm ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د باشقیر ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د تتاري ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د تتاري لاطینی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د تتاري سيريلية ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د سونسکا ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د طاجیكیه ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د alt ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د اوسیشیائی ژبې توري موجود دي
- مخونه د اي اس بي ان جادوګر لينکونو سره