Jump to content

جان لویس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
جان لېويس
John Lewis (انګليسي) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
زېږون‌ځای
Troy (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۲۱ فبروري ۱۹۴۰[۱][۲][۳] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
د مړينې نېټه
۱۷ جولای ۲۰۲۰[۴][۲] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
د مړينې لامل
د مړينې ځای
Atlanta (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
د مړينې لامل
د ښخولو ځای
زدکړنځی
ژبې
ګوند
دنده
عامه معلومات
عمومي معلومات
قومي ډلې
دین
جوړښت
جایزې
نور معلومات
وېب‌پاڼه
johnlewis.house.gov[۱۸] (انګليسي ژبه) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا

جان رابرټ لویس (زوکړه: د ۱۹۴۰ زکال د فبروري ۲۱ مه – مړینه: د ۲۰۲۰ زکال د جولای ۱۷مه نېټه) امریکايي سیاستوال او د مدني حقونو فعال و چې له ۱۹۸۷ زکال څخه یې په ۲۰۲۰ زکال کې د خپلې مړینې تر مهاله د جورجیا له پنځمې ټاکنیزې حوزې څخه د متحده ایالاتو په کانګرس کې استازولي وکړه. نوموړي د ۱۹۶۰ زکال پر مهال د نشوېل په اعتراضاتو کې ونډه لرله، د آزادۍ د مسافرینو د ډلې غړی و، له ۱۹۶۳ زکال څخه تر ۱۹۶۶ زکال پورې د زده کړیالانو د عدم تشدد د همغږې کوونکې کمېټې مشر و او همدارنګه د هغو ډلو له شپږو لویو مشرانو څخه و چې د ۱۹۶۳ زکال پر مهال یې په واشګټن کې لاریونونه ترتیب کړل. لویس په متحده ایالاتو کې قانوني نژادي توپیر ته د پای ټکي اېښودو په موخه د مدني حقونو په خوځښت کې پام وړ رولونه ولوبول او د ۱۹۶۵ زکال پر مهال یې مونټګامري ته درې سلما اعتراضي لاریونونه ترسره کړل چې له اډمونډ پیټوس پله څخه هاخوا بیا د لاریون کوونکو پر وړاندې هغه چلن وشو چې د خونړۍ یکشنبې په نوم شهرت لري؛ دغه مهال دولتي ځواکونو او پولیسو په لویس او نورو لاریون کوونکو باندې برید وکړ.

د دیموکرات ګوند د غړي په توګه لوئیس د لومړي ځل لپاره په ۱۹۸۶ زکال کې د متحده ایالاتو د استازو جرګې ته لار ومونده او بیا یې د ۱۷ دورو لپاره دلته خدمت وکړ. هغه ټاکنیزه حوزه چې ده یې استازولي کوله د اتلانتا ډېرۍ برخې په کې شاملېدلې. د هغه د خدمت مخینې ته په پام نوموړی د جورجیا د استازو د پلاوي مشر وټاکل شو. لویس په دغه جرګه کې د دیموکرات ګوند یو له مشرانو څخه و چې له ۱۹۹۱ زکال څخه یې په دغه جرګه کې د دیموکرات ګوند د نظم ساتنې د مرستیال او له ۲۰۰۳ زکال څخه وروسته یې د مخکښ نظم ساتونکي په توګه خدمت وکړ. هغه ګڼ شمېر افتخاري علمي درجې او جوایز ترلاسه کړي چې په دغو کې د ۲۰۱۱ زکال پر مهال د آزادۍ ولسمشریز مډال هم شاملېږي.

ناروغي او مړینه[سمول]

لویس د ۲۰۱۹ زکال د ډسمبر په ۲۹مه نېټه اعلان وکړ چې د ده د تریخي سرطان په څلورمه درجه کې تشخیص شوی دی. همدا و چې د خپلې درملنې په موخه په واشنګټن ډي سي کې پاتې شو. دغه مهال لویس څرګنده کړه: «زه په نږدې ټول خپل ژوند کې د آزادۍ، مساواتو او اساسي بشري حقونو لپاره په مبارزه بوخت وم. خو هېڅکله له داسې مبارزې سره نه وم مخ شوی چې اوس ورسره مخ یم». [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

لویس د ۲۰۲۰ زکال د جولای په ۱۷مه نېټه د اتیا کلونو په عمر په اتلانتا کې ومړ؛ په هماغه ورځ او هماغه ښار کې چې د مدني حقونو په برخه کې د هغه فعال همکار سي. ټي ویوان هم ومړ. لویس د بشري حقونو د شپږو لویو مخکښانو «Big Six» له ډلې وروستی ژوندی کس و. [۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

د هغه د مړینې له امله ولسمشر ډونالډ ټرامپ امر ورکړ چې د دغه هېواد بیرغ نیمه ځوړند شي. ورته مهال له نړیوالې ټولنې څخه د سویډن د لومړي وزیر سټیفن لوفن، د فرانسې د ولسمشر امانوئل ماکرون او د ایرلنډ د ولسمشر مایکل ډي. هېنګز په ګډون ګڼ شمېر کسانو د خواخوږۍ پیغامونه ولېږل. [۲۷][۲۸][۲۹]

ویاړونه[سمول]

لویس په ۱۹۹۹ زکال کې د مشیګان له پوهنتون څخه د بشري او مدني حقونو څخه دفاع ته د خپلې تل پاتې ژمنتیا له امله د والنبرګ مډال ترلاسه کړ. همدغه کال نوموړي د بیان د آزادۍ په برخه کې د بیان د آزادۍ څلور جایزې هم ترلاسه کړې. [۳۰]

په ۲۰۰۱ زکال کې د جان اف کنېډې د ولسمشریز کتابتون او موزیم بنسټ نوموړي ته د مدني حقونو په برخه کې د خپل شجاعت، رهبرۍ او فوق العاده ژمنتیا له امله د زړورتیا جایزه ورکړه. دغه جایزه د یو کس د ټول ژوندانه لاسته راوړنو ته اړوندېږي او تر اوسه پورې جان لویس او ویلیام وېنټر (۲۰۰۸ زکال) ته ورکړل شوې. راتلونکی کال نوموړي د رنګین پوستانو د ملي پراختیايي ټولنې څخه سپینګارن مډال ترلاسه کړ. [۳۱][۳۲]

د ۲۰۰۴ زکال پر مهال لویس د امریکايي لاسته راوړنو له اکاډمۍ څخه د سروزرو د پلېټ جایزه ترلاسه کړه چې د دغې اکاډمۍ د جوایزو د شورا د غړي جیمز ارل جونز له خوا ورته وسپارل شوه. [۳۳][۳۴]

نوموړي په ۲۰۰۶ زکال کې د یو ټاکل شوي او یا هم ګمارل شوي چارواکۍ لپاره د غوره خدمتونو د ترسره کولو له امله د متحده ایالاتو د سناتور جان هاینز جایزه ترلاسه کړه چې هر کال د عامه خدمتونو په برخه کې د جفرسون جوایزو د بنسټ له خوا ورکول کېږي. د ۲۰۰۷ زکال په سپټمبر میاشت کې یې بیا د کانزاس پوهنتون د سیاسي علومو له رابرټ جې. ډول انستیتیوت څخه د ډول د رهبرۍ جایزه هم ترلاسه کړه. [۳۵][۳۶]

لوئیس د واشنګټن له لاریون څخه ژوندی پاتې شوی یوازنی ویناوال و چې د بارک اوباما د لوړې په مراسمو کې یې ګډون وکړ. اوباما د هغه لپاره یو یادګاري انځور لاسلیک کړ او پر هغو یې ولیکل، «ستا له امله، جان. بارک اوباما». [۳۷]

په ۲۰۱۰ زکال کې لویس د لینډون بینز جانسون د بنسټ له خوا د آزادۍ او عدالت په برخه کې د لینډون بینز جانسون لومړنۍ جایزه ترلاسه کړه؛ راتلونکی کال بیا ولسمشر بارک اوباما د آزادۍ ولسمشریز مډال هم ورکړ. [۳۸][۳۹]

په ۲۰۱۶ زکال کې اعلان وشو چې په راتلونکې کې جوړېدونکې د متحده ایالاتو د سمندري پوځ نفت وړونکې بېړۍ به د جان لویس په نوم ونوموي. ورته مهال لویس او همدارنګه د سلما په لاریون کې د هغه بل همکار فریدریک ریزي د کانګرس د سرو زرو هغه مډالونه ومنل چې د سلما لاریون کوونکو ته ځانګړي شوي وو. همدغه کال نوموړي د قوانینو له ملي مرکز څخه د آزادۍ مډال هم ترلاسه کړ. دغه جایزه له ملالې یوسفزۍ څخه رانیولې تر څوارلسم دالایي لاما، ولمسشر جورج بوش او ولسمشر بېل کلینټون پورې نورو لوړپوړو او راتلونکې پالونکو نړیوالو مخکښانو ته ورکړل شوې. د دغې جایزې د ترلاسه کولو مهال د متحده ایالاتو په اساسي قانون کې د ۱۴م تعدیل له ۱۵۰مې کالیزې سره برابر و. [۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵][۴۶]

لویس د ډېری بنسټونو پیلنی ویناوال پاتې شوی چې په دغو کې د ۲۰۱۴ زکال پر مهال د تجسمي هنرونو په ښوونځي، د ۲۰۱۶ زکال پر مهال په بېټس کالج (د مېن په لویستون کې) او سنت لوئیس کې د واشنګټن په پوهنتون، د ۲۰۱۷ زکال پر مهال په بارډ کالج او بانک سټریټ کالج او همدارنګه د ۲۰۱۸ زکال پر مهال په هاروارډ پوهنتون کې ویناوې شاملېږي. [۴۷][۴۸][۴۹][۵۰][۵۱]

د ۲۰۱۸ زکال د جولای په ۳۰مه نېټه د اتلانتا ښاري شورا رایه ورکړه چې د اتلانتا د آزادۍ پارک نوم د جان لویس د آزادۍ پارک ته واړوي. د ۲۰۲۰ زکال د نومبر په ۵مه نېټه د نشویل او ډیویډسون ښارګوټي ښاري شورا بیا رایه ورکړه چې د نشویل ټنسي د پنځم سړک ډېره برخه د جان لویس د لارې په نوم ونوموي. [۵۲][۵۳][۵۴][۵۵][۵۶]

د ۲۰۲۰ زکال د جون په ۲۳مه نېټه د فېرفکس ښارګوټي د دولتي ښوونځیو پلاوي پرېکړه وکړه چې د رابرټ لي د عالي لیسې نوم به د جان آر. لویس عالي لیسې ته واړوي؛ دغه ښوونځی ویرجینیا په سپرېنګفیلډ کې موقعیت لري. [۵۷]

د ۲۰۲۰ زکال په جولای میاشت کې د لویس مړینه لامل وګرځېده څو له تاریخي پلوه د پیټوس مهم پل د هغه په نوم ونومول شوي، هغه وړاندیز چې کلونه وړاندې مطرح شوی و. له مړینې وروسته یې د فیرفکس د دولتي ښوونځیو پلاوي هم د ویرجینیا په سپرېنګفیلډ کې د رابرټ اي. لي عالي لیسې نوم د جان آر. لویس عالي لیسې ته بدل کړ. [۵۸][۵۹][۶۰]

بل پلو د هغه له مړینې وروسته د ټروی پوهنتون هم څرګنده کړه چې د دغه پوهنتون اصلي ودانۍ به د جان لویس په نوم ونوموي. دغه ودانۍ چې د یاد پوهنتون په کمپلکس کې تر ټولو لرغونې ودانۍ ده له دې وړاندې د بیب ګریوز په نوم نومول شوې وه چې د الاباما پخوانی والي او همدارنګه د کوکلاکس کلن سازمان یو له لوړ پوړو افسرانو څخه و. [۶۱]

د ۲۰۲۱ زکال د فبروري په ۲۱مه نېټه د متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډن د لویس د زوکړې کالیزه په ټویټر کې د یو پوسټ په کولو یاده کړه او له ټولو امریکایانو څخه یې وغوښتل «د ټولو لپاره د عدالت او مساواتو په برخه کې د هغه ماموریت مخته یوسي». ده په خپل دغه ټویټري پیغام کې زیاته کړې وه، «په داسې حال کې چې زما خوږ ملګری اوس زموږ ترمنځ نشته، خو د هغه ژوند او میراث زموږ لپاره تل پاتې اخلاقي لیدلوری وړاندی کړی چې کوم لوري ته لاړ شو. ګوندې موږ هم د ټولو لپاره د عدالت او مساواتو په برخه کې د هغه رسالت ته دوام ورکړو». [۶۲][۶۳][۶۴]

سرچينې[سمول]

  1. Stated in: Encyclopædia Britannica Online. د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: biography/John-Lewis-American-civil-rights-leader-and-politician. Subject named as: John Lewis. Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Stated in: GeneaStar. GeneaStar person ID: lewisjohn. Subject named as: John Lewis.
  3. Stated in: MAK. PLWABN ID: 9811356834305606. Subject named as: John Lewis. اثر ژبه: پولينډي ژبه.
  4. "Rep. John Lewis, a civil rights icon who began pushing for racial justice in the Jim Crow south, has died". ۱۷ جولای ۲۰۲۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); تحقق من التاريخ في: |date= (لارښود)
  5. Stated in: Find a Grave. Retrieved: ۱۰ جون ۲۰۲۴. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ ۶٫۲ ۶٫۳ Reference URL: http://bioguide.congress.gov/scripts/biodisplay.pl?index=L000287.
  7. Stated in: Czech National Authority Database. NL CR AUT ID: mzk2005289716. Retrieved: ۱ مارچ ۲۰۲۲.
  8. BlackPast.org ID: african-american-history/lewis-john-r-1940. Retrieved: ۲ مارچ ۲۰۲۱.
  9. Stated in: BlackPast.org. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
  10. "unitedstates/congress-legislators". منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  11. Reference URL: https://smashpages.net/2017/05/20/march-m-a-s-k-and-more-take-home-2017-glyph-awards/. Retrieved: ۱۵ نومبر ۲۰۲۱.
  12. Reference URL: https://www.comic-con.org/awards/inkpot. Retrieved: ۲۷ جولای ۲۰۲۱.
  13. Reference URL: https://www.britannica.com/topic/Spingarn-Medal.
  14. Reference URL: https://www.jfklibrary.org/events-and-awards/profile-in-courage-award/award-recipients/john-lewis-2001.
  15. Reference URL: https://www.libs.uga.edu/hargrett/lillian-smith/winners.
  16. "John Lewis - Living Legends". Library of Congress. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  17. Stated in: Library of Congress to Honor "Living Legends". د خپرولو نیټه: ۱۴ اپرېل ۲۰۰۰. Publisher: Library of Congress.
  18. ۱۸٫۰ ۱۸٫۱ Reference URL: https://github.com/unitedstates/congress-legislators.
  19. (په December 29, 2019 باندې). John Lewis, Congressman and Civil Rights Icon, Has Pancreatic Cancer.
  20. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  21. (په December 30, 2019 باندې). Civil rights icon Rep. John Lewis announces he has stage 4 pancreatic cancer. CNN.
  22. (په December 30, 2019 باندې). US Rep John Lewis of Georgia says he has pancreatic cancer. WTOP News.
  23. (په July 17, 2020 باندې). John Lewis, Georgia Congressman and Civil Rights Icon, Dies at 80. WCAU News.
  24. . Rep. John Lewis, a civil rights icon who began pushing for racial justice in the Jim Crow south, has died.
  25. Sheth, Sonam; Ellen Cranley. "Georgia congressman and civil rights icon John Lewis dies at age 80". Business Insider. خونديځ د اصلي څخه March 3, 2022. لاسرسي‌نېټه July 18, 2020. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  26. (په July 17, 2020 باندې). C.T. Vivian, Martin Luther King's Field General, Dies at 95.
  27. . Trump tweets he's 'saddened' by John Lewis' death, world leaders pay tribute. ABC News.
  28. (په July 18, 2020 باندې). International community pays homage to American civil rights icon John Lewis. The Hill.
  29. (په July 19, 2020 باندې). Irish president pays tribute to civil rights hero John Lewis. Irish Central.
  30. "Four Freedoms Award". Roosevelt Institute. د اصلي آرشيف څخه پر March 25, 2015 باندې. لاسرسي‌نېټه April 4, 2015. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  31. "John Lewis". John F. Kennedy Presidential Library & Museum. خونديځ د اصلي څخه September 12, 2012. لاسرسي‌نېټه December 8, 2012. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  32. "NAACP Spingarn Medal". د اصلي آرشيف څخه پر August 2, 2014 باندې. لاسرسي‌نېټه April 19, 2017. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  33. "Golden Plate Awardees of the American Academy of Achievement". www.achievement.org. American Academy of Achievement. خونديځ د اصلي څخه June 8, 2020. لاسرسي‌نېټه March 18, 2020. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  34. "2004 Summit Highlights Photo". 2004. خونديځ د اصلي څخه September 17, 2020. لاسرسي‌نېټه December 11, 2020. Awards Council member and actor James Earl Jones presents the Academy’s Golden Plate Award to Congressman John Lewis during the introductory evening of the 2004 International Achievement Summit in Chicago, Illinois. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  35. "Civil Rights Movement Pioneer to receive Dole Leadership Prize". Robert J. Dole Institute of Politics, University of Kansas. September 26, 2007. د اصلي آرشيف څخه پر December 7, 2008 باندې. لاسرسي‌نېټه October 12, 2008. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  36. "National Winners | public service awards". Jefferson Awards.org. د اصلي آرشيف څخه پر November 24, 2010 باندې. لاسرسي‌نېټه November 9, 2013. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  37. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  38. "Rep. John Lewis Honored as Civil Rights Champion with First LBJ Liberty and Justice for All Award". د اصلي آرشيف څخه پر July 19, 2011 باندې. لاسرسي‌نېټه April 3, 2012. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  39. (په February 15, 2011 باندې). Obama Honors Buffett, George H.W. Bush With Medal of Freedom. Bloomberg.
  40. "Secretary of the Navy Announces First Ship of Next Generation Fleet Replenishment Oilers". U.S. Department of Defense. خونديځ د اصلي څخه December 30, 2019. لاسرسي‌نېټه December 30, 2019. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  41. "Congressional Gold Medal Ceremony for 1965 Voting Rights Marches Foot Soldiers | C-SPAN.org". www.c-span.org. خونديځ د اصلي څخه August 30, 2021. لاسرسي‌نېټه July 17, 2022. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  42. (په February 25, 2016 باندې). Selma marchers get Congressional Gold Medal.
  43. "John Lewis to receive 2016 Liberty Medal". National Constitution Center. June 2, 2016. خونديځ د اصلي څخه September 21, 2016. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  44. (په September 20, 2016 باندې). John Lewis honored with the Liberty Medal.
  45. Lewis, John (November 29, 2016). "National Book Awards - 2016". Speakola.com. خونديځ د اصلي څخه May 3, 2017. لاسرسي‌نېټه March 14, 2021. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  46. "Wayne State, UAW honor civil rights legend Rep. John Lewis" (Press release). Wayne State University. February 5, 2020. خونديځ د اصلي څخه July 18, 2020. لاسرسي‌نېټه February 8, 2020. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  47. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  48. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  49. "Civil Rights leader Rep. John Lewis to deliver 2016 Commencement address, joining honorands Lisa Genova '92, Daniel Gilbert and Robert Witt '62". bates.edu. April 2016. خونديځ د اصلي څخه May 17, 2016. لاسرسي‌نېټه May 20, 2016. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  50. Herbowy, Greg (Fall 2014). "Q+A: Congressman John Lewis, Andrew Aydin & Nate Powell." Visual Arts Journal. pp. 48–51.
  51. (په May 24, 2018 باندې). Harvard awards seven honorary degrees. Harvard Gazette.
  52. "Inkpot Award". comic-con.org. December 6, 2012. خونديځ د اصلي څخه January 29, 2017. لاسرسي‌نېټه September 9, 2021. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  53. (په July 30, 2018 باندې). Name of busy Atlanta street will change to John Lewis Freedom Parkway. Atlanta Journal-Constitution
  54. (په November 6, 2020 باندې). Nashville street to be renamed after civil rights leader John Lewis. WSMV
  55. (په November 6, 2020 باندې). Metro Council approves renaming of Nashville's 5th Ave. to Rep. John Lewis Way. WTVF
  56. (په November 6, 2020 باندې). Nashville street renamed after late civil rights leader Rep. John Lewis. The Tennessean
  57. "Fairfax County School Board Votes to Rename School John R. Lewis High School | Fairfax County Public Schools". منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  58. Gstalter, Morgan. "Support swells for renaming Edmund Pettus Bridge in Selma to honor John Lewis after his death". www.msn.com. خونديځ د اصلي څخه July 19, 2020. لاسرسي‌نېټه July 18, 2020. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  59. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  60. "Board changes school's name from Robert E. Lee to John Lewis". AP News. July 23, 2020. خونديځ د اصلي څخه August 2, 2020. لاسرسي‌نېټه July 23, 2020. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  61. Allen Kim (August 27, 2020). "A building at Troy University, named after a former governor with ties to the KKK, will be renamed after John Lewis". CNN. خونديځ د اصلي څخه August 29, 2020. لاسرسي‌نېټه October 2, 2020. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  62. (په August 1, 2020 باندې). Monuments to honor John Lewis' legacy in the works. Atlanta Journal-Constitution
  63. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  64. . Biden, lawmakers mark John Lewis's 81st birthday: 'May we carry on his mission'. The Hill.