جان مینارډ کینز
| جان مینارډ کینز | |
|---|---|
|
|
| د شخص مالومات | |
| پيدايښت | ۵ جون ۱۸۸۳[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷] |
| مړینه | 21 اپريل 1946 (63 کاله)[۱][۱۸][۲][۳][۴][۵][۶][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷] |
| د مړینې لامل | د زړه حمله (ناروغي) |
| تابعیت | |
| ګوند | لیبرال ګوند (لویه بریتانیا) |
| رکن | د امریکا د هنرونو او پوهنې اکاډمي |
| عملي ژوند | |
| تعلیم | د کېمبرېج پوهنتون |
| ڈاکٹری مشیر | الفرېډ نورث وایټهېډ |
| کار/مسلک | سياستوال [۱۹]، فیلسوف ، ډیپلوماټ ، سوداگر |
| مورنۍ ژبه | انګليسي ژبه |
| کاروونکې ژبه | انګليسي ژبه [۲][۲۰] |
| کار ورکوونکی | د کېمبرېج پوهنتون |
| لاسليک | |
| سمول |
|
جان مینارډ کینز، یا لومړی بارون کینز د CB رتبې او FBA اوارډ ګټونکی (/keɪnz/؛ ۱۸۸۳ جون ۵مه – ۱۹۴۶ اپریل ۲۱مه) یو انګرېز اقتصادپوه و چې نظریاتو یې په بنسټیز ډول د لوی اقتصاد تیوري او عمل او د حکومتونو اقتصادي پالیسۍ بدلې کړې. نوموړی اصلا په ریاضیاتو کې روزل شوی و او د کاروبار د چرخې د لاملونو په اړه مخکې ترسره شوي کارونه یې د خپل کار لپاره بنسټ وګرځول او ډېره وده یې ورکړه. هغه د شلمې پېړۍ یو له خورا با نفوذه اقتصادپوهانو څخه و او نظرونه یې د اقتصاد په برخه کې د فکري مکتبونو اساس ګڼل کېږي چې د کینزي اقتصاد او د هغه د بېلابېلو شاخو په نوم پېژندل کېږي.[۲۱][۲۲][۲۳]
ښاغلي کینز د ۱۹۳۰ لسیزې د ستر اقتصادي بحران پر مهال په اقتصادي تفکر کې د یوه انقلاب رهبري وکړه او د نوي کلاسیک اقتصاد نظریات یې وننګول، چې وایي آزاد بازارونه به په لنډمهالو او منځمهالو دورو کې په اتوماتيک ډول بشپړې کاري زمینې برابرې کړي، خو په دې شرط چې کارګران په خپل مزد او معاش کې انعطاف منونکي وي. هغه استدلال وکړ چې ټولیزه تقاضا (په اقتصاد کې ټول لګښتونه) د اقتصادي فعالیت عمومي کچه ټاکي، او دا چې ناکافي مجموعي یا ټولیزه تقاضا ښایي د اوږدې مودې لپاره د پراخې بېکارۍ لامل شي، او دا چې د کاري ځواک لګښتونه او مزدونه په نه بدلېدونکې توګه مخ پر ځوړ وي، په دې معنا چې اقتصاد به په اتومات ډول د بشپړې کاري زمینې برابرولو ته ستون نه شي. کینز د اقتصادي بحرانونو او فشارونو د منفي اغېزو کمولو لپاره د مالي او پولي پالیسیو د کارولو ملاتړ کاوه. نوموړي دغه نظريات په خپل مشهور کتاب "د کار، ګټې او پيسو عمومي تيوري" کې چې د ۱۹۳۶ کال په وروستيو کې خپور شو، په تفصيل سره بيان کړي دي. د ۱۹۳۰ لسيزې په وروستيو کې د لويديځو اقتصادونو مخکښو هېوادونو د کينز د تګلارې د سپارښتنو پر پلي کولو پيل وکړ. نژدې ټولو پانګوالو حکومتونو په ۱۹۴۶ کال کې د کینز له مړینې وروسته د دوو لسیزو تر پایه همدا کار وکړ. کینز د دویمې نړیوالې جګړې له پای ته رسېدو وروسته د نړیوالو اقتصادي بنسټونو په طرحه کې د برتانوي پلاوي د مشر په توګه برخه اخیستې وه، خو د امریکايي پلاوي له خوا په څو اړخونو کې له پامه وغورځول شو.[۲۴]
د کینز نفوذ په ۱۹۷۰ لسیزه کې مخ په کمېدو شو، چې تر یوه بریده یې لامل هغه رکودي تورم او انفلاسیون و چې انګلیسي-امریکایي اقتصاد یې د دې لسیزې په اوږدو کې وځاپه، او تر یوه بریده یې بیا لامل د میلټن فریډمن او نورو د مونیټریزم یا پیسه پالو پوهانو لخوا پر کینزي پالیسیو نیوکې هم وې، چا چې له مالي سیاستونو سره د کاروبار د چرخې د مطلوب تنظیم په برخه کې د حکومت وړتیا او توانايي تر پوښتنې لاندې راوسته. له دې سره سره د ۲۰۰۷-۲۰۰۸ کلونو نړیوال مالي بحران راتګ یوځل بیا د کینزي تفکر بیا راژوندي کېدو لامل شو. کینزي اقتصادي نظریاتو د هغو اقتصادي پالیسیو تیوریکي بنسټ جوړاوه، کومې چې د ۲۰۰۷-۲۰۰۸ کلونو مالي بحران د کنټرولولو لپاره د متحده ایالاتو د ولسمشر بارک اوباما، د انګلستان لومړي وزیر ګورډن براون، او د نورو حکومتونو د مشرانو له لوري غوره شوې.[۲۵][۲۶][۲۷]
ټایمز مجلې په ۱۹۹۹ کال کې ښاغلی کینز د پېړۍ ترټولو مهمو شخصیتونو په ډله کې شامل کړ. دغې مجلې لیکلي وو چې "د هغه دا راډیکال نظریه چې حکومتونه باید هغه پیسې مصرف کړي چې نه یې لري، ممکن د پانګوال نظام یا کپیټلېزم د ژغورلو لامل شوه." ایکانومیسټ مجلې بیا کینز "په شلمه پېړۍ کې د برېتانیا ترټولو مشهور اقتصادپوه" بللی دی. کینز پر دې سربېره چې یو اقتصادپوه و، یو ملکي کارمند، د انګلستان د مرکزي بانک رییس، او د بلومزبري په نوم د پوهانو ډلې غړی هم و.[۲۸][۲۹][۳۰]
مسلکي ژوند
[سمول]کینز د ۱۹۰۶ کال په اکتوبر کې د برېتانیا حکومت په "هند دفتر" کې د اداري منشي (clerk) په توګه د ملکي خدمتونو دنده پیل کړه. هغه په لومړي سر کې خپل کار په مینه ترسره کاوه، مګر په ۱۹۰۸ کال کې ترې ستړی شو او له خپلې دندې یې استعفا ورکړه ترڅو بېرته کامبرېج ته راستون شي او د احتمالاتو پر تیورۍ کار وکړي، او د اقتصاد په برخه کې د لیکچر ورکونې له لارې، چې مالي ملاتړ یې په لومړي سر کې د دوو اقتصادپوهانو الفریډ مارشال او ارتور پیګو له خوا په شخصي توګه شوی و، نوموړی په ۱۹۰۹ کال کې د کینګ کالج غړی شو.[۳۱][۳۲]
په ۱۹۰۹ کال کې کینز خپله لومړنۍ مسلکي اقتصادي مقاله هم په ایکانومیک ژورنال کې خپره کړه چې پکې پر هند د وروستي نړیوال اقتصادي بحران اغېزې څېړل شوې وې. هغه د سیاسي اقتصاد کلب په نوم د اوونیز بحث یو ګروپ جوړ کړ. د کینز عاید هغه مهال نور هم لوړ شو کله چې نوموړي زدکړیالانو ته خصوصي زده کړې ورکول پیل کړل.
په ۱۹۱۱ کال کې کینز د ایکانومیک ژورنال مسؤول مدیر شو. په ۱۹۱۳ کال کې هغه خپل لومړی کتاب "هندي پیسې او مالیات" خپور کړ. نوموړی بیا د هندي پیسو او مالیې اړوند شاهي کمیسیون – هماغه د نوموړي د کتاب موضوع – کې وګمارل شو، او په عملي مسایلو کې د اقتصادي تیورۍ په پلي کولو کې یې خپله پاموړ وړتیا ثابته کړه. د هغه لیکلي اثار د "جې اېم کینز" (JM Keynes) په نوم خپاره شول، سره له دې چې نوموړی د خپلې کورنۍ او ملګرو ترمنځ د مینارډ په نوم مشهور و. (د هغه پلار "جان نیویل کینز" هم تل پر خپل منځني نوم پېژندل کېده).[۳۳][۳۴]
لومړۍ نړیواله جګړه
[سمول]د برېتانیا حکومت د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال د کینز له تخصص او پوهې څخه کار واخیست. سره له دې چې نوموړی په رسمي توګه په ۱۹۱۴ کال کې له ملکي خدماتو سره نه و یوځای شوی، خو د حکومت په غوښتنه یې د جګړو له پیل څو ورځې وړاندې لندن ته سفر وکړ. بانکدارانو د سکې یا فلزي پیسو د تادیاتو – پر سرو زرو د بانک نوټونو بدلولو – د ځنډولو لپاره فشار راوړی و، مګر د کینز په مرسته د خزانې رییس (هغه مهال لویډ جورج) قانع شو چې دا ښه نظر نه دی، ځکه که چېرې تادیات تر اړتیا وړاندې ځنډول شوي وای د حکومت راتلونکي شهرت ته یې زیان رساوه.
ستر مالي بحران
[سمول]کینز په ۱۹۲۰ لسیزه کې د بېکارۍ، پیسو او بیو ترمنځ د اړیکو څېړلو لپاره یو تیوریکي کار پیل کړ. د هغه اثر "د پیسو په اړه علمي بحث" په ۱۹۳۰ کال کې په دوو ټوکونو کې خپور شو. د دغه اثر اصلي مفکوره دا وه چې که چېرې د سپمول شوو پیسو مقدار د پانګې اچونې له مقدار څخه ډېر وي –چې د ګټې د کچې ډېر لوړوالي پرمهال پېښېدای شي– نو په دې صورت کې به د بېکارۍ کچه لوړه شي. دا تر یوه بریده له دې کبله ده چې خلک نه غواړي د کار ګومارونکو د تادیاتو ډېره برخه مصرف کړي او په ټوله کې دا د ګومارونکو لپاره د ګټې ترلاسه کول ستونزمنوي. د کتاب بله کلیدي موضوع د وخت په تېرېدو سره د اسعارو په پیرود ځواک کې د عمومي بدلونونو د کره –یا واقعي معنا لرونکې– ښودنې لپاره د مالي شاخصونو بې اعتباري ده. نوموړي په ځانګړې توګه په ۱۹۲۵ کال کې د عمده پلور د نرخ شاخص ته په اشارې سره تر جګړې وړاندې ارزښت ټاکنه کې د سرو زرو معیار (gold standard) ته د برېتانیا د بېرته ستنېدو پر توجیه نیوکه وکړه. هغه استدلال وکړ چې دا شاخص د خدماتو او کاري ځواک په لګښتونو کې د بدلون اغېزې کمې ښيي.[۳۵][۳۶][۳۷]
له جګړې وروسته پړاو
[سمول]له جګړو وروسته پړاو کې کینز له خپل خراب روغتیايي وضعیت سره سره په نړیوالو مذاکراتو کې د انګلستان استازیتوب ته دوام ورکړ. هغه وتوانېده چې د برېتانیا د اقتصاد د بیا رغولو لپاره د نویو او پاتې پورونو اړوند له متحده ایالاتو څخه غوره شرایط ترلاسه کړي.[۳۸]
په ۱۹۴۶ کال کې د هغه تر مړینې لږ وړاندې، نوموړي د ټولنیز اقتصاد پروفیسور او د انګلستان د مرکزي بانک مشاور هنري کلې ته وویل، چې هیله من دی د ادم سمیټ "نه لیدل کېدونکی لاس" اقتصادي نظریه کولی شي له برېتانیا سره له اقتصادي سوړې څخه په راوتلو کې مرسته وکړي: "زه ورځ تر بلې زموږ د ستونزو د حل لپاره د نه لیدل کېدونکي لاس نظریې باندې پر تکیه کولو باوري کېږم، کوم چې شل کاله مخکې مې یې له اقتصادي فکر څخه د ایستلو هڅه کوله."[۳۹][۴۰]
سرچینې
[سمول]- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118561804 — خپرېدونېټه: ۹ اپريل ۲۰۱۴ — سرليک: Gemeinsame Normdatei — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ د پرانسې ملي کتابتون پېژند: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb12041754c — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ، ashıq maǵlıwmatlar platforması او ачык мәгълүмат платформасы
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ د پرانسې ملي کتابتون پېژند: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb12041754c — خپرېدونېټه: ۲۲ اگست ۲۰۱۷ — پنځوونکی: John O'Connor او Edmund Robertson
- ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6q81dnz — سکالو پېژند: John Maynard Keynes — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۵٫۰ ۵٫۱ NE.se ID: https://www.ne.se/uppslagsverk/encyklopedi/lång/john-maynard-keynes — سکالو پېژند: John Maynard Keynes — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Nationalencyklopedin
- ↑ ۶٫۰ ۶٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/13917737 — سکالو پېژند: John Maynard Keynes — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ سکالو پېژند: John Maynard Keynes — IMSLP ID: https://imslp.org/wiki/Category:Keynes,_John_Maynard — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — منښتلیک: Creative Commons Attribution-ShareAlike 4.0 International
- ↑ ۸٫۰ ۸٫۱ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p23573.htm#i235721 — سکالو پېژند: John Maynard Keynes, 1st and last Baron Keynes — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — ليکوال: Darryl Roger Lundy — پنځوونکی: Darryl Roger Lundy
- ↑ ۹٫۰ ۹٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/keynes-john-maynard — سکالو پېژند: John Maynard Keynes — سرليک: Brockhaus Enzyklopädie — خپروونکی: F.A. Brockhaus
- ↑ ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Store norske leksikon-ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4342&url_prefix=https://snl.no/&id=John_Maynard_Keynes — سکالو پېژند: John Maynard Keynes — سرليک: Store norske leksikon
- ↑ ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0035584.xml — سکالو پېژند: John Maynard Keynes — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپروونکی: Grup Enciclopèdia
- ↑ ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=keynesjohn — سکالو پېژند: John Maynard Keynes
- ↑ ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=john+maynard;n=keynes — سکالو پېژند: John Maynard Keynes
- ↑ ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ InPhO ID: https://www.inphoproject.org/thinker/3361 — سکالو پېژند: John Maynard Keynes — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Internet Philosophy Ontology project
- ↑ ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/30809 — سکالو پېژند: John Maynard Keynes — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
- ↑ ۱۶٫۰ ۱۶٫۱ Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=31329 — سکالو پېژند: John Maynard Keynes — ليکوال: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپروونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute
- ↑ ۱۷٫۰ ۱۷٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000000105 — سکالو پېژند: John Maynard Keynes — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ پیوستون : 118561804 — خپرېدونېټه: ۲۷ سېپتمبر ۲۰۱۵ — سرليک: Большая советская энциклопедия — نسخهدريم — موضوع: Кейнс Джон Мейнард — خپروونکی: The Great Russian Encyclopedia
- ↑ Hansard (1803–2005) ID: https://api.parliament.uk/historic-hansard/people/mr-john-keynes — خپرېدونېټه: ۲۲ اپريل ۲۰۲۲
- ↑ CONOR.SI ID: https://plus-legacy.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/60685411
- ↑ کينډۍ:Cite ODNB
- ↑ * Sloman, John (22 October 2008). "How to kick-start a faltering economy the Keynes way". BBC. خوندي شوی له اصلي څخه په 4 April 2009. ترلاسهکېدو نېټه 13 November 2008.
- Cohn, Steven Mark (2015). Reintroducing Macroeconomics: A Critical Approach. Taylor & Francis. p. 111. ISBN 978-1-317-46120-3. خوندي شوی له اصلي څخه په 22 April 2017. ترلاسهکېدو نېټه 21 April 2017.
- Davis, William L.; Figgins, Bob; Hedengren, David; Klein, Daniel B. (May 2011). "Economic Professors' Favorite Economic Thinkers, Journals, and Blogs" (PDF). Econ Journal Watch. 8 (2): 126–46. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 17 April 2021. ترلاسهکېدو نېټه 21 April 2017.
- ↑ Skidelsky, Robert (26 October 2010). Keynes: The Return of the Master. Cambridge: Public affairs. ISBN 978-1-58648-897-0.
- ↑ "The General Theory of Employment, Interest, and Money" (PDF). خوندي شوی له the original (PDF) on 26 November 2019. ترلاسهکېدو نېټه 2021-05-07.
- ↑ Krugman, Paul (1995). Peddling Prosperity: Economic Sense and Nonsense in the Age of Diminished Expectations. W.W. Norton. p. 43. ISBN 978-0-393-31292-8.
In 1968 in one of the decisive intellectual achievements of postwar economics, Friedman not only showed why the apparent tradeoff embodied in the idea of the Phillips curve was wrong; he also predicted the emergence of combined inflation and high unemployment ... dubbed 'stagflation.
- ↑ Chris Giles; Ralph Atkins; Krishna Guha. "The undeniable shift to Keynes". Financial Times. خوندي شوی له اصلي څخه په 20 October 2020. ترلاسهکېدو نېټه 23 January 2009.
- ↑ "To Set the Economy Right". Time. 27 August 1979. خوندي شوی له the original on 4 April 2009. ترلاسهکېدو نېټه 13 November 2008.
- ↑ Reich, Robert (29 March 1999). "The Time 100: John Maynard Keynes". Time. خوندي شوی له اصلي څخه په 24 May 2021. ترلاسهکېدو نېټه 18 June 2009.
- ↑ "The IMF in Britain: Toothless truth tellers". The Economist. 11 May 2013. خوندي شوی له اصلي څخه په 18 April 2021. ترلاسهکېدو نېټه 2 October 2013.
- ↑ "Maynard Keynes". The Bloomsbury Group. 22 August 2007. خوندي شوی له اصلي څخه په 30 April 2021. ترلاسهکېدو نېټه 26 May 2012.
- ↑ کينډۍ:London Gazette
- ↑ Skidelsky, Robert (1983). John Maynard Keynes vol 1: Hopes Betrayed. Macmillan. p. 205. ISBN 0-333-11599-6.
- ↑ See Keynes, John Maynard (1913). Indian Currency and Finance. London: Macmillan & Co.
- ↑ کينډۍ:London Gazette
- ↑ Pressman, Steven (1999). Fifty Major Economists. Routledge. pp. 99–104. ISBN 978-1-134-78082-2. خوندي شوی له اصلي څخه په 15 June 2020. ترلاسهکېدو نېټه 21 April 2017.
- ↑ Cassidy, John (10 October 2011). "The Demand Doctor". The New Yorker. خوندي شوی له اصلي څخه په 17 November 2018. ترلاسهکېدو نېټه 16 November 2018.
- ↑ Skidelsky, Robert (2003). John Maynard Keynes: 1883–1946: Economist, Philosopher, Statesman. Pan MacMillan Ltd. pp. 494–500, 504, 509–510. ISBN 0-330-48867-8.
- ↑ "John Maynard Keynes: Career Timeline". Maynardkeynes.org. خوندي شوی له اصلي څخه په 2 July 2021. ترلاسهکېدو نېټه 2 October 2013.
- ↑ "After the War, The World Bank, the IMF, and the End, 1945 to 1946". خوندي شوی له اصلي څخه په 6 February 2015. ترلاسهکېدو نېټه 7 July 2010.
- ↑ Sayers, Richard (1976). The Bank of England, 1891–1944, Volume 1. ISBN 978-0-521-21067-6. خوندي شوی له اصلي څخه په 17 April 2021. ترلاسهکېدو نېټه 25 August 2020.
- ليکنې چې ويوکي په انګليسي
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1559
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- 1946ز مړينې
- 21 اپريل مړينې
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P570
- د وفات کيدو سببونه د ويکيډاټا څخه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P102
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P463
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P69
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P184
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P106
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P103
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P108
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P935
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P227
- ليکنې چې ويوکي په جرمني
- ليکنې چې ويوکي په اوردو
- ليکنې چې ويوکي په اوکرايني
- ليکنې چې ويوکي په روسي
- ليکنې چې ويوکي په فرانسوي
- ليکنې چې ويوکي په اېټاليايي
- ليکنې چې ويوکي په چېکي
- ليکنې چې ويوکي په ډېنمارکي
- ليکنې چې ويوکي په ارمني
- ليکنې چې ويوکي په سلووېنيايي
- ليکنې چې ويوکي په اسپانيايي
- ليکنې چې ويوکي په پرتګالي
- ليکنې چې ويوکي په بېلاروسي
- ليکنې چې ويوکي په بلغاريايي
- ليکنې چې ويوکي په پولينډي
- تېروتنې ژبکينډۍ
- ليکنې چې ويوکي په قرغزي
- ليکنې چې ويوکي په ازربايجاني
- ليکنې چې ويوکي په اوزبکي
- ليکنې چې ويوکي په تورکي
- ليکنې چې ويوکي په سربيايي
- ليکنې چې ويوکي په کرواسيايي
- ليکنې چې ويوکي په بوسنيايي
- ليکنې چې ويوکي په سلوواکي
- ليکنې چې ويوکي په يوناني
- ليکنې چې ويوکي په لاتويايي
- ليکنې چې ويوکي په ليتوانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېستونيايي
- ليکنې چې ويوکي په فينلينډي
- ليکنې چې ويوکي په هنګري
- ليکنې چې ويوکي په ګورجي
- ليکنې چې ويوکي په مکدونيايي
- ليکنې چې ويوکي په مغولي
- ليکنې چې ويوکي په رومانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېسپرانتو
- ليکنې چې ويوکي په اودمورت
- ليکنې چې ويوکي په باشکيري
- ليکنې چې ويوکي په تاتاری کریمهای
- ليکنې چې ويوکي په سویډني
- ليکنې چې ويوکي په تاجيکي
- ليکنې چې ويوکي په التايي
- ليکنې چې ويوکي په اسي
- ليکنې چې ويوکي په کره کولپاکي
- ليکنې چې ويوکي په تاتاري
- ليکنې چې ويوکي په بوکمول
- ليکنې چې ويوکي په کتلونيايي

