جان نانس ګارنر
جان نانس ګارنر | |
---|---|
د شخص مالومات | |
پيدايښت | |
مړینه | |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
ګوند | ديموکراتيک ګوند |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | انګرېزي ژبه |
کاروونکي ژبه | انګرېزي ژبه |
لاسليک | |
سمول |
جان نانس ګارنر ۳ ( د ۱۸۶۸ ز کال د نومبر ۲۲ مه - د ۱۹۶۷ کال د نومبر ۷مه) چې د خپلو هم دورانو په منځ کې د "کاکټس جک" په نوم پېژندل کېده، د تګزاس یو امریکایی دیموکرات سیاستوال او وکیل و. هغه دوه دېرشم مرستیال ولسمشر و چې له ۱۹۳۳ ز کال نه تر ۱۹۴۱ ز کال پورې یې د فرانکلن ډي. روزولټ تر مشرۍ لاندې خدمت وکړ. د ۱۹۳۱ کال نه تر ۱۹۳۳ز کال پورې د متحده ایالاتو د استازو جرګې ۳۹م رئیس هم و. ګارنر او شولر کولفکس یوازیني سیاستوالان دي چې د کانګرس د دواړه جرګو د رئیسانو په توګه یې دنده ترسره کړې.
ګارنر د تګزاس اوولډ ولایت د ولایتي قاضي په توګه خپل سیاسي کار پیل کړ. د تګزاس د استازو په مجلس کې یې له ۱۸۹۸ ز کال نه تر ۱۹۰۲ز کال پورې خدمت وکړ او په ۱۹۰۲ز کال کې د متحده ایالاتو استازو مجلس ته د ټکزاس د استازي توګه په ټاکنو بریالی شو. د ۱۹۰۳ ز کال نه تر ۱۹۳۳ ز کال پورې د تګزاس د کانګرس د ۱۵م ناحیې استازی و. ګارنر له ۱۹۲۹ ز کال نه تر ۱۹۳۱ ز کال پورې د جرګې د اقلیت مشر په توګه خدمت وکړ او کله چې دیموکراتانو د ۱۹۳۰ ز کال ټاکنو وروسته د جرګې کنټرول په لاس کې ونیو، نوموړي د جرګې ریاست ته ترفیع وکړه.
ګارنر د ۱۹۳۲ ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د دیموکرات ولسمشرۍ نوماندۍ په کټه کې و، خو موافقه یې وکړه چې د ۱۹۳۲ ز کال په دیموکرات ملي کنوانسیون کې د فرانکلن ډی. روزولټ د مرستیال په توګه خدمت وکړي. روزولټ او ګارنر د ۱۹۳۲ ز کال ټاکنې وګټلې او په ۱۹۳۶ ز کال کې بیا وټاکل شول. ګارنرچې یو سویلی محافظه کار و، د کارګری ټولنو د ناستي کاربندیزونه او د نیو ډیل د لګښتونو کسر سره یې مخالفت وکړ. د ۱۹۳۷ ز کال په پیل کې یې د سترې محکمې د پراخولو د مسئلې پر سر له روزولټ سره اړیکې پرې کړې او د هغې په ماتولو کې یې مرسته وکړه، په دې دلیل چې هغې د ولسمشر په لاسونو کې ډېر زیات واک متمرکزه کړی و. ګارنر د ۱۹۴۰ ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې بیا د ولسمشرۍ لټه کې شو، خو روزولټ د ۱۹۴۰ ز کال دیموکرات ملي کنوانسیون کې د ګوند د ولسمشرۍ نوماندي خپله کړه. روزولټ بیا هنري والس د خپل مرستیال په توګه غوره کړ.
ژوندلیک
[سمول]مخکېنی ژوند او کورنۍ
[سمول]ګارنر د ۱۸۶۸ ز کال د نومبر په ۲۲ مه د تکزاس په رېډ ریور ولایت کې په یوه لرګيز کور کې د جان نانس ګارنر ۲ او د هغه مېرمن سارا ګسټ ګارنر نه زیږیدلی. هغه د چاک خټو لرګیر کور نور نه شته، خو هغه لوی، سپین، دوه پوړیز کور چې دی په کې لوی شوی، روغ پاتې دی او د تګزاس په ډټرایټ کې په ۲۶۰ جنوبي اصلي واټ کې پروت دی. [۱][۲]
ګارنر د ټېنېسي د نشویل په وانډربلټ پوهنتون کې یوازې یو سمستر زده کړې وکړې او وروسته یې زده کړې خوشې کړې او کور ته راستون شو. نوموړي د تکزاس د کلارکسویل په سمز او رایټ شرکت کې د حقوقو زده کړې وکړې، په ۱۸۹۰ ز کال کې په وکالت ومنل شو او د تګزاس د اوولډ ولایت په اوولډ کې یې عملي کار پیل کړ.
ګارنر په ۱۸۹۳ ز کال کې سیاست ته دننه شو، د یووالډ ولایت د ولایتي قاضي په توګه، چې د ولایت جګپوړی اداري مامور و، نوماند شو. له ګارنر سره یوې مېرمنې - ماریټ "ایټي" راینر، د یوه شپانه لور، په لومړنیو ټاکنو کې مخالفت وکړ. ګارنر ګټونکی شو او د دیموکراتانو نوماندي د کورنۍ جګړې وروسته په سولېډ سویل کې د ټاکل کېدو په معنا وه، ګارنر ولایتي قاضي وټاکل شو او تر ۱۸۹۶ز کال پورې یې خدمت وکړ.
ګارنر او راینر د لومړنیو ټاکنو وروسته په کتنو پیل وکړ. دوی د ۱۸۹۵ ز کال د نومبر په ۲۵ کې د تګزاس په سبینال کې واده وکړ. د دوی زوی، تالي چارلز ګارنر (۱۸۹۶-۱۹۶۸ز) یو بانکدار او سوداګر شو. ماریټ ګارنر په کانګرس کې د خپل دندې په اوږدو کې د خپل خاوند د سکرترې په ټوګه او د خپل خاوند د ماموریت په جریان کې چې مرستیال ولسمشر و، د متحده ایالاتو دویمې مېرمنې په توګه دنده ترسره کړې.
د تګزاس سیاست
[سمول]ګارنر په ۱۸۹۸ ز کال کې د تګزاس د استازو جرګې ته وټاکل شو او په ۱۹۰۰ ز کال کې بیا وټاکل شو. مقننې قوې د هغه د خدمت په اوږدو کې د تګزاس لپاره د یوه ایالتي ګل نښان وټاکه. ګارنر د کاکټس اغزن انځیر نه په وياړ ملاتړ وکړ او له هم دې امله يې د "کاکټس جک" لقب ترلاسه کړ. (بلوبونټ ګل یې غوره کړ.)
ګارنر په ۱۹۰۱ ز کال کې انفرادي ثابتې مالیې ته رایه ورکړه، هغه قانون چې د دیموکراتانو تر واک لاندې د مقننې قوې له لوري تصویب شو، ترڅو د رایې ورکوونکو نوم لیکنه نوره هم له ستونزو سره مخامخ کړي او د رایې ورکولو په لېستونو کې د تورپوستو، اقلیت او بې وزلو سپین پوستو د رایه ورکوونکو شمېر کم کړي. دې کار د ۱۹۶۰ز کال تر لسیزې پورې اقلیت رایه ورکوونکي بې برخې کړل او د دیموکراتانو واک ته یې ګواښونه پای ته ورسولې. تګزاس په حقیقت کې د یوه ګوند ایالت وګرځېد. [۳][۴]
ګارنر د سویلي تګزاس برخو ته چې د ساتندویه سیستم له لوري کنټرول کېدې، سفر وکړ او د ځمکو بادارانو سره چې د سیمه ییز خلکو او سیمه ییزې ټاکنو نږدې بشپړ کنټرول یې درلود، سیاسي غوړه مالي وکړه. ساتندویه متحدینو یې هغه ته د کانګرس ۱۵مه ناحیه یوه انحصار شوې ناحیه جوړه کړه، هغه تنګه تړانګه چې سویل ته رسېږي او لسګونه زره مایل مربع کلیوالي سیمې په کې شاملې دي. [۵]
ګارنر په ۱۹۰۲ ز کال کې په لومړي ځل د متحده ایالاتو استازو جرګې ته وټاکل شو. هغه د نوموړې ناحیې نه۱۴ ځله وټاکل شو، چې تر ۱۹۳۳ ز کال پورې یې خدمت وکړ. مېرمنې یې په دې موده کې د هغه شخصي سکرترې په توګه کار کاوه او معاش یې اخیست. د خپل مسلک په اوږدو کې یې د ځمکو سپین پوستي څښتنانو ته وفاداري لرله، چې په جنوبي تګزاس کې یې د رایې ورکولو مرکزونه کنټرولول. هغه د خپلې رایې ورکولو مکسیکويي اډه "د متحده ایالاتو د اتباعو په پرتله ټیټه او نا مطلوبه" بلله. [۵]
ګارنر په ۱۹۲۹ ز کال کې د دیموکراتانو لپاره د اقلیت ګوند د استازو مشر او کله چې دیموکراتان اکثریت شول، په ۱۹۳۱ ز کال کې د متحده ایالاتو د استازو جرګې رئیس وټاکل شو. [۶]
ګارنر د فدرالي عایداتو د مالیې د تصویب ملاتړ وکړ، خو د وړیو او وژغونو تعرفو پرته چې د نوموړي تګزاس اډې ته مهم وې، د ډېرو تعرفو مخالفت یې وکړ. هغه په کلیوالي پانګه اچونه هم باور درلود، چې د سویلي تګزاس د برش ولایت سیمې بزګرانو ته یې د مالیه ورکوونکو ډالر ور په برخه کول. [۷]
ګارنر په دواړو ګوندونو کې د جرګې همکارو غړو په منځ کې نامتو و. د بندیز په دوران کې هغه څه یې چې خپل " تعلیمي پلاوی " باله جوړ کړل، د الکول څښلو لپاره د قانون جوړوونکو د غونډېدو ځای، یا د ګارنر په خوله، " د آزادۍ لپاره ګوزار." (وروسته له هغه چې بندیر پای ته ورسېد او ګارنر مجلس پرېښود، راتلونکي رئیس سام رایبرن "تعلیمي پلاوي" ته دوام ورکړ.) [۷]
سرچینې
[سمول]- ↑ "John Nance Garner, 32nd Vice President (1933-1941)". بياځلي په October 23, 2017.
- ↑ Lionel V., Patenaude (June 15, 2010). "Garner, John Nance". tshaonline.org. بياځلي په March 27, 2018.
- ↑ "Nixon v. Condon. Disfranchisement of the Negro in Texas", The Yale Law Journal, Vol. 41, No. 8, June 1932, p. 1212, accessed 21 March 2008
- ↑ Texas Politics: Historical Barriers to Voting, accessed 11 Apr 2008 Archived April 2, 2008, at the Wayback Machine.
- ↑ ۵٫۰ ۵٫۱ Minutaglio, Bill (2021). A Single Star and Bloody Knuckles: A History of Politics and Race in Texas. University of Texas Press. p. 68–69. ISBN 9781477310366.
- ↑ "The Opening of the 72nd Congress | US House of Representatives: History, Art & Archives". history.house.gov.
- ↑ ۷٫۰ ۷٫۱ Patrick Cox, University of Texas at Austin, "John Nance Garner," West Texas Historical Association joint meeting with the East Texas Historical Association at Fort Worth, February 26, 2010